پر افغانستان د امریکا تیري نولسم تلین په مناسبت د «افغانستان ښځو انقلابي جمعیت» اعلامیه

نن ورځ د «راوا» ددې ادعا سموالی له هر وخت څخه ډیر ثابت شوی چې پر افغانستان د امریکا د یرغل موخه «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» څخه د ترهګرو ډلو له منځه وړل نه وه او یوازې دا حرموني بچیان یې پلمه کړل ترڅو زمونږ پر خاوره یرغل وکړي. له دوه لسیزو وژنو وروسته، افغانستان لا د ترهګرۍ او مخدره توکو کندې ته لویدلی، اوس غواړي داړونکي طالبان له خپلو «دیني ورونو» سره پخلا او بیاځلی زمونږ پر خلکو واکمن کړي. امریکا ته دا مهمه نده چې زمونږ د بېګناه خلکو وینې دې د ترهګرو بانډونو له منګولو فواره کوي او د هغوي ژوند دې په بېساری توګه تر پښو لاندی وي، اړینه داده چې باید له دیني فاشیستانو سره جوړجاړی وشي ترڅو ټرامپ خپل ټاکنیز هدف ته ورسېږي او له بل پلوه د امریکا دولت چې زمونږ هیواد یې په ډیر لږ لګښت په خپلو منګلو کې نیولی باید خپلو پوځي او اقتصادي سیالانو ته سترګې برګې کړي. په همدې دلیل، د ۵۰۰۰ ځناورو طالب بندیانو په خوشې کولو کې هیڅ ځنډ ونکړ او چمتو ده چې هر ډول شرمناکه او خطرناکه معامله ترسره کړي په دې شرط چې راټوکیدلی حکومت باید په سیمه کې د امریکا د ګټو ساتونکی وي.
مونږ کلک باور لرو چې د امریکا تر ښکیلاک لاندې هیواد کې چې لاسپوڅې واکمنه دستګاه یې د ایران او پاکستان او عربستان او قطر په څیر مرتجع هیوادونو باړهخوړونکي وي، په هغې کې به پر پایداره سوله، دموکراسۍ او عدالت ولاړه ټولنه رامنځته نشي. طالبي ځناور او جهادي جنایتکاران د امریکا په لاس روزل شوي او د یوبل ناسکه ورونه دي چې هیڅ ډول توپیر نه لري او په آسانۍ سره د بادار تر امر لاندې یوبل سره جوړېږي. په دوحه کې فرمایشي خبرېاترې چې د عربي او امریکایي واکدارانو تر نظر لاندې پرمخ ځي د سولې پیغام راوړنکې نه بلکه زمونږ ولس او په ځانګړې توګه بدمرغو ښځو لپاره د ناخوالو تازه دور له ځانه سره لري. کله چې دغه وږي لیوان په ګډه سره زمونږ پر هیواد یرغل وکړي، زمونږ خلک به لا تورې او له ناورین ډکې ورځې تجربه کړي.
د ۱۹ کلونو په اوږدو کې د ۷۷۵۰۰۰ پوځیانو او نږدې یو تریلیون ډالرو په لګښت سره امریکا ونشو کولای آن په ننداریزه توګه خپلو درواغجنو او تیرایستونکو شعارونه ته ورسېږي. نه د جګړې د پای خبره شته او نه د ترهګرو د ورکیدو او نه هم د تاریاکو د کښت د کموالي. نه زمونږ وږي خلکو ډوډۍ پیدا کړه او نه هم زمونږ بدمرغه ښځې خپلو لومړنیو حقونو ته ورسیدې. په بدل کې د امریکا او ناتو بمبارد له یوې خوا او د طالبانو او داعشیانو ځناوریزه ځانوژونکو بریدونو له بل خوا، په سلګونو زره بېګناه انسان له خاورو سره خاورې کړل؛ ویجاړ او لوږېوهلی افغانستان په پرمختللو بمونو او د بمونو مور په واسطه غلبیل شو؛ د امریکا باړهخوړونکو په وسیله د قومي او مذهبي بیلتون اور لمبې آسمان ته پورته شوې.
