دوه کاله وړاندې، د طالبانو د بېرته راتګ خپکۍ زمونږ خیانتلیدلی او اخوانچیچلی ولس راونیوه. په دغه ورځ افغانستان یو ځل بیا د امریکا او غربي امپریالیزم په وینولړلي لاسونو د خپلو جهادي نوکرانو او تکنوکراتانو له منګولو څخه را وایستل شو او د طالبي ځناورو په خوله کې ورکړل شو. بالکل هماغه خبره وشوه چې «د افغانستان ښځو انقلابي ټولنې» (راوا) څو کاله وړاندې په یوه اعلامیه کې (۲۰۱۸ د ثور ۶) لیکلي وو:
«کله چې طالبان په ګډه یا خپلواکه توګه واک ته ورسېږي، لکه څنګه چې سیاف د جهادیانو د وینوتویولو او خیانت په کلونو کې ویلي و، کافر کابل باید وسوځېږي، دوی به هم د امربالمعروف او نورو بنسټونو او خپلو حکمونو په واسطه له نارینه او ښځینه، زړو او ځوانانو غچ واخلي.»
ادامهی: خپل قهر او کرکه د مذهبی فاشیزم پر وړاندې د مبارزې په وسله بدل کړو!
د کابل پر ارګ د طالبي لیوانو بیا ټومبلو څخه یو کال تېر شو، لکه څرنګه چې وړاندوینه کیدله ښځې او نجونې ددې ځناورو لومړنۍ قربانیانې وې او د ژوند په ټولو چارو کې د غیر انساني او ځپونکو فشارونو تر لاندې راغللې. خو زمونږ د هېواد ښځو دا وښودله چې نور هیڅ ځواک نشي کولای پر دوي خپل ارتجاعي فکرونه په زوره ومني او د کور په ګوټ کې بندي کړي. د افغانستان ښځو د طالبانو پر وړنداې د مبارزې بیرغ په اوچتولو سره، د آزاۍغوښتنې او عدالتغوښتنې نوی دور په خپل نوم کړ؛ د طالبي ځناورو د واکمنۍ د پیل ورځو څخه راولاړې شوې او د ټوپک او دُرې څخه په نه ډارېدو، زړور لاریونونه یې په لاره واچول، وګواښلې او سپکې شوې خو همداسې جنګېږي.
ادامهی: رپانده دې وي د طالبي فاشیزم پر وړاندې د افغانستان د ښځو د مبارزې بیرغ!
۱۵ کال وړاندی امریکا او ملاتړو یی زمونږ بیدفاع او بیګناه خلک د «ترهګرۍ پر وړاندی جګړې» تر نوم لاندی بمبار کړل او افغانستان یی تر پوځي ولکی لاندی راوست. د امریکا پوځې لاسوهنو پرته له ګمانه زمونږ د خلکو پر مخ د درد، رنځ او بدمرغیو نوی پاڼه پرانیستله او یو وار بیا یی د طالبی ترهګرو پر ځای د جهادی ترهګرو په واکمنولو سره زمونږ هیواد یی بیاځلی د بنسټپالۍ، ښځو ضد، فساد، بیامنۍ، بیوزلۍ، بیکارۍ، د مخدره توکو تولید او قاچاق، د ملی شتمنیو لوټ، د سیمې هیوادونو لاسوهنې او په زرګونو نورو ناخوالو کی ډوب کړ.
په هماغه لومړیو کی چی طالبی ځناور د امریکایی «بی ۵۲» ګزارونو له امله له کابل څخه وتښتیدل او جهادی جنایتکونکی د سیآیای په شلګۍ سپاره ښار ته راننوتل، «راوا» وړاندوینی کړی وی چی نن له یوېنیمی لسیزی وروسته خلک د هغو ریښتنولی په ډاګه لیدلی شی. مونږ په ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۱۳مه نیټه ملګرو ملتونه ته په یو غوښتنلیک کی ویلی وو: «له کابل څخه د طالبی ترهګرو په شا تګ یو مثبت بدلون دی خو ښار ته د شمالی ټلوالې لوټمارانو او تیریکونکو راتګ د کابل دوه میلیونه وکړو ته چی د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پوری کوم ټپونه خوړی او تر اوسه ندی درمل شوی، یو ویرونکی او لړزونکی او ناآرامه کونکی خبر دی.» له ۱۱ سپتامبر څخه یو کال وروسته «راوا» د ۲۰۰۲ کال د سپتامبر په ۱۱مه په یوې اعلامیه کی ویلی وو: «سر پخوونکی پاڅیده، سپی یی پر ځای کښیناست!، امریکا د طالبی ترهګرو پر ځای د «شمالی ټلوالی» جهادی ترهګر واکمن کړل.» د افغانستان د خلکو پر وړاندی د امریکا دغه خیانت د افغانی بنسټپالانو څخه د څلویښت کلن ملاتړ تر څنګ د بخښلو وړ ندی.
