د مارچ اتمه د ښځو نړیوالی ورځی په اړوند در «افغانستان دښځو انقلابی جمعیت» بیانیه
آزادی غوښتونكو خویندو او ورونو،
د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت، پروسږ كال د مارچ اتمی د لمانځلو په ورځی هیله څرگنده كړه چی راتلونكی كال یعنی سږكال به د ښځو نړیواله ورځ په آزاد افغانستان كی و لمانځی كه څه هم نړی د افغانستان د كشالی په سر سخت ټـكان وخوړ. ډیری زیاتی پیښی ورباندی تیری شوی، د طالبانو رژیم او د هغوی القاعده څنگی (تكیهگاه) راوپرځید، خو زمونږ توربخته هیواد آزادی ته و نه رسید. كه د نورو هیوادونو ښځی د مارچ اتمه په ډیر شور او زوږ سره لمانځی، خو زمونږ د هیواد ښځی لاتراوسه هم د امنیت د نشتوالی له كبله حتی د برقعی كركجن كفن د لیری اچولو جوگه ندی. د سركاری ښځو په څنډ وهلو سره د روښانه او پراخه راتلونكو په لار كی د زرگونو ښځو د آزادی او دموكراسی ناری خو دی لا پر ځای پاتی وی.
ته به وایی چی دنړی د ټولو نه بی وزله او بی وسه ملت په نصیب كی دی چی نباید په دومره آسانی د وینو څښونكو بنسټپالو د ظلم او غلامی د ځنځیر نه خلاص شی.
خو ددی دردوونكو واقعیتونو او پیښو لیدل او یادول هیحكله په دی معنی ندی چی گنی مونږ راتلونكی ته بدبینه او ناامیده یو. «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» د شلو كالو نه لازیات د وینو او اوښكو د سختی لاری مزل وهلی، د لاری له كړاوو سره آشنا دی او پرته له كوم ډاره به د بنستپالانو او د هغوی د ډول ډول مالكانو په ضد او د سولی دموكراسی، پرمختگ او د ښځو د خلاصون لپاره به خپله مبارزه پر مخ بوځی.
په نیویارك او واشنگتن باندی د مذهبی تروریستانو د وحشیانه حملو نه وروسته كه څه هم مونږ په وروستنیو څو میاشتو كی خپل دریځ د بیلو بیلو مسئلو په هكله په وار وار څرگند كړی دی، خو بیا هم ضروری گڼو چی یو ځلی بیا ټولو مهمو سیاستونو ته گوته ونیسو، هیله ده چی په هیواد كی دننه او بهر به د «راوا» د زیاتترو پلویانو پوښتنو ته هم ځواب وركړی.
۱ـ «راوا» او د امریكا نظامی عملیات د طالبانو او اسامه ډلی ټپلی پر ضد:
«راوا» تل په دی واقعیت ټینگار كړی دی چی طالبان، اسامه او نوری بنسټپالی دلی ټپلی د امریكا د دولت زیږنده دی او تر هغه وخته پوری چی ورته د استفادی وړ وو، نوموړی دولت ددی جنایتكارانو څخه پلوی كول زمونږ د خلكو د گټو او آزادی او دموكراسی د راتلونكی په پرتله غوره گڼلی دی.
مونږ خوشحاله یو او ویاړو چه تر اوسه پوری مو هیڅ ډول زورزیاتی، هیڅ ډول سیاسی او مالی جوړجاړی او هیڅ ډول ملاحظهكاری ته سر ندی ټیټ كړی او د امریكا د دولت دغه سیاست مو تل غندلی دی، په داسی حال كی چه د امریكا خلك هغه ستر ولس بولو چی د بشریت د سوكالی او د نړی د علمی او ټولنیزو بریالیتوبونو او پرمختگ كی یی ډیر لوی رول لوبولی دی.
بیا هم په ډیر فخر سره غواړو اعلان كړو چی كه څه هم «راوا» تل د امریكا دولت او ددی هیواد دولتی سازمانونو د مرستی څخه بی برخی وه، خو په مقابل كی یی د زرگونو امریكایی ماشومانو، ځوانانو او ښځو او سړو د مادی او معنوی مرستو مدیون ده. زمونږ د ډول ډول پروژو په لاره اچول او پرمختګ پرته ددی مرستو څخه نه عملی كیـدونـكی وی. د امریكا د خلكو څخه زمونږ د زړه لـه كـومـی قـدردانـی او مننــه په «راوا» باندی د «امریكایی ضد» تور لگولو ځواب دی.
