خپل قهر او کرکه د مذهبی فاشیزم پر وړاندې د مبارزې په وسله بدل کړو!

خشم و انزجار خود را به سلاح مبارزه علیه فاشیزم مذهبی مبدل سازیم

دوه کاله وړاندې، د طالبانو د بېرته راتګ خپکۍ زمونږ خیانت‎لیدلی او اخوان‎چیچلی ولس راونیوه. په دغه ورځ افغانستان یو ځل بیا د امریکا او غربي امپریالیزم په وینولړلي لاسونو د خپلو جهادي نوکرانو او تکنوکراتانو له منګولو څخه را وایستل شو او د طالبي ځناورو په خوله کې ورکړل شو. بالکل هماغه خبره وشوه چې «د افغانستان ښځو انقلابي ټولنې» (راوا) څو کاله وړاندې په یوه اعلامیه کې (۲۰۱۸ د ثور ۶) لیکلي وو:

«کله چې طالبان په ګډه یا خپلواکه توګه واک ته ورسېږي، لکه څنګه چې سیاف د جهادیانو د وینوتویولو او خیانت په کلونو کې ویلي و، کافر کابل باید وسوځېږي، دوی به هم د امربالمعروف او نورو بنسټونو او خپلو حکمونو په واسطه له نارینه او ښځینه، زړو او ځوانانو غچ واخلي.»

د طالبانو ارتجاعي او ډبرې عصر ډلې افغانستان د دُرې په زور د خلکو لپاره په دوزخ بدل کړی او د نړۍ تر ټولو بې‎وزله، ویرجن او بدمرغه ولس یې تر پخوا لا زیات په تیاره کې ډوب کړی: د بشریت، ازادۍ او دموکراسۍ پر ټولو نښو برید، د لوږې، بیکارۍ او ناکراریو وحشتناکه زیاتوالی؛ د ملي تضاد ډیریدو په موخه د مذهبي او ملي لږکیو پلان شوي وژنې او ځپل؛ برمته کول، ربړونې، د خپل بادار ISI په څیر په زوره اعترافونه اخیستل او د مخالفو څېرو او لاریون‎کوونکو وژنه؛ صحرایي محاکمې د سنګسار، وهلو او قصاص سزا سره؛ سانسور او پر رسنیو بې‎ساری فشار، چې د ډېرو د بندېدو لامل شو؛ د موسیقۍ او هنر او وروستی امر په توګه د آرایشګاګانو کړنې منع کول؛ فساد او بډې چې طالب مشران یې لکه د خپلو جهادي وروڼو په څیر، د دریمې او څلورمې ښځې خاوندان او په کابل او ولایتونو کې د دوو یا دریو کورونو خاوندان کړل، چور او تلان چې خلک یې د کلیپټوکراټیک جمهوریت «زوړ کفن‎ایستونکی» بولي؛ او....

او هغه څه چې په تیرو دوو کلونو کې زموږ د هیواد دردمنو میرمنو سره پیښ شوي څو څو درجې او څو ځله ډیر سخت رنځونه دي چې د دوی ژوند یې تور تم کړی دی: په زوره حجاب، د کار او زده کړې د حق مخنیوی او په بشپړه توګه بې‎برخې کول، د پوښښ لپاره د «امربالعمروف محستبانو» لخوا هره ورځ بد سپکاوی، د کورنۍ تاوتریخوالی لوړې شمېرې او د سرغړوونکو او مجرمانو بخښنه، په هیواد کې د کم عمره ودونو، ځان وژنې او ناموسي وژنو زیاتوالی، په زندانونو کې د اعتراض‎کوونکو ښځو ګواښل، فشار راوړل او وهل، د جنسي غړو شکنجه کول (تر څو د رسنیو او نړیوالو بنسټونو له لارې د ربړونې نښې مستند نشي) او د جهاديانو په څیر ظلمونه لکه په زوره هغوی اقرار کولو ته اړایستل او داسې نور، چې چاړه یې د ښځو هډوکو ته رسولې ده.