ادامهی: امریکا د افغانستان په نیولو سره، سیمه یی نوره هم د ترهګرۍ کندې ته وغورځوله!
لنډه داچی د ع او غ لاسپوڅي رژیم د کابلیانو پر ټپونو د مالګې په دوړولو، په یو کرکجن حرکت کی، له ګلبدین دغه جنایتکاره ترهګر سره تړون لاسلیک کړ ترڅو هغه یو وار بیا د خپل انډوخر او توغندیو توغولو زرګونو تنو قربانیانو وینې تر پښو لاندی کولو سره، ډګر ته راشی او د لویدیځ او امریکا روزونکو او څارګرو دسترخوان ته ورګډ شي.
وینېڅښونکي ګلبدینیان د څو میاشتو خبرو اترو وروسته په پایله کی په دی وتوانیدل چی د خپل مشر خوسا مړی په اوچته بیه امریکا او د غنی لاسپوڅي دولت ته وړاندی کړي. په داسی حال کی چی زمونږ په میلیونونو هیوادوال د بیوزلۍ او نیستۍ شپې او ورځې تیروی او د ټیټپوړو دولتی چارواکو، استاذانو او د پولیسو او اردو عسکرو تنخوا په میاشتو-میاشتو نه ورکول کیږي، د دولت هیوادپلورونکو او چوپړو چارواکو او تش په نوم د سولې شورای ددغه ملی خاین د امنیت خوندی کولو لپاره لویه بودیجه ځانګړی کړی ده. زرګونو ګلبدینیانو ته بیکچې امتیازاتو ورکولو سره لکه ښارګوټی او د اوسیدلو ځای او په دولتی څوکیو کی د هغوی ټومبل، ددغو انسان وژونکو لاس به زمونږ د خلکو په وژنه او ربړونه کی لا پراخه کړي.
ادامهی: له وینیڅښونکی ګلبدین سره تړون زمونږ د ولس په برخلیک د امریکا او دهغې د چوپړانو بله لوبه
امریکا په پایله کی پریکړه وکړه چی ګلبدین خپله کنچنۍ زیږنده، د زرګونو هیوادوالو او آزادۍغوښتونکو او انقلابی روڼآندو وژونکی چی د روسې ضد جګړه کی یی تر خپل وزر لاندی نیولی وو او د مالی او وسلو ستره ونډه یی هغه ته ورکوله، په کابل کی د ملی خاینانو دولت سره یوځای کړي او په دی توګه د غنی- عبدالله جهادی- مافیایی دولت سرجنایتکارانو ټولګه مکمله کړي.
مونږ په کراتو ویلی چی امریکا ته د افغانستان خلکو وینه او اوښکې هیڅ ارزښت نلری. بنستپالېروزونکی امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کی د خپلو کرغیړنو او نیواکګرو سیاستونو مخکی وړلو په موخه د هیواد او خلکو برخلیک د سیاف، محقق، قانونی، فهیم، خلیلی، دوستم، اسماعیل، ملاترهخیل، عبدالله، ربانی او ځنارو طالبانو په لاس کی ورکړ. سره له دی چی د کرزی او غنی فاسد او جاسوسانو ډک دولت د ګلبدین له پیژندل شوو انسانوژونکو- فاروق وردک، کریم خرم، هادی ارغندیوال، عمر داوودزی، محمد خان، جمعه خان همدرد، وحیدالله سباوون، حلیم فدایی او...- ډک وو، خو اوس د کابل قصاب له لا زیاتو امتیازیاتو سره چی د هغې ډلې امنیتی خوندیتوب، په دولت کی د لا ډیرو ځناروو سپو ګمارل، په ډیرو مسایلو کی سلا مشوره وکول او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د هغه او ترهګرو نومونه یی لری کول، د کابل ویرجن او د هغه د بانډ د قربانیانو په وینو نمناک ښار کی ګام ایږدي.