كله چی امریكا په افغانستان باندی نظامی عملیات پیل كړل، مونږ هغه نه په افغانستان باندی تیری وگاڼه او نه هم د افغانستان د خلكو په ضد جگړه او یا د اسلام او مسلمانانو په ضد لښكر ایستل. بلكه هغه مو د امریكا د دولت نوی معامله او دعوا د خپلو پرونی نوكرانو او یارانو سره وبلله. د جوړجاړی كوونكو ښځینه سازمانونو برعكس، د طالبانو، القاعده او هم داشان د جهادی جنایتكارانو له منځه وړل زمونږ لومړنی هدف جوړوی. خو له هغه ځایه چی د امریكا پخوانی نوكرانو ته سزا وركول، زمونږ د بیگناه او د بنسټپالانو په لاس ځوریدلو خلكو د وینو توئیدلو سبب گرځیده، مونږ نشو كولای چی د امریكا د دولت له جنگ سره په افغانستان كی مخالفت ونكړو، په تیره بیا چی مونږ په هماغه لومړیو ورځو كی وویل چی كه چیرته ملگری ملتونه په كلكه او بشپړه توگه هیڅ یو هیواد ته اجازه ورنكړی چی طالبانو ته وسله او پیښی ولیږی او په مقابل كی یی د ټولو علاقمندو هیوادونو څخه وغواړی چی په افغانستان كی د بنسټپالی ضد او
دموكراسی غوښتونكو ځواكونو څخه پلوی وكړی، نو طالبان او القاعده به ونشی كولی د ډیری مودی لپاره پاتی شی.
د امریكا په بمباریو كی د بیگناه خلكو مړه كیدلو د ټولونه مخكی د امریكا د سوله غوښتونكو خلكو وجدان وځوراوو، چی په نتیجه كی یی د جنگ ضد مظاهرو د امریكا زیاتتره ښارونه ونیول؛ «راوا» ته د امریكا څخه په زرگونو داسی ایمیلونه چی زمونږ د خلكو سره خواخوږی او د هغه بمباریو محكومول چی بیگناه خلك په كی وژل كیدل یی په گوته كول، راورسیدل. افغانستان ته د هغو امریكایی ډلو سفر چی د سپتامبر د ۱۱ په پیښی كی یی د كور غړی او خپلوان له لاسه وركړی وو. د امریكاییانو د انساندوستی او سولی عوښتنی بیشانه مثال دی چی هیڅ كله به زمونږ د خلكو له یاده لاړ نشی. د زرگونو په ویر كی ناستو امریكاییانو اوښكی، د افغانستان د غم ځپلو خلكو د اوښكو سره یو ځای د دواړو هیـوادونـو د خلـكو په تـر منـځ د محبـت او ریښتنــی دوستــی روڼ او تـل بهانده سیند جوړوونكی دی.
۲ـ «راوا» او د تروریزم ضد جگړه
مونږ په دی باور یو چی د یوی بنسټپالی ډلی په ملاتړ نشی كیدای د بلی بنسټپالی ډلی په ضد وجنگیرو. امریكا د «شمال ائتلاف» په كارولو او د ځینو ځانگرو جگړه مارو په تطمیع او تجهیز كولو سره، په واقعیت كی زمونږ د خلكو د ډیرو ناولو دښمنانو غاښونه تیره كوی او دا هماغه بی رحمانه سیاست دی چی له بده مرغه امریكا یی د ۲۰ كالو نه را په دی خوا پرمخ بیایی.
همداشان مونږ په دی باور یو چی طالبان او القاعده یواځی په نظامی عملیاتو له منځه نشی تللای. طالبان او القاعده نه یواځی نظامی او مالی جبهه، بلكه فكری جبهه هم دی. تر څو چی طالبی او اسامهای فكر وجود ولری، هر وخت امكان لری په افغانستان او یا نورو هیوادونو كی د هغوی د بربریت نندارهچیان واوسو. اوس چی ددی جنایتكارانو اصلی ځاله په افغانستان كی ده، باید په دی هیواد كی د بنسټپالی ضد او دموكراسی غوښتونكی جبهه د طالبانو او القاعده او د هغوی د ورونو جبهیپه ضد خپلی نه ستړی كیدونكی او كلكی مبارزی نه تر آخره لاس وانخلی. یواځی او یواځی په افغانستان كی د دموكراسی په راوستلو او د هغی څخه د نړیوالو په ټـینگ او غوح ملاتړ او زیاتیدونكی مرستی سره كیدای شی چی د بنسټپالی طاعون د پرمختگ او خوریدلو مخنیوی وشی.
