رپانده دې وي د طالبي فاشیزم پر وړاندې د افغانستان د ښځو د مبارزې بیرغ!

رپانده دې وي د طالبي فاشیزم پر وړاندې د افغانستان د ښځو د مبارزې بیرغ!

د کابل پر ارګ د طالبي لیوانو بیا ټومبلو څخه یو کال تېر شو، لکه څرنګه چې وړاندوینه کیدله ښځې او نجونې ددې ځناورو لومړنۍ قربانیانې وې او د ژوند په ټولو چارو کې د غیر انساني او ځپونکو فشارونو تر لاندې راغللې. خو زمونږ د هېواد ښځو دا وښودله چې نور هیڅ ځواک نشي کولای پر دوي خپل ارتجاعي فکرونه په زوره ومني او د کور په ګوټ کې بندي کړي. د افغانستان ښځو د طالبانو پر وړنداې د مبارزې بیرغ په اوچتولو سره، د آزاۍ‌غوښتنې او عدالت‌غوښتنې نوی دور په خپل نوم کړ؛ د طالبي ځناورو د واکمنۍ د پیل ورځو څخه راولاړې شوې او د ټوپک او دُرې څخه په نه ډارېدو، زړور لاریونونه یې په لاره واچول، وګواښلې او سپکې شوې خو همداسې جنګېږي.

د امریکا امپریالیزم د خلکو تېرایستلو لپاره داسې وایي چې د کابل له راپرځیدو او له مقاومت پرته د غني تیښتې دوي حیران کړي، خو واقعیت دادي چې طالبانو ته د واک سپارلو ګړنلاره هغه مهال پیل شوه چې د ګوانتانامو او بګرام له بنده طالب مشران آزاد، د ملګرو ملتونو له نوم‎لړ څخه ترهګر او جنګي جنایتکاران لرې، په دوحه کې د دفتر پرانیستل، د زلمي خلیلزاد هیوادپلورنکي تر مشرۍ لاندې څو اړخیزه خبرې اترې پیل، له هغوي سره شرمناکه هوکړه لاسلیک، له بند څخه پنځه زره بندیان خوشې او په پایله کې د ۸۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت د امریکا جوړ پوځي تجهیزات هغوي ته سپارلو سره، دا ټول د نقشې سره سمه پر مخ لاړل. امریکا او ناټو پر افغانستان د شلن تیري پر مهال، طالب یې د ذخیروي ځواک په توګه وساته او د پیشکې او موږک په لوبو کولو سره، په پټه یې هغوي ځواکمن کړل. طالبانو هم په دومره موده کې په جنایت او ځان‎وژنو او چاودنو سره بې‎ګناه او عام افغان وګړي یې ووژل نه امریکایي او ناټویې ښکیلاکګر.

د طالب، داعش، القاعده، جهادي او نورو ترهګرو په رامنځته کولو او روزلو کې د امریکا امپریالیزم او ملاتړو خونړي لاسونه له هیچا پټ ندي. امریکا نشي کولای د یو یا دوه سوځېدلو یا سرکښو مهرو په وژلو سره ځان د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ډګر اتل ونوموي. لکه په کابل کې د الظواهري وژل د امریکا جمهوري ریاست ټاکنو لپاره یو تبلیغاتي کمپاین ده نه د ترهګرو او وژونکو بانډونو ریښې ایستل. سی‌آی‌ای، ام‌آی‌۶، موساد او ددې څارګړې دستګاه نور ملاتړې، یوه شیبه هم ددې جنایتکاره ډلې له روزلو، تمویل، مجهز کولو او تبلیغ کولو څخه بې‎خبره ندي. سربیره پر دې له څلویښت کالو څخه زیات شول چې د پاکستان او ایران او ترکیې او عربستان هېوادونه ددغې سرطاني دانې په روزلو کې ملاتړ او مرسته کړې ده. د کلونو لپاره جهادي جنایت‌کونکوي خاینان په خپله غېږه کې نیول او په پاکستان کې د ۳۰ زره دیني مدرسو جوړول، د آی‌اس‌آی د ترهګرنازولو یوه څرګنده بېلګه ده چې لګښت یې د امریکایي او د هغوي د ملاتړو له لوري ورکول کېږي.

امریکا له چین او روسیې سره د سیالۍ لپاره اوس هم له افغانستان څخه لاس په سره نده. که په ظاهره یې پر طالب بندیزونه لګولي او هغه په رسمیت نه پېژني خو په بیلابیلو پلمو د ډالرو په پمپ کولو سره، د هغوي د رانسکوریدلو مخه نیسي. دا واکداران د «ټول‎ګډونه» حکومت جوړولو په پلمه هڅه کوي د طالبانو په واکمنه دستګاه کې خپل آزمویل شوي جاسوسان ځای پر ځای کړي. همداراز امریکا په سیمه کې په فعاله توګه داعش پیاوړی کوي چې د رسنیو له خولې په تېر یو کال کې د داعش غړی‎ درې برابره ډیر شوي دي. ددې ډلې سرتېري له سوریې څخه وزیرستان او بیا وروسته د افغانستان ختیځ ته رالېږل، دا څرګندوي چې په سیمه کې د بلوا جوړولو او په چین او روسیې فشار راوړلو لپاره داعش راتلونکې ټاکنه ده.

