د روسې ضد جګړې پر مهال او په ځانګړې توګه د غویي اتمې نېټې وروسته کله چې مذهبي جنایتکارانو واک تر لاسه کړ، هماغه ډول چې په بېناموسۍ او رذالت کې یې ځانګړې بېلګې لرلې، په فرهنګي او سیاسي برخه کې یې هم وغوښتل چې ځني شیان د ټوپک د میل په زور زمونږ د کړیدلي او زوریدلي ولس په مغز او سترګو کې وردننه کړي. له هغې ډلې د «جهادي»، «قیادي»، «رسالتمند» کلیمې او د لیکنو، ویناوو او آن په مکتوبونو کې د آیتونو او حدیثونو ویل او لیکل ول.
له دین څخه په دې توګه ناوړه ګټه اخیستنه یې په داسې ځناوریزه توګه ترسره کوله او هغه یې «د اسلامیت» نښه ګڼله چې د بنسټپالۍ ضد د ډیرو روڼآند زړونه او ځیګرونه یې رابهر کړل او کوي یې. آن تسلیمشوي او خاین انجمني لیکوالان او شاعران او کرزی هم د همدې جهادیانو پېښې کوي. دا ټول جوړجاړيکوونکي له ویرې د رباني او ګلبدین او سیاف او قانوني او... په څیر خبرې کوي تر څو د «اسلامیت» سند په غاړه ولري او په دې توګه د جهادیانو له ګواښ او ترور څخه معاف وي.
د پاموړ خبره داده چې آن د ډاکټر چنګیز پهلوان په څیر روڼآندی هم په بېشرمۍ سره کوښښ کوي تر څو د رباني، اسماعیل، مسعود، خلیلي او نورو جنایتکارانو په ستاینه کې په خپلو لیکنو کې د ایران په رسنیو کې د «جهادي» اصطلاح رواج کړي. خو دا یې هیر کړي چې ددې «مکتبي» اتلانو له ډډیو (پوقانه) څخه د باد وتلو په صورت کې، خلک به مسلمان پاتی شي خو په دغه ویرجنه او قهرجنه او کرکجنه ځمکه به د جهادیانو او د هغوي د سپو د فرهنګ او اکټ نښه نه وي پاتې.
خو په سیاسي برخه کې، چې ځیني «قیادیان» او په لومړۍ درجه کې «مجاهد ورور ستر جنرال رشید دوستم» (چې په دې وروستیو کې «الحاج» هم نوم پسې زیات شوی دی) یوه اصطلاح لکه نقل او نبات په خوله کې اړوي او راړوي چې هغه «فدرالیزم» یا «فدرالي نظام» دی.
جهادي ویجاړوونکو چې په خپل شتون سره یې لویه جرګه ناولې او بېاعتباره او بېارزښته کړه، اوس چې د بنسټپالانو په لوبغاړیتوب د لویې جرګې او اساسي قانون په نوم بله ننداره راروانه ده، ځینې غیر پښتنو بانډونو د «فدارلي نندارې» ترسره کولو لپاره میدان مناسب ګڼلی دی. له همدې کبله په دې ګڼه کې کوښښ کوو ترڅو روښانه یې کړو چې «فدرالیزم» یو شلیدلی پرتوګ دی چې د جنایتکارانو بدن نشي پوښلی.
فدرالیزم څه شی ده؟
فدرالیزم باید په دوه ماناګانو په پام کې ونیسو. یو اداري فدرالیزم، هغه لاره ده چې د ټول هیواد لپاره د مرکزي دولت په رسمیت پېژندلو ترڅنګ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له قومي، مذهبي، ژبني توپیر پرته په کورنیو چارو کې د مرکزي دولت له لوري صلاحیتونه او دندي او حقونه ټاکل کېږي. په فدرالي نظام کې هر ولایت یا څو ولایتونه یوځای په کورنیو چارو کې د واکمنۍ حق لري خو د بهرنیو اړیکو، مالیاتي او بانکي چارو او د جګړې او سولې اړوند مسایل فدرالي دولت پورې اړه لري. امریکا، کاناډا، آلمان او نور ډیر هیوادونه هر یو د فدرالي نظام پر بنسټ په څو ایالتونو ویشل شوي خو په ټوله کې په یوه ژبه خبرې کوي او قومي ځانګړتیاوې هغوي له یو بل څخه نه بیلوي.
