د افغانستان ښځی د بنسټپالو او تیری کوونکو په دوزخ کی سوځی

«دافعانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) اعلامیه د ښځو نړیوالی ورځی په اړوند

نن چی د ښځو د نړیوالی ورځی دلمانځلو څخه سل کاله تیریږی، پرمخ تللی هیوادونو کی ښځی په خوشحالی سره هغه جشن نیسی، ولی مونږ مجبوره یو چی دهغه دردونو، مصیبتونو او ځورولو څخه یادونه وکړو چی زمونږ خلک او په تیره بیا ښځی په کی سوځیږی. اووه کاله تیر شو، هغه هیواد چی امریکا او پلویان یی په دروغو او غولونو سره دعوا کوی چی ورته یی سوله او دموکراسی په ارمغان راوړی او ښځی یی ورله دطالبانو د منګلو څخه خلاصی کړی دی، تراوسه هم د بنسټپالی په دوزخ کی سوځی. انجونی د سپی سره بدلیږی، پر ښځو او ماشومانو تیری کیږی، هغه سړی چی د جهادی آرګاه و بارګاه تر پلوی لاندی دی خپلی ښځی په بیرحمانه توګه وژنی، خو ټکیدلی اوبی ورباندی اړوی، غوږونه، پوځی او ګوتی ورله غوڅوی، بی ګناه ښځی سنګساریږی او دکرزی مافیایی دولت په نه ستړی کیدونکی توګه په جوړجاړی کولو، جنایتکارانو او غلو په ستایلو بوخت دی او دخپل بی شمیره کلیکسیونو څخه هغوی ته مدالونه ورکوی. خو ښاغلی کرزی ته دا ‌ذره هم مهمه نده چی مدال لرونکی غل او انسان وژونکی عطامحمد، د پرویز کامبخش په نوم ځوان بی کوم جرم او ګناه درلودلو پرته په زندان کی اچولی او د فضل هادی شینواری په څیر څو خونړی او مکارو قاضیانو یی د هغه اعدام حکم ورکړی دی.

یو شمیر ناپوهه او یا ددنیا څخه بی خبره کسانو، په پارلمان کی د ښځو شته والی ددموکراسی، پرمختګ او د ښځو د حقوقو او آزادی نښه ګڼی، خو عملا مو ولیدل چی دا جمعیتی ـ خادی ښځی لکه د نانځکو په شان د جهادی قوماندانانو تر فرمان لاندی دی او په ډیر بی پرواتوب او بی غمه زړه دخپل هیواد د ځوریدلو ښځو د بدمرغیو او توربختیو ننداره په ډیری بی‌شرمی سره کوی او د ښځو وضعیت دبربنډولو او اعتراض پر ځای، په لوټولو او دخپلی څوکی او مقام ساتلو کی بوختی دی. که دا ښځی د جهادی ـ خلقی او پرچمی جنایتکارانو سره لاس نه درلودلی او دهغوی سره په جوړجاړی بوختی نه وی، لکه د ملالی جویا په شان یی باید په کلکه سره دخلکو په کتار کی ودریدلی وی او خلکو او هیواد په مقابل کی به یی خپله دنده په صادقانه توګه سرته رسولی وی.

دصدام اعدامیدل، وطنی صدامان هم د مرګ په تبه اخته کړل. دی خونړیو داړه مارانو په ډیری عجیبی وارخطایی سره هڅه وکړه چی دخپل حتمی مرګ او محکومیت مخه ونیسی. دی لیوانو دخپلو هم صفته خلقی ـ پرچمی ورونو سره دملی مصالحی او ملی جبهی په جوړولو سره په یو ګونی کتار کی سره یوځای شول ترڅو خپل غاړه د خلکو د عدالت رسی څخه خلاص کړی، البته د ملی جبهی تر څنګ، نباید فرهنګی متحده جبهه له یاده وباسو چی څنګه چوپړی مخوره کسان په بی شرمی سره د جهادیانو او د هغوی د خلقی او پرچمی هم لاسو مخونو څخه وینی څټی او په ډیری سپي مخي سره رسنیو له لاری په دی هڅه کی دی ترڅو ټول مرداری د کرزی په دولت باندی په ورتپولو سره، د تطهیر اوبه د جنایتکارانو به سر او ږیرو واچوی او هغوی دموکرات، متمدن، بافرهنګ او آزادی غوښتونکی کسان معرفی کړی.

که له یوی خوا ګلبدینی کریم خرم د شوونیستی دریځ له مخی، د څوخبریالانو په مقابل کی خاینانه عمل کوی، د جنایتکارانو فرهنګی لاس پوځی خپلو ایرانی بادارانو ته ارادت ښودلو په خاطر، د «دانشگاه» او «دانشکده» لپاره خپل ستونی څیری کوی خو هم هیڅکله نشی کولای د اوسنی زړه بریښونکو مسئلو لکه د بی امنی، بی دوایی، ولږی، بی‌کوری، تښتونی، د جهادی او طالبی ځناورانو په لاس د بی‌ګناه ښځو او سړو وژل، دژمی د سړی هوا له کبله د سلګونو خلکو وژل کیدل، غریبی، بیکاری، او زمونږ دخلکو نورو سلګونو بدمرغیو او اوسنیو بدوحالاتو دعاملانو د بربنډولو په هلکه یوه خبره هم وکړی بلکه د مطبوعاتو او تلویزیون له لاری د افغانستان د آزادی او ملی وحدت تر ټولو سرسخته دښمنانو په صفت کار کوی.