طالبانو د واک ترلاسه کولو په لومړۍ ورځ ښځې د زدکړې، کار او آزادۍ له حق څخه بې برخې او هغوي له بیلابیلو دولتي او خصوصي ادارو، دفترونو، ښوونځیو او رسنیو څخه لرې کړې؛ له محرم پرته د ښځو ګرځیدل یې کم او حجاب يې جبري اعلان کړو؛ هیواد یې په بې‎کارۍ او بې‎وزلۍ کې ډوب او له اقتصادي ناورین سره مخ کړ؛ فردي آزادي او موسیقي او پوهه او هنر یې حرام وګڼل؛ پر ملي او مذهبي لږکیو زور زیاتی یې ډیر کړو؛ ددوي د دعوی اپوټه نه یواځې دا چې امنیت ښه نه شو بلکه هره ورځ په عمومي ځایونو کې د چاودنو او ځان‎وژنو په پایله کې، په لسګونو هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ په خپل کرغېړن راتګ سره یې د هیواد مستعد ځوانان اړیستل چې په ډلیزه توګه هېواد پرېږدي؛ او په لسګونو نورې بېلګې.

زمونږ ولس ددې ټولو ناخوالو په منلو سره بیا هم ددې تورې او پردۍپالې ډلې راپرځیدو ته هیله‌من دي او پام کې لري چې:

د امارت‌غوښتونکو او خلافت‌غوښتونکو ډلو ترمنځ ورځ تر بلې اختلاف ډیرېږي؛ که څه هم طالبان او وهابیان او سلفیان او داعشیان د یوې غوجلې څاروي دي خو ددوي ترمنځ خونړی تضاد روان ده؛ لږ تر لږه د ژوند لومړنیو آسانتیاو په برابرول کې ددوي پاتې راتلل د خلکو کریکې آسمان ته پورته کړي؛ نړۍ او په څنګ کې د افغانستان خلک پر مخ ځي خو دغه ارتجاعي ډله په ځناوریزه توګه هیواد شا ته راکاږي؛ فساد د طالبانو په مشرتابه کې ننوتی او د هغوي ډیرۍ په بډو اخیستلو او پېسو ټولولو روږدي شوي دي؛ پاکستان د طالبانو د نکاح‌پلار په توګه خپله په اقتصادي او سیاسي ناورین کې ډوب ده او د ایران زورواکی دولت هم چې د طالبانو یوه برخه په لاس کې لري د خلکو له سخت مخالفت او لاریونونو سره مخ ده او د شرمناک ژوند پای ته یې څه ندي پاتي؛ امریکا د طالبانو د بادار په توګه د اوکراین نازیانو او چین پر وړاندې د تایوان له تحریک څخه په ملاتړ بوخته ده چې دا خپل نړې له یو قطبي څخه د څو قطبي کیدو په لور بیایي؛ له دې ټولو ورهاخوا، په ۲۱مه پېړۍ کې، د منځنۍ پېړۍ ځواک په آسانۍ سره نشي کولای یو ولس له پرمختګ او پوهې او انسانیت څخه راوګرځوي او د ناپوهۍ کندې ته یې وغورځوي.

جهادي او تکنوکراتان او وطن‌پلورونکي روڼ‌آندې ښځې او سړي چې د سي‌آی‌ای او آی‌اس‌آی او واواک په لاس را لوی او مشهور شول او په تېرو کلونو کې په ډالرو او امکاناتو مست ول، پرته له شرم او حیا په مورچل کې ناست دي ترڅو له لاسه ورکړی جنت بېرته لاسته راوړي. د احمد مسعود، صالح، عطا، دوستم، رحمانی، حضرت علی، سیاف، ارغندیوال، نبیل، محقق، سمیع سادات، ضیا مسعود، قانونی او... په بیلابیلو نومونو «مقاومتونه» او «جبهې» جوړول، ملندیزې نندارې دي چې په واک کې د برخې ترلاسه کولو او د تښتېدلو فاسدانو تللي عزت ګټو لپاره په لاره اچول کېږي. زمونږ خلک د یوې شېبې لپاره هم د کرکیجن «جمهوریت» دوران د لوټمارانو د مافیایي واکمنۍ بیا راتګ په فکر کې نه دي چې دوی د طالبي ویروس ودې لپاره زمینه برابرونکي هم ګڼل کېږي. په همدې توګه د تجزیه‌غوښتونکو او توکمپالو جاسوسانو دنده، یواځې داده چې افغانستان ټوټه ټوته کړي ترڅو په آسانۍ سره له ستوني تیر شي او بس.

د «افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت» (راوا) تل ټینګار کړی چې د امریکا نیواکګرو له لوري د ښځو «حقونه» او «آزادي» ورکول درواغ دي او مونږ د هر ډول بنسټ‌پالۍ او د هغوي بهرنیو بادارنو پر وړاندې مبارزې لپاره له خپلواک تشکیل جوړولو، د ډیرو ښځو رهبري او پوهولو او له خپلو لیکو د معامله‌کونکو، تسلیم‌غوښتونکو او جوړجاړي‌کونکو ښځو شړلو پرته بله هیڅ لار نه لرو. مخکښ او پرمخ‌تللي ځواکونه باید پرته له هیڅ تمې، د آزادۍ، دموکراسۍ، سیکولاریزم او ټولنیز عدالت ټینګښت په لار کې مبارزې او پاڅون لپاره له هیڅ ډول کوښښ څخه سر ونه غړوي.

مونږ پر دغې سترې جګړې او د افغانستان د ښځو په وجود کې پر شته پوټانشیل پوره ایمان لرو او د افغانستان او خلکو برخلیک لپاره په دغه پرتمینه جګړه کې د هر عدالت‌غوښتونکي کس او ډلې لاس په ګرمۍ سره کیکاږو تر څو د طالبي او جهادي فاشیزم پر وړاندې د خپلې جګړې بیرغ رپانده وساتو!


د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)

۱۴۰۱ کال د زمری ۲۴مه - ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۵مه

آخرین مطالب