دویم فدرالیزم په ملي مفهوم عبارت دی له د یو یا څو ولایتونو د واک او حقونو ټاکل د هغوي د ملي ځانګړتیاوو پر بنسټ، یعنې د ملي ستم د حل لپاره یوه طرح ده (د یو قوم ستم پر بل قوم)
اصلي ټکی دادی چې په هر حال فدرالیزم یوه بڼه ده. هغه څه چې د یو سیاسي نظام مضمون او محتوای جوړوي هغه عبارت دی له طبقاتي ماهیت څخه او هغه خلک چې واک په لاس کې لري.
ډیر زیات هیوادونه فدرالي نظام لري خو له هغه ځایه چې دولتونه د ډیرکیو (اکثریت) استازي ندي او د دموکراسۍ ضد واکمنانو په لاس کې وي، د هیواد د ادارې بڼه خلکو ته هیڅ ارزښت نه لري. مثلاْ په پاکستان کې بنسټپالانو، ځمکهوالو او پردیو پانګې دلالانو سیاسي واک نیول دی، خلک نه د هیواد په چارو کې ګډون لري او نه ددې هیواد فدرالي نظام د هغوي په راتلونکي ژوند اغیز لري.
په بېصاحبه او خیانت شوي افغانستان کې معلومه ده چې حالت به د نړۍ له بل هر هیواد څخه بدتره وي. که د یوې شیبې لپاره یې ومنو چې مثلاْ رشید دوستم شمال خوا ته، امیرک اسماعیل سویل او لویدیځ سویل خوا ته، «استاذ» خلیلی په مرکزي سیمو کې او همدارنګه دین محمد یا حضرت علی خان یا د مخدرهتوکو بل پاچا په ننګرهار یا ختیځ او جنوب ختیځ سیمو کې واک ته ورسېږي او د فدرالي حکومت په سر کې «رباني» یا سیاف یا د جهادي مافیا بل غړی کینول شوي یانې که سپي ته د هډوکو ساتلو وظیفه ورکړل شي زمونږ پر خلکو به څه تیر شي او د «فدرالي نظام» کیسه به چیرته لاړه شي؟ له هغه ځایه چې دا طرح د غیر پښتنو عناصرو او بانډونو له لوري اوریدل شوی ده، باید د هغوي له فدرالیزم څخه ملي مسئله او د هغې د حل په لاره وپوهېږو. (۱)
د فدرالیزم له طرحې څخه موخه څه ده؟
۱) هیڅ یو ددغه باڼدونو مشران له دوستم نیولې تر خلیلي او نورو پوري دومره پوه او سواد نه لري چې ددغه مفهوم په اړه وپوهېږي. یواځې یو شمیر د خلکوضد ازبک او هزاره روڼآندي چې په توکمپالنه کې ډوب دي، «فدرالیزم» د خپلو مالکانو په خوله او ذهن کې څڅوي. یاد روڼآندي خپله هم پوهېږي چې طرح یې د ټوپک او وژنو په زور هم نه عملي کېږي بیا هم دا ببولالې وایي ترڅو الف) داسې ښکاره کړي چې «ستر جنرال رشید دوستم» یا «معظم استاذ او نستوه مجاهد کریم خلیلي» او... یواځې جنایتکاران او خور او مور پلورونکي او د پردیو مزدوران نه دي بلکه «پوهان سیاستمداران» دي چې د «پروسې»، «مکانیزم»، «ملاحظات» اصطلاح څخه ورهاخوا له «فدرالیزم» هم خبرې کوي او د هغې د عملي کیدو غوښتونکي دي! ب) تر څو زمونږ ازبک او هزاره او غیرپښتانه هیوادوال وغولوي چې دغه دواړه یې «غمخوره رهبران» دي او غواړي چې ازبک او هزاره خلک (د نورو لږکیو قومونو «ورونو» په مرسته) په یو ځل او د تل لپاره د پښتنو له واکمنۍ څخه راوباسي.
۲) دا بانډونه په دې ښه پوهېږي چې ددوي کارنامې دومره کرغېړني او خونړۍ او له خیانت څخه ډکې دي (د طالبانو حکومت او دوه ځلې ددوي حکومت) چې د حالاتو په بدلېدو سره وکولای شي د ژڼو په څیر خپل ژوند ته ادامه ورکړي، فدرالیزم یوه ډیره ښه پلمه ده چې د هغې په وسیله کولای شي حالات «ګرم» وساتي هم خپل قوم وغولوي، هم له مرکزي دولت سره د چنې وهلو زمینه وساتي او په ټاکلو سیمو کې خپلې فیوډالي او تورې واکمنۍ ته دوام ورکړي.