«راوا» په ۱۳۸۰ کال د کب په ۱۸مه نیټه په یوه اعلامیه کې پر افغانستان د امریکا یرغل غندلو ترڅنګ وړاندوینه کړې وه:
«مونږ په دې باور یو چې د یوې بنسټپالې ډلې په واسطه نشې کولای د بلې بسټپالې ډلې پر وړاندې وجنګېږې. امریکا "شمالي ټلوالې" ته په بډو ورکولو او یو شمیر جګړهمارانو ته د وسلې په ورکولو سره په واقعیت کې د افغانستان ولس د دښمنانو غاښونه تیره کړ او دا هماغه سیاست دی چې له بدهمرغه دا ۲۰ کاله کېږي امریکا یې څاري....
طالبان او القاعده یواځي په پوځي عملیاتو نشئ کولای چې له منځه یوسئ.... تر هغې چې د طالبانو او اسامه فکر شتون ولري، هره ګړۍ دا شونی ده چې په افغانستان یا نورو هیوادونو کې د ځناورتوب شاهد اوسو».
له یولسم سپتامبر وروسته لا د کابل مظلومو خلکو وینې د ځناورو جهادیانو او خاینو خلقیانو او پرچمیانو او جنایتکاره طالبانو له بوټانو نه وې وچې شوې، چې امریکا ټول مذهبي بنسټپالان له سوړو رابهر کړل او د «دموکراتیک» په سورخي او سفیدې سره یې بیاځلې د واک په ګدۍ کینول او په دې توګه یې د داسې یو نظام بنسټ کیښود چې له فساد او خیانت او جنایت نه ډک وه چې ساری یې په تاریخ کې نه لیدل کېږي. له هماغې لومړۍ شیبې څخه کله چې امریکا په داړونکو او کرغیړنو او ښځو ضد مخلوقاتو لکه سیاف، قانونی، خلیلی، عبدالله، محقق، عطا، اسماعیل، خرم، الماس، ربانی، انوری، دوستم او نورو ډډه ولګوله، جوته وه چې د افغانستان ښځې به د تورو ورځو شاهدې وي.
که څه هم ځینې غربي رسنۍ کوښښ کوي چې د څو مجلسسینګارو او د ارګ نانځکو ښځو په راپورته کولو سره داسې وښایي چې د افغانستان د ښځو حالت ډیر ښه ده، خو په ځناوریزه توګه د فرخندې وژنه، د تبسم ستوني پرې کول او د رخشانې سنګسار بسنه کوي چې د امریکا تر نیواک لاندې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنایت باندې وپوهېږو. په دې منځ کې د فوزیه کوفی، حبیبه سرابی، شریفه زرمتی، سیما سمر، زهرا نادری، صفیه صدیقی، نرگس نهان، شینکی کروخیل، فوزیه سادات، فاطمه گیلانی، حسینه صافی، زهره یوسف، وژمه فروغ په څیر سرکاري او کرغیړنې ښځې او د رولا غنی لوڼې لکه عادله راز، شهرزاد اکبر، غزال حارس، منیره یوسفزاده، روبینا شهابی او نورې چې خولې یې په پېسو او امکاناتو او وکالت او وزارت او ریاست او بهرنیو سفرونو خوږې دي، د ښځو استازو په جامه کې له جنایتکارانو سره هملاسې دي او زمونږ ښځې د شا لخوا په چړو وهي. دوي په هیڅ توګه د افغانو ښځو استازی نه دي.
