د زهراكاظمي‌ وينه ‌ د ايران‌ جنايتكاره‌ رژيم‌ پر مخ‌ ‌د ننگ‌ يو بل داغ‌

زهراكاظمي‌ ايران‌ بنسټه‌ كانادايي‌ عكاسه‌ او خبرياله‌ په‌ داسي‌ حال‌ كه‌ چي‌ په‌ تهران‌ كي‌ يي‌ د اوين‌ زندان‌ په‌ مقابل‌ كه‌ عكاسي‌ كوله‌ ونيول‌ شوه‌ او د سپاه‌ په‌ زندان‌ كي‌ د تحقيقاتو په‌ دوران‌ كه‌ چي‌ هيڅ‌ څه‌ يي‌ د اعتراف‌ كولو لپاره‌ نه‌ درلوده‌. د تهران‌ څارنوال‌ سعيد مرتضوي‌ د مستقيمي‌ څارني‌ لاندي‌ د قضايي‌ ځواك‌ او اطلاعاتو وزارت‌ د كسانو لخوا شكنجه‌ شوه‌ او د هغي‌ گزار له‌ كبله‌ چي‌ په‌ سر يي‌ لگيدلي‌ وء مغزي‌ ويني‌ تلل‌ ورته‌ پيدا شوه‌ او په‌ دي‌ توگه‌ يي‌ خپل‌ ځان‌ له‌ لاسه‌ وركړ.

زهرا بايد امريكا ته‌ په‌ جاسوسي‌ كولو اعتراف‌ كړي‌ وي‌. هغه‌ سناريو چه‌ بايد ورباندي‌ اعتراف‌ كړي‌ وي‌ دا وه‌ چي‌ هغي‌ د امريكا د جاسوسي‌ سازمان‌ او د خبريالانو او اصلاح‌ غوښتونكو او د زده‌ كوونكو د غورځنگ‌تر مينځ‌ د اړيكو برقرارولو ونډه‌ درلوده‌. داسي‌ ويل‌ كيږي‌ چه‌ د زهرا د كالبد څيرني‌ په‌ راپور كي‌ راغلي‌ چه‌ هغه‌ د مستنطقينو په‌ مقابل‌ كه‌ مقاومت‌ كړي‌ چه‌ په‌ نتيجه‌ كي‌ يي‌ د هغوي‌ څخه‌ يو تن‌ په‌ زهرا جنسي‌ تيري‌ كوي‌. د زهرا مور هم‌ د هغي‌ په‌ وينو كي‌ لټ‌پټ‌ جسد د ليدلو وروسته‌ په‌ زهرا د شوو وحشيانه‌ شكنجو تصديق‌ كړي‌ دي‌.

Zahra Kazimi

كه‌ د زهرا د مړيني‌ دليل‌ طبيعي‌ وي‌ نو بايد جسد يي‌ د كانادا دولت‌ ته‌ وركړل‌ شوي‌ وي‌ او نه‌ دا چي‌ په‌ پټه‌ سره‌ ښخ شوي‌ وي‌. د كانادا د دولت‌ د ټينگار او د هغي‌ د زوي‌ د غوښتنو سره‌ سره‌ په‌ شيراز كي‌ د زهراكاظمي‌ پتي‌ ښخوني‌، د كانادا د دولت‌ قهر او خشم‌ راوپاړوو.

د بشر د حقوقو څخه‌ پلوي‌كوونكو سازمانونو او د ايران‌ اسلامي‌ جمهوري‌ د شكنجي‌ او ترور دستگاه‌ ضد خبريالانو ډير سخت‌ غبرگون‌ وښوده‌. خو له‌ هغه‌ ځايه‌ چي‌ زهراكاظمي‌ لومړني‌ كس‌ نه‌وه‌ چه‌ د «فقيه‌ ولايت‌» د جلادانو د شكنجي‌ لاندي‌ ووژل‌ شوه‌ او دا انساني‌ ضد رژيم‌ كلونه‌ كلونه‌ دي‌ چي‌ په‌ ايران‌ باندي‌ ترور او خفقان‌ اعمالوي‌، نړيوال‌ كوښښونه‌ په‌ هغوي‌ باندي‌ فشار راوړلو په‌ خاطر زياته‌ اغيزمندي‌ نه‌لري‌. علي‌خامنه‌اي‌ د وزيرانو هيئت‌ په‌ يوي‌ غوندي‌ كي‌ د بشر د حقوقو سازمانو باندي‌ په‌ سختي‌ سره‌ نيوكو كولو سره‌ امر وكړ چي‌ خپل‌ وخت‌ نبايد په‌ كوچنيو او بي‌ارزښته‌ څيزنو لكه‌ د بشر حقوق‌ او زهراكاظمي‌ په‌ وژني‌ تير كړي‌ او زياته‌ يي‌ كړه‌ چي‌ دولت‌ خلكو د خدمت‌ كولو ځاي‌ دي‌!

زهراكاظمي‌ د ايران‌ جنايتكاره‌ اسلامي‌ جمهوري‌ ښكار كړه‌ ځكه‌ چي‌ د هغي‌ د خبرو او عكسونو څخه‌ لكه‌ د مردكيو او خنجر په‌ شان‌ ډاريدل‌. كه‌ زهرا وخت‌ موندلي‌ وي‌ د خپلو گزارشونو او عكسونو په‌ خپرولو سره‌ يي‌ په‌ انسان‌ وژونكي‌ «ولايت‌ فقيه‌» ډير ښايي‌ چي‌ د مستبدو او دموكراسي‌ ضد رژيمونو په‌ مينځ‌ كي‌، اسلامي‌ بنسټپالي‌ رژيمونه‌ تر ټولو ويني‌ څښونكي‌ او بي‌مهاره‌ ډلونو څخه‌ يي‌ دي‌. د ايران‌ د اسلامي‌ دژخيمانو په‌ لاس‌ د زهراكاظمي‌ شهادت‌ زمونږ د هيواد په‌ خپرونو كه‌ انعكاس‌ ونه‌مونده‌. دا ښايي‌ چي‌ د ځينو كسانو د محافظه‌كاري‌ او ايراني‌ كيدلو تر څنگ‌، په‌ دولت‌ كي‌ د «شمال‌ ائتلاف‌» جنايتكارانو شتوالي‌ څرنگه‌ زمونږ د خبريالانو كار لكه‌ د بوي‌ لټوونكو سپيانو په‌ شـان‌ د خپـل‌ مستقيم‌ او غيـرمستقيم‌ گواښوونكي‌ نظر لاندي‌ نيولي‌ دي‌.

آخرین مطالب