د ١٣٩٠ کال د چنگاښ ٢٠مه ــ د ٢٠١١ کال در جولای ١١مه
Payam-e-Zan



دوهمه برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی

لومړی برخه


ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت


کله چې په یوه هېواد کې دموکراسی ضد، زورواکه او د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅې ډلې واکمنې وی، هغه هېواد داسې رنځېدلی بې پناه ښځې ته ورته والی لری چې پرشاوخوا یې لنډغران راټول او ورپورې خاندی، په کاڼو یې وهی، ښکنځی یې او دبې پته کولو ګواښونه ورته کوی.

Long live unity of Hazaras, Pushtoons, Tajiks and other ethnic groups in Afghanistan!
د توکمو یووالی چی د هزاره او پښتونو او نورو ملیتونو په وینو را مینځ ته شوی، بنسټپالی ورانونکی ډلی د سنی او شیعه له جنسه د خپلو خاصو مزدخورو روڼ اندو په مرسته یی غواړی وران کړی.

افغانستان دشوروی او اړونده ګوډاګی دولتونو تر یرغل وروسته او په تېره بیا د جهادی وینو او خیانت او طالبانو د پېر څخه تر نن پورې، داسې یوې یواځې او بې وزلې مورته ورته والی لری چې له هرلوری پرې تورونه لګول کېږی، سپکاوی او ګواښونه ورته کېږی. هغه داسې مورده چې سپېڅلی او سرتېری بچیان یې ټپی او یو تربله بېل دی خو خاین اولادونه یې دهغو لنډغرو او تېری کوونکو سره یوځای شوی چې په خپلې خور او مور تېری کوی او دخپلو بهرنیو څښتنانو د خوښی او مقام او دبدبې ته د رسېدلو لپاره دخپلې مور پلورلو ته هم چمتووالی لری.

که په جهادی او طالبی جنایتکاره پیرکې د«افغانستان دتجزیې»ګونګوسی دهغوی دوینو او خیانت په شور او زوږ کې ترغوږو نه رسېده، دهېواد له نیواک یااشغال څخه را په دېخوا تر نن پورې، له هربل وخت څخه زیات، په ډېرې بې شرمی او لوړ آواز اورېدل کېږی.

ښکیلاک یااستعمار له ډېر پخوا راهیسې هڅه کړې چې هېوادونه دآسانه خوړلو په موخه ټوټې ټوټې کړی،امریکا او هم لاسو یې په تېرو شلو کالو کې وکولای شول چې دشوروی اتحاد او یوګو سلاویا، چې په فاشیستی ضد جګړې کې یې دمېړانتوب نوم درلود، ټوټې ټوټې کړی او هره برخه یې تر خپلې اقتصادی، سیاسی او پوځي ولکې لاندې راولی.(١)

کله چې روسی تېری کوونکو زمونږ دولس د ټینګار یامقاومت په وړاندې خپله بې وزلی ولیدله نو د رشید دوستم غوندې خپل سپی یې دافغانستان دتجزیې لپاره وهڅول ؛ دایران فاشیستی رژیم د۸۸کالو او دجهادی جنایتکارانو دسپیتانې جګړوپه ترڅ کې دخپلو شیعه او هزاره مزدورانو څخه وغوښتل چې هزاره جات او دافغانستان لوېدیځ له ایران سره ونښلوی؛ دتاجکستان واکمنې ارتجاع، خپل مزدور احمدشاه مسعود، د«ستر تاجکستان» جوړولوته وهڅاؤ او «آی اس آی»خپلو طالب مزدورانو ته دهېواد په سهیل کې د دولت اعلامولو مشوره ورکړه.

د پاکستان نامتو افغان پېژندونکی احمدرشید لیکی چې دوستم، مسعود او نورو ورته ویلی چې د تجزیې وړاندیز یې نه دی منلی. خو داخبره د نوموړو جنایتکارانو ماهیت څخه داحمدرشید ناخبری څرګندوی چې دواک ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د تجزیې په ګډون هرخیانت ته یې چمتووالی درلود. کله چې د پردیو چوپړان دخپلو هېوادوالو په وړاندې دهېڅ ډول جنایت او بې ناموسی څخه مخ نه اړوی، ولې دافغانستان دتجزیې په بیه واک ته د رسېدلو هرکلی ونکړی؟ خو داخبره ښکاره ده چې دنړۍ هیڅ یوبې ښکر او بې لکۍ ځناور هم د ملت په پام کې دومره مهمې او حیاتی پوښتنې ته دمشهور خبرلوڅ په وړاندې د هو ځواب نه ورکوی.هغوی که څومره هم ناپوه او کم عقله وی بیاهم پوهېږی چې دافغانستان دتجزیې ډاګیزه منل به ددوی په بویناک تابوت وروستی مېخ وی. واقعیت دادی چې هم دغه جنایتکاران او هم د دوی روسی، ایرانی او پاکستانی نیکان پوهېدل چې لومړی خو د ټولو قامونو د غوڅ مخالفت له امله تجزیه شونې نده او دوهم داچې که تجزیه ترسره هم شی ددوی لپاره دعیش او چړچو څخه د ډکې واکمنی ضمانت نشی کولای.