۳) دوي غواړي د خلکو فکر، له واک څخه ددوي د راپرځولو لپاره مبارزې پر ځای د فدرالیزم خواته بوځي او پر خلکو یې ومني چې فدرالیزم افغانستان لپاره «برخهلیک ټاکونکې» مسئله ده او په ټول توان سره کوښښ کوي دا واقعیت پټ کړي چې فدرالیزم په هیڅ وجه د دولت ماهیت نه ټاکي. که دموکراتیک او ولسي دولت وي فدرالیزم به مانا ولري له هغې پرته بېمانا دی.
فدرالیزم ولې خاینانه او زمونږ د خلکو له ګټو سره په ټکر کې دی؟
۱) په اوسني وخت کې زمونږ خلکو لپاره د مرګ او ژوند خبره داده چې له افغانستان څخه د جهادي رذیلانو سرطاني غده عملیات کړي. تر هغې چې دغه غده له منځه نه وي تللې د قومي تضادونو کمښت، د قومونو ویش مخنیوی، د ولسونو یووالی او په پایله کې ولس جوړول، د سولې راوستل، په هیواد کې دموکراسي او پرمختګ ناشونی دی.
بنسټپالان باید وپوهېږي چې زمونږ خلک د هغوي فدرالیزم او مدرالیزم نه بلکه جګړهمارانو په توګه د یو ځواکمن حکومت له لوري د هغوي محاکمه غواړي؛ کله چې محاکمه ترسره شوه له هغې وروسته به په فدرالیزم د خبرو وار راورسېږي.
نو د جنایتکارانو له محاکمې او ورکولو پرته د فدرالیزم او یا بلې طرحې وړاندې کول د خلکو په سترګو کې خاورې شنیدل دي.
څرنګه چې د پرچمي او خلقي وطنپلورونکو له لوري د سیاسي او فرهنګي طرحو اوریدل د کرکې وړ و، د دوستمي ګلیمجمعانو او د هغوي غیر پښتنو ملګرو له لوري د فدرالیزم او دې ته ورته اصطلاحګانو اوریدل کانګې راوړونکي او د سپکاوۍ وړ دي ځکه چې نومبدي ویجاړونکووي خپلو قربانیانو ته د «آزادۍ او نیکمرغۍ» نسخه ورکوي! همدلته ده چې تل مو ویلي او بیا یې هم وایو هغه روڼآندي چې په بېشرفۍ سره د دوستم او خلیلي او... مزدوري کوي او هغوي ته د فدرالیزم پرتوګ ګنډي او سایټ او خپرونې ورته کوي د بدمرغه خلکو تر ټولو خوار او ذلیل دښمنان دي که څه هم هغوي ټینګار وکړي چې د «هیواد ناکراره میینان» دي! (۲)
۲) دا سمه ده چې په افغانستان کې بیلابیلې پرګنۍ ژوند کوي او د کلونو په اوږدو کې د پښتنو مرتجع او زورواکو واکمنانو له لوري پر غیرپښتنو پرګنو ظلم شوی دی او دغه واقعیت، ددغه قوم او غیرپښتنو قومونو تر منځ تضادونو رامنځته کړي (۳) خو دغه واکمن دولتونه دومره ناتارکوونکي او مرتجع ول او هیواد یې دومره وروسته، تړلی او له نړۍ څخه پردی وساته چې په پایله کې پښتانه هم د یو قوم په څیر هیڅکله هغه اقتصادي او فرهنګي او سیاسي ځای ترلاسه نکړ چې وکولای شي یا وغواړي د نیواک او ارتجاع له لمسولو پرته په نورو قومونو ظلم وکړي. ډیرۍ پښتانه، دولتونه په هماغه کچه خپل دښمنان ګڼي چې څومره یې غیرپښتانه ګڼي. د دولتونو ډیری مشرانو د پېژندنۍ مهمه نښه چې پښتو ژبه ده له لاسه ورکړې ده او فارسي یې د ویلو او لیکلو ژبه ده. د پښتو ژبې لیک لوست لپاره د هغوي هڅې د خندا وړ او په ورته وخت کې بېځایه دي چې هیڅکله یې پایله نه لرله. له بل پلوه دولتونو تل هڅه کړې چې د غیرپښتنو قومونو څخه ځیني عناصر د وزیر، سفیر، د پوځ جنرال او نورو په توګه له ځانه سره ولري ترڅو د وروستهپاتې، نالوستي او بېوزله ولس په مليتضاد کې کمښت راولي.
