د ١٣٩٠ کال د وږی ٩مه ــ د ٢٠١١ کال د اگست ٣١مه
Payam-e-Zan



لومړی برخه | دوهمه برخه | دریمه برخه | متن فارسی

څلورمه او وروستۍ برخه


ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت


د افغانستان خپلواکي او د امریکا د ګټو ساتونکي

د امریکا کلمه ویونکو او د افغانستان د خپلواکۍ دښمنه روڼ اندو په اړه مو اشاره درلوه، چې په دې لیکنه کې یې په پراخه توګه څیړلی نه شو. دلته د هغوی د دوو ټیپیکو استازو اندونو ته ځغلنده کتنه کوو، ځکه چې طالبان او ونډه وال یې د سلطانزوی او نوشین ارباب زاده د پنټاګون خوښوونکو خبرو په استناد د «آی اس آی» او «واواک» د ناولو اوبو له ډنډ څخه د هېواد پالو او آزادۍ غوښتونکو روڼ اندو پر وړاندې ناولتیا بادوي.

داوود سلطانزوی:

هغه چې معترضو نوماندانو سره یوځای د امریکا سفارت تر مخې یې سر ټکاوه، د امریکا په «آزادۍ راډیو» (د آزادۍ په څپو کې د چنګاښ ۹، کال ۱۳۹۰) کې یې شرم یوې خوا ته غورځولی او د (سي آی ای) تزونو سره په یویشتمې پېړۍ کې د نیواک مفهوم بې ځایه بولي:

«(نه ښایي) چې د ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مې پېړۍ په احساساتي تعریفاتو نننۍ نړۍ وڅېړو. نړۍ پر یو بل پورې تړل شوې ده... موږ بې لوري پاتې کیدای نشو، چې ایران او پاکستان مو له منځه تللی ونومي... موږ باید د سیاسي، اقتصادي او نظامي ټینګښت موندلو په موخه متحدین ولرو.»

د هغو پېړیو یوه ځانګړتیا د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو ملتونو جګړې وې. په ۲۱مې پېړۍ کې هم چې لوېدیځ هېوادونه غواړي د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره د امریکا په مشرتابه د نړیوال کېدو د سورڼي په غږولو سره بې وسه هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، د هغو هېوادونو خلک ټینګار کوي، ځکه پوهېږي چې د خپلواکۍ او د خپلې خاورې د اداره کولو په اړه د پرېکړې حق لرلو پرته آزادي، دموکراسي، د بشر حقونه او د ښځو حقونه داسې بې ارزښته څیزونه دي، چې سرلوړی ملت یې د امریکا تر سیورې لاندې شتون د مریې وال په موسکا باندې د مریې د خوشحالي او غرغره کولو سره یوشان بولي، ډېرو ملتونو د خپلواکي لاس ته راوړلو لپاره ستر کړاوونه ومنل. د فلیپین، اکوادور او پانامې خلکو د امریکا اډو ته ځواب ورکړ، څو یې د خپلې ارادې له لرلو او د خپل اقتصاد له ودې او پراختیا څخه دفاع کړې وې. په لسګونه هېوادونو کې د امریکایي اډو شتون د نوموړو هېوادونو د دولتونو غوښتنه ده او نه هم هېڅکله د هغوی د ولسونو. د امریکا نظامي اډې د امریکا د وطني سرښندانو د تبلیغ پر خلاف د عامو وګړو لپاره له خیریه ښکلو او ارزانه څیزونو څخه ډکې مغازې نه، بلکې د امکان تر حده د نړۍ پر ټولو هېوادونو د ولکې ساتلو لپاره او د خپلې امپریالیستي سیمې د ساتلو او پراخولو لپاره د هغه هېواد زغره والی او اټومي منګولې دي.

د امریکا جنایت په افغانستان کی
د امریکایي نیواکګرو دغه شان جنایتونه هم نه دې توانېدلي، چې د داود سلطان زوی، نوشین ارباب زاه او د دوی په څېر د امریکا د نورو چوپړانو وجدان ولړزوي.

د «سي آی ای» یو تن پخوانی شنونکی او د څو ګڼ شمېرپلورو کتابونو لیکوال ډاکتر چالمرس جانسن د امریکا «امپراتورۍ» د فساد په اړه، د امریکا پوځي اډې د هغو مستعمرو په څېر چې د فرانسې او برتانیې امپریالیزم لرلې، د امریکا د امپراتورۍ مستعمرې ګڼي. هغه په ډاګه کوي چې په اډو کې نه یواځې سرتېري بلکې تر نیم ملیون زیات جاسوسان، ښوونکي، قرار دادیان او نور هم ځای پرځای شوې دي. جانسن «موشن مګزین» (می ۲۰۰۴) سره په مرکې کې وایې:

«امریکا په ټولې نړۍ کې ۷۲۵ پوځي اډې لري، چې له ۱۰۰ زیاتې جاسوسي اډو، برتانیایي اډو، اسراییلو کې دریو پټو اډو، په قرغزستان او ازبکستان کې پرتو اډو، عراق کې ۱۴ اډو او افغانستان کې ګڼ شمېر اډو سره به د هغو شمېره له دې نه هم لا ډېره زیاته وي. زموږ د پراخې امپراتورۍ مانا امپریالیزم دې، له ملیتاریزم سره.»

او د دې خبرې په سپړلو چې امریکا خپلې اصلي موخې د امریکا د ولس او نړۍ له سترګو پټې ساتي، زیاتوي: « تردې هم مهمه، د امریکا په امپریالیزم باندې د کلنټن پرده غوړول د نړیوال کېدلو پوښښ و.» دغه جمله د سلطانزوی ډوله کسانو پرمخ څپېړه ده چې د امریکا برلاسي غوښتنې په موخې د «یو بل سره تړلې نړۍ» او د نړۍ د هېوادونو د دروازو خلاصول او د هغوی د ارزانه کار ځواک څخه ګټې اخیستلو ترمنځ اړیکې نه ویني.