تجزیه غوښتونکو ته دامریکا شین څراغ

له همدې امله مونږ باور لرو چې ملی مسألې سره د دموکراسی او ولس پالنې پر ځای د توکم پالنې له اړخه مخامخ کېدل او خپلواک افغانستان کې د دموکراسی تر ټینګېدلو ملی مسألې ته دلومړیتوب حق ورکول، فرد یا ډله د ترټولو ستر خیانت ژورې کندې ته ور اچوی.

ملی مسألې سره د دموکراسی او ولسپالی پرځای دتوکم پالنې له اړخه چلند، او په خپلواک افغانستان کې د دموکراسی د ټینګښت پرځای هغې ته لومړیتوب ورکول، یوکس یا ټولنه د ډېر ستر خیانت کندې ته ګوزاروی.

کله چې امریکا خپل ځان په عراق کې ماتې خوړلی اوخپل ګوډاګی حکومت یې دعراق دخلکو په پام کې د کرکې وړ او خاین وموند، د برلاسه کېدلو لاریې مذهبی جګړې (سنی او شیعه) ته په لمن وهلو کې ولیدله، افغانستان کې یې هم داسې وپتیله چې جهادی او طالبی جنایتکارانو څخه جوړشوی حکومت که څه ترلاسه نکړل، دخپلې زبرځواکی ثابتولو او اقتصادی (دسیمې تېل او ګاز) او سیاسی (د چین کلابندی) ستراتژیکو ګټو ترلاسه کولو ترټولو ښه لارد افغانستان تجزیه کول دی . دغه له خیانته ډکه نخشه لومړی ځل په هند کې د امریکا پخوانی سفیر رابرت بلک ویل په ډاګه کړه چې ویې لیکل: ښه داده چې امریکا د ګډوډی پای ته رسولو د پاره افغانستان په دوو هېوادونو ووېشی، سوېلی سیمې طالبانو ته ورپرېږدی او شمالی او مرکزی سیمې نورو توکمونو ته.

تردې پخوا پیتر ګالبریت دافغانستان په چارو کې دملګرو ملتونو د استازی کای آیده مرستیال، دامریکا جګړه دپښتنو ضد او پښتانه یې د ناپښتونه توکمونو غلیمان بللی ؤ چې امریکا کولای شی د افغانستان دسهیلی سیمو د پښتنو په وړاندې یې ملاتړ وکړی. په همدې وخت کې کوراسول ګلدستین په یوې مقالې کې «جمهورریس اوباما: دنوی مسعود په لټه کې» په افغانستان کې له ماتې او تېښتې څخه د امریکا خلاصون او سیمه ایزو ګټو خوندیتوب یواځینۍ لاره د افغانستان تجزیه بللې ده .

سره د دې چې دامریکایی دپلمات لیکنه زمونږ د خلکو دکلک غبرګون او حساسیت له کبله دبېلو بېلو سرچینو له پراخه مخالفت سره مخ او د بلک ویل او ګالبریت آواز غلی شو او امریکا هم په ښکاره ډول خبره پرېښودله خو دامریکا دغو شنو څراغونو ولدالسی آی ای او ولدالواواک تجزیه غوښتونکی لا زړور کړل. هغوی دیوې عادی او ساده او عملی خبرې په څېر د«افغانستان د تجزیه کېدلو» د نخشې نارې سورې ووهلې او په امریکا او ایران د ډاډ او ملاتړ لرلو له امله به په دومره آسانی سره ترېنه لاس هم وانخلی.(٢)

توکم پالي او تجزیه غوښتونکی هماغه جنایت سالاران دی

دمسعود او ربانی اومزاری او دوستم...په وینو لړلې لمنې ته لاس غځول هاغه څه دی چې په تجزیه غوښتونکو باندې بې له ځنډه دباطل او خیانت ټاپه وهی. د دوی په سیاست کې دغه لعنتی سوری له ورایه ښکاری : که څه هم د ډاکتر عبدالله په شان ټینګ سینګار وکړی او یا خپل علمی لقبونه او لیکنې پر غاړه وځړوی. له همدې کبله کېدای شو چې تجزیه غوښتنه هم د دوی د خیانتد اوږدې کوړۍ یا تومار یوه برخه وشمېرو او ورڅخه تېر شو. خو له دې امله چې په ټګی سره یې د«ملی مسألې» ترشعار لاندې دخیانت جنډه را پورته کړې ده ښایی چې په لنډه توګه پرې تم شو.

په داسې حال کې چې تجزیه غوښتونکی پرته له دې چې دطالبانو او پښتنو د خاینو واکمنانو او د پښتنو د بېوزله پرګنو ترمنځ توپیر وکړی خپل ځان مظلوم ښیي او په ناپښتنو باندې دطالبانو او پښتنو په زور زیاتی ټینګار کوی، غواړی چې دخپل خیانت نخشه یواځېنی او دمنلو وړ لار په ګوته کړی او په دې اړه په پښتنو باندې داسې حملې او بریدونه کوی چې د پښتنو شوینیستانو مخ هم سپینوی.

هغوی په افغانستان کې دملت شتون نه منی او په داسې حال کې چې ناپښتانه توکمونه تر نورو لوړ بولی، پښتانه د وروسته پاتې، تمدن ضد او ...قبیلو ټولګه نوموی چې پرته دجلاکېدلو بله لار نلری!