سره له دې چې اوس زموږ د هېواد ماشومان هم په دې پوهېږي هغه فاشیزم چې د مصنوعي زیرکتیا او د مریخ د نیولو په دوره کې له درېیم ټولګي څخه پورته او «دنګې» نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کوي، اوږد عمر به ونه لري، خو امريکا او متحدينو يې تر نن ورځې پورې د افغانستان او سيمې په خاوره کې خپلې خونړې منګولې ښخې کړي او له چين او روسيې سره د اقتصادي او پوځي سياليو له امله د دغه هېواد د لاسه ورکولو فکر نه کوي. د همدې موخې لپاره د خپل اولاد خوسا مړی ته د څلویښت میلیونو ډالرو ښکاره کڅوړو او بې‎شمیره نورو پټو پیسو په پمپ کولو سره د هغه د بشپړ راپرځېدو مخه نیولې او د «ټول‎شموله» حکومت تر نوم لاندې غواړي «خاین‎شموله» او «جاسوس‎شموله» حکومت رامنځ ته کړي تر څو خپلې اوږدمهاله ګټې خوندي او زمونږ په راتلونکي نسل د «CIA» نوي تولیدات را وتپي. جهادي او ځان‎پلورونکي تکنوکراتان او روښانفکران د ټپوسانو په څېر په تمه دي چې د تېر په څیر د خپل ارباب په مټ د خپلو ملا-مافیايي ظلمونو جنت ته راستانه شي او د خپلې لرغونې قبلې په «ملاتړ» د یو بل عجیبه دولت رامنځته کولو په هڅه کې دي چې یوځل بیا ددې خاورې په بدمرغه برخلیک واکمن شي.

پوهو ځواکونو او شخصیتونو په ځانګړې توګه زموږ مخکښو او سرتېرو میرمنو د ټولو رواني عذابونو په زغملو سره سره د انقلابي غورځنګ ترټولو پیاوړې وسله له لاسه نه ده ورکړې: هیله. د امپریالیزم او بنسټپالۍ له ککړتیا څخه د پاک افغانستان هیله. د افغانستان ولس که په لرې پرتو کلیو او غرونو کې وي او یا په ښارونو او مرکزونو کې وي، لا له وړاندې دې بنسټیز سیاسي شعور او پوهاوي ته رسېدلی دی چې هیڅ ځواک نه شي کولای دغه بې‎برخې او ستړی ولس تر ډېرې مودې د پرمختګ او انسانیت له کاروان څخه لرې وساتي. طالب د اجیر او استخباراتي ځواک په توګه په ټولنه کې هیڅ ریښې نه لري او یوازې د خپلو بهرنیو مالکانو د ټوپک او ډالرو په زور د حکومت کولو هڅه کوي، دغه مستي به یې د ولسي اعتراضونو په څپو پای ته ورسېږي. دا هم باید د یوې شیبې لپاره هېره نه کړو چې د وینو‎تویونکو او جاهلو طالبانو پر وړاندې مبارزه به د خاینو جهادیانو او بې‎ضمیره او فریبکاره روڼ‎اندو پر وړاندې له مبارزې پرته چې د دوی د ایراني او پاکستاني بادارانو په اشاره به یې د قومي، ژبني او مذهبي شخړو نغاره غږوله، نیمګړې وي.

لکه څرنګه چې د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیل له لومړۍ ورځې څخه دا افغانې میرمنې وې، چې د طالبانو له ځناورتوب او د وهلو، سپکاوي، ګواښلو او ربړونو سره سره، او ویرې پرته یې پرتمین او زړور لاریونونه پیل کړل. دوی تر پایه چوپه خوله پاتې نه شوې، او په دې وروستیو کې د ښځو د آرایشګاګانونو د تړلو په اعتراض کې یې اوښکې په زور بدلې کړې او داسې لاریونونه یې پیل کړل، چې یقیناً د ولس د قهر او غصې څپې به ورځ تر بلې پراخې کړي.

بندي خویندو

د بنسټپالو، د امپریالیزم د غلامانو او د هر ډول فاشیزم او د ښځو ضد ارتجاع له زنځیرونو څخه د خلاصون لپاره، موږ د پوهاوي، یووالي، تنظیم او مبارزې پرته بله وسله نه لرو. د ښځو له لیکو څخه د ښځینه طالب لابیانو لکه مدینه محبوبي، رینا امیري، محبوبه سراج، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي او نورو په شړلو او د امپریالیزم ضد او بنسټپالۍ ضد عناصرو په تنظیمولو سره، چې د لسیزو تراژیدیو ضد درمل لري، باید د بنسټپالنې ضد مبارزه ژوندۍ او پراخه کړو ترڅو د سیکولریزم پر بنسټ یوه آزاده او ډیموکراتیکه ټولنه رامنځته شي.

«د افغانستان د ښځو انقلابي ټولنه» (روا) یوازې یوه حل پېژني او هغه دا ده چې مینا شهېدې موږ ته راښودلې ده: مبارزه او تر پایه مبارزه!

څپانده دې وي د یو آزاد، ډیموکراتیک او سیکولر افغانستان لپاره د ښځو د مبارزو څپې!
رپانده دې وي د نړۍ د انقلابي ښځو بیرغ چې زموږ د وياړ او الهام سرچينه دي!

د افغانستان د ښځو انقلابي ټولنه (راوا)

د ۱۴۰۲کال د زمری ۲۴مه – د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۵مه

آخرین مطالب