افغانستان که خپلواک او ډموکراتیک او د بنسټپالۍ میکروب څخه خلاص ټاټوبی وی، کولای شي د خپل ناپییلتوب ساتلو سره د ایران او پاکستان د ګواښونو په وړاندې ودرېږي. سلطانزوی ډوله کسان د خپلې بې باورۍ له امله هېروي، چې د ایران او پاکستان پر وړاندې د امریکا په اډو او اغېز نازېدل سرلوړي نه، بلکې د سپک توب او سرټیټۍ لامل دی. ډاډه اوسۍ چې د ایران او پاکستان او... خلک له اوښ سره د هغو سپیو په توپیر پوهېږي، چې د اوښ تر سیوري لاندې ځي او وایې دا سیوری زما دی. د هغه ملګري لپاره چې اروپا کې له کلونو استوګنې وروسته په زرګونو هیلو بېرته هېواد ته راستون شوی و، له هغو عینکو او کبرجنو سترګو اړولو سره د امریکا او ناټو د سرتېرو لیدل او واټونو او عمومي استوګن ځایونو کې د جنایت سالارانو د نومونو او انځورونو لیدل دومره ناوړه او ناهېلې کوونکی و، چې ویې ویل، په هماغه د «پردیسی لړم» کې استوګنه او مړینه د خپلې دغه شان لړل شوې او ورانې شوې خاورې په پرتله غوره ګڼم. خو ښاغلی سلطانزوی په ښادي او خوشحالۍ د ګلو ګېډۍ په لاس د امریکایي ټانکونو پر سر ناست ټول خلک د امریکا د تلپاتې اډو جوړولو فیسټیوال او د دې «زرینې موقع» څخه ګټې اخیستلو ته رابولي. په رښتیا چې د یوه هېواد پاله او امریکا پاله ترمنځ توپیر څومره ډېر دی.

زموږ ولس یواځې د خپلواک، دموکراتیک او بنسټپالۍ ضد افغانستان په لرلو کولای شي، د آزادو هېوادونو ترمنځ د یوشانته والي او سرلوړي احساس وکړي. موږ تل ټینګار کړی دی، چې د اډو منل د خور په عزت تېری کوونکو ته د خپلې مور د ساتلو سپارښتنه وکړو.

د امریکا د نیواک غځولو توجیه:

«په تېرو لسو، پنځلسو یا شلو کلونو کې افغانستان څه حال درلود؟ هغه کسان څوک ول، چې په افغانستان یې واکمني کوله؟ آیا موږ په هغه وخت کې تر نیواک لاندې نه ؤ؟»

په دې مانا چې که په تېر وخت کې تر نیواک لاندې ؤ، نو که اوس هم واوسو او په راتلونکې کې هم، څه به دلاسه ورکړو؟ څه پروا لري؟!

هو صاحب، تر نیواک لاندې ؤ، خو د کورنیو جنایتکارانو لخوا. د یوه پوه او خپلواکي غوښتونکي روڼ اندي دنده داسې وه، چې باید په یوه یا بل بهرني ځواک د ډډې لګولو څخه پرته د نوموړو جنایتکارانو پرضد مبارزې ته پاڅېږي. په هغه وخت کې د «آی اس آی» د سپیو تر نیواک لاندې ؤ او اوس د نړۍ خور زبرځواک او د ده د جهادي چوپړانو په نیواک کې یو. که لومړنی یې ناورین او خواري وه دویم یې څو چنده ناورین او خواري ده. که په هغه وخت کې د ستاسو کور یواځې د کورنیو جنایتکارانو له تېري سره مخامخ و؛ ولې اوسمهال امریکایي چوپړانو له تیري سره هم مخامخ دی؛ په هغه وخت کې د خلکو په وړاندې یواځې یو کورنی غلیم ولاړ و، خو اوس یو زبر ځواک ولاړ دی، چې د کورنیو غلیمانو کلک ملاتړ کوي او زموږ مبارزه یې په څو څو ځله کړاوجنه کړې ده.

ښاغلی سلطانزوی د دغو دوو نیواک ترمنځ د توپیر پوهېدلو شعور لري، خو هغه چې د امریکا لمانځنې احساساتو څخه ډک او خپلې هیله منې سترګې یې آنتونیو نګري او مایکل هارت (٣٤) ډوله لیکوالانو ته نیولې دي، غواړي چې په افغانستان کې د «سي آی ای» له ثنا ویونکو ځنې واوسېږي! په دې توپیر چې هغو دواړو کتاب پخوا له دې لیکلی و چې امریکا پر عراق او افغانستان تېری وکړي او وروسته یې په هغو ځایونو کې د امریکا د وروستیو جنایتونو څپېړه په خپل مخ وخوړله، په داسې حال کې ښاغلی سلطانزوی په خپلو دواړو سترګو د امریکایانو لخوا د خپل ټاټوبي د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژل کېدلو – او په همدې حال کې طالبانو سره د هغوی د خبرو اترو- ننداره کوي، لاکن دومره یې په پنټاګوني سیاست زړه بایللی دی، چې هم نیواک ته د سترې ورکړې په سترګه ګوري او هم د پوځي تلپاتې اډو شتون ته.

سلطانزوی نه د امریکا په لاس د خپلو زرګونو بې ګناه هېوادوالو د وینو له توییدلو شرمېږي او نه د سلګونو زرو عراقیانو او اوس د لیبیایانو. د هغه ماغزه تردې لازیات په امریکا کې وینځل شوې چې د «دموکراسي» او «بشري حقونو» او... په نوم دومره د وینو تویېدل ورباندې اغېز وکړي او یا د ځینو کتابونو په لوستنې سره «هیلو وژنه: له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا د امریکا پوځي او سي آی ای لاس وهنې» د ویلیام بلم یا «له وونډیډني څخه تر لیبیا پورې: د امریکا یوه پېړۍ پوځي لاس وهنې» له زولتن ګراسمن څخه یا «د بشریت پر وړاندې جنایتونه: له ۱۷۷۶ کال وروسته د امریکا د ګړندیو جنایتونو تاریخ» د چایتانیادیف په قلم چې ټول امریکایان دي او نه د کوم امریکا ضد هېواد او یا دا چې د امریکا د جنایتونو رسوا کوونکو زرګونو سایټونو لیدنه دې د ده هغه لېوالتیا زیانمنه کړي، چې د «سي آی ای» له نړۍ خوړونکو نقشو سره یې لري. د هغه چا وجدان به په څه څیز راویښ شي، چې د خپل هېواد د سلګونه بې وزله ماشومانو ټوټه ټوټه کېدل ورباندې اغېز نکوي.