د منلووړ بللو د پاره د خاینانو«علمی» او «مستدل» دلیلونه څو خبرې دی چې رڼا پرې اچوؤ:

ملت

دملت او تر هغه مخکېنیو توکمیزو ډلو(طایفه، ټبر او ...) دتعریف په اړه ټول ټولنپېژندونکی په بشپړه توګه یوه خوله نه دی.

زمونږ له نظره پرته له دې چې دیو او بل ټاټوبی تاریخ، سیاسی او نړیوالو واقعیتونوته پام وشی، یواځې دملت په تعریف او ټبر او قبیلې او ... دهغه په توپیر کې ځان لالهانده کول دهغو کسانو کاردی چې غواړی په «روشنفکرانه» ببولالو باندې ځان خوښ وساتی، نه غواړی د شته وضعیت په بدلون کې پل واخلی او دخلاصون لپاره د خلکو د پرځای مبارزې په لومړی کتار کې ودرېږی تر څو چې لاس ته راوړنې یې یوځل بیا دمذهبی او غیر مذهبی خاینانو له خوا لوټ او تالا نه شی. دسترو انقلابی لیډرانو دپاره داچې ایا هغه رنځېدلی خلک دخپل برخلیک دټاکنې وړ نه دی خوشی او بې معنی خبره ده. دهغوی دپاره د پرګنو دملت ګڼلو اصلی معیار، دا ؤ چې د زور زیاتی پر ضد مبارزه وکړی.

بیاهم، هغه تعریف چې ډیر څېړونکی یې د لاسوند یا سند په توګه را اخلی، که څه هم ددې مفهوم ځینې اړخونه نشی څرګندولای، په استالین پورې اړه لری:

ځایی و پایی یا پایداره ټولنه چې دتاریخی عواملو له امله سره ګنډلې او دژبې، ټاټوبی، اقتصادی ژوند او روحی جوړښت پر بنسټ جوړه شوې ده چې د دودیز (فرهنګی) ګډون په بڼې غبرګون مومی. (٣)

دې ټکی ته په پام لرلو سره چې نړۍ د شاوخوا پنځو پېړیو راهیسې د پانګوالی په ولکې کې ده او نړیوال کېدل د وروستیو لسیزو په لړکې دنړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی دی، ویلای شو چې نږدې ټولو ملیتونو دخپلو ځانګړتیاؤ سره د ملت او یا ملت – دولت بڼه ځانته غوره کړې ده.(٤)

څرنګه چې طایفه، قبیله او ټبر د انسان دلومړنی ژوند لاس ته راوړنه وه، ملت هم د ملت پالو د اند پرخلاف، تلپاتې نه دی او د یوې عینی – او نه ذهنی – ښکارندې یا پدیدې په توګه تل نه ؤ، دټولنې دبشپړتیایی تاریخ په ټاکلی پړاو کې را څرګندیږی او د هغه پړاو د پای ته رسېدلو سره سم به د منځه ولاړه شی.

دافغانستان ملت؟

زمونږ د افغانستان اوسیدونکی هم د نړی په ډیری هېوادونو کې دمیشتو کسانو په څېر زرګونه کاله پخوا دسمڅو اوسېدلو، ښکار او څارویو اهلی کولو د پیر څخه دژوند داسې پړاو ته ورننوځی چې د طایفو ځای قبیلې نیسی او دقبیلو پیوستون څخه ملیت جوړېږی.

موږ په افغانستان کې دملی ستم حل لاره یواځې او یواځې دامریکایی نیواکګرو او هملاسو او مافیایی جهادی رژیم نسکورولو او دموکراسی ټینګېدلو په موخه د پښتنو او ناپښتنو توکمونو - چې په پېړیو یې د یوبل په غم او ښادی کې ګډ ژوند ترسره کړی دی- په یوموټی مبارزې کې بولو.

اوپه پای کې چې دپانګوالی غوټۍ منځ ته راغلې، بېل بېل توکمونه یې دملت-دولت ځانګړتیاؤ په لرلو سره واړول.

د مونږ په اند افغانستان کې د ملی ستم حل لاره یواځې او یواځې د امریکایی او هملاسو نیواکګرو، مافیایی جهادی رژیم نسکورولو او دموکراسی د ټینګښت په لارکې د پښتنو او ناپښتنو توکمونو (چې پېړیو یې یوبل سره یوځای او په ګډوغم او ښادیو کې ژوند کړی دی)

په اوسنۍ نړۍ کې د دری څلورو ملتونو څخه پرته هیڅ یو داسې ملت نشو موندلای چې د یوې ژبې، یوه فرهنګ، یوه دین یا یوه ملیت څخه جوړشوی وی. له دې امله ښایی چې یوملت (ملت- دولت)(٥) د یوه دین، ژبې، پوټکی رنګ(نژاد) پرځای د جغرافیایی، سیاسی او تاریخی معیارونو پر بنسټ تعریف او تشخیص کړای شی.

