د ۱۹۹۶ كال د می په شپږمه (د ۱۳۷۵ كال د غوایی ۱۷) د پاكستان عوامی نیشنلپارټی (ANP) لخوادپیښور پهنشترهالكی د پښتو پیاوړی شاعرخان عبدالغنی خان په یاد یو سمینار جوړ شوی وو.
عبدالغنی خانغنی د پاچاخان (خان عبدالغفارخان) مشر زوی او د خان عبدالولیخان مشر ورور د پښتو ژبی تكړه شاعر، انځورگر، ادیب، مجسمهجوړونكی او سیاستپوه وو.
دی سمینار كی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) ته د بیگم نسیمولی لخوا د گډون بلنه وركړ شوی وه.
سمینار د نژدی یو زرو كسانو په گډون د سهار ۳۰:۹ بجی پیل او د ماښام نژدی یولس بجی پای ته ورسید چی گن شمیر شاعرانو، ادیبانو، ژورنالیستانو او د ANP چارواكو او كاركوونكو پكښی برخه اخیستلی وه.
ادامهی: د عبدالغنیخان په درناوی جوړشوی سمینار كی د «راوا» گـډون
سيدگل ـ قندهار

«د ټپوس د ځالی نه د باز بچی نه الوځی»
د بنسټپالو او په سر كی د گلبدين د فاشيستی بانډ جنايتونو او بیناموسيو اور لا په هيواد كی نهوو مړ شوی چی د هغوی آخوروال وروڼه د طالبانو تر نامه لاندی زمونږ په كړيدلو خلكو نازل شول.
طالبان هم ډير ژر په هغی لاری وخوځيدل چی د دوی اخوانی «قيادی وروڼه» تللی دی. دوی هم خپلی اساسی دندی هغه وټاكلی چی «جمهور رييس» او «صدراعظم صاحب» په كی ستړی شوی دی.
ادامهی: څوك بايد «شرعی» محاكمه شی او د چا بايد لاس او پښی غوڅ كړای شی؟
دا لاندی مطلب زمونږ ورور محمد ابراهيم له پيښور څخه را استولی. چی د ډير اوږودوالی له كبله مو په پوره توگه نشر نشو كړای، ځكه د ښاغلی ليكونكی څخه له بځښنی غوستنی سره سره د څو ځانگړو برخو په راوړلو بسنه كوو.
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعيت» خويندو ته درناوی،
گرانو خويندو زه غواړم د خپل انسانی او افغانی وجدان له مخی هغو كسانو ته چی د مسلمان ډوله بنسټپالو په پلوی يی د غوايی اتمی نيټی مظاهری ته د پيښور په «وحدت» ورځپانی كی سپوری ستغی ويلی يو څو خبری وكړم كه ستاسو د نشراتی سياست مخالف نه وی هيله ده چی زما آواز به د دوی تر غوږ ورسوی.
١
مولوی عبدالعزيز عزيزی د هغو كسانو له ډلی څخه دی چی مظاهرهكوونكی ښځی يی د خاد ايجنټانی او د روس او هند جاسوسانی بللی او داسی نور تورونه يی هم لگولی او په پای كی بيا د اسلامی حكومت د جوړولو لپاره ځانته د وړانديز حق وركوی چی: «شرعی امير حكمتيار صاحب، شرعی قانون جوړوونكی مولوی صاحب محمدعمراو د اسلامی پوځ جوړوونكی احمدشاه مسعود او نور ليډران وټاكل شی.» خو دا هغه ځای دی چی «مولوی صاحب» لكه «اوښ په خپلو ميتيازوكی ښوييږی.»
ادامهی: «چی مشر يی وی سپی، د كشر څه كمی»
اقبال - اسلام آباد
د اسلام آباد په ترنول نومی سيمه، بینظير چوك كی گلبدينی تروريستانو د ډاكتر صادق اله هوشمن شگيوال په وينو خپلی ناولی داړی ورنگولی.
د عينی شاهدانو له وينا سره سم د روان كال د وری په اتلسمه نيټه مازيگر په شپږنيمو بجو څلور وسلهوال كسان چه په يوه كرولا موټر كی سپاره وو د ډاكتر هوشمن شگيوال كتنځی ته د اسلام آباد په ترنول نومی سيمه، بینظير چوك كی ورننوځی او په ډاكتر شگيوال او پنځلس كلن وراره (سهيم) باندی د سرو سرپو باران جوړوی.