تر ټولو مهمه داده چې له څو نسلونو راهیسې، د هیواد د بیلابیلو پرګنو خلکو په يوه اندازه د زورواکۍ او وروستهپاتېکیدو او بېوزلۍ مزه څکلې ده او دې کار دوي تر ډیره کچه د دولتونو پر وړاندې متحدالفکره ساتلي دي. که د بنسټپالو وطنپلورونکو خیانت نه وای، د پرګنو یووالی چې د روسې ضد جګړې پر مهال پیاوړی شوی و کولای شول چې زمونږ ولس د آزادۍ، دموکراسۍ او هوساینې لپاره د یو موټي ځواک په توګه په حرکت راولي.
۳) که څه هم زمونږ د هیواد د غیرپښتنو قومونو ملي غوښتنې او احساسات چې د جهادي او طالبي ځناورو له لوري جسماْ او روحآْ ټپي شوي، د دوستم او د هغه دبانډ ملګرو له غوښتنو سره سخت په ټکر کې دي. پرګنۍ د ژوند او ویاړ ادامه په پيوستون کې ګوري خو لکه څرنګه مو چې وویل بانډونه غواړي «ملي مسئله» د فدرالیزم له لارې حل کړي. دوي غواړي خلک تیرباسي او د خباثت او تیري توره تل له ځانه سره لري. د جنایتکارانو له منځه وړلو پرته د هغوي له لوري د فدرالي نظام طرحه، په لومړي ګام کې د افغانستان د ویشلو لاره ده.
دغه جنایتکاران چې په بېسارې توګه د قومي او مذهبي کشالې زیاتیدو عاملان دي، ددې کشالې د حل کونجي هم همدوی شمیرل کېږي یعنې د هغوي په له منځه وړلو سره او د دموکراسۍ په راتګ سره، قومي او مذهبي توپیرونه خپل ځای د ولسونو ځلانده پیوند ته ورکوي چې د روسې جګړې پرمهال او له هغې مخکې مو لرلو.
۴) پرته له دې چې دا د ملي ستم شتون لپاره یواځنی معیار وګڼو، دا یو منل شوی واقعیت دی چې په افغانستان کې هیڅ یو قوم نه و چی د مذهبي یا سمتي ستم لپاره یې لاس په مبارزه پوری کړی وي. نو له همدې امله پر هیواد میئن او انقلابي روڼآندي د خلکو په منځ کې د قوم، مذهب، ژبې، لهجې، فرهنګ او نورو خاینانه درزونو اچولو پر ځای، باید د افغانستان ټول قومونه د دموکراسۍ راوستلو او بنسټپالانو او د هغوي د ملاتړو د راپرځولو پر سیاست یو موټي او اوږه پر اوږه سره راټول کړي.
۵) د افغانستان پرګنۍ د جغرافیایي موقعیت له نظره هم داسې پرتې دي چې یووالی د هغوي د ژوند د ادامې په مانا دی. یواځې جنایتکاران په خپلو بهرنیو بادارانو ډډې وهلو سره د افغانستان له بدن څخه جلا ژوند په اړه فکر کولای شي.
۶) افغانستان چې د غویي اتمې له تورې ورځې را پديخوا له هر پلوه د نابودۍ خواته روان دی، د ټولو پرګنو له یووالي پرته هیڅکله نشي کولای د یو آزاد، دموکراتیک او ښېرازه هیواد په توګه سر را اوچت کړي.
په داسې حالاتو کې چې تر پرونه ګلبدین او طالبان د یو او بل وینو ته تږي ول نن د «جهادي ورونو» پر وړاندې د بېوزله او غمځپلو خلکو په وژنه بوخت دي؛ په داسې حالاتو کې چې د «قیادیانو» سپیتانه جګړې د هیواو راتلونکی له تور برخلیک سره مخ کړی دی او د امنیت نه شتون د «آیساف» فکر هم خراب کړی، د فدرالیزم سُرنی غږول په لوڅ ځان له اور سره د لوبو په مانا دی.
۷) د پرګنو ویشل او هغوي ته جغرافیایی پولې ټاکل، که په نورو هېوادونو کې ستونزمن کار دی په افغانستان کې ناشونی دی. په دې اړه د پښتنو او غیر پښتنو ملتپالو کوښښ يواځې ددې لپاره دی چې خپل فیوډالیزم وساتي او هیواد ټوټه ټوټه کړي.
د «غیر پښتنو ورونو» له فدرالیزم څخه د «پښتنو ورونو» ناوړه ګټه اخیستنه
«پښتانه ورونه» سره له دې چې له «غیر پښتنو ورونو» سره اسلامي ورورولي لري کله ناکله د یو بل خېټې څیرې کوي، د هغوي د فدرالیزم د نقشې پر وړاندې څومره چې توان لري په لوړ غږ غورېږي ترڅو په دې توګه خپل خاینانه، نفاقاچوونکی او د خلکو ضد ماهیت پټ کړي. که غیر پښتانه توکمپاله د فدرالیزم په شعار ورکولو سره هڅه کوي چې غیر پښتانه قومونه ځان پسې راکاږي، پښتانه توکمپاله د «هیواد ټولواکۍ» او «ملي یووالي» په نوم د پښتنو بانډونو ملي ضد ماهیت پټوي او د طالبانو، سیاف، ګلبدین، خالص او نورو په څیر جلادان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد د «ټولواکۍ» اتلان ښکاره کوي.