ترټولو مهم ټکۍ دادۍ چې دټولنو وده او بشپړتیا په یوه لیکه، یووخت او انډول نه وی. ځنې ملیتونو د ملت کېدلو مزل په چټکتیا او ځینو یې په کرار کرار وهلې یایې وهی. ددې خبرې رښتینولي تر نیواک لاندې هیوادو کې لازیاته لیدل کېږی ځکه داستعمار خوښوونکو د ادعا پر خلاف چې په وروسته پاتې هېوادونو باندې دامریکا او اروپا تېری«دموکراسی راوړونکی»، «تمدن جوړونکی»او«پرمختیا راوړونکی» بولی، نیواک او امپریالیزم تل د دغو هېوادونو د اقتصادی او ټولنیزې پر مختیا او بشپړتیا خنډ پاتې شوي دي. ځکه په ځینو ټولنو کې د ودې توپیر لازیات، کړکېچن او ځانګړتیالرونکې ده . سربېره پردې په بېلو بېلو هېوادونو کې کېدای شی دملت دمنځ ته راتګ دلاملونوځنې یو یا دوه لاملونه ستر رول ولوبوی.

دبېلګې په ډول سره ددې چې افغانستان له ټولنیز او اقتصادی پلوه د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې هېوادونو کې شمېرل کېږی اود پام وړ پانګوالی څخه د پخوانیو اړیکو لرونکی دی(٦)، او دملت-دولت جوړېدلو بهیر یې دلوېدیځو هېوادونو ملت-دولت دجوړښت بهیر سره یوشان نه دی، دپېړیو راهیسې د ټاکلی هېواد په توګه دنړۍ دهېوادونو په لیکه کې او دهغوی له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی.نن یواځې یو مشکوک یا باسار روڼ اندی یا فرمایشی لیکونکی نه غواړی په دوؤ وروستیو پېړیو کې دافغانستان دملت شتون ووینی.

په افغانستان کې ملت ته د توکمیزو ډلو بشپړتیا داقتصادی ژوند او پانګوالی د ودې او واحد بازار پر ځای، تاریخ او فرهنګ او دشریک ټاټوبی ساتنې ستر رول لوبولۍ دۍ. تاریخ لووه یا شاهدی ورکوی چې هرکله په دې ټاټوبی باندې پردیو تیری کړی ټول پښتانه او ناپښتانه ملیتونه یې یوزړه او یو آواز په وړاندې درېدلی او دخپل شریک کور افغانستان دیوموټۍ توب او خپلواکی ځنې یې دفاع کړې ده. په دې لارې کې دپښتنو او هزاره ګانو او تاجیکانو او ازبکانو او ... وګړو د وینو توییدلو د بېلابېلو توکمونو څخه جوړشوی افغان ملت شتون تثبیت کړی دی. دپېړیو راهیسې افغانستان کې میشت قامونه سربېره پردې چې ملی ستم یې حس کړی او بې سارې ستونزې یې ګاللی دی، افغانستان خپل ټاټوبی ګڼی. د تاریخ په اوږدو کې هیڅ یوه ناپښتونه ملیت – تاجیک، هزاره، ازبک او... – تاجکستان، ایران او ازبکستان ته پناه نه ده وړې. که دپرچم او خلق او جهادیانو او طالبانو دنفاق اچونې ستر خیانت نه وای، دملیتونو په وینو منځ ته راغلی ملی پیوستون کولای شو چې هېواد په ریښتینی مانا ملت ته دتوکمونو دبشپړتیا په ګډون په بېلو بېلو برخوکې پر مخ بوځي.

خو نشوای ملت- دولت کېدل د ملت کېدلو ټاکونکی لامل وبولو .د بېلګې په ډول کردان په ایران، عراق، ترکیې او سوریې کې سربېره پردې چې ټاکلی هېواد نلری خو په اقتصادی، سیاسی، ملی پوهې او په تېره بیا د ایران او عراق فاشیستی رژیمونو او د ترکیې او سوریې فاشیستی سکیولار رژیمونو پر ضد د آزادی لپاره پرله پسې او له برمه ډکو مبارزوکې د افغانستان ملت څخه پړاونه وړاندې دی او ځکه ملت ګڼل کېږی پرته د دې چې لایې د ملت- دولت ځای غوره کړی وی. همدارنګه «ملت- دولت» په خپل ذات کې د هغو دواړو د یووالی یعنې په دې معنا نه دی چې ګواکې«ملت د دولت ځنې او دولت د ملت څخه» . داچې یو دولت څومره د ملت ډېره کی د غوښتنو او ارادې استازیتوب کوی د واکمن پلاوی په ماهیت پورې اړه لري چې څومره د خپلواکی او دموکراسی پلوی دی که د بنسټپالی او آزادی وژنې.

د شلمې پېړۍ دپیل راهیسې ډېری ملتونه داستعمار ضد مبارزې څخه را پاڅېدلی دی.دپرتګال امپریالیزم ضد د موزمبیق آزادی غوښتونکې جګړې لارښود سامورا میشل یوه مشهوره جمله لری:«مونږ قبیلې له منځه وړو ترڅو دملت په بڼه راڅرګندشو.» همداسې دی د فرانسوی او الجزایری اونورو هېوادونو ضد جګړې کې افریقایی او آسیایی هېوادونه چې وګړویې د استالین دتعریف سره سم ټول شرطونه نلرل. دافغانستان خلک د انګلیس ضد دریو جګړو سربېره دسوسیال امپریالیزم ضد یوموټی جګړې تاریخ هم لری چې د جهادی بانډونو د خرابکاری سره سره یې ملت ته د توکمونو په ودې کې دپام وړ رول لوبولی دی.