امریکا د پرځیدو په درشل کې ده، د ماتې خواته روانه ده او یوه ورځ باید افغانستان پریږدي خو یو مافیایی او له فساد ډک نظام او ښکیلاکګر اومبتذل فرهنګ به په میراث راپرېږدي چې زمونږ خلک به ورسره د کلونو لپاره لاس او ګریوان وي. د امریکا په پیسو، جهادي تشپاڼي په مالي امپراتورانو بدل شول او بهرمیشته بیکاران د سلاکارانو او کارپوهانو په نوم د ټپوسانو په څير له غرب څخه راغلل، تر خپلې وسې یې غلا وکړه او په امریکا او اروپا کې ذخیره کړې. ددې وړیا پیسو د غلا لپاره اړینه نه وه چې یوه تګلاره جوړه شي او زیار وباستل شي، قانوني او ګلبدیني فاروق وردک د زدهکونکو له کتابچې او قلم څخه، سلطانزوی د کابل د خلکو له وچې ډوډۍ څخه او رویا رحماني د سفارت دیوال له جوړول څخه میلیونر شول. په دولتي لګښتونو کې د پیسو غلا په دومره سپینسترګتوب وه چې د (افغانستان بیاجوړونې لپاره د امریکا څیړنې عمومي اداره) «سیګار» رییس جان سپکو یې ظاهرا «حیران» کړی او وایي: «مونږ، میلیونونه ډالر په دې لګولي چې د یو وزیر دفتر جوړ او هغه په یوه ماڼۍ بدل کړو.» سربیره پر دې، د خرڅ شوو او بوینو روڼاندو یو لښکر لکه امرالله صالح، نادر نادری، وحیدعمر، سمیع حامد، دادفر سپنتا، صدیق صدیقی، جاوید لودین او ... چې د امریکا په غیږه کې رالوی شوي د لسګونو تلویزیوني او راډیویی شبکو په مرسته شپه او ورځ کوښښ کوي چې ښکیلاکي فرهنګ زمونږ په هیواد کې خپور کړي او دا کار زمونږ د ولس په ذهن چې له جګړې څخه ستړي او وروسته پاتی دي دومره اغیزمن ده چې په ډیرو ځوانانو کې یې د وطندوستۍ حس له منځه وړی ده. د کرزي او غني لاسپوڅي دولت زمونږ د هیواد اقتصاد په شدت سره مافیایی کړی، د امریکا د ګټو سره سم یې په داسې لور وړی چې افغانستان په یو مصرفي هیواد بدل شوی، له هر ډول اقتصادي بیخبنا څخه بېبرخې او تر کلونو کلونو به یې د سوال کچکول په غاړه وي. یو شمیر غرب پورې تړلي بورژاکمپرادور د ټولنې ټوله مادي او معنوي شتمنۍ په منګولو کې نیولي د ټولنې ۹۹ سلنه وګړي په ځناوریزه توګه لوټي. انقلابي او آزادۍغوښتونکې ځواکونه باید د امریکا د نیواک له اغیز څخه د خلاصون لپاره اوږده لاره ووهي.
رنځیدلو هیوادوالو!
زمونږ هیواد پرته له شکه د خپل تاریخ تر ټولو تورو ورځو څخه تېرېږي او له هغې د خلاصون لپاره سراسري خوځښټ او نه ویریدونکي مبارزې ته اړتیا ده. باید د سولې ملنډیزو خبرواترو پایلې ته په تمه نه اوسو. د خلاصون او ښېرازۍ یواځنۍ لاره د امریکا او چوپړانو پر وړاندې یې مبارزه او تر پایه مبارزه ده. دا ارزښتناک دنده د ټولو روڼآندو، دموکراسۍغوښتونکو، مخکښو او خپلواکۍغوښتونکو او نیواک او بنسټپالۍ ضد ځواکونو او عناصر په اوږو بار ده چې باید د خپلو ځوریدلو خلکو پر مټ، د جنایتکاره جهادیانو او طالبانو او داعشیانو پر وړاندې یو سراسري غورځنګ راولاړ کړي.
سرلوړی دې وي خپلواکۍ، دموکراسۍ او سیکولاریزم لپاره زمونږ د خلکو مبارزه!
رانسکور دې وي د امریکا امپریالیزم او ټول هیوادپلورونکي او مذهبي او غیر مذهبي بنسټپالان!
«د افغانستان ښځو انقلابي جمعیت»
۱۳۹۹ کال د تلې ۱۶مه (۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۷مه)