له وینی‎څښونکی ګلبدین سره تړون زمونږ د ولس په برخلیک د امریکا او دهغې د چوپړانو بله لوبه

لنډه داچی د ع او غ لاسپوڅي رژیم د کابلیانو پر ټپونو د مالګې په دوړولو، په یو کرکجن حرکت کی، له ګلبدین دغه جنایتکاره ترهګر سره تړون لاسلیک کړ ترڅو هغه یو وار بیا د خپل انډوخر او توغندیو توغولو زرګونو تنو قربانیانو وینې تر پښو لاندی کولو سره، ډګر ته راشی او د لویدیځ او امریکا روزونکو او څارګرو دسترخوان ته ورګډ شي.

وینې‎څښونکي ګلبدینیان د څو میاشتو خبرو اترو وروسته په پایله کی په دی وتوانیدل چی د خپل مشر خوسا مړی په اوچته بیه امریکا او د غنی لاسپوڅي دولت ته وړاندی کړي. په داسی حال کی چی زمونږ په میلیونونو هیوادوال د بیوزلۍ او نیستۍ شپې او ورځې تیروی او د ټیټ‎پوړو دولتی چارواکو، استا‌ذانو او د پولیسو او اردو عسکرو تنخوا په میاشتو-میاشتو نه ورکول کیږي، د دولت هیوادپلورونکو او چوپړو چارواکو او تش په نوم د سولې شورای ددغه ملی خاین د امنیت خوندی کولو لپاره لویه بودیجه ځانګړی کړی ده. زرګونو ګلبدینیانو ته بی‎کچې امتیازاتو ورکولو سره لکه ښارګوټی او د اوسیدلو ځای او په دولتی څوکیو کی د هغوی ټومبل، ددغو انسان وژونکو لاس به زمونږ د خلکو په وژنه او ربړونه کی لا پراخه کړي.

گلبدین جنایتکار

نیواکګره امریکا خپل نازولی ځوی او پخوانی جاسوس ته د قضایی خوندیتوب په ورکولو سره به ډیر ژر د هغه نوم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور نوم‎لړ څخه پاک کړی، راکټیار له نورو ناتارکونکو او خاینو ورونو لکه سیاف، محقق، حاجی الماس، دوستم، عبدالله، قانونی، مولوی قلم‌الدین، خلیلی، اسماعیل، ملا متوکل او نورو سره د لاسپوڅي دولت په آخور کی یوځای کیږي.

په داسی حال کی چی یو شمیر بی‎شرفه او بی‎وجدانه په اصطلاح «کارپوهان» او «د نظر خاوندان» د جنایتکاره ګلبدین راتګ ته ښه راغلاست او په اصطلاح «د هیواد امنیت او سولی په خیر او برکت» یی ګڼي، خو واقعیت دا دی چی د آی‎ایس‎آی له دغه چوپړ سره معامله او هغه ته قضایی خوندیتوب ورکول د هیواد هغو سلګونو تنو روڼ‎آندو له وینی سره خیانت دی چی د ګلبدین انسان‎وژونکی بانډ له لوری تری‎تم او یا وژل شوی دي. تیزاب شیندونکی او راکټ ویشتونکی ګلبدین ته «درناوی او عزت‎ورکول» د اویا زره کابلیانو وینې تر پښو لاندی کول دي چی د هغه او ورته جهادی ورونو انډوخر په پایله کی په شهادت رسیدلی دي.

د «افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» د تیرو ترخو پایلو په پام کی لرو سره بیا هم ټینګار کوی هغه «سوله» چی له طالبی او ګلبدینی هیوادپلورنکو او وینی‎څښونکو څخه په ننواتو او معاملو لاس ته راشی، هیڅکله ټیکاو او د خلکو په ګټه نه وی، او ډیر ژر به د همدغو وینه‎تویونکو او ملګرو له لوری، خپل ځای ویجاړۍ او بی‎شمیره بدمرغیو ته ورکړی چی یواځې او يواځی د هغې قربانیان په زمونږ کړیدلی خلک وي. سربیره پر دی، امریکا چی په ټول ځواک سره داعش او طالبان روسې او چین ته د ترهګرۍ لیږدولو لپاره تمویل او سمبالوی، هیڅکله هم په افغانستان کی سولی او ټیکاو ته زړه نه ښه کوی.

مونږ تل دا ویلی چی ریښتینی سوله یوازی هغه وخت په هیواد کی ټینګیدلی شی چی د نیواکګری امریکا او د هغې ملاتړو لاس زمونږ له هیواد څخه لنډ شی او د ۴۰ کلونو ټولو خاینانو او جنایتکارانو ته سزا ورکړل شی او له یو توفانی پاڅون څخه رامنځ ته شوی دموکراتیک دولت کی، خلک خپله خپل سمسور برخلیک وټاکي.

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)

د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲مه (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۳مه)


فارسی ژباړه

آخرین مطالب