امریکا پلوه تجزیه غوښتونکی روڼ اندی په دې باور دی چې د موزمبیق، الجزایر، کرد، فلسطین یا افغانستان ولس د خپلواکی لپاره دمبارزې حق نه درلود او نه یې لري ځکه هیڅ یوهم ملت شوی نه ؤ او نه دی! امریکا دخپلو دندو ځنې یوه هم افغانستان کې «ملت جوړونه» بللې ده ترڅو وکولای شی زمونږ هېواد کې دخپلې خوښې سره سم واکمنی میخونه ووهی او دخپلواکی دپاره مبارزه بې معنی وښیی. لکه چې د دموکراسی پلی کېدل او د افغانستان ټولنیزه بشپړتیا هم دامریکا لپاره کوم اهمیت نلری. د دې برعکس د«سی آی ای» دپاره قبیله پالنه اهمیت لری چې پخپله هم دخاشخاشو کرکېلې، تولید او د هیروینو قاچاق کې ښکېل ده. هغه روڼ اندی چې زمونږ د ملی هویت او ملت اوسېدو څخه په منکرېدلو سره د خپلواکی غوښتنې مبارزه خوشې بولی د«سی آی ای» څخه الهام اخلی او په باور نه کېدونکی بې شرمی وایی چې دیوه قبیله ایز هېواد په توګه، دامریکا د پوځی دایمی هډو شتون زمونږ په ګټه دی ترڅو دموږ دپاره «ملت جوړونه» او «دولت جوړونه» وکړی چې وروسته بیا وکولای شو د راتلونکو پر مختګونو په لوری ګام اوچت کړو؛ په خپلواکی باندې دومره ټینګار د موږ دپاره بلا جوړه شوې ده په داسې حال کې چې هغو اسلامی او غیر اسلامی هېوادونو پرمختګ کړی چې امریکا پکښې پوځی ځواک لری. همدارنګه له دې امله چې دنړۍ په وروسته پاتې هېوادو کې شرایط مساعد نه دی (لاره هواره نه ده)، ځکه خو ښایی امریکا نوموړو هېوادوته دموکراسی راولی او د دې پلور توکی (دموکراسی) ترلاسه کولو دپاره ښایی خلک د خپلواکی او دموکراسی تر منځ یو غوره کړی! د«سی آی ای» کورنی عوامل که په هېواد کې دننه دی او که بهر، شپه او ورځ زیار باسی دموږ خلکو ته قناعت ورکړی چې پرمختګ او نیکمرغی او دموکراسی ته د رسېدلو دپاره ښه داده چې په خپلواکی باندې دومره ټینګار هېر کړی.

اما زمونږ ولس د ټولو هغو بدبختیو سره سره چې ورسره ښکېل دی، هغه روڼ اندی چې د امریکا د سیاسی او پوځی (اډو جوړول) ښکېلاک څخه د افغانستان خلاصون ته اهمیت نه ورکوی، د امریکا د ګوډاګیو او جاسوسانو په توګه پېژنی. زمونږ خلک پوهېږی چې پرته د خپلواکی څخه به د پردیو مریان پاتې شی او «آزادی» او «دموکراسی» او «پرمختګ» به داسې مړزګه (جیفه) وی چې وربخښونکی یې هروخت وغواړی بېرته یې اخیستلای شی؛ په دې هم پوهېږی چې آزادی ورکول کېږی نه بلکه اخیستل کېږی، هماغه شان دموکراسی او نېکمرغی هم پردی نه ورکوی بلکه باید په خپل زور ترلاسه شی.

ملی ستم

آیا ملی ستم یعنې دیوه ملیت (ټبر) دواکمنانو له خوا پر نورو ملیتونو(٧)ستم، په بله ژبه د پښتنو ستم پر ناپښتنو باندې یوواقعیت دی؟

ددې پوښتنې ځوابولو دپاره دریو فکری بهیرونو سره مخامخ یو:

یو) نیشنلیستان یا په کره ژبه پښتانه شوینیستان چې که ستم هم ؤ یا شته طبیعی خبره ده ځکه چې پښتون قام د«افغانستان دقامونو سردار»ګڼل کېږی!(٨)