د «سهار» ورځپاڼه چې په ظاهر کې د ګلبدین څخه طلاق شوو کسانو له لوري خپرېږي، د ۲۰۰۳ کال فبروري ۲۱مه ګڼه کې د «فدرالي نظام: د هیواد د تجزیې په مانا دی» تر عنوان لاندې لیکنه کې لیکلي: «دا ډول طرحې په اساسي هدف سره د افغانستان د ویش او تجزیې معنی لري په دې سره د واحد افغانستان دښمنان غواړي چې هیواد کښې د قومونو تعصب او تربګنو ته لمن ووهي.»
خو لیکوال د ټولو ویریدونکو ډلو او د جهادي او طالبي ترهګرو پر وړاندې د تاليڅټو په څیر نه وايي چې د ګلبدین او سیاف او خالص او... چوپړ بانډونه که د فدرالي نظام پلویانو څخه ډیر نه نو د «واحد افغانستان دښمنانو» څخه کم هم نه دي.
په پورته لیکنه کې زیاتوي: «هغه شوراګانی او ټولنی چې د ولس د حقوقو او د ملي وحدت خبرې كوي د خپلو سیاسي سازمانو له لارې باید د فدرالي نظام د طرحې په تاوانونو او نقصانونو وركشاپونه غونډې او سمینارونه جوړ کړي او د دغه نظام نقصانونه ولس ته په ګوته کړي.»
ګلبدین بویه لیکوال، د فدرالي نظام «زیانونه او نیمګړتیاوې کتار کړي او د هغې پر وړاندې جنګېږي. خو د جهادي بانډونو د جنایتکارۍ او دیموکراسۍ ضد والي په اړه یې ژبه ګونګۍ کېږي او جرئت نه لري چې ولیکي: د ټولو آزادۍغوښتونکو دنده ده چې د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې او هر ډول چې کولای شي خلک پوه کړي چې پښتانه او غیرپښتانه بنسټپالان د افغانستان د خلکو نه بخښوونکي دښمنان دي او دا هیوادپلورونکي هیڅ حق نه لري چې فدرالي او غیر فدرالي طرحه وړاندې کړي. دوي او ددوي روڼآندې سپیان یوازې ددې جوګه دي چې د ښځو ضد او انسانوژونکو او بېناموسانو په څير صحرایي محاکمه شي.
د لیکنې په پایله کې راغلي: «له دې اصطلاحګانو څخه هم د افغانستان د ویش او تجزیې خطرناك بوی راځي دا ډول کلیمې او اصطلاحات پخپله د افغانستان ویش ته لمن وهل دي دا ډول کلیمې د بیبیسی او اردو ژبو مطبوعاتو كی ډیر ځل لیدل کېږي چې باید ځان ترې لرې وساتل شي.»
نه ګلبدنیه. له هغې ککړتیا څخه چې د افغانستان خلک نن باید ځان وساتي، هغه په اردو او غیر اردو رسنیو کې دا او هغه اصطلاح نه بلکه په افغانسان کې د جهادي مافیا وژونکی مکروب دی. فدرالیزم په هیڅ صورت د بیلتیا او ویش په مانا ندی بلکه د پیوستون او تړون په مانا هم راغلی خو کله چې د مذهبي جنایتکارانو له خولې اوریدل کېږي طبیعی ده چې مانا یې سرچپه کېږي (هغه چې تاسو پرې نه پوهېږئ یا که پوهېږئ هم نو له پښتنو بنسټپاله ترهګرو سره د اړیکو لرلو په پار هغه پټوئ). د دوستم او خلیلي او نورو له لوري د راتلونکي نظام طرحه په هماغه کچه دردونکې او ربړونکې ده لکه د ګلبدین له لوري د اخلاقي اصولو وړاندې کول په داسې حال کې چې له خپلو جهادي ورونو کریم کرینکار او یوسف سرخه سره یې هغه ځانګړې اړیکې ټولو ته مالومې دي!