دغه كرغيړن جنايت چی د نوموړی سيمی د سيمهايزو او مهاجرينو كركه يی د اخوانی سړی وژونكو پر ضد راپارولی ده يو ځل بيا يادونه كوی چی يواځی او يواځی د هيوادپالو او دموكراتيكو ډلو او عناصرو يو موټی كيدل د دغو جنايتونو د پای ته رسولو ضامن گڼل كيدای شی اوبس.
دفرانسی خبری آژانس له مخی، هندو بنسټپالو یوی ډلی، هندوستان كی د هندو برلاسی د اعلام او تثبیتولو لپاره سراسری مبارزه پیل كړی ده. دغه پیښه به په داسی یو هیواد كی چی تر ۹۰۰ میلیونه زیات نفوس او دولت څخه د دین د بیلتون ادعا او په لسگونو میلیونه مذهبی لږكی لری، ناوړه عواقب ولری. د هند دولت چی تر اوسه هم مسلمانانو باندی دهندو بنسټپالو دخونړی تاوتریخوالی په مخنیوی ندی توانیدلی، هیواد كی دننه او له هیواد څخه بهر محكوم شوی او تر ټولو زیاتیی د سكیولاریزم او مذهبی خپلواكی ادعاگانو ته زیان رسیدلی دی.
د ( VHP ) ویاند او د دی كمپاین یوه سازمانوونكی وویل چی: «دا د پیړی تر ټولو لوی كمپاین دی». هغه زیاته كړه: «باید اسلام او مسیحیت ته د هندوانو د پیوستون مخه ونیول شی او كه داسی ونشی د روانی پیړی تر پایه به هندوان په لږكی بدل شی. مونږ به تر هغه وخته په كرار نشو، څو چی د هندوایزم په تفوق باندی رښتینی باوری كسان د دهلی واكمنی ته نهوی رسیدلی.»
د هندو فاشیستو بنسټپالو هلیځلی تر ټولو دمخه مسلمانانو ته متوجه دی.
«اسلامی وسلهواله ډله» GIA چی غواړی د خپلو پراخو تروریستی عملیاتو له مخی د«اسلامی نجات جبهه» الجزایر كی واكمنی ته ورسوی، د خپلو تروریستی فعالیتونو لمن یی د هیواد له پولو څخه اړولی ده. تیر كال د (١۹۹۴) په ورستیو كی څلور تنو تروریستانو چی د «ایر فرانس» مسافروړونكی الوتكه یی د الجزیری په هوایی ډگر كی یرغمل ونیوله او دری تنه یرغملیان یی ځنی ووژل بیایی الوتكه د فرانسی جنوب د «مارسی» په بندر كی كښینوله ترښو دغی وحشتناكی ډرامی ته په فرانسه كی دننه دوام وركړی. خو قضیه د«فرانسی تروریستی ضدامنیتی گروپ» په لاس وهنی سره د دغو څلورو تنو تروریستـانو په وژلو پای ته ورسیده او یرغملیان خوشی كړی شول. له دی پیښی نه لا دوه اونی تیری شوی نه وی چی بیایی یو ایتالیایی او دری فرانسوی كشیشان او دری الجزایری ورځپاڼی لیكونكی ووژل.
ادامهی: ۱۵ ورځی الجزایر د «اسلامی وسلهوالی ډلی» په بند كی
امیل دركایم ( Emile Durkheim ) د فرانسی معاصر ټولنپیژندونكی، په ټولنه كی د «ځان وژنی» تر عنوان لاندی، خپل كتاب كی په دی باور ټینگار كوی چی كیدای شی د ټولنی كیفیت، ټیټوالی او انحطاط په هغه ټولنه كی د ځان وژنی د اندازی له مخی وټاكل شی. هغه وایی چی د ځان وژنی له انگیزو څخه یوه انگیزه دا ده چی انسان، ځان د روحی او جسمی فشارونو په منگلـو كـی بنـد او ایسـار وینـی. د نـورو د مرستی او پلوی دجلبولو لپاره ځان په خطر كی اچوی. ځان سوځول چی د ځان وژنی له دردوونكو ډولونو څخه دی تر هر حه د مخه له دی انـگیزیڅخه سرچینه اخلی چی په ځان راغلی انسان د دی عمل په سرته رسولو سره د نـورو پـام او مـرسته خپل نامطلوب او له زغم څخه وتلی حال ته واړوی.