سلطانزوی د امریکا د سناتور یا دولتي چارو پېژندونکي په ژبه خبرې کوي: «سبا که امریکا ووځي د افغانستان اوسنی وضعیت به څه ډول وي؟»

وضعیت به ګل او ګلزار نه، بلکې په دې ډول به وي: زر یا ځنډ به د افغانستان خلک پرته د امریکا یا کوم بل هېواد د ملاتړ څخه له طالبي او جهادي جنایتکارانو سره جګړې ته پاڅېږي او په دې لړ کې به ټول هغه کسان هم د «سي آی ای» او «واواک» د جاسوسانو په نوم صحرایي محاکمه کړي، چې امریکا یا ایران څخه د مرستې غوښتنې شعارونه ورکوي.

لاکن د امریکا پلویان هیله کوي چې خدای دې د امریکا سیوری زموږ له هېواده نه لرې کوي، څو د نوي سلنه وګړو ملا د بې شمېره کړاوونو لاندې ماته شي او پر ځای یې د ځواک او شته مافیا یعنې د دولت لوړپوړي غړي خپلې لوټمارۍ او جنایت ته دوام ورکړي؛ د خوابدو طالب جانانو «ستونزه» به هم که خیر و، د ځواک د دانو په وړاندې کولو سره به حل شي.

رنګین سپنتا هم داسې اکټونه کوي، چې ښایي خپل ارباب سره د «استراتژیک تړون» پرسر چنه وهي، څو پر هغوی باندې افغانستان په لوړې بیې وپلوري، خو دغه دعوا ګانې د ولور پر سر د ښځې او مېړه چنو وهلو ته ورته والی لري.

عطالله لودین هم چې د ګلبدیني پخوانیو جنایتکارانو له ډلې څخه دی، د خپل خاین ارباب ګلبدین «امریکایي ضد» اکټونه هېروي او زاري کوي، چې امریکا دې خپل «بېلوونکی» او «دولت رغاونکی» رول ته د طالبي، ګلبدیني او «شمالي ټلوالې» څخه په ګډ جوړ دولت ترمنځته راوړلو پورې دوام ورکړي:

«د نړیوالې ټولنې دنده ده چې افغانستان څخه له وتلو دمخه باید افغانانو ته یو نظام جوړ کړي او د هغوی په لاس او ضمانت باید یوه نړیواله هوکړه ترسره شي. که داسې نه وې خامخا به کورنۍ جګړې بیاځلې پیل شي. امریکا د نړۍ زبرځواک دی او باید دغه اور په افغانستان کې ووژني.

که امریکایان د دولت جوړونې او نظام جوړونې لپاره نه وي راغلي، په افغانستان کې یې کوم کار ترسره کړی دی او که داسې هم ونکړي مانایې داده چې د خپلو موخو لپاره راغلي ؤ او نه افغانستان کې د امنیت راوستلو او بیارغاونې لپاره.»

نوشین ارباب زاده

سلطانزوی مو د دې لپاره د بېلګې په ډول راوړو، چې هم د رسنیو روڼ اندو ستورو ځنې دی، هم د معترضو نوماندانو ویاند او هم پوهېږو چې د ټاکنو د ناولتیاؤ حل کولو لپاره یې په کابل کې د امریکا د سفارت دروازې ته منډه کړه.

نوشین جان ارباب زاده د دې لپاره د بېلګې په توکه راوړو چې دنده لري، څو د «ګارډین» په څېر معتبرو بهرنیو خپرونو کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د خپلواکۍ اړونده د «سي آی ای» تزونه تفسیر او تبلیغ کړي. البته چې نوموړې د «راوا» ضد تود بې ځایه خارښت هم لري چې په اړه یې څه نه وایو ځکه چې اهمیت یې د خپلواکۍ او خپلواکۍ غوښتونکو څخه د کرکې لرلو په پرتله په دویمې درجې کې راځي.

په دې کې چې مېرمن نوشین د افغانستان له تاریخه ناخبره ده شک نشته او پوهه یې هم هاغه څه ده چې د «سي آی ای» او «ایم آی۶» روزونکو ورکړې ده. او په دې کارکې دومره بریالۍ ده چې هر درواغ، د خندا وړ او تاریخ ضد حکم چې په خولې کې ورکېږدې، په خوشحالۍ سره یې «ګاردین» کې خپروي.

کېدای شي چې «سي آی ای» د لویدیځ اصلیت لرونکو ایجنټانو په روزنې کې د هغوی ځاني آزادي وانخلي. خو د دریمې نړۍ او په دې ډلې کې د بدمرغه افغانستان ایجنټان دومره سرکوزو او کورنیو مریانو په څېر مومي چې ډېر ژر او په ډېر لږ لګښت سره له شرافت او هېواد پالنې او ولس پالنې حس څخه تشو انسانانو باندې بدلون مومي. که د نورو هېوادونو ایجنټان د خپل شتون او استعداد او انسانیت نیمایي برخه «سي آی ای» ته وقف کوي، وطني چوپړان د خپل بې برخې توب او ځان کم شمېرلو د احساس له مخې د خپل بدن په ټولو حجرو او لکه د یوې روږده پیشو په ډول خپل ځان د امریکایی اربابانو په پښو مښی او څملي.