خو له هغه ځایه چې احمدشاه بابا څخه را په دې خوا د افغانستان ټول واکمنان پښتون قام پورې تړلی ؤ، ددې ټاټوبی واکمنی یواځې او یواځې د پښتون قام حق بولی او په اوسنیو شرایطوکې هم چې زیاتره طالبان پښتون قام پورې تړلی په دې باور دی چې طالبان (دې ټکی ته د پاملرنې پرته چې غیر انسانی او منځنی پېړی ایزفکر لری او پېلامه او تړلتوب یې د «سی آی ای» او « آی اس آی» سره دی) د پردیو د شړلو دپاره را پاڅېدلی دی، نو ځکه دافغانستان په خلکو باندې ډېر حق لری او دافغانستان دخلکو «وسله وال مقاومت» جوړوی چې د درناوی او برم وړدی. دشوینستو روڼ اندو ډلې څخه چې په زړه بوږنوونکی ډول دطالبانو ملا تړ کوی باید د ډاکتر روستار تره کی، پوهاند اسحق نګارګر، ډاکتر خلیل الله هاشمیان، جنرال رحمت الله صافی او ...او د «ټول افغان»، «بېنوا»، «تاند» او... سایټونو نوم واخلو چې پرناپښتونه ولس باندې دچیکړو په شیندلو کې دپښتنو ضد خوسا یا بویناک سایټونو څخه وروسته نه پاتې کېږی . دتوکم پالنې ویروس رسنیو څخه هم بادیږی.(٩)

هغه څه چې بې دځنډه پر تجزیه غوښتونکو دناحق او خیانت ټاپه لګوی د مسعود او ربانی او مزاری او دوستم او ... له وینو ډکې لمنې ته ددوی لاس غځول دی.

دمسعود او ربانی اومزاری او دوستم...په وینو لړلې لمنې ته لاس غځول هاغه څه دی چې په تجزیه غوښتونکو باندې بې له ځنډه دباطل او خیانت ټاپه وهی.

دوم) هغه توکم پالی چې ملی ستم ترهغه څه چې دی ډېر لوی او مهم او حل یې دټولو رنڅونو په سرکې بولی . ناپښتونه توکم پالی چې په هېواد باندې دامریکا له تېری وروسته یې شاخونه او پنجې په بې ساری توګه غځېدلی دی، پخوا تردې توکمیزو ناخوالو ته دلمنې وهلوپه موخه دایران او تاجکستان او روسیې او ترکیې له خوا ښکارل شوی ؤ. یوبهرنی چې دایران پلوه توکم پالو خوی بوی سره آشنا نه وی او دپښتنو پر ضد د دوی خادی- جهادی ژبه ووینی، داسې به و انګېری چې په لږکی قام باندې د زورزیاتی کوونکی قام استازی دی او نه برعکس. که مولوی خالص دومره ذلیل او حقیر کېده چې پښتانه دقامونو «سردار» ونوموی، ناپښتونه توکم پالی غواړی داخبره «ثابته» کړی چې تاجک، هزاره یا ازبک دافغانستان دقامونو «سردار» دی! دهغوی د نیشنلیستی هیستری په اړه همدومره بس دی چې یوه جنایتکاره غله او د انګلیسانو بې ارزښته ګوډاګی- بچه سقاو- (حبیب الله کلکانی) پورې نښتی او د بې شمېره تاریخی لاسوندو پر خلاف هغه سنګاروی او ورځنې داسې «مهم» «شخصیت» جوړوی چې «خادم دین رسول الله» ؤ او نه دانګلیسانو ګوډاګی، او دخلیل الله خلیلی په چټیاتو(١٠)شخوند وهی چې «بچه سقاو» دکنډَِِو یا غاښي ناپوهه غل نه بلکه «عیارې از خراسان»(د خراسان باتور) انګېرل کېږی داسې چې که نوموړی مدبرانه پاچاهی دوام موندلی وای نو څه پرمختګونه ؤ چې دافغانستان لاره به یې نه څارله!

بې دلیله نه دی چې یو پښتون شوینیست دکلکانی حبیب الله (بچه سقو ) څخه د لمانځنې په لیدلو خوټېږی او په هماغومره بېشرمی دامیر عبدالرحمن په شان څېرې څخه ملاتړکوی. دا بالکل سم حکم دی چې پښتنی توکم پالنه، پښتون ضد توکم پالنه او پښتون ضد توکم پالنه دپښتون خروړی یا داړونکې توکم پالنه قمچین کوی . له همدې امله پښتانه شوینیستان او پښتون ضد نیشنلیستان دواړه دافغانستان د بېلونې یا تجزیې مطرح کولو خیانت کې ونډه لری. د انګلیسانو «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست د انګلیس امپراتوری تر مهال زیات، نن د نیواک ګر امریکا، پاکستان او ایران جنایتکار رژیم د سیاستونو د سر تاج دی . پښتانه شوینیستان چې د ناپښتونه توکم پالو تر فشار لاندې راشی خپل ځان په امریکا او پاکستان پلوری تر څو دتجزیې په وخت کې دخپلو سیمه ایزو او نړیوالو څښتنانو ملاتړ دځانه سره ولری. که پښتون شوینیزم خپل ځای دموکراتیزم ته ورنکړی، پشتون ضد توکم پاله ډلې به دایران، روسیې، ترکیې او یا امریکا په ملاتړ دافغانستان له تن څخه جلا کېدلو ته لا وهڅوی. اصلی خبره داده چې د دواړو ډلو پلویان به په پردیو ځواکونو د ځان پلورلو پرته د تجزیې عملی کول څه چې دتجزیې په غږ اوچتولوهم ونه توانېږی. کله چې توکم پالنه «د ملی مسألې حل» په ګډون په هرډول او هرنوم چې وی دنیواکګرو واکمنې نظامی، اقتصادی او سیاسی مافیا پر ضد مبارزې ځای ونیسی پایله به یې آخر د افغانستان تجزیه وی په تېره بیا اوسنیو شرایطوکې چې امریکا او ایران او پاکستان زمونږ دهېواد وېش د خپلو پراختیا غوښتونکو نیواکګری موخوترلاسه کولو لپاره تر ټولو آسانه لار پېژندلې ده. له همدې امله مونږ باور لرو چې ملی مسألې سره د دموکراسی او ولس پالنې پر ځای د توکم پالنې له اړخه مخامخ کېدل او خپلواک افغانستان کې د دموکراسی تر ټینګېدلو ملی مسألې ته دلومړیتوب حق ورکول، فرد یا ډله د ترټولو ستر خیانت ژورې کندې ته ور اچوی.

