د غـونـډی پـرانيـزه‌


په غونډی کی گڼ شمیر ښځو گډون کړی وو

درنو دوستانو او ميلمنو، ځوريدلو خويندو او ميندو،

تر هرڅه د مخه‌ غواړم‌ لدی كبله‌ ستاسی څخه‌ مننه‌ وكړم‌ چی زمونږ بلنه‌ مو منلی ده‌ او پخپل‌ حضور سره‌ مونننی محفل‌ چی د ښځی نړيوالی ورځی په‌ مناسبت‌ يی لمانځو، پرتمين‌ كړی دی او په‌ دی لاره‌ كی مو مونږ ته‌ د زړه‌ قوت‌ رابخښلی تر څو د آزادی، دموكراسی او د ښځی د حقوقو چيغه‌ لاپسی په‌ اوچت‌ آواز اعلام‌ كړو. «راوا» سږكال‌ هم‌ لكه‌ د تيرو كلونو په‌ شان‌ د مارچ‌ اتمه‌ لمانځی ترڅو له‌ دی لاری د دُره‌ په‌ لاس‌ مزدورانو له‌ خوا د تباه‌ شوی افغانستان‌ په‌ ځنځیرونو كی بندی ښځو آواز د نړيوالو غوږونو ته‌ ورسوی، او د ټولی نړی تر ستم‌ لاندی ښځو سره‌ خپله‌ خواخوږی اعلام‌ كړی.

كه‌ د مذهبی فاشيستانو تر پښو لاندی شوی ايران‌ كی همادارابی گانی سوځی؛ كه‌ په‌ مصر او الجزاير كی د ښځو او د هغوی تی پوری ماشومانو مړی دبنسټـپالو په‌ چاړو غوڅيږی؛ يا د كشميری او كړدی ښځی سپكاوی كيږی او خپل‌ اولاد او خاوند له‌ لاسه‌ وركوی؛ مونږ خپل‌ ځان‌ د هغو ټولو په‌ غم‌ كی شريك‌ گڼو او هغه‌ په‌ ډيره‌ ژوره‌توگه‌ احساسوو، ځكه‌ چی مونږ په‌ هغه‌ هيواد پوری اړه‌ لرو چی د داسی جهادی او طالبی ورانكارانو په‌ توره‌ حلال‌ شوی چی شايد د نړی د هيڅ سفاك‌ او تورآنده‌ ځواك سره‌ هم‌ نشی پر تله‌ كيدلای.

داسی هيواد چی د درد چيغه‌يی څوك‌ نه‌ اوری او مخ‌ په‌ هيريدو دی. نو ځكه مونږ له‌ هغو مبارزو ښځو سره‌ چی په‌ درديدلی زړه‌ د وينی څښونكی او تورآنده‌ دښمن‌ په‌ زړه‌ او سترگو كی منگلی ښخوی خپل‌ ځانونه‌ هم‌آواز گڼو.

ددی ورځی د لمانځلو محفل‌ نبايد چی د اسلامی يا غيراسلامی بنسټـپالو له‌ مخونونه‌ د پردی له‌ څيرولو پرته‌ كوم‌ بل‌ څيز وی. ځكه په‌ هر ځای كی چی د بنسټپالو خوسا بوی تر پوزی شی نو هلته‌ هرومرو په‌ ښځو يو بربنډ ستم‌ وجود لری. بايد د بنسټـپالی په‌ وړاندی ودريږو اوپری نږدو چید دين‌ څخه په‌ ناوړی گټی اخيستو سره‌ زمونږ ټپی خلك‌ په‌ ځانگړی توگه‌ زمونږ توربختی ښځی لاپسی خاوری ايری شی.

نن‌ زمونږ په‌ وينو لړلی هيواد د بنسټپالو ورانكاری په‌ محراق‌ بدل‌ شوی، په‌ هره‌ كوڅه‌ او بازار كی يی يو وحشی موجود دُره‌ په‌ لاس‌ د خپل‌ ښكار په انتظار ولاړ دی؛ ښځه‌ چی د ډيرو زياتيو له‌كبله‌ په‌ يوی حرامی متاع‌ بدله‌ شوی، د سپكاوی نه‌ ډكو قمچينو او كنداغونو د وهلو لاندی اچول‌ كيږی.

طالبی بی پته‌ گوډاگيان‌ د خپلو جنگونو لپاره‌ د سونگ‌ لرگو راټو لولو په‌ لړكی هره‌ شيبه‌ د يتيمانو او كونډو شمير زياتوی. د هغوی له‌ نظره‌ د جنگ‌ د پايلو (غلا او فحشا) د له‌ منځه‌ وړلو يواځنی لار د لاس او خپو غوڅول‌ او سنگسارول‌ دی.

د دی جنگونو په‌ بله‌ خوا كی جهادی ځناور چی ښځی ځورونی، قتل‌ او جنايت‌ كی له‌ طالبانو څخه كم‌ ندی ولاړ دی. او په‌ مينځ‌ كی يی زمونږ غم‌ځپلی خلك‌ دی چی ځوريږی او قتل‌عام‌ كيږی. پدی ورځو كی چی د شمالی خلك‌ او په‌ ځانگړی توگه‌ د هغو سيمو مظلومی ښځی او نجونی د ژوند ډيری دردوونكی او وژونكی شيبی له‌ سره‌ تيروی او بنسټپالی په‌ رمباړو سره‌ د خپلی فتحی او برياليتوب‌ ناری سوری وهی، نړيواله‌ ټولنه‌ په‌ مرگنی چوپتيا كی ډوبه‌ ده‌ او افغانستان‌ يی چی د وينی څښونكو كوږانو په‌ غار بدل‌ شوی، هير كړيدی.

ناهيدگانی او دارابیگانی، ملالیگانی او اجلال‌گانی توپانی شوی خو د تسليم‌ سر يی ټیټ‌ نكړ، ترڅو د ښځو غږ يی د تاريخ‌ په‌ پاڼو كی ليكی وی.

د آزادی بيرغ‌لرونكی لوړ همته مينا وجنگيده، ځان يی د خپل سپيڅلی او اوچت ارمان يعنی د ښځو د څرگنده‌ حقوقو د دفاع‌ په‌ لار كی قربان‌ كړ. به‌ سلگونو او زرگونو نوری ښځی هم‌ په‌ اتلوالی سره‌ د ښځی د خلاصون‌ لپاره‌ وجنگيدلی، ځانونه‌يی قربان‌ كړل‌.

نو راځی د دی بلوا نه‌ ډكی نړی په‌ هر گوټ‌ كی د آزادی غوښتونكو ښځو دود او دستور او رسم‌ درڼاوی وكړو او د وينی څښونكو بڼستپالو او د ښځی ضد سفله‌گانو په‌ سترگو كی غشی واوسو.

آخرین مطالب