نوشین ارباب زاده هم له همدې جنس څخه ده چې خپله موخه یې د خپلواکۍ رټل او لرې کول او همدغې موخې ته د خلکو لیوالتیا ټاکلې ده. د دې لپاره چې دغه خبرې تورلګول ونه انګېرل شي زغرده خبره یې راوړو او بیا څو نورې خبرې یې د «افغانستان باید د خپلواکۍ کیسه لرې وغورځوي» له لیکنې څخه («ګاردین»، ۱۷ اپریل ۲۰۱۱) راوړو:

«په حقیقت کې افغانانو هېڅ یوې امپراتورۍ ته ماتې نه ده ورکړې ځکه چې د برتانیې او شوروي امپراتورۍ لا له پخوا کمزورې شوې او د له منځه تللو په حال کې وې، خو افغانانو د خپلواکۍ کیسه پرې نښودله او برعکس لایې زړورتیا وموندله، څو خپل هېواد ته د امپراتوریو هدیرې په نوم ورکولو باندې وویاړي. خو افغانستان هدیره پاتې شه، په داسې حال کې چې مسکو او لندن د دوو پخوانیو امپراتوریو پلازمینو وروسته له دې چې ګواکې د افغانانو له خوا یې ماتې وخوړله پرمختګ وکړ او ځلا یې وموندله، ان وروسته له دې هم دغه کیسه پای ته ونه رسېدله چې ټول هېواد په وېروونکې هدیرې بدل شو.»

مېرمن نوشین، د پوکې نیشنلیستۍ ځان پړسونې په اړه زموږ دریځ ښکاره دی. کاشکې که د تاسو په لیکنې کې د هغو باټو وهلو څخه کرکه وای. خو تاسو غواړئ په خپل چوپړ قلم د تاریخ څېره بدله او بل مخې کړئ.

د آزادۍ ونه باید هره څو موده وروسته د هېوادپالو او زور واکانو په وینو ښېرازه شي. دا یې طبیعي سره ده.
توماس جفرسن

د آزادۍ رښتینی صفت خپلواکي ده چې له زور څخه په ګټې اخیستلو ساتل شوی وې.
ولتر

ښایې چې آزاد وګړي نه یواځې وسله وال او دسپلین لرونکي واوسي، بلکه ښایې چې پوره اندازه وسله او مهمات [جګړه ییز توکي] په واک کې ولري، څو خپله خپلواکي د تېری کوونکو، چې کېدای شي خپل دولت یې هم په همدې ډلې کې وي، له لاسه وساتي.
جورج واشنګتن

هغه خلک چې لنډ مهاله امنیت څخه خپله آزادي ځاروي، نه د امنیت وړتیا لري او نه هم د آزادۍ.
بنجامن فرانکلن

هېڅ څیز تر آزادۍ او خپلواکۍ ډېر ارزښت نلري
هوشی مین

په «ګوګل» کې یواځې یوه ګړۍ لټون د دې واقعیت څرګندولو لپاره بس دی، وپوهېږو چې ډېری تاریخ پوهانو او څېړونکو دا خبره منلې ده چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره » ده. دا چې نه ښایې موږ خپل زړه پرې خوشحاله او خپل وروسته پاتې والی او بدمرغي له پامه وغورځوؤ او د بې پروایي په خوب ویده شو یوه خبره ده، لاکن د خپلې زبونې د توجیه او ویاړ ورک کېدلو لپاره زموږ د ملت پر ځای ویاړ ته چیکړې شیندل او د لوېدیځ د تابعیت یا پاسپورت لرلو په منندویي او د امریکا د دولت خوښی ترلاسه کولو لپاره درواغ جوړول بله خبره ده.

دغه مېرمن ولې داسې لاس وهنو او سترو درواغو ته لاس اچوي؟

ځکه اوس چې امریکا په افغانستان کې د تلپاتې پوځي اډو لرلو هوډ کړی دی، «سي آی ای» خپلو روڼ اندو چمچو ته دنده سپارلې، چې د کورنۍ جګړې، د طالبانو بیا راتللو او... څخه د خلکو په وېرولو او راز راز بڼو سره د امریکا د تلپاتې شتون «ګټې او خامخا توب» تیوریزه او تبلیغ کړي، څو د افغانستان د عام ولس اند د اډو جوړولو هرکلي ته چمتووالی ومومي. له یوې خوا خو دغه بې وزلې ګناه نلري. هغه خپله ایماني او وجداني دنده سرته رسوي. ملالۍ جویا او «راوا» او بل هر خپلواکۍ غوښتونکی شخصیت او تشکیلاتو سره د هغې دښمني هم همدغه د «سي آی ای» سیاستونو باندې زړه بایللو څخه خړوبېږي. هغه او د هغې ډوله نور کسان دغې دندې کې د بریالیتوب په پرتله د افغانستان واکمنې مافیا کې د لوړو څوکیو ترلاسه کولو، ملګرو ملتونو یا د لوېدیځ څارګرو ادارو او پروژو ته ورنژدې کېږي. (٣٥)

ډېر لږ لیدل کېږي چې د انګلیس یا امریکا د څارګرو ادارو مشاور دې خپل دولتونه په افغانستان کې جګړې ته هڅولې وې. په پاکستان کې د «سي آی ای» د مرکز پخوانی مدیر ملتن بیردن خپلې لیکنې «افغانستان د امپراتوریو هدیره» کې خبرداری ورکوي:«امریکا باید پام وساتي او یا به په افغانستان کې د تاریخ کندې ته وغورځېږي.» خو نوشین ارباب زاده سپېنې ماڼۍ سره د خپلې بې سارې لیوالتیا له امله د خپل دغه لارښود پرخلاف ده.

په حقیقت کې هغه خپلو بادارانو ته نارې وهي چې «ولې زړه نازړه یاست؟ د افغانستان نیواک ته دوام ورکړئ او خلکو سره یې هر ډول چې د تاسو زړه وې چلن وکړئ؛ د «افغانستان د امپراطوریو هدیره» کیسه د لوېدیځ د ناخبره لیکوالانو او هغو افغانانو له خوا جوړه شوې ده چې پرته د همدغه خیالي ژوند څخه نور هېڅ هم نلري؛ که انګلیسان او روسان د له منځه تللو په حال کې نه وای، اوس به افغانستان د هغوی یوه برخه شوی ؤ؛ هېڅکله په دغو کیسو مه تېروځۍ او په بې غمه زړه پوځی اډې جوړې او افغانستان په خپلې کوچنۍ خونې بدل کړۍ او...»