۳ـ د طالبانو د پرځیدو نه وروسته حالات
د طالبی رژیم او القاعده د راپرځیدو وروسته د بن غونډه جوړه شوه چی لنډ محاله دولت او هغه څه چی باید شپږو میاشتو كی اجرا كړی، و تاكی. د پخوانی پاچا د پلویانو نه پرته د گډون كوونكو دری پر څلورمه برخه د «شمال ائتلاف» معلومالحاله نمایندگانو او د گلبدین په شان تروریسته استازو جوړوله. په هم دی خاطر هم دلویدیز د بیشانه تبلیغاتو سره سره، د بن غونډی نشو كولای زمونږ د خلكو لپاره د سولی او دموكراسی زیری وی. هغه كسانو ته د مهمو وزارتخانو وركول چی زمونږ خلك لا تر اوسه هم د هغوی د وحشیانه جنایتونو د كابوس څخه ندی خلاص شوی، د كابل او نورو ولایتونو د امنیتی وضعی خرابیدل د «شمال ائتلاف» د ماهیت په اړوند زمونږ قضاوت او پیشبینی د یو زرم ځل لپاره صحیح وښودله.
د پالیز د شنه ښكاره كولو لپاره په دولت كی د یوی یا دوو ښځو (د ایران مزدور حزب پوری تړلو او یا په وروستیو ۲۳ كالو كی د هر ډوله رژیم سره جور جاری كوونكو) گډون مخكی د هر څه نه د افغانستان ښځو ته سپكاوی دی، نه د هغوی حقوقو ته پاملرنه.
د افغانستان ښځی آزادی شوی نه دی. دا واقعیت د نیویارك ټایمز د ۲۰۰۱ كال د نوامبر په ۱۹ نیټه ورځپاڼی د یوی كونډی په هكله چی اته ماشومان یی درلودل، په ډیره ښه توگه څرگند كړی دی چی وییلیكل: «اوس بالاخره هغه آزاده ده چی سوالگری وكړی.»!
«راوا» په خپل وار تل په دی ټینگار كړی دی چی پرته د افغانستان د خلكو نه بل هیڅ ځواك نشی كولای او نه غواړی چی زمونږ سره مرسته وكړی او په تاریخ كی هم داسی یو بهرنی هیواد یا هیوادونه نه دی لیدل شوی یو ملت ته آزادی وروبخښی چی په خپله د بنسټپالو په لاس د هغوی د توربختی او په ځنځیر كی ساتلو د عواملو څخه وی.
له همدی امله وو چی «راوا» د طالبانو، القاعده او نورو بنسټپالو ضد پاحیدلو لپاره په خلكو باندی غږ وكړ چی له یوی خوا په دغه پاڅون سره د امریكا بمباری او په نتیجه كی یی د بیگناه خلكو وژلو ته هیڅ لاره نه پریښوده او له بلی خوا خونړیو مذهبیانو نشو كولای په قدرت كی برخه واخلی.
اوس ښاغلی كرزی چی نه كوم تشكیلات لری او نه كوم وسلهوال ځواك، د «شمال ائتلاف» د تبهكارانو په لاس كی د خپلو څو تنو هم خیالانو سره یو ځای برمته دی. كه څه هم په خپله بنستپال ندی، خو د «امیر» برهانالدین خان او په تیرو وختونو كی د هغه باند سره د جوړجاړی له كبله كیدای شی داسی خیال وكړی چی گنی ددی تبهكارانو زغمل او د ربانی په شان داړهمارانو درناوی كول به په اوسنیو حالاتو كی د خلاصون لاره وی.
ولی مگر هغه نه پوهیږی چی دی تبهكارانو د طالبانو او القاعده په پرتله په خلكو باندی لا ډیر نابخښونكی بیناموسانه جنایتونه او خیانتونه كړی دی او له هغه ځایه چی په څو كلونو كی یی د «دپلوماتیكو مصئونیتونو» تر شا د امارت او وزارت او سفارت او هیروئینو تجارت او په افسانهای توگه د پیښو راټولولو او لوټولو مزه څكلی ده، په دولت كی د بنسټیزو او مهمو مقاماتو په درلودلو باندی بسنه نكوی او د هغه وخت لپاره ورځی شمیری چه ټول واك په خپل لاس كی ونیسی؟ د احمدشاه مسعود د تقدیس لپاره د هغوی كانگی راوړونكی هلی ځلی او د هغه د عكسونو لاندی په ډیری گرمی سره سینه ډبول، ټول راتلونكی توطئو ته د چمتو كیدلو لپاره دی. هغوی د طالبانو څخه زیاتتره د عبداله عزام او اسامه په شان كسانو د غلامی حلقه په غوږونو كی اچولی او ددوی ټوك خوړونكی وو. خپل ظاهری حالت ته د دوی بیزو دوله پاملرنه او په آخری موډل اروپایی كالیو ځان سینگارولو باندی ټینگار، كیدای شی د هغوی اصلی څیره په لویدیح كی د یو شمیر بیخبره خلكو د سترگو نه پټه كړی، خو د هغوی په لستوڼو كی د وینو څاڅكی به هیڅكله زمونږ د خلكو څخه پټ نشی كړای.