افغانستان دپېړیو په اوږدوکې دبرخلیک ټاکلو دپاره دټاکلي توکمیزلږکی دمبارزو شاهد ندۍ پاتې شوی او ملی مسأله دومره اهمیت او لومړیتوب نلری لکه چې دبېلګې په توګه ایران، ترکیې، هند او نورو کې لیدل کېږی.ځکه خو به یې حل کول په ولس ولاړ دموکراتیک دولت ته ډېر آسانه وی. موږ په افغانستان کې دملی ستم حل لاره یواځې او یواځې دامریکایی نیواکګرو او هملاسو او مافیایی جهادی رژیم نسکورولو او دموکراسی ټینګېدلو په موخه د پښتنو او ناپښتنو توکمونو - چې په پېړیو یې د یوبل په غم او ښادی کې ګډ ژوند ترسره کړی دی- په یوموټی مبارزې کې بولو. ځکه په هېواد کې دملی مسألې حل دټول دموکراتیک انقلاب یوه برخه ده او پرته دبنسټپالو دنسکورولو او د سوچه دموکراسی پلی کولو به ملی ستم دهېواد په هیڅ یوې برخې کې هم پای ته ونه رسېږی. هغه کسان چې دملی مسألې حل کولو دپاره مبارزه ډېره لویوی او دټول افغانستان دخلاصون څخه یې بېلوی او لومړیتوب ورکوی په واقعیت کې داسې تجزیه غوښتونکی دی چې لکۍ یې دجنایت سالارانو او ایران او امریکا داستخباراتو په لکۍ پورې تړلې او دهیڅ پلوه نشی کولای زمونږ دناپښتونه ولس دغوښتنو ژباړونکی واوسی.



پایلیکونه:

۱) شک نشته چۍ د دواړو په شیندل کېدلو کې کورنیو عواملو ستر رول درلود، خو که د امریکا او هملاسو توطیې نه وای، کم له کمه څو نوی دولتونه به دخپل تېر شوی پرتمین تاریخ په لغتولو یا ترپښولاندې کولو سره دپردي ترځغ لاندې نه ننوتل.

۲) «سرنوشت»، «آزمون ملی»، «خاوران»، «مقاومت»، «آریایی» او ... سایتونه د ایران رژیم پلویانو او دنظار شورا، جمعیت او وحدت بانډونو د تجزیه غوښتونکو تم ځایونه دی. «کابل پرس» تجزیه غوښتنې کې دومره ناکراره ده چې «لیدونکو» څخه یې «اندپوښتنه»مطرح کړې ده چې ښکاره ده ډېره کی د تجزیې غوښتونکي دي! شک نشته چې ټول محققی او خلیلی لوپران دتجزیې غوښتونکی دی خو دوی د ټولنې زرمه برخه هم نه جوړوی،لانور قامونه خو دې پر ځای پاتې وی. په دې ډول «اند پوښتنې» کې «سی آی ای» او «واواک» د«کابل پرس» استاذان دی؛ لومړنی کولای شی مثلا دا پایله واخلی چې د افغانستان خلک د زړه له کومی د امریکایی پوځیانو غوښتونکی او مینان وی او دوهم یې د لسګونو سایټونو د«رای ورکولو» رقمونه وښیی چې ګواکې دایران رژیم په نړۍ کې تر ټولو ډېر دموکراتیک رژیم دی!

۳) سیداحمدشاه دولتی فاریابی چې دناپښتونه جنایت سالارانو («بابه مزاری» او دوستم او...) سره د جاړجوړی سپکوالی لری، بل تعریف چې ښکاره نده د کومه ځایه یې راوړی بیانوی: «د دوهمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدلو وروسته، د استالین حزبی ملګرو ورځنې پوښتنه وکړه چې ملت څه شی دی او څه ډول یې تعریفولای شو؟ استالین په ځواب کې وویل: ملت د یوشمیر نژادونو او توکمونو ګډژوند دی چې د راز راز تاریخی عواملو تر اغیز لاندې په یوه ټاټوبی کې میشت شوی او د خبرو اترو (پوهېدلو او پوهولو) دپاره یوه ژبه او اقتصادی او سیاسی اړیکې ولری، تریوې جنډې لاندې د یوه دولت تر امر لاندې ژوند وکړی.»

کېدای شو چې داتعریف ډېر مهم واوسی خو له کومه ځایه چې ګیلم جمعی لیکونکی «شخصی یادښتونه او آرشیف» د اخیستنځای په توګه په ګوته کړی اعتبار نلری.