خو د نوشین جانې ښوونکی پوهېږي چې دغه زده کوونکې یې تر ډېرې کچې امریکا ته د ښې چوپړتیا د جذبې او زړه راکښلو په موخه او هم د افغانستان تاریخ د نالوستۍ له امله د خپل هېواد تېر وخت او د خلکو روحیه د ملنډو په ترڅ کې نفی کوی او نه د ښکارندې یا پدیدې د ژور او هر اړخیز لید پر بنسټ.

امریکا چې زلمی خلیلزاد ډوله اشرف غنی احمدزی ډوله، انوارالحق احدی ډوله، عمر زاخېلوال ډوله، او وحیدالله شهرانی ډوله وګړي ولري، د هغې په ډول نوې چارو کسانو خبرو ته به غوږ ونه باسي.

نوشین ارباب زاده په دې خبرې کې چې افغانستان پټه خوله هدیره پاتې شو او مسکو او لندن د ښارونو ناوکۍ شول، یا په رښتیا نه پوهېږي او یا هېروې چې د لاملونو اصلي علت راوپلټي، یعنې دا چې پر انګلیسانو او روسانو باندې تر هر بریالیتوب وروسته واک د چا لاس ته ورغی، د افغانستان د خلکو او که، پرته د امان الله خان څخه، د یو موټي هېواد پلورو چوپړانو لاس ته؟ په تاریخ کې داسې لږ نه دي پېښ شوې چې انقلابون او غورځنګونه د لارې په نیمایي یا په پای کې د هغو خاینو ځواکونو په لاس مصادره شي چې اغېز یې په کې درلود او په پای کې د هغوی زېږنده دولت، د انقلاب ضد او د خلکو ضد دولت پاتې شوی دی. ځکه خو د انګلیسانو ضد تر لومړی او دویمې جګړې وروسته طالب ډوله خاینو امیرانو «امارت» غصب کړ؛ تر دریمې جګړې وروسته اصلاح غوښټونکی امان الله خان رامنځته شو خو بیا هم د برتانیې همدغه «د له منځه تللو په حال کې» امپراتوري وه چې د هغه پرضد یې پلمې جوړې او خپل کسان یې پر تخت کېنول؛ افغانستان څخه د روسي تېری کوونکو تر شړلو وروسته هغو سړي وژونکو ته ځواک ورکړل شو چې د پیدایښت له لومړیو شیبو څخه د «سي آی ای»، «آی اس آی» او «واواک» په غېږ کې یې وده موندلې وه او په دې ډول د ټینګاو د جګړې ټولې لاس ته راوړنې سیند ته لاهو شوې.

که مېرمن نوشین د څار ګرو سرچینو دنده نلرلای باید پورتني واقعیتونه یې په پام کې نیولی وای او د دې پر ځای چې د ناهیلۍ له مخې د خپلو خلکو پر آزادی غوښتونکي تاریخ خاورې وشندې د پړتیا غشي به یې د ځواک د ټولو دوکه مارو غاصبانو په زړه کې ښخ کړی وای.

خو یه، هماغسې چې د هغې په اند امریکا زموږ لپاره د «ملت رغاونه» کوي پخپله هم باید بندګۍ هڅه وکړی چې د افغانستان ملت د دې پر ځای چې خپلې سترګې پخوانۍ خپلواکۍ کې ښخې وساتي، ښایې چې د امریکا تلپاتې اډو جوړولو او ګوډاګیو دولتونو ته هرکلی ووایې.

په دې کې شک نشته چې زموږ ملت به د هغې سپارښتنې د یوه ارامونې اولاد د سپارښتونو په څېر وانګېري، خو هغه له همدا اوس څخه د مافیایی دولت، طالبی او جهادي جنایتکارانو او ونډه والو د سترګو کسې دی چې پرته د خپلواکۍ تر پښو لاندې کولو او د یوه یا بل نړیوال ځواک یا سیمه ییز ځواک د بندګۍ له منلو به یوه میاشت هم پایښت ونلري.

د خپلواکۍ غوښتنې یوه بله رذیلانه تخطیه:

«د خپلواکۍ کلک احساس له تاریخې پلوه ډېرو ګډوډۍ اچولو او ورانوونکو کړنو ته د مشروعیت ورکولو په چوپړ کې و او همدغه خبره ده چې حتی ولسمشر کرزی هم کله کله ګواښ کوې چې طالبانو سره به یوځای شي.»

هغه د خپلواکۍ غوښتونکو جګړو او اړونده شهیدانو د وینو سپېڅلتیا د طالبانو او جهادیانو له خیانته ډکو کړنو سره پرتله کوي چې د نوشین جانې سره یو شانته له خپلواکۍ سره پردي ؤ او دي.«ګډوډي اچول او ورانوونکې کړنې» د هېڅ یوه اصیل خپلواکۍ غوښتونکې هڅوونکې نه ؤ او نه دي. جهادي او طالبي جنایت سالارانو د «سي آی ای»، «آی اس آی» او«واواک» د بچیانو په توګه خپلواکي په خپلو سترګو کې ومنډله. یواځې یو شوده کولای شي هغه محشر د دوی په سر کې د «خپلواکۍ» له انده راپاڅېدلې وشمېرې چې دغو وژونکو د خپلې بد ذاتۍ او «آی اس آی» د حکم پر بنسټ ترسره کړ د افغانستان د ولس د کم شمېرلو په لیوالتیا کې سوځي. د کرزي ګوډاګیتوب کې هم د څنګه او ولې ځای نشته او «ګواښونه» یې هم «کمیسیون جوړونې» او د یوه سرسپارلي نازونو ته ډېر ورته والی لري او د افغانستان د خلکو له خپلواکۍ غوښتنې سره په تېر او اوس وخت کې کومه اړیکه نلري. هغه که د خپلواکي غوښتونکی وای د «آی اس آی» او «سي آی ای» او « واواک» سپی به یې د خپلې شاوخوا څخه شړلی وای. هغه او «ټیم» یې د لاسپوڅي توب داسې بېلګې وړاندې کړې چې د شاه شجاع او تره کي څخه تر نجیب پورې مخونه سپینوي. که کرزی «خپلواکي غوښتونکی» وی، حفیظ الله امین او ببرک کارمل او برهان الدین رباني او ګلبدین او ملاعمر هم باید «خپلواکي غوښتونکي» وشمېرل شي! خپلواکي له آزادۍ سره نه شلېدونکې اړیکې لري. هغه څوک چې له طالبي او جهادي خاینو جنایتکارانو او جاسوسانو سره سازښت وکړي، هېڅکله هم د خپلواک اوسېدلو دعوا نشي کولای که چیرته هم د خپل بادار په وړاندې تردې هم لازیات ټوپونه ور ووهي.