ادامهی: امریکا له خوسا شوی او بویناک ګلبدین نه یوځل بیا داړونکی سپی جوړوی!
زموږ په دردیدونکی ملت څه خوابدوونکی او ناوړې لوبې نه کیږی. دا ځل د امریکا په پلوی د ځورونکی ډرامې "د پاریس کنفرانس" ترسره کول دی، چې شمالی ټلوالې، طالبان، د ګلبدین ګوند، القاعده، ملی جبهه، د سولې عالی شورا، ملی ائتلاف، د حق او عدالت ګوند او یو شمیر نور جلادان یې راټول کړل، څو زموږ خلکو ته "سوله" راولی.
اصلی ستونزه دا نده، چې ولې دغه کسبی انسانوژنکی بانډونه د وینو ککړ لاسونو سره یوځای ناست او د سولې نارې سورې وهی؛ دا هم ستونزه نده، چې د دغو خاینینو د "جوړ جاړی" بې ځایه ادعا چې د ګډ دولت جوړیدو ته ورسیږی او د خلکو یووالی او نور آرامښت لپاره له وړاندې کوی؛ اصلی مسئله دا ده، چې د امریکایی نیواکګرو تبلیغاتی ماشین او د دوی ټول لاسپوڅی راپاریدلی او د "کارپوهانو"، "شنونکو" او پر امریکا خرڅ شوی او د لاس مهرې لکه ظریف نظر د "آزادۍ راډیو"، ډاکټر اکبر وردک، ډاکټر احمد مهجور، وحید مژده او د نورو له لارې د پاریس کنفرانس حادثه ګڼی او په داسې شور او غلمغال سره له دغې څخه خبرې کوی، ښایی چې د افغانستان خلک یوازې همدغه یو انتخاب لری او که چیرې سوله غواړی نو باید د دغو جلادانو خبرو ته غاړه کیږدی، ځکه چې هغوی د افغانستان بر لاسه "رهبران" ګڼل کیږی چې یوه ډله یې په قدرت کې برخه لری، بله ډله "ښاغلې په وسلو سمباله ډله" او بله یې"پرته له وسلو ښاغلې ډله" شمالی ټلوالې ده او د دوی په جوړ جاړی سره به په افغانستان کې سوله او سوکالی حاکمه شی.
ادامهی: د پاریس کنفرانس: نه یې بخښو، نه یې له یاده اوباسو!
«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت
د افغانستان خپلواکي او د امریکا د ګټو ساتونکي
د امریکا کلمه ویونکو او د افغانستان د خپلواکۍ دښمنه روڼ اندو په اړه مو اشاره درلوه، چې په دې لیکنه کې یې په پراخه توګه څیړلی نه شو. دلته د هغوی د دوو ټیپیکو استازو اندونو ته ځغلنده کتنه کوو، ځکه چې طالبان او ونډه وال یې د سلطانزوی او نوشین ارباب زاده د پنټاګون خوښوونکو خبرو په استناد د «آی اس آی» او «واواک» د ناولو اوبو له ډنډ څخه د هېواد پالو او آزادۍ غوښتونکو روڼ اندو پر وړاندې ناولتیا بادوي.
داوود سلطانزوی:
هغه چې معترضو نوماندانو سره یوځای د امریکا سفارت تر مخې یې سر ټکاوه، د امریکا په «آزادۍ راډیو» (د آزادۍ په څپو کې د چنګاښ ۹، کال ۱۳۹۰) کې یې شرم یوې خوا ته غورځولی او د (سي آی ای) تزونو سره په یویشتمې پېړۍ کې د نیواک مفهوم بې ځایه بولي:
ادامهی: ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (څلورمه او وروستۍ برخه)
«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت
لومړی برخه | دوهمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی
عوض نبي زاده له خادي توب څخه تر بنسټپالۍ پورې
که چیرې لطیف پدرام د ټولو پرچمي او جهادي هېواد پلورو قدي هنداره ده، خو بیا هم که د عوض نبی زاده نظریاتو ته ځغلنده پام وکړو لیدل کېږي، چې هرکله د یوه هیواد پلورې تکیه ګاه شوروي اتحاد له منځه ولاړ او د ماتې په حال کې وحدت ګوند سره یوځای کېدلو ته یې غاړه کېښودله، خپله خوله د هماغو څیزونو لپاره شلوي، چې پیل یې د ربړونکي لطیف خان پر غاړه ؤ، هغه، سلطان علی کشتمند، ډاکتر عسکر موسوی، کریم میثاق او ... د هزاره خلکو غلیمان دي، ځکه چې د ټولو قامونو سره د رښتینو ستمګرانو پښتانه او ناپښتونه چارواکو پر ضد د پیوستون په اړه د پوهاوې پرځای د واواک په امر د «بابه مزاري» او «استاد محقق» او... په نوم د پښتنو پرضد د هزاره وګړو د فکر خرابولو لپاره ژوند کوي.