په پكتیا او ننگرهار كی د جهادی بنسټپالو یو بل سره نښتی، په هزارهجات كی د كریمخلیلی غړبړی، په شمال كی د دوستم او دهغه د كركجن باند بدمعاشیانی، په لویدیځ كی د اسماعیلخان نوی ځان پلورنی او په بدخشان كی د ربانی او د هغه د وژونكو هم لاسو توطئی جوړول او داسی نور او نور ټول د نوموړو جنایتكارانو د شرارت او شخړو نه ډكو كارنامو خبر وركوی چی په افغانستان كی د سولی او دموكراسی په راتگ سره، خپل د دین خرڅونی او رذالت او شناعت دوكانونه تړلی گوری او په همدی خاطر پدی لټون كی دی چی یو ځلی بیا د كابل د وینو په حمام كی ولامبی او خپله واكمنی په خلكو وچلوی.
د ډاكټرعبدالرحمن له منځه وړل، پخوانی پاچا، كرزی او د هغی دوستانو ته د لومړنیو د خطر نه ډكو اشارو وركولو څخه گڼل كیږی او زمونږ خلكو د سپكو او شرموونكو دښمنانو د هغو نقشو یوه ډیره كوچنی بیلگه ده چی د خپلی واكمنی د لا اوږدولو لپاره یی په سر كی لری. ډاكټرعبدالرحمن ته یی ډیر وخت ورنكړ ځكه پوهیدل چی د هغی په واسطه د احمدشاهمسعود، ډاكترعبداله، جنرال فهیم او د جمعیت اسلامی نورو سركردگانو رازونو بربنډول به دهغوی آخرنی ماسك هم څیری كړی.
ښاغلی كرزی، زمونږ خلك شاید تاسی دوهم شاهشجاع او دوهم ببرك و نه بولی ځكه چی د گلبدین، سیاف، خلیلی او د هغوی د هملاسو په څیر انسان وژونكو كسانو پر ځای په دی ځانگړی بحرانی حالاتو كی رامنځ ته كړی شوی وی. خو د جهادی غلیمانو سره ستاسی دغه ټول جوړجاړی كول او د هغوی سره همآوازه كیدلو ادامه به هیحكله و نهبخسی، هغه جوړجاړی چی تاسی به هم هیڅ ځای ته و نهرسوی. ستاسی او د بل هر یو كس چی په افغانستان كی به واك تر لاسه كړی، د صداقت، لیاقت او ارزست د پیمانی بنسټیز معیار د بنسټپالو او د هغوی بهرنی بادارانو سره ستاسی د چلند څرنگوالی او د دموكراسی اصولو ته وفاداری ده. ځینی كسان په افغانستان كی د «ملی جوړجاړی » د ضرورت خبری كوی او په آلمان او نورو هیوادونو كی د نازیانو د بخښنی مثالونه راوړی.
كه چیری دا ډول خبری د افغانی بنسټپالو د بنسټ او تاریخ څخه د بـی خبـری لـه كبـله نـه وی، نـو د افغـانـانـو څخه د خپـلو كورنیـو د غـرو د جنـازو پـه سر د خوسـی څرگندونی نه پرته بله كومه معنی نلری.
څنگـه ممكنه ده د هغو كسانو سره پخلاینه وشی چی د ۷۱ نه تر ۷۵ كاله پوری په خلكو باندی د ټولو بیرحمیو، بیناموسیو،او خیانت عاملان وو؛ چی نه یواځی د خپلو كړو وړو څخه د پښیمانی او شرم احساس نه كوی، بلكه په ډیر كبر او آرام زړه د وزارت او سفارت په چوكیو باندی ډډه وهی؟
لومړی خو شاید هیڅ یو داسی نازی رهبر پاتی نه وی چی په اعدام او ابدی حبس باندی نه وی محكوم شوی.او دویمه او د ټولو نه مهمه دا چی كه دویمه درجه نازیان مړه شوی نه وی یا په زندانونو كی خوسا شوی او محكمی ته نوی راښكل شوی، نو لااقل نه په آلمان او نه په بل هیڅ یو هیواد كی د ملت راتلونكی او سرنوشت هغوی ته ونه سپارل شو او د حكومت په رأس كی ورته ځای ورنكړی شو. غواړو نړی وپوهیری چی د افغانی بنسټپالو جنایتونه، نه نازیانو او فاشیستانو او نه د ځمكی پر مخ بلی هیڅ انسانی ضد ډلی او رژیم ندی كړی. آن د دوی ورونه په الجزایر كی چی د نوی پیدا شوی ماشومانو د ستونی پری كولو څخه خوند اخلی، په خپلو میندو، خویندو او ورونو تیری نكوی په داسی حال كی چی د «شمال ائتلاف» د جنایتكارانو دود معمولاً لومړی په قربانیانو باندی تیری كول او وروسته د هغوی مال او ځان اخیستل دی.