مېرمن نوشین ملالۍ جویا څخه د ډېرې کرکې له امله د هغې«خپلواکي غوښتنه» هم بنسټپالو سره یو ډول بولي او په دې ډول زموږ د ولس دغې امېد بخښونکې زمریالی ښځې ته ډېره پوچه کنځا کوي:

«جهادي رهبران، طالبي غلیمان او صریح اللهجه ناخوښي ملالۍ جویا، ټول د مشروعیت او شهرت موندلو لپاره له همدا ډول کیسو څخه ګټه اخلي.»

ملالۍ جویا تل د دوو غلیمانو په اړه خبرې کوي. هغه امریکا او هملاسي یې زموږ د خلکو بهرني او طالبان او جهایان کورني غلیمان بولي. د هغې تاریخي مبارزه د جهادي جنایتکارانو پر ضد د هغوی په شتون کې پیل شوه او په غوڅه توګه یې دوام وموند چې ولسي جرګې څخه د نوموړې د ایستلو لامل شوه ځکه مبارزه یې یواځې د طالبانو پر ضد نه وه، چې د امریکا دولت پرې خوشحاله شي بلکه د جهادي جنایتکارانو له رسوا کولو څخه هم چې د امریکا د کورنیو چوپړانو پایګاه ده، یوه شیبه وزګاره نه وي. ملالۍ جویا د خپلو لیکنو او ویناؤ پر بنسټ هاغه شان چې د خلکو په ځواک د خپلواکي او آزادي غوښتونکې ده، د توپ او ټانک ترسیوری لاندې او د امریکا د پوځي اډو (هغه څه چې نوشین ارباب زاده ډوله او داوود سلطانزوی ډوله وګړي یې غوښتونکي دي) په شتون کې «آزادی» ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او درواغجنه، تش په نوم او غیر رسمي مریی توب یې ګڼي.

د نوشین ارباب زاده اوښ ډوله کینه یواځې ملالۍ جویا او «راوا» او نورو آزادي غوښتونکو پورې نه رالنډېږي. هغه د دې لپاره چې خپل ځان د نورو افغاني سیالانو په پرتله د«سي آی ای» زړه ته لانږدې کړی، خپله ناولتیا زموږ د خلکو پر شعور هم ورشیندي:

«دغه کیسه له سیاسي پلوه ګټوره ده ځکه چې ورانوونکي شورشیان په اتلانو او د غاښۍ د سر غله په سیاستوالانو بدلوي.»

هغه په دې لیکې کې څو درواغه وایې : زموږ ۹۹٪ خلکو ته جهادي او طالبي ویجاړوونکي چې د دوی پلازمینه یې له لسګونو زرو استوګنو سره شهیدان کړل د «اتلانو» نه بلکه د دغه ټاټوبي د تاریخ ترټولو ناولي غلیمانو حیثیت لري.

نوشین جانې، د تاسو په اجازې هغه وګړی چې د خلکو او هېواد په ناموس تېری کوونکی یې «اتلان» او«سیاستوال» ونومول، «سي ای ای»، «آی اس آی» او «واواک» ول! شرمېږې؟ د تاسو دوستانو احمدشاه مسعود له جورج واشنګتن سره پرتله کړ! شرمېږې؟ نامتو ګلبدیني سړی وژونکی، عطاالله لودین، سباوون، جمعه خان، امین فاطمي او... یې وزیر او والي او سفیر او مشاور او سوله کوونکي مقرر کړل! شرمېږې؟ «سي آی ای» چې ډېر اوږد لاس لري له وژونکو او خاینانو ځنې «اتل» جوړوي او برعکس، د ډاکتر محمد مصدق، د ګوایتیمالا ټاکل شوی ولسمشر جیکب آربنز، د اکوادور خوزه ولاسکو، سوکارنو او... په شان ستر خپلواکي غوښتونکی دموکرات لارښودان چې اصلي غوښتنه یې د امریکا د تړلتوب له رسۍ د خپلو هېوادونو خلاصون و، «نامطلوب» نوموی او په کودتاګانو یې راپرځوي او آلنده او پاتریس لومومبا د چیلی او زییر د خلکو ملي اتلان وژني! شرمېږې؟ (٣٦) د زلمي خلیل زاد د ښځې شیرل بنارد له دغه بې ساری اقرار څخه شرمېږې چې «موږ پرېښودل چې ټول منځ لارې رهبران ووژل شي. د دې لامل چې موږ نن په افغانستان کې منځ لارې لارښود نلرو دا دی چې موږ هغوی (بنسټپالان) ته اجازه ورکړه چې ټول ووژني. هغوی د اتیایمې لسیزې په لړ کې او ترهغې وروسته ټول کیڼ اړخه، منځ لارې او د دوی ترمنځ نورکسان ټول ووژل او له منځه یې یووړل.»؟ د ابو غریب له پېښې (ماجرا) او اروپایي هېوادونو کې د«سي آی ای» له پټو ربړځایونو څخه شرمېږي؟ دغه لست ډېر اوږد دی مېرمن نوشین.

