
آقای كرزی، عامل این ویرانی پشت سر تان كدام «فرزندان» جانی و شرفباختهی «وطن» بوده اند، جهادی یا طالبی؟
زمونږ خلكو د ښاغلی كرزی ـ چی د كابل په ښساروال مشهور شویـ څخه د هری خبری اوریدلو انتظار درلوده خو نه طالبانو ته سترگك وهل او هغوی په ښكاره ډول رابلل. خو هغه نه یواځی دا منځنی پیړه ایزه جنایتكاران «د دی هیواد بچیان» وبلل بلكه په ځینو ځانگړو كسانو لكه ملاغوث باندی یی غږ وكړ چی د هغی په غیږه كی اچولو ته چمتو دی!
او جالبه ده چی د دی كركجنی استغاثی نه یواځی څو ورځی مخكی، د ملارحمانی په نوم جنایتكاره طالب هم ویلی و چی د كرزی په گټه ده چی توبه وكړی او د طالبانو سره یو ځای شی!
داسی ښكاری چی گواكی كومه مهمه مسئله د دواړو خواو تر مینځ نشته او خبره یواځی داده چی كوم اړخ باید له كوم ارخ سره یو ځای شی.
ولی؟ څه شوی؟ آیا ښاغلی كرزی نور د «جهادی ورونو» څخه ناامیده شوی؟ آیا هغه دی باور ته رسیدلی چی امریكا نور نشی كولای یا نه غواری چی قدرت یی د كابل نه بهر هم مخكی لاړ شی؟ آیا طالبانو ته د هغه دا ناڅاپی سلامی وهل د امریكا په اشاره شوی؟ آیا دا د په اصطلاح راتلونكی انتخاباتو لپاره یواځی د طالبانو غولول دی؟ آیا هغه نور پوه شوی چی چپن، كمیس او پرتوگ، لنگی او قرهقلی خولی یی ونشو كړای هغه د زیاتترو خلكو لپاره د منلو وړ وگرځوی، لكه څرنگه چی د «شمال ائتلاف» د جنایتكارانو نكتایی او پتلون و نشو كړای او وبه نشی كړای د هغوی تر څنگلو پوری په وینو ككړ لاسونه پټ كړی، نو په دی خاطر باید خپل مخ وحشی كفن راویستونكو ته واړوی؟
اصلی دلیل چی هر څه وی خو یوه مسئله روښانه ده او هغه دا چی ښاعلی كرزی په دی وروستنی لوبی سره ښكاره كوی چی د پښو ایښودلو ځای نلری او پوهیږی چی د «شمال ائتلاف» جنایتكارانو سره جوړجاړی او د هغوی په شان ځای او بیځای آیت او حدیث ویل او جلادپیشه وزیرانو ته اجازه وركول چی سفارتخانی او مهم دولتی مقامونه خپلو خپلوانو او قومیانو ته وركړی، ونشو كړای كار مخ ته بوځی نو بیا باید خپل اصل، خپل «قوما» ته ورستون شی. البته نه یی هیروو چی هغه د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت كی د څه مودی كار كولو داغ پر تندی لری.
ښاغلی كرزی چی طالبان «د دی هیواد بچیان» بولی آیا له یاده وباسی چی وطن پلورونكی خلقیان او پرچمیان هم «د دی هیواد بچیان» وو خو ترڅو یی چی وشو كړی دی وطن ته یی خیانت وكړو؛ د گلبدین باند او «شمال ائتلاف» هم له بده مرغه «د دی هیواد بچیان» دی خو په خیانت او جنایت كی ساری نلری؛ او د ټولو نه مهمه دا چی په سلگونو طالبان او د القاعدی غړی هم «د دی هیواد بچیان» او «دینی ورونه» دی خو د هغوی ښكار او لكه د مچانو په شان وژل د یو نیم كال نه را په دی خوا ستاسی د امریكایی پلویانو له لوری ادامه لری. خو هر كله چی «ضرورت» پیښ شی «د هیواد د بچیانو» د سر غوڅولو څخه یوه شیبه هم لاس نه اخلی او هغی ته د بڼی وركولو لپاره به ووایی چی «تروریست» او دا او هغه دی. نو بیا باید «د هیواد بچیان» مشخص شی: «د هیواد بچیان» خاین او قاتل یا «د هیواد بچیان» سپیڅلی او وطندوسته؟ كه «د هیواد بچیان» نومول د ځینو كسانو د جنایتونو او خیانتونو سوړو، نه لیدلو په معنی وی نوبیا جهادی او طالبی بنسټپالی «د هیواد بچیانو» تر ټولو كرغیړنه ډله ده. یا دا چی هغوی اصلا باید د دی اوبو او خاوری «بچیان» ونه نومول شی. كه بنسټپالان ددی بد مرغه هیواد حرامزاده او خاین «بچیان» نه وای، د بد مرغی او مكروب نه به یی زمونږ خلك او هیواد دی ورځی ته نه وای رسیدلی.