د «سهار» لیکوال ښه ده چې سیاسي اصطلاحات له رسنیو څخه زدهکړي خو که په هیواد میین او د دموکراسۍ پلوی دی باید له جهادي بانډونو او د هغوي له رسنیو سره اړیکه پرې کړي ځکه دا یو پاک او آزادۍغوښتونکي افغان لپاره شرم دی. (۴)
اړینه ده چې دلته یې یادونه وشي چې د «سهار» لیکوالان، په هالنډ کې د خپرندویه خپرونکی ډاکټر حلیم، مزمل او دده په څیر نور تر هغې چې خپل، د ګلبدین او د هغه خاین بانډ جنایتونه په مفصل ډول ښکاره نکړي، له خپل تیزابشیندونکي پلار سره ددوي «خپګان» حرامیتوب او بېشرمانه درواغ دي او دوي هماغه ګلبدیني جنایتکوونکي شمېرل کېږي چې له ګلبدین سره یې ناز کړی دی او بس.
پښتنه توکمپالنه او غیر پښتنه توکمپالنه
«پیام زن» په خپل وار سره ټینګار کړی دی که د هیوادپلورونکو ټوپکوالو توکمپالنه، هغوي د بیلتون سرحد ته رسوي، د پښتنو توکمپالو او شونیستانو شعار هم عملا داسې کېږي چې: «له خاین بانډونو آن له ګلبدین او سیاف او خالص او رباني او... سره د هر غیر پښتون قوم پر وړاندې»!
که یو پښتون دموکراسۍپلوه او بنسټپالۍ ضد مبارز خپل ځان د شونیزم له مکروب څخه پاک نکړي که وغواړې او که نه په ګند کې غورځېږي او په پایله کې د غیر پښتنو توکمپالو له خلکوضد او افغانستان ضد فکرونو او کړنو سره دده مخالفت بېارزښته او بېباوره کېږي. د بېلګې په توګه د ډاکټر خلیل الله هاشمیان مخالفت د هغه په وینا له «خوجیین ربانی» سره بېارزښته کېږي کله چې له ځناور، نالوستي او د طالبانو په څیر د منځنیو پيړیو افکارو لرونکي بچه سقاو سره د هغه مینه او علاقه ګورو.
وکیل باچا چې په بریستر باچا مشهور دی حقوقپوه او د پاکستان له نامتو سیاسي څیرو څخه دی خو داسې ښکاري چې ناسیونالیزم یې له ټولو څخه مخکې دی. هغه په یوه مرکه کې وایي:
«زه د "عوامي نیشنل پارټۍ" غړی وم خو د ځان او د "عوامي نیشنل پارټۍ" د ناسیونالیزم ترمنځ د توپیر لامل شو چې له هغې بیل شم. که له یو پښتون سره هر چیرې بېعدالتي وشي، له هغه څخه د دفاع په پار به زما غږ اوچت شي. کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ "عوامي نیشنل پارتۍ" یې مخالفت وکړ؛ خو ما اوپوټه په ښکاره له طالبانو دفاع وکړه ځکه هغوي پښتانه ول او د اسامه په اړه یې هم د پښتونولۍ پر بنسټ اصولي موضع نیولې وه او هغه یې پردیو ځواکونو ته ونه سپاره. نو زما په آند طالبان د سیاسي پایلو څخه بېویرې، د پښتنو عنعنې ساتونکي ول.» (نیوز، ۲۰۰۳ کال می ۴مه)
اوس که نرشیر نګارګر، نبی مصداق، هاشمیان، انورالحق احدی، حسن کاکړ او دوي ته ورته نور له ښاغلي باچا څخه د سیاف، ګلبدین، طالبانو او د پښتنو نورو جلادانو په ننګه خپلې ژبې مردارې کړي، هیڅ د حیرانتیا خبره نده.