د تاسو «سي آی ای» په خپلو پټو عملیاتو کې له ۱۹۸۷ راهیسې د ۶ ملیونه شاوخوا وګړي وژلې دي چې ویلیام بلم د «امریکایي هالوکاست» نوم پرې ایښی دی خو ښکاره ده چې که هرڅومره بېلګې راوړو ستا ملا یې دومره سسته نه ده تړلې چې د مختوري احساس وکړي. خو زموږ او د نړۍ آزادي غوښتونکي خلک د امریکا د دولتونو له وینو او خیانت څخه ډک تاریخ او ورانکاریو ته په پاملرنې له خپلواکۍ پرته د «آزادۍ او دموکراسۍ» ډالۍ په خپلې غاړې کې د سروزرو نالتې غړوندی بولي او د لرې کولو لپاره یې ځان تېرېدنې ته هم چمتو دي.

نوشین ارباب زاده که د شرافت له مخې او په مسوولانه ډول لیکنه کړې وای لازمه وه چې خپل څو سری زهرجن غشی یې د درې ګونو جاسوسي سازمانونو پرلور ور خوشې کړی وای چې غله یې «اتلان» او «سیاستوال» ونومول، وسله وال یې کړل، واک ته یې ورسول او یو ناڅاپه یې زموږ پر خلکو ورخوشې کړل. سربېره پردې ټول پوهیږي چې «سي آی ای» د ټولو مرتجعو وینې څښونکو واکمنانو ترشا ولاړه ده او په همدې حال کې هروخت چې هریو یې ترپام «ناکاره» او «له وخته اوښتی» ورشي په بېلو بېلو پلمو یې د تشناب د کاغذ په ډول ایسته غورځوي، له منځه یې وړي او یایې د مړینې تروخته په بند خونو کې اچوی. (٣٧) «سي آی ای» هېڅ یوه ایجینټ ته تر آخره ژمن نه پاتې کېږي ځکه چې هره شیبه امکان لري هغه تر یوې مهمې ګټې ځارکړي. او ته مېرمن نوشین هم له دې خبرې مثتثنی نه یې. کله چې «سي آی ای» ته ستا او فرشته حضرتي او نورو مافیایي نانځکو د لګولو وخت پای ته ورسېږي بیا به ستاسې نوم او څرک په «ګارډین» او نورو نړیوالو رسنیو کې نه ترسترګو کېږي چې د امریکا او لاسپوڅو وېرونکی واقعیتونه ښایسته وځلوي او که لږ هم تېر وځۍ مثلا یوناڅاپه افغانستان کې د امریکا له شتون سره په کلکه مخالفت وکړئ د وزارت او ریاست مخ نه لیدل څه چې خبره به مو لا له خطره ډکو ځایونو ته ورسېږي.

دغه جمله به یې هم وګورو:

«افغانان ځکه باید وبخښل شي چې د خپلواکي؛ په کیسې نښتلو سره خپل ځان د نړیوالو هملاسو په مرستې د خپل هېواد رغاولو له یواځیني چانس څخه بې برخې کوي. هغوی خو له پلار او نیکه په همدغه اند ویاړي چې د دوی سرلوړي د خپلواکي لپاره د امپراتوریو تر ماتولو پورې جګړه ییزې پوهې کې ده.»

کاشکې ته هم داسې روزل شوې وای چې په وینې کې دې د خپلواکۍ لیوالتیا ځای نیولی او له خپلو زده کړو او استعدادسره دې هغې مینې ته د آزادی او دموکراسی او بنسټپالۍ ضد مبارزې سره وده ورکړې وای؛ کاشکې دی داسې پلار او مور او کورنۍ چاپېریال لرلای چې ښه یې پوهولې وای، آزادي پرته د خپلواکۍ نه شتون او نه خوند لري. پلار او مور ته دې سپکاوی ونشي ځکه کېدای شي ستاغوږونه به یې څنډلی وی چې د خپلو خلکو (افغانان ستا خلک دي؟) د آزادۍ غوښتنې روحیې ته ناولتیا مه ورشینده، د افغانستان ملت سپک مه شمېره، له لوېدیځ څخه یې زده کړه خو مه ویلې کېږه او خپل ځان مه پلوره، خپلو ژمنو دوستانو سره خیانت مکوه، د هغوی پر ضد د جاسوسي کولو هڅه مه کوه او... لاکن چیرته د دغو خبرو اغېز او چیرته د شتو، مقام، شهرت،«سي آی ای» ته د کارکولو په بدل کې لوېدیځ کې مېشت کېدل او... لپاره لیونتوب!

مېرمن نوشین، په پای کې هغه خبره ستا لپاره هم مناسبه ده چې ښاغلی سلطانزوی ته وویل شوه:

ته به هغه وخت په افغانستان کې د امریکا د شتون توجیه کولو او«سي آی ای» ته د ښې چوپړتیا په موخه د خپلو خلکو د زړورتیا په تاریخ ملنډو وهلو څخه لاس واخلې چې ته پخپله یا مور یا خور دې په کابل یا کوم بل ښارکې د امریکایي پوځیانو د ډله ییز تېری لاندې راشي.

هیله ده چې هېڅکله هم داسې پېښه ونه شي. خو په فلیپین، کوریا، جاپان، آلمان، پانامې او... کې د امریکا د پوځي اډو تاریخ له دغه شانته جنایتونو څخه ډک دی. په افغانستان کې ستا د ملیونونو خویندو او میندو ته یواځې د همدغه خطر په پام کې نیولو لپاره هم چې وی، ښه ده چې په خپل هېواد کې (خپل هېواد؟ تېروتلی خو نه یو؟) د امریکا د پوځي او سیاسي شتون پلوي کولو څخه لاس پر سر شي، څو هغه غټ «د سي آی ای چوپړ» داغ ستاله ټنډې پاک شي. دا یوه دوستانه مشوره ده. خوښه ستا.

لنډیز:

۱ـ په افغانستان کې د ملت- دولت شتون څخه سترګې نشي پټېدلای. خو د افغانستان توکمونه لاهم باید د رښتینی ملت کېدلو لړۍ پرمخ بوځي.

۲ـ افغانستان کثیر الملیتي هېواد دی چې ملي ستم هم په کې شتون لري او په تېرو دېرشو کالو کې د جنایتکارو ګوندونو له خوا ملي توپیرونو ته ډېره لمن وهل کېږي. په عام ډول د افغانستان قامونه په سولې او یوشانته والي کې اوسېدلی او افغانستان یې خپل ګډ کور ګڼلی دی. ولسي ضد دولتونه له پخوا تراوسه پورې د قامي توپیرونو د ډېرېدلو اصلي لامل ول.