د كورنیو مطبوعاتو او احصائیی له مخی د ځان وژنی اندازه ایران كی په ویروونكی تو گه مخ په زیاتیدو ده او لكه د تل په شان د دغی تباهكوونكی ټولنیزی ناروغی زیات تره قربانیان د ټولنی ډیر حساس او زیانمنونكی قشرونه لكه ځوانان او ښځی دی.
د مشهـد د ډاكتـرانو او ټولنپیـژنـدونكـو څیړنی په گوته كوی چـییواځـی وروستیو ١٢ میاشتو كی د خراسان په ولایت كی ۴۰۰۰ كسانود ځانوژنی هڅی كړیدی چی ٢۸۰۰ تنه یعنی ۷۰ % ښځی وی. او نـوری ۶۰ پیښـی چـی ځان سوځول وو ۸۹ % یـی ښځـو پـوری اړهدرلـوده.
ادامهی: ځـان وژنـه اقتصادی او حقوقی ریښی لری
زمری ـ نوی دهلی
په نوی دهلی كی د افغانی سفارت لومړی سكرتر سلطان محمود دهدار دهندو ښځی له لیدو سره سم خپل پرتوگ اوغورځاوه
د «پیام زن» مجلی اداری ته درناوی،

سلطان محمود دهدار سكرتر اول سفارت افغانی در هند كه با دیدن زن هندو تنبان خود را كشید
هیله ده زما تاوده سلامونه او نیكی هیلی ومنی، زه د «پیام زن» مجلی دایمی لوستونكی یم ځكه چی هر ځل نوموړی مجله گورم د هیواد د روانو ناخوالو او بربادیو په هكله د تسلی وركولو په ځای په ډیر جرأت سره غلیمان په گوته كوی او له دی تورو تیارو څخه د وتلو لار ښیئی. ځكه می هم وغوښتل په ډهلی كی د افغانی سفارت په هكله څه درته ولیكم:
د روان عیسوی كال اگست په ١۷ او ١٨ نیټی د هند ځینی معتبرو ورځپاڼو لكه «مید دی» او «ټایمز آف انډیا» په مختورو بنسټپالو پوری اړوند یو خبر خپور كړ، چی هندوستان كی د ټولو میشته افغانانو د سرټیټی او خواشینی سبب وگرځید.
ادامهی: په هند كی د افغانی سكرتر پرتوگ ایستل په حقیقت كی دربانی اونورو ټولو بنسټپالو پرتوگ...
یوی ځوانی ښځی د ځان وژنی په نیت ډیره اندازه میخونه، پاکی، د قیچی ماتی ټوټی، ستنی او د شیشو ټوټی او سنجاقونه خوړلی وو. دغی ښځی ځکه دی کار ته لاس یووړ چی غوښتل یی، له خپل لیوره سره اجباری واده څخه ځان وژغوری.
دا ښځه د چنگاښ په دیارلسمه نیټه پیښور ښار ته څیرمه یوه ځانی روغتون ته یووړل شوه چی ډاکترانو له بریالی عملیات څخه وروسته، خوړلی شیان ددی له معدی نه راوه ایستل. هغه چی چاغه هم وه دیره ژر ښه شوه او داروکول یی په کراری سره سرته ورسیده. ډاکتر فیروز شاه چی د هغی عملیات وکړ او نورو ډاکترانو وویل چی دغه شانته پیښه د طبابت په تاریخ کی مونږ چیرته نه وه لیدلی.
ددی ښځی خاوند چی اشرف نومیده څه موده د مخه په افغانستان کی مړ شوی وو د هغه ورور په کونډی باندی زور اچولی وو او کوښښ یی کاوه چی ورسره واده وکړی. نوکرکه، ویرونه او زور ددی سبب وگرځید چی ۲۵ کلنه کونډه د خپل لیور دغه شهوانی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکولو باندی، د ځان وژنه غوره وگڼی. نو ځکه یی د دغه راز له خطر نه ډکو شیانو، په خوړلو پیل وکړ.
په سر کی ډاکتر جلیل د ناروغ د راز پټ ساتلو له وجهی، نه غوښتل چی د دغه کیس په هکله معلومات ورکړی ځکه چی مریض د کیس له مشهوره کیدلو سره موافقه نه لرله خو کله چی عملیات څخه وروسته ددی له معدی نه رایستل شوی شیان ور وښودل شول، دا مجبوره شوه چی خبره ښکاره کری.
ادامهی: یوی افغان کونډی له اجباری دوهم واده څخه د ځان ژغورلو لپاره په ځان وژنی لاس پوری کړ