د فدرالیزم نور ملاتړي
د ډاکټر اعظم دادفر په څیر مرتد چې د رشید دوستم مرستیالي یې هم منلې ده، او د پرچمي هیوادپلورونکو نه پرته د ملي ستم ډله چې له څلور خوا یې د پخواني شوروي څپېړه خوړلې ده هم د فدرالیزم زیړه لته د تخرګ لاندې نیولې ده. دا شکمنه ډله چې په تېرو ۲۵ کلونو کې له ټولو رژیمونو سره اړیکه لرله، په ورته وخت کې بېډسپلینه او بېغېرته سیاسي ډله هم شمیرل کېږي: «جمهور رئیس» ډاکټر نجیب هغه په لغته ووهله خو دې ډلې په ځان رانه وړه او د تسلیمغوښتونکو او انجمني شاعرانو او لیکوالانو په څیر خوښه وه چې د روسانو او خاد تر څار لاندې د خپرندوی د خپرونې اجازه ترلاسه کړې وه؛ امیر برهانالدین رباني چې ددې ډلې څو غړي وژلي و او دوي ته یې اجازه نه ورکوله چې د «جمعیتي هلکانو» ترڅنګ راشي، خو «ملي ستم» د رباني «ریاست جمهورۍ» ته تر ټولو ډیره خوښي کوله (په قوي باور «ملي مسئله» یې هم په دې دوزخ کې د حل وړ ګڼله) ددې پر ځای چې له جنایتونو، غصب او د «استاذ» له ناز څخه خوابدي شي؛ د قصیر الابعاد عبدالحفیظ منصور په وینا، سپهسالار کثیر الابعاد «ستر مسعود» هم «ملي ستم» «ټوټه ټوټه» کړو خو سربیره پر دې د خلق او پرچم دغه برکټیان، د «ستر مسعود» په پف کولو کې د خلیلي او نورو بانډونو نه وروسته پاتې نشول. «ملي ستم» له ډیر وخت راهیسې د پرچمیانو او خلقیانو په څیر، بنسټپالو ته خپل ځان روزل شوی، بېضرره او د هرډول چوپړ ترسره کولو ته چمتو، ښودلی دی.
«ملی ستم» که څه هم تر اوسه د دوستم له بانډ سره ندی یوځای شوی، فدرالیزم سره ددوي مینه بیخي طبیعی ده. اوس چې له دوي څخه خدای «ستر شمالي ګاونډی» واخیست، دا ډله بېپلاره او بېموره شوی او خپلو موخو ته رسیدو لپاره اړ ده ځان پر ازبکستان، ایران، ترکیه یا آن بیاځلی په روسیه وپلوري په دې شرط چې یاد هیوادونه ددوی پېرلو ته چمتو وي.
برسېره پر دې، جنایتکاره عطا محمد (یانې هماغه په مزار کې « قیادي ورور جنرال عطا محمد، د قول اردو قومندان» او داسې نور) وايي: «په افغانستان کې د فدرالي نظام وړاندیز زهر دی»! مګر دا څرګندونې د بل هر څه په پرتله د هغه او دوستم ترمنځ د روانې سپیتانه جګړې له امله دي. که هغه ځان په ناپوهۍ او «بیړاتوب» وهي، خو خلک پوهېږي چې د هغه استاذانو لکه رباني، سیاف او خلیلي په کراتو افغانستان د وېش او تباهۍ کندې په لور بیولی دی؛ «استاذ» او «کثیرالابعاد» او دوستم د پښتنو ضد «ټلواله» جوړه کړه(۵)؛ او همدا اوس که د ایران رژیم امیرک اسماعیل خان له واکه لیري کړي، نو سمدستي به د «هرات خپلواک اسلامي او خالص محمدي امارت» اعلان کړي لکه څرنګه چې د غیر پښتنو مرتجعانو او بنسټپالانو معاصر فیلسوف، سمندر غوریاني د «ملي اتل» او «اسلامي جمعیت» له مافیا سره تړلې «امید» اونیزه کې د هرات د خپلواکۍ په غوښتلو تورن شوی و؛ او...
له فدراليزم سره د عطا محمد مخالفت دومره ملنډیز او د سپکاوي وړ دی لکه له هغې سره د «سهار» يا طالبانو مخالفت.
شمال خواته د غیر پښتونو انقلابي روڼاندو په وینا خلکو د دوستم، عطا، داوود او نورو وژونکو غلو له لاسه دومره بېعدالتي او بېعزتي لیدلې چې د بنسټپالوضد او ډیموکراسۍ پلوي پښتون والي یا قومندان سپي ته پر دوی غورهوالی ورکوي.
لنډیز
۱) فدرالي او غیر فدرالي نظام د هیواد د اداره کولو بڼې په توګه د افغانستان مسئله نده. اصله مسئله د هیواد له پوځي او سیاسي صحنې څخه د جهادي خاینانو د واکمنۍ نسکورول دي. فدرالي نظام یا هر بل نظام به زموږ د خلکو په ژوند کې بېاغیزې او بېمانا وي. تر څو چې بنسټپالان او د هغوی باداران له واکه نه وي لري شوي، افغانستان به له فیوډالیزم او ښکېلاکي قوتونو څخه آزاد نه شي. نو اول آزادي بیا د نظام د اداره کولو ټاکل.