۳ـ په اوسنیو شرایطو کې د ملي ستم په ګډون هېڅ یوه بنسټیزه مسأله د حل کېدلو وړ نده او هغه کسان چې «فډرالیزم» حل لاره ګڼي په حقیقټ کې د ایران رژیم او پاکستان او امریکا د لاس څمڅې دي.

۴ـ په افغانستان کې د خپلواکي او دموکراسي لاس ته راوړلو سره به د ټولو قامونو حقونه په رسمیت وپېژندل او پخوانی پیوستون به بیا را ژوندی شي. د دې خبرې لپاره ښایې د هغو پردیو او جنایت سالارانو پرضد یو موټي مبارزه وشي چې دولتي ماشین یې په واک کې او زموږ د هېواد د ټولو قامونو ګډ غلیمان دي.

۵ـ پښتانه لوړتیا غوښتونکی او ناپښتونه توکم پالی دواړه د قامونو د یووالی خنډ دی. هماغسې چې لوړتیا غوښتونکی غواړی پر کوچنیو قامونو ملی ستم او «دلوی ورور» برخه «علمأ» توجیه کړی، ناپښتونه توکم پالی هم زیار باسی چې قامی توپیرونه او ملی ستم څومره چې کېدای شی ستر او د «مجبوریت له مخې طبیعی» حل لارې په توګه د افغانستان د تجزیې وړاندیز وکړی چې د جهادی وژونکوواکمنی د پایلتوب لپاره هڅه ده. ناپښتونه نیشنلیستان چې د ټولو قامونو د مسألې – نیواک او مافیا له منګولو څخه ژغورل کېدل- دملی مسألې تر حل کېدلو وړاندې بولی، په خپل دموکرات اوسېدلو باندې د بطلان کرښه راکاږی.

۶ـ طالبان چې «آی اس آی» سره نوک او اوورۍ او د «سی آی ای» زېږنده دي، ښځو سره د لیونی ډوله دښمنی لرلو، د بامیان مجسمو ماتولو، معارف او پوهې او... سره دښمنی لرلو له امله په هېڅ ډول هم ملی او آزادی بخښونکی ځواک نه شمېرل کېږی.

۷ـ واقعی ملی یووالی، نه داسې ولس غولوونکی چې جنایتکاران او جاسوسان د یوبل سره پخلا کړی، یواځې د خپلواکی ترلاسه کولو او جهادی مافیایی دولت پرځای د ولسی دولت کیناستلو سره ترسره کېدای شی.

۸ـ هغه روڼ اندی چې د خپلواکی مفهوم نفی کوی، د امریکا عوامل دی چې غواړی شتون یې د پوځی اډو سره په افغانستان کې تلپاتې شی. دوی باید د «سی آی ای» او «واواک» د خطرناکو دلالانو په څېر رسوا شی.

پای





پایلیکونه:

۳٤- دوی دواړه د«امپراتوری» په نوم کتاب کې د امریکا تېری کوونکی او ځبېښاک کوونکی او جنایت کوونکی سیاستونه له پامه غورځوی، د «امپریالیزم» مفهوم نااړونده بولی او نورو هېوادونو سره د امریکا اړیکې یواځې تجارتی او غل وغش څخه پاک او سوله ایز په ګوته کوی.

۳۵- یوه ایرانی بېلګه: ډاکتر عباس میلانی چې د نوشین ارباب زاده او ورته کسانو د پلندر حیثیت لری خپلې زده کړې په امریکا کې تر سره کړې او کله چې بېرته ایران ته راستون شو په یوه ایرانی انقلابی سازمان کې د غړیتوب له امله د ساواک له خوا ونیول شو. خو دغه سست عنصر چې ته به وایې همدې فرصت ته په تمه ناست ؤ تسلیم شو او په خپل ټول توان یې د پهلوی دربار چوپړتیا ته ملا وتړله. د ۱۳۵۷ له انقلاب وروسته بیا امریکا ته ولاړ او اوس پوهنتونونو کې د درس ورکولو تر خوا یې په ایران کې د«سی آی ای» د پروژو سرپرستی پرغاړه اخیستلې ده ترڅو د امریکا په مرستې پاچاهی غوښتونکی، ساواکیان او دغه راز نور خاینان د فقیه ولایت ځای ونیسی.

۳۶- لږ ترلږه بېل کلنتن د ډاکتر مصدق او بلژیک دولت پر ضد د «سی آی ای» له خیانت او دلومومبا په وژنې کې د خپل نقش او جګړه ایز جنایتکار مکنامارا په اړوند ویتنام څخه بخښنه وغوښتله. تاسو مېرمن نوشین حتمأ له دې څیزونو ناخبره یاست او که نه په دریواړو غصه کېدلې ځکه د حکومتونو را پرځول، د یوه ملت ډله ایزه وژنه چې پر خپلواکی ټینګار کوی د تاسو په امپریالیستی لید کې روا ده او د بخښنې غوښتلو ځای نشته. خو لرې نده چې په راتلونکې کې امریکا عراق او افغانستان کې د خپلو جنایتونو له امله هم بخښنه وغواړی. ځکه خو د دې لپاره چې ناوخته شوی نه وی له همدا اوسه ځان د پنټاګون په پښو وغورځوه چې داسې تېروتنه ونکړی ترڅو ټول او په تېره بیا افغانان د خپلواکی «کیسې» سره لا زیاته لیوالتیا ونکړی!

۳۷- نوریګا، صدام حسین، محمد رضاشاه، حسنی مبارک، ګلبدین، حقانی، اسامه بن لادن، ملاعمر او... د «سی آی ای» د سترګو تور ول خو داسې وخت را ورسېد چې د خپل پلار لپاره یې ارزښت د لاسه ورکړ او چرته یې هم پښه له خپل ټغر څخه وغځوله د بندیتوب، زېندی او مردکی سره مخامخ شول.