دی جلادانو سره چی په تیره بیا چی د واكداری په چوكی هم كښینول شوی وی، پخلاینه نشی كیدای. تر څو چی دوی د محاكمی میز ته نوی راښكل شوی، په هاگ كی د نورو كسانو محاكمه، جنگی جنایتكارانو او د بشریت خلاف د جنایت د مرتكبینو په توگه نیمگړی، مسخره او د غرض نه ډك حركت ښكاری. صربی او غیر صربی جنایتكاران د هغوی افغانی جهادی انډیوالانو په پرتله، بیگناه ماشومان ښكاری.
كه د طالبانو او القاعدی په خلاف لښكر ایستل بر حقه دی، د «شمال ائتلاف» باندونو جنایتونو ته گوته نیول لا ډیر ضروری او پر ځای دی.
ځینی كسان هم پوښتنه كوی چی ولی «راوا» یو واكمن ځواك هم نه منی؟ ډیر ساده، ځكه چی تراوسه پوری مو هیڅ یو دموكراتیك او د ښځو په برحقه حقوقو باندی باور لرونكی ځواك ندی لیدلی او د داسی یو ځواك رامنح ته كیدلو لپاره ضروری ده چی خاین كسان او ډلی بربنډی شی.
مونږ د هغو شیطانانو سره چی د لسو كلونو جنایت او خیانت داغونه پر تندی لری او ډاكټر عبدالرحمن غوندی كسان په ډیره بزدلانه توگه وژنی، هیڅكله تفاهم نشو درلودلی.
۴ـ د سولی تأمینول
په داسی حال كی چی د څو زرو بهرنیو عسكرو د شتوالی سره سره آن په كابل كی د امنیت نشتوالی دومره زیات وی، په ټول هیواد كی د امنیت د تامین، د لویی جرگی د چارو مخ ته بیولو او په تیره بیا د انتخاباتو لپاره پرته د ملگرو ملتونو د یو موثر سوله ساتونكی ځواك د ځای پر ځای كیدلو بله لاره نشته. سره له دی چی د ملگرو ملتونو په كار باندی نیوكی اوریدل كیږی، مونږ د دغه ځواك شتهوالی په افغانستان كی د جهادی قصابانو د بیا برلاسه كیدو په پرتله، گټور گڼو. خو دا ځواكونه باید د هغو دولتونو څخه نه وی چی په مستقیم یا غیر مستقیمه توگهیی د بنسټپالو سره مرسته كړی لكه تركیه چی د دوستم خوا یی نیولی وه.
۵ـ گاونډی هیوادونه
د ایران رژیم وروسته له دی چی په كلونو كلونو یی گلبدین په غیږ كی ونیو او د «قبرس پروسه» یی ورته جوړه كړه، اوس ظاهراً هغه ته طلاق وركوی. خو دا پرته د یوی توطئی نه بل څه ندی. د ایران خونړی رژیم یواځی غواړی چی په اصطلاح د گلبدین د عاق كولو د تبلیغاتو د دوړی لاندی د افغانستان د یووالی د منځه وړلو په خاطر خپل خطرناك او مزورانه فعالیتونه چی د خپلو كړی په غوږ مریانو، اسماعیلخان او كریمخلیلی د باندونو له لاری یی تر سره كول غواړی، پټ كړی.
د ایران ولایت فقیه رژیم د خپلو طالبی ورونو د ړنگیدو له امله په ریږدیدو راغلی او د افغانستان د اوبو د تل لپاره خړو ساتلو پخاطر یی آن د طالبانو او القاعده غړو ته هم له پناه وركولو څخه ډډه نده كړی.