٤) قام د وګړو هغې برخې ته ویل کېږی چې دګډ ټاټوبی، تاریخ، کلتور او اقتصاد لرونکی او د وینې او خپلوی اړیکې د دوی ترمنځ ستر رول ولری. د کار ټولنیز ویش او طبقو او خصوصی ملکیت تر راڅرګندیدلو وروسته، د څو طایفو او قبیلو د تدریجی یوځای کېدلو څخه چې هماغه مشترکات اما لاکلک اقتصادی او نسبتآ اوچتې کلتوری اړیکې ولری منځ ته راځی . د دې له امله چې ډېری لیکوالانو ملیت او قام په یوې معنی راوړی مونږ هم د آسانتیا له مخې دواړه یوشانته یاد کړی دی.

۵) «ملت – دولت» یعنې په ټاکلی تاریخی او جغرافیایی چوکاټ کې سیاسی ولسی واحد چې د ملی حاکمیت د حق څخه برخمن دولت ولری او د نورو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی وی.

۶) سره د دې چې په افغانستان کې دپانګوالی لومړنۍ غوټۍ دنولسمې پېړۍ په پیل کې څرګندې شوي خو د نیواک د څرګندو او ناڅرګندو یرغلونو او لاس وهنو او د وطنی فیوډالی تورې زورواکی د ملاتړ له امله، د صنعتی کېدلو او پانګوالی د ودې بهیر ونشوای چې خپله لار مخ پر وړاندې پرانیزی او فیوډالی اړیکې وځپی. کله چې ملت-دولت جوړښت ومومی، دولت د ملت د پیاوړتیا او بشپړتیا د ماشین په توګه کار کوی خو په افغانستان کې استعمار او دهغه لاسپوڅو هېوادونو تل هڅه کړې ده چې په دې ټاټوبی کې تیارې او منځنی پېړۍ ایز جهالت د تېر په شان خپور پاتې شی چې په دې خیانت کې یې ریښتینی بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

۷) سربېره پردې چې پښتون مېشته سیمو کې دنننی ژوند د لومړنیو ضروریاتو یا ورکړو څخه وروسته پاتې والی او بې برخي دنورو سیمو په پرتله ډېردی، خو بیاهم لږکی میشته سیمې د اقتصادی، ښوونځیو کې په مورنی ژبې دلوستلو او لیکلو نه امکان، په دولتی اساسي ادارو کې دهغوی د ننوتلو څخه مخنیوی، د روغتیایی خدمتونو برابرول، ښوونیزو، ښاری او نورو چاروکې داسې توپیرونو سره مخامخ دی چې ملی ستم په ګوته کوی. د جهادی وینو او خیانت په کالونو او په تېره بیا د امریکا له خوا د افغانستان نیواک له امله پورتنۍ اړیکې یوڅه ګډې وډې شوی دی خو د خلکو په اند او ورځنی ژوند کې یې د پام وړ غبرګون نه دی موندلی ځکه چې د خلکو په ګډون د پراخ دموکراتیک غورځنګ پایله نه ده بلکه دپښتون او ناپښتونه مافیا ترمنځ د واک وېشلو پایله ده چې هریویې خپل «توکم» ته ترټولو ناولي خاینان ګڼل کېږی.

۸) دغه فاشیستی خبره د مولوی یونس خالص ده چې په خپلې د«پښتون قام» نومې جزوې کې یې لیکلې ده. دې مولوی قامونه د فلزاتو ته ورته بللی او وایی چې پښتون قام سره زر او نور قامونه سپین زر، مس او داسې نور دی!

۹) مطیع الله خروټی د (رادیو آزادی، ۷ کب ۱۳۸۹) په «ترشنه آسمان لاندې» پروګرام کې وایی چې په خپلو سترګویې میخ ټکوهل او تي پریکول لیدلی (اګر که د وحدت ګوند او چلوونکو نوم نه اخلی) خو د ګلبدین او سیاف د جنایتونو په اړه څه نه وایی. دهغه ترڅنګ ، عارف رحمانی نومی چې وجدان یې د هزاره ګی تنګ نظری ناروغی شلولی په ټولو جنایتکارانو ور دانګی خو پرته د مزاری، محقق، خلیلی او نورو هزاره او شیعه جنایت سالارانو څخه.

د ملی تلویزیون په ګردی میزکې ( د ۱۳۸۸ د زمری۱۷) د سرور احمدزی په نوم جمهوری ریاست ته نوماند ناڅاپه د خپله ځایه پاڅېږی او ډاکتر رمضان بشردوست ته د وهلو ټکولو ګواښ کوی. هلته داسې هیڅ څوک نه ؤ چې دهغه پام شوینیستی بې ادبی ته واړوی او پر خپل ځای یې کېنوی.

۱۰) د «خاوران» د سایټ چلوونکی چې دغه د ظاهر شاه او برهان الدین د دربارونو مشاور او شاعر باشی «د فارسی دری دمعاصر شعر قافله سالار» نوموی، وګورو واصف باختری به چې د«دکتر» او«پزشک» او«دانشګاه» او «کمپانی» او... په کار وړلو کې مخکښ دی چېرته کېنوی!