له افغانستان او منځنی آسیا څخه روسیې او لویدیځ ته د مخدره موادو قاچاق او د «مسکو ډله»

د «فیلکس» سازمان په ۱۹۹۱ کال کی د فوځ او کی¬جی¬بی د اطلاعاتو په ګډون له «اقتصادی جرائمو» سره د مبارزې لپاره جوړ شو. د فیلکس کارپوهانی چی د ۹۴ له جنوری څخه ¬یی د مخدره موادو د قاچاق په هکله پلټنی پیل کړی، دی نتیجی ته-رسیدلی دی چی روسیه له ۱۹۹۱ کال راهیسی په بشپړه توګه د مخدره موادو د تجارت نړیواله نظام ته چی د «مسکو ډلی» په لاس کی دی جذب او ښکیل شوی ده.

د «مسکو ډله» چا جوړه کړیده؟ د کی جی بی هغه کسانو چی د چچنی جمهور رئیس دودایف سره یی خبری کولی او د «مسکو ډلی» بنسټ ایښودونکی دی. دوی په لومړی سر کی له چچنیانو سره تړون لاس لیک کړ او وروسته یی بیا خپل کار ته دومره پراختیا ورکړه چی نن د نړیوال اختاپوس تر ټولو فعاله پښی ګڼل کیږی.

دوی چی هم د اطلاعاتو په کار کی پوهه لری او هم د کی جی بی، فوځ او انتظامی ځواکونو له دایرو سره اړیکی لری، سربیره پردی چی د وړلو راوړلو لاری پیژنی، د اطلاعاتی نظام له مختلفو چارواکو سره له اړیکو او بانکی شبکی څخه هم ګته اخلی د «مسکو ډلی» هم بازار ته د مخدره موادو د رسولو لار جوړه کړیده او هم یی د پیسو دسپینولو.

د «مسکو ډلی» دوستم سره د خپلو اړیکو په برکت لومړی کرښه جوړه کړه. په نوموړی ډلی کی هغه کسان غړیتوب لری چی په افغانستان کی د کمونیستی رژیم د امنیت د سازمان سلاکاران وو او له هماغه وخت راهیسی یی له دوستم سره نژدی اړیکی ټینګی کړیدی. دوستم د هغوی اصلی ونډه وال دی. د افغانستان د امنیت سازمان ځینی پخوانی سلاکاران په دواطلبانه توګه د افغانستان په شمال کی پاتی شوی دی چی یویی د کی جی بی هماغه پخوانی افسر دی چی په «ریګان» شهرت لری او په افغانستان کی د دوستم تر ولکی لاندی سیمی کی د مسکو ډلی استازی دی. هغه پخوا په افغانستان کی تریاک رانیول او بیا به یی مسکو ته استول خو د چچنی د جګړی له امله اوس په خپله افغانستان کی له تریاکو څخه هیرویین جوړوی.

د افغانستان په پوله کی د یو کیلو تریاکو بیه 40-50 ډالره ده. د دوی کار داسی وو چی د دوستم د کسانو تر ساتنی لاندی به یی له تریاکو څخه په لومړنی ډول مورفین جوړول او بیا یی هر 2 یا 3 ټنه په لاری یا هلیکوپتر کی بارول او له خپلو اړیکو څخه په ګټی اخستیلو سره یی ازبکستان ته وړل. د بار ساتنه تر ترمز یا سمرقند پوری د کی‎جی‎بی د یوه پخوانی صاحب منصب په غاړه وه. هغه د ازبکستان پایتخت تاشکند له چارواکو سره ټینګې اړیکی لری. د هغه کسان مورفین په مسافروړونکی الوتکی کی ځای پر ځای کوی او بیایی چچنی ته وړی. د چچنی شالی نومی سیمه له مورفینو څخه هیرویین جوړولو او مسکو او نورو بازارونو ته د لیږدولو مرکز دی.

د «مسکو ډلی» د هیرویین جوړولو مرکز هم د تریاکو رانیولو ځای یعنی افغانستان ته وړی دی.

آخرین مطالب