نن چی امریکا د تروریزم ضد جنګ د درامی پرده هم څیری شوی ده او ګورو چی یوی خوا «د تروریزم خلاف جنګ» په نامه زمونږ په زرګونو بی ګناه او بدمرغه هیوادوال وژنی خو له بلی خوا فاشیستو طالبی خوکانو سره جوړجاړی کولو کی بوخت دی او هڅه کوی چی دځینو له سر او مخونو څخه مرداری په پاکولو سره، هغوی ته په قدرت کی ځای ورکړی. دی خاینانه غولونو یو ځلی بیا زمونږ او د نړی خلکو ته څرکنده شوه چی امریکا او متحدین یی یواځی او یواځی دخپلو استراتیژیکو، اقتصادی او سیاسی ګټو په لټه کی دی او افغانستان لانور هم د بدمرغیو او تباهیو په لور راکاږی. په قدرت کی د جهادی خاینانو او مخور ډوله جاسوسانو ټومبول او مخدره موادو د مافیا په مرکز د افغانستان بدلیدل، ددوی ددی خاینانه سیاست لومړنی ګامونه وو.

لکه څرنګه چی «راوا» په هماغه لومړی ورځو کی اعلان وکړ چی هیڅ هیواد نه غواړی بل هیواد ته دموکراسی او آزادی وروبخښی او اوس دا حقیقت ټولو ته څرګند شوی دی. زمونږ خلکو په ډیره ښه توګه ولیدل چی څرنګه امریکا مړه موږکان د نکتایی او دریشی سره لکه د وحشی لیوانو په شان یوځلی بیا زمونږ پر خلکو خوشی کړل او په افغانستان کی دروانو ناوړه پیښو، در بشر دحقوقو تر پښو لاندی کولو او جهادی غلو او فاسدو ان جی او ګانو په واسطه د ملیونونو ډالرو پټولو په هلکه په پوره توګه بی پروا ده. که د بیا رغونی په نوم شوی مالی مرستی په پارلمان و او کابینه کی ناستو خاینانو په جیبونو کی نه وی غورځیدلی، طبیعی بلاګانو لکه سړی هوا به دومره قربانی ګانی نه وی اخیستی. که ددی پیسو یواځی ډیره کمه برخه دخلکو د هوساینی لپاره په کار اچول شوی وی، زمونږ د سلګونو بوډاګانو او ځوانانو لاس او پښی به نه وی غوڅی شوی او په زرګونو نور به د مرګ سره نه وی مخامخ شوی.

«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» یو ځلی بیا اعلاموی زمونږ د وطن د ټولو بدمرغیو او ځوریدنی د جهادی او طالبی ډوله بنسټپالی په واکمنی کی ریښه لری او ترڅو چی دا مردار زخم له بیخه وچ نشی، زمونږ هیواد او ملت به ونشی کړای نه د امریکا او ناتو او نه د بل هیڅ بهرنی ځواک په زور د هوساینی، پرمختګ او نیکمرغی مخ په سترګو و نه وینی.

مونږ یو ځلی بیا اعلاموو چی که څه هم ښاغلی کرزی په خپل څنګ کی ناستو جنایتکارانو باندی د هر ډوله عدالت پلی کولو څخه د بیوځلی څرګندونه وکړه، خو مونږ هود کړی دی چی د ډیرو سختیو او د جهادی ـ خادی او د هغوی د فرهنګی چوپړانو په محاصری کی د اوسیدلو سره سره، د افغانستان د خلکو، ددموکراسی او آزادی پلوه ګوڼدونو او ډلو په ډاډ او اعانت، ترڅو مو چی د افغانستان د دری لسیزو څه سنی او شیعه، پښتون، تاجیک، هزاره او اوزبک جنګی جنایتکاران او لوټماران د محاکمی میز ته نه وی راښکلی، یو شیبه به آرام کښی نه نو.

د پورتنیو ویل شوو خبرو په پام کی نیولو سره، د مارچ اتمی لمانځل د خلاصون ځلانده سباوون ته تر رسیدلو پوری، زمونږ د هیواد ښځو لپاره بله معنی لری. زمونږ لپاره:

د مارچ اتمه یعنی دهغه زره بریښونکو دردونو او رنځونو بیانول دی چی زمونږ د وطن پر ښځو تیریږی او دهغه رذیلانو بربنډول دی چی ددی فاجعو ذمه دار دی.

د مارچ اتمه یعنی دهغه شهیدو ښځو په وینو د قسم خوړلو ورځ ده چی د آزادی، انسانی کرامت او خپلو حقوقو لپاره یی ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مارچ اتمه یعنی د جهادی او طالبی بنسټپالو ضد د اوچتیدو او یووالی ورځ ده.

او آخر دا چی د مارچ اتمه یعنی د بنسټپالو او د هغوی د بهرنی مالکانو در مرداری څخه په پاک افغانستان د آزادی، دموکراسی او ټولنیز عدالت د راوستلو لپاره د قسم خوړلو ورځ ده.

د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت (راوا)
د ۱۳۸۶ کال د کب ۱۸ ـ کابل

آخرین مطالب