كه د طالبانو د جلبولو څخه د ښاغلی كرزی هدف «د شمال ائتلاف» ډارول وی نو باید له یاده ونه باسی چی دی موخی لپاره یی ډیری ناوړی وسیلی ته لاس اچولی چی د هرڅه نه لومړی «شمال ائتلاف» ته وخت او موقع وركوی چی خپل د شرمه ډك او تبهكارانه شتوالی او ادامی ته ښه بڼه وركړی چی په پای كی به یی د قومی، مذهبی او سیمهایزه تضادونو سرطان ریښی لاپسی په خونړی توگه خپری شی.
كرزی پوهیږی چی د هغه «جهادی ورونه» یواځی د طالبانو او القاعدی په مقابل كی دی چی موږكان جوړیږی نه د دموكراسی پلوه غورځنگ په مقابل كی چی په هیواد كی نوی را مینځ ته كیږی. خو هغه په غمجنه توگه نه وینی چی د صدام حسین جنایتكار رژیم د خپل ټول پراختوب او اوږدتوب او لافو سره لكه د اوبو د حباب په شان چاودی، نو بیا د «شمال ائتلاف» یا طالبی تروریستان څوك دی چی پری ډه ډه وكړی.خو هغه شاید پوهیږی چی د دموكراسی پلوه كسانو په جبهی كی د هغه لپاره ځای نشته.
خو هغه څه چی زمونږ د خلكو اصلی اندیښنه جوړه وی دا دی چی داسی نه وی چی چیرته د كرزی د خبرو شاته د امریكا او پاكستان او نورو د بلی توطئی تخم پټ وی چی غواړی د طالبانواو نورو بنسټپالو ډلو (البته د ځینو ځانگړو څیرو پرته) په گډون دولت جوړ كړی یعنی د هماغه شیطانی پړاو ادامه: د جهادی جلادانو څخه طالبانو ته، د طالبانو څخه جهادی باندونو ته او اوس بیرته وحشی طالبانو ته! او د پښتنو، تاجیكانو، هزارهگانو او ازبكانو د خاینو رهبرانو لاسپوڅی.
كه كرزی چیرته د «شمال ائتلاف» جنایتكاران وډارولی شی او كه یی و نشی، زمونږ د خلكو په وړاندی به هیڅ حیثیت ونلری مگر دا چه:
- د ډاكټرعبدالرحمن او د كابل د پوهنتون د محصلانو قاتلان محكمی ته وسپاری.
- د «شمال ائتلاف» ورانكاری او خیانتونه او جنایتونه بربنډ كړی او د ملیونونو ډالرو ملی شتمنیو لوټ او غلا یی چی تر اوسه پوری كړی ده، د هغوی د ستونی څخه راوباسی.
- «مارشال» فهیمخان او خاد یی ړنگ كړی او خلك د هغی او خاد د جنایتونو د تاریخچی په بهیر كی د اول نه تر اوسه پوری آگاه كړی.
- د «اسلام» د كلمی نه د هیواد نوم او اساسی قانون كی د ناوړی استفادی مخه ونیسی.
- د حكومت نه د «شمال ائتلاف» د غړو د شړلو نه پرته، د منگلحسین، شینواری او نورو بدبویه گلبدینی څیرو نه په اجرایی او قضایی دستگاهو كی عذر وغواړی.
تر څو دا كارونه تر سره شوی نه دی، نه د «شمال ائتلاف» خاینان تاسو ژغورلای شی او نه طالبانو پسی نښتل چی د افغانانو او متمدن بشریت ننگ دی.
نن په دی بی صاحبه او بی تپوسه او بنسټپالی وهلی ملك كی هر څه كیدای شی خو د خاینو او كرغیړنو جهادی او طالبی غلیمانو څخه زمونږ د خلكو د كركی نه ډك او د هغوی د نه منلو د زړه آواز به هم ورو ورو جگ او لاپسی جگ شی او په پای كی به په هغه ځواكمنه سیلی بدل شی چی فاشیست مذهبی باندونه به لكه خس او خاشاك په هوا كړی