كه زمونږ بدمرغه هیواد په لویدیځ كی د ایران غوندی وینی څښونكی گاونډی لری په ختیځ او جنوب كی پاكستان سره گډه پوله لری چی د ۲۳ كالو په بهیركی یی بنسټپالو ډلی، استخباراتی دستگاوو او د هغوی ځینی ځانگړو رهبرانو د جنایتكاره بنستپالانو او طالبانو په پالنی او غټولو كی ونډه درلودلی ده. كه څه هم د پاكستان اوسنی دولت ددی هیواد د تروریستو گوندونو د مهار كولو لپاره ځینی اقدامات كړی دی مگر څرنگه چی «راوا» په یوی اعلامیی كی یادونه كړی ده دا چال چلند زمونږ د خلكو د اعتماد جلبولو لپاره بسندویه ندی مگر دا چی ۱) د گلبدین د باند او د هغه په شان د نورو كسانو په سلگونو د سړی وژنی، سری تستونی، لوټونی او شكنجی وركولو او د نورو جنایتونو دوسیی رامنځ ته شی او ددی تروریستو باندونو سركردگان چی تراوسه پوری په پاكستان كی اوسیږی، د قربانی شوو كورنیو د عریضو په اساس محاكمه او مجازات شی. او ۲) د «جمعیت خدامالفرقان» رهبران او هغی پوری تړلی نور كسان د ملاعبدالحكیممجاهد په گډون چی پرته لههمهغیطالبیدلیچی په نوی كتی سینگار شوی بل څه ندی، ونیول شی، محاكمه او مجازات شی.
د تاجیكستان او ازبكستان حكومتونه هم یواځی او یواځی د «شمال ائتلاف» تروریستانو ته د كلونو كلونو مرستو وركولو پوری اړو اسنادو په افشا كولو او د هغوی سره په راتلونكی كی هیڅ ډوله مرستی نه كولو په وعدی وركولو سره كولای شی چی د خلكو اعتماد جلب كړی.
۶ـ د افغانستان بیا ودانول
داسی یو هیواد ته چی بنستپاله مافیا پوره واكمنی پكښی لری، د بلیونونو ډالرو لیږل غیر له دی چی د دوی جیبونه ډك او د هیواد په دننه او بهركی د هغوی تروریستی فعالیتونه آسانه كړی، د افغانستان ملت ته به بله هیڅ باارزښته گټه ونلری. په داسی یو هیواد كی چی لا تراوسه پوری په هغه كی د قانون او حتی دموكراتیك ډوله دولت نښی نښانی هم نهلیدل كیږی، ډیر اقتصادی او اجتماعی مسایل باید په عمده توگه د سیاسی مسایلو په شان په نظر كی ونیول شی. د خلكو په گټه د افغانستان د اقتصادی او اجتماعی مسایلو حلول لومړی تر هرڅه داسی یو دولت پوری اره لری چی په دموكراتیكو اصولو ولاړ وی.
مونږ افغانستان سره د مرستی كولو ټولو مینهوالو هیوادونو څخه غواړو چی دغه پورتنی ټكی ته په غور سره پاملرنه وكړی.
۷ـ لویه جرگه
«راوا» په ننی نړی كی لویه جرگه یو دموكراتیك او د منلو وړ نهاد نه گڼی. خو په عین حال كی په دی باور ده چی په اوسنیو حالاتو كی چی د بنسټپالو سرنیزی سیوری لا د هیواد څخه ندی لیری شوی، كولای شی چی مثبت رول هم ولوبوی خو پداسی حال كی چی د جرگی د جوړولو ۲۱ كسیزه كمسیون هیڅ یو غړی هم د جهادی جنایتكارانو پر ضد د مبارزی سابقه نلری او حتی ځینو یی د طالبانو په وړاندی جور جاری او چپتیا غوره كړی وه، نو بیا د راتلونكی لویی جرگی كفایت او ماهیت د سوال لاندی راځی. د حیرانتیا خبره خو دا ده چی د كمسیون د غړو څخه یوه ښځه پرته له دی چی د پرچم گوند سره اړیكی لری، كابل ته د ربانی د باند ننوتلو سره سم، دنړیوالو خپرونو په زور جوړه او خلكو ته وروپیژندل شوه! هغه د چا څخه نمایندگی كوی؟
داسی ښكاری چی د لخدربراهیمی وطنی مشاوران له بده مرغه بریالی شوی چی د كمسیون د غړو په تاكلو كی هغه زمونږ د خلكو د هیلو ضد لوری ته واړوی خو هغه باید پوه شی چی كه چیری د لویی جرگی څخه هم د موقت دولت په شان د بنسټپالی بوی اوچت وی، یواځی ملگری ملتونه به په هیواد كی ددغی نوی فاجعی مسئول وگڼل شی او هیڅ څوك به د هغی وطنی مشاورانو ته ارزښت ورنكړی. په هر نهاد كی د كسانو ټاكلو لپاره یواځی ملیت او مذهب په پام كی نیول بس ندی. بنسټیره خبره دا ده چی دول ډول ملیتونو او مذهبونو پوری تړلی كسان څومره د بنسټپالی د مكروب څخه پاك دی. غیر له دی كاملاً امكان لری چی په افغانستان كی میشته قومونو او مذهبونو پوری اړوند هغه كسان چی ټول یا زیاتتره یی د بنسټپالی په مكروب ككړ دی، لویی جرگی ته لار پیدا كړی چی نتیجهیی بی له ویلو څرگنده ده.