ښاغلی نبي زاده هم د «فیډرالیزم» په جنډې لوبې کولو سره مینه لري. هغه په «فډرالي نظام د افغانستان اوسنۍ حل لاره» لیکنې کې امریکا د ژوند سرچینه بولي(٢١) او غواړي د نیواک او مافیایي دولت تر سیورې لاندې «فیډرالي نظام» کې مزې وکړي.
ادامهی: ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (دریمه برخه)
«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت
لومړی برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی
ملی یووالی
هرهغه څوک چې زړه یې په افغانستان کې د یوملت په بڼه دقامونو پیوستون او «ملی یووالی» ته درزېږی، که کومه بد نیتې ونلری نو ښایې د ملی یووالی د کمزوری کېدلو اصلي علت – جنایت سالاران او ونډه والو ـ ته پام واړوي او هغوې ټول د ملی خاینانو او اړغېږنې یا ځان ځاني اچوونکو او ملی یووالی د خنډ په توګه رسواکړی. ملی یووالی چې دبل هر مفهوم په پرتله لاډېر لړل شوی دی او د نادرشاه له وخته تر ګوډاګیانو او جنایت سالارانو او کرزی پورې یې هغه د خپلو خاینانه او ولس غولوونکو موخو د پټولو د پاره هر سهار او ماښام په ډېرو ولولو په ژبه اړولی او اړوی یې، هاغه وخت مطرح کېدلای شی چې ملت، خپلواک او آزادې غوښتونکی دولت ولرې او په لیکه کې یې سرخاینان او سرجنایت سالاران ونه وینی. دملی یووالی موخه پرته د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت ځینې بل څه کېدلای نشی. جنایتسالارانو دری واړو شعارونو سره خپله دښمنې ثابته کړې ده. پایله دا، هر هغه څوک چې د دغو خاینانو څخه یو هم ښه وبولی، د «ملی یووالی» په اړه د نظر ورکولو حق نلری ځکه که پخپله پوهېږی او که نه پوهېږی خامخا به د «سی آی ای»، «واواک» یا «آی اس آی» تر امر لاندې وی. هغوی د ملی وحدت غوښتونکی نه بلکه د خاینانو د یووالی غوښتونکی دی او د «ملی یووالی» په نوم غواړی زموږ ملت د جنایتکارانو تر ولکې او امر لاندې راولې.
ادامهی: ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (دوهمه برخه)
«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت
دوهمه برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی
کله چې په یوه هېواد کې دموکراسی ضد، زورواکه او د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅې ډلې واکمنې وی، هغه هېواد داسې رنځېدلی بې پناه ښځې ته ورته والی لری چې پرشاوخوا یې لنډغران راټول او ورپورې خاندی، په کاڼو یې وهی، ښکنځی یې او دبې پته کولو ګواښونه ورته کوی.
افغانستان دشوروی او اړونده ګوډاګی دولتونو تر یرغل وروسته او په تېره بیا د جهادی وینو او خیانت او طالبانو د پېر څخه تر نن پورې، داسې یوې یواځې او بې وزلې مورته ورته والی لری چې له هرلوری پرې تورونه لګول کېږی، سپکاوی او ګواښونه ورته کېږی. هغه داسې مورده چې سپېڅلی او سرتېری بچیان یې ټپی او یو تربله بېل دی خو خاین اولادونه یې دهغو لنډغرو او تېری کوونکو سره یوځای شوی چې په خپلې خور او مور تېری کوی او دخپلو بهرنیو څښتنانو د خوښی او مقام او دبدبې ته د رسېدلو لپاره دخپلې مور پلورلو ته هم چمتووالی لری.
ادامهی: ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (لومړی برخه)