۲) کله چې په هېواد کې ډیموکراسي ټینګه شي، ډیرې ستونزې له هغې ډلې د ملي ستم مسئله هم د حل وړ ده. د جهادي مافیا پر وړاندې له پریکنده او افشاکوونکي چلن څخه پرته، د هغوي پر برنامو «نیوکه» دغو ځناورو ته له غوړهمالۍ او لکۍ ښوځولو او د خلکو راڅملولو پرته بله مانا نه لري.
۳) جهادي مافیا د فدرالیزم ډهل ددې لپاره غږوي چې زموږ د خلکو پام د دوی د وینو او خیانت «امارت» له نسکوریدو څخه واړوي. نو له همدې امله دا د ټولو پښتنو او غیر پښتونو انقلابي روڼ اندو دنده ده چې د ډیموکراسۍ او بنسټپالنې پر وړاندې د مبارزې پر بنسټ، د هیواد ټول ځورېدلي او بېبرخې توکمونو د پیوستون لپاره راټول او د سیاف، ګلبدین، دوستم، خالص، خلیلي، فهیم او دوي ته ورته جنایتکارانو او ددوی په چوپړ کې د روڼآندو ماهیت په پرېکنده توګه افشا او د هغوی پر وړاندې مبارزه وکړي تر څو د هغو وسلهوالو دښمنانو پر وړاندې چې د فیوډالیزم یا فیوډالي فکر او یا بل هر ډول ارتجاعي فکر استازیتوب کوي، د دوی مبارزه ژوره مانا ومومي.
پایلیکونه:
۱ـ هغه کسان چې له بنسټپالو سره پرته له کومې اړیکې د فدرالیزم د اړتیا او ګټورتوب او په اساسي قانون کې د هغې د شاملولو په اړه خبرې کوي، باید پوه شي چې د خلکو پام یې له مهمو مسلو څخه ثانوي مسایلو ته اړولی او په دې حالت کې دوی د ناپوهه عناصرو په توګه اوبه د جهادي جنايتکارانو ژرندې ته اچوي.
٢ـ ډاکټر اعظم دادفر په لویه جرګه کې د خپلې پېژندګلوۍ پر مهال د خپلو اولادونو شمېر او د هغوی تعلیمي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې هغه د افغانستان یو «ناکراره مینهوال» دی! هغه ته ګواکې مالومه وه چې د دوستم چوپړ کېدل د هر چا وطندوستي او عزت له منځه وړي.
۳ـ مولوي یونس خالص په خپله یوه لیکنه کې د پښتون قوم د «ټولو قومونو سردار» بولي!
۴ـ څه موده وړاندې ډاکټر عبدالحی نیازي د «فدرالی نظام او د افغانستان ولس ملي برخه لیك» تر سرلیک لاندې خپله یوه لیکنه مونږ ته رالېږلې وه چې له بده مرغه یوازې د فدرالي نظام پر وړاندې شعارونه لري خو د پښتنو جهادي ترهګرو افکارو او کړنو ته هیڅ اشاره پکې نده شوې. له همدې امله مونږ ونشو کړای هغه په «پیام زن» کې خپره کړو.
۵ـ که داسې پوښتنه وشي چې په «شمالي ټلوالې» کې پښتانه نشته؟ ځواب یې دادی چې په ننګرهار کې حضرت علی د ټلوالۍ په مانا ندی پوهېدلی او د هغه ایمان یوازې پیسې ټولول، واکمني کول، د خپلو سیالانو وژل او د هغه ګران بیه لنډکروزر موټر جوړوي. دین محمد هم همداسې دی. تر هغې چې د هیروئینو پر سوادګرۍ یې څوک کار ونه لري که پښتون وي یا غیر پښتون هغه وروسره جوړېږي. دوی دواړو ته دا ارزښت نه لري که «شمالي ټلواله» د پښتنو ضد نده نو ولی یې نوم «شمال» دی. هغوی ته دا ارزښت لري چې څرنګه واکمنۍ او شتمنۍ ته ورسېږي. خو د سیاف قضیه توپیر لري. سیآیای، آیاسآی او عربستان کلونه وړاندې د هغه جېبونه ډک کړي دي. په ټلواله کې ددې جنایتکارانو ګډون «اپورتونیزم» دی. هغه ټلوالې ته راغی ترڅو ځان وساتي ځکه له طالبي «وروڼو» او ګلبدین سره یې جوړجاړی ونشو او نور پښتانه ورونه هم بېملاتړي او تشلاسي ول. خو د عربو «وروڼو» له خوا د «نابغه سردار» وژل کېدو وروسته د «مارشال» له ډلې او جمعیت سره د هغه تضاد، د ساعتي بم بڼه خپله کړه چې ښايي هره ګړۍ چاودنه وکړي او «مارشال» او قانوني او ... ټوټې ټوټې کړي.