لكه څرنگه چی په موقت دولت كی یوی ښځی پرځای ویلی (خو د قوم پرسته او جنایتكاره بنسټپالی گوند په رهبری كی د غړیتوب درلودلو څخه ددغی ښځی انكار كول، دروغ دی)، چی هغه د خلكو څخه نمایندگی نه كوی، دا حتمی نده چی د خلكو منتخب نماینده نه اوسی او یا د هغوی څخه د جغرافیایی لحاظه په كلونو كلونو لیری. اساسی خبره داده چی سوچ د بنسټپالی د مكروب او گند څخه پاك وی تر څو د طالبی او جهادی د وینو او خیانت نه ډك بهیر سره په مبارزه كی په هیوادپاله، دموكراتیكه او پر مخ تللی فكری جبهی كی ودریږی. كه لویه جرگه د دغسی جبهی ښكارندوی نه وی، نو بیابه د بنسټپالو او نورو ټولو ضد دموكراتیكو سوچونو او فكرونو په گټه، فیصلی كولو په خاطر یوه وسیله وی او بس.
٨ـ اساسی قانون
د ۱۳۴۳ (۱۹۶۴) كال اساسی قانون د لاندنی بدلونونو په راوستلو سره د یو موتی بنسټپالو پرته كولای شی د افغانستان اكثریتو خلكو ته د منلو وړ وی:
ـ رسمی دین او مذهب ته د اشاری نه ډډه كول. په نړی كی د ډیرو مسلمانو هیوادونو اساسی قانون هم داسی اشاری نلری.
ولی باید د افغانستان اساسی قانون د دغه دموكراتیك خصلت څخه بی برخی وی؟ ولی باید د یو حانگړی دین او مذهب په رسمیت پیژندلو سره، نورو دینونو او مذهبونو باندی عقیده لرونكی هیوادوال له نظره وغورځول شی؟
ددی د پاره چی اساسی قانون پخپله د بنسټپالو باندونو او فرقهای دښمنیو د پیدا كیدلو په لار كی یو خنډ شی، باید په هغی كی روښانه شی چی د دین او مذهب څخه د سیاسی مقاصدو لپاره كار اخیستل بنددی او سرغړوونكی بهیی د قانونی څارنی لاندی ونیول شی.
ـ مونږ په وار وار ویلی دی چی د دین په نوم د بنسټپالی طاعون او یا بلی هری بلا او آفت څخه زمونږ د خلكو د خلاصون یواځنی لاره څه نن او څه سبا د سیاست او دولت څخه د دین بیلتون دی.
ددی ټكی څرگندونه د مسلمانو هیوادونو په اساسی قانون كی كومه عجیبه او اسلامی ضد خبره نده او هیڅ دلیل نلری چی د افغانستان اساسی قانون د دموكراسی دغه اساسی ركن نه خالی وی.
هغه څوك چی سكیولاریزم د «دین ضد» او هغی ته ورته یوه غوښتنه گڼی، كه له جهالت څخه نه وی نو په پوهیدلی یا ناپوهیدلی توگه بنسټپالو ته خدمت كوی.
ـ په پارلمان كی د ښځو استازو ته د ثابتی برخی ټاكل.
ـ د هر نوم او پلمی لاندی د شكنجی او اعدام له منځه وړل.
پدی برخه كی به «راوا» خپل وړاندیزونه په پراخه توگه په مناسب وخت كی اعلام كړی.
۹ـ راتلونكی دولت
«راوا» د لنډ مهاله حكومت د تركیب په نظر كی نیولو سره، هغه په افغانستان كی د دموكراسی راوستلو لپاره صالح او قادر نه گڼی. كه څه هم ښاعلی كرزی او د هغه د گوتو په شمیر همفكرانو د دموكراسی سره خپل تعهداعلان كړی، خو لاسونه او پښی یی د هغوی په څنگ كی ناستو دموكراسی ضد قسم خوړلو دښمنانو له خوا تړل شوی دی.
مونږ غواړو چی راتلونكی دولت باید په لاندنیو ټكو ولاړ وی:
ـ د دموكراسی اصولو او موازینو او سكیولاریزم ته چی د دموكراسی اساسی ستنه ده، پرته د اوتو بوتو وفاداری درلودل.
ـ د ښځو او د هغوی د جامو اغوستولو څرنگوالی په اړوند د هر ډول حكم او فتوا او داسی څیزونو منع كول. مگر د ښځو ضد یولس كاله وحشیانه او رذیلانه جنگیدل بس ندی؟
ـ د پرچم او خلق، جهادی او طالبی خاد او نورو جاسوسی دستگاوو، شكنجی او ځورولو، په بشپړه توگه له منځه وړل او د هغوی د بیننگی نه ډكو كارونو د تاریخ لپاره موزیم جوړول.
ـ د هغو كسانو دكړو وړو پلټنه چی د ۲۳ كالو په بهیر كی یی ملی خیانتونه، جنگی جنایتونه، د بشر حقوقو څخه څرگنده سرغړونه كړی او ملی شتمنی یی غلا كړی دی.
ـ د ټولو هغه مدرسو او نورو ځالو بند او غیر قانونی اعلانول چی په كی جهادیان او طالبان وروزل شی.
ـ د سل گونو ملیونو ډالرو په برخه كی چی جهادی او طالبی لوټمارانو ددی وطن د ملی شتمنی او د عامو خلكو او یا د نړیوالو مرستندویه كمیټو څخه غلا كړی دی، تحقیق او د هغوی بیا لاس ته راوړلو لپاره هڅی كول. د هغی له جملی څخه هغه لس ملیون ډالره چی نوازشریف صبغتالهمجددی ته وركړی وو، كه څه هم د جهادی رهبرانو په واسطه د سلگونو ملیونو ډالرو وهلو په پرتله دا یو كوچنی رقم دی، خو له نیكه مرغه ټول د هغی څخه خبر دی او نه كیږی چی سترگی پری پټی كړی.
ـ د جهادی او طالبی گوندونو لوړ رتبه كسانو ته په لوړو مقامونو كی ځای نه وركول په خاصه توگه هغه روشنفكران چی په داخل یا خارج كی یی خپل استعداد، قلم او حنجره په ډیری بیشرمی سره دغو غلیمانو باندی پلورلی دی. او افغانستان ته د امریكا، كانادا او اروپا څخه د طالبانو او «شمال ائتلاف» د دغه ایدئولوگانو بیرته راغوښتنه، تر څو چی جهادی او طالبی جنایتكارانو ته د دومره خاینانه مریتوب په خاطر محاكمه شی.
پریږده چی دښمنان او بد نیتان هر تور چی غواړی، په «راوا» ووهی، پریږده چی د جهادی او طالبی باندونو په اصطلاح روشنفكره نوكران د «راوا» ضد د سپكو او بیځایه خبرو كولو څخه ستړی نشی؛ پریږده داسی كسان پیدا شی چی په احمقانه توگه مدعی شی چی د افغانستان ښځی له دینی او سنتی نظر نه، د مینځنی پیړی طالبی او جهادی استبداد منلی شی او د آزادی او دموكراسی درلودلو لیاقت او ارزښت نلری. «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» چی زیاتتره د دوو لسیزو د مشكلاتو او مرگ څخه د ډاریدلو پرته یی د دموكراسی او د ښځو خلاصون او واكمنی لپاره مبارزه كړی، یو ځلی بیا پرته له دی چی د ښځو ضد او ارتجاعی هجویاتو ته پام وكړی، په رنځیدلو ښځو باندی په تكیه كولو او زمونږ د هیواد د ټولو دموكراسی پلوه ځواكونو سره په یو موټی كیدلو سره د یوی شپی لپاره آرام ندی ناست، د خپلو غوښتنو څخه یو گام هم وروسته ندی تللی او دمینا د وینو څخه په الهام اخیستلو د پخوا څخه لا په ډیره ټینگه هیله به د یو آزاد، دموكراتیك او آباد افغانستان لپاره د هیواد د ښځو د لښكر په لومړیو كرښو كی وجنگیږی او د نړی د آزادی غوښتونكو ښځو د ستر لښكر د یوی برخی په توگه به خپل نقش او برخه ادا كړی.
پراخه دی وی د جنگ او بنسټپالی ضد او د آزادی او دموكراسی لپاره د افغانستان د ښځو د مبارزی پلوی!
ژوندی دی وی د «راوا» یووالی د ټولی نړی د آزادی غوښتونكو ښځو او سازمانونو سره!
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا)
۱۷ كب ۱۳٨۰ (د ۲۰۰۲ كال د مارچ ٨)