۱۵ کال وړاندی امریکا او ملاتړو یی زمونږ بیدفاع او بیګناه خلک د «ترهګرۍ پر وړاندی جګړې» تر نوم لاندی بمبار کړل او افغانستان یی تر پوځي ولکی لاندی راوست. د امریکا پوځې لاسوهنو پرته له ګمانه زمونږ د خلکو پر مخ د درد، رنځ او بدمرغیو نوی پاڼه پرانیستله او یو وار بیا یی د طالبی ترهګرو پر ځای د جهادی ترهګرو په واکمنولو سره زمونږ هیواد یی بیاځلی د بنسټپالۍ، ښځو ضد، فساد، بیامنۍ، بیوزلۍ، بیکارۍ، د مخدره توکو تولید او قاچاق، د ملی شتمنیو لوټ، د سیمې هیوادونو لاسوهنې او په زرګونو نورو ناخوالو کی ډوب کړ.
په هماغه لومړیو کی چی طالبی ځناور د امریکایی «بی ۵۲» ګزارونو له امله له کابل څخه وتښتیدل او جهادی جنایتکونکی د سیآیای په شلګۍ سپاره ښار ته راننوتل، «راوا» وړاندوینی کړی وی چی نن له یوېنیمی لسیزی وروسته خلک د هغو ریښتنولی په ډاګه لیدلی شی. مونږ په ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۱۳مه نیټه ملګرو ملتونه ته په یو غوښتنلیک کی ویلی وو: «له کابل څخه د طالبی ترهګرو په شا تګ یو مثبت بدلون دی خو ښار ته د شمالی ټلوالې لوټمارانو او تیریکونکو راتګ د کابل دوه میلیونه وکړو ته چی د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پوری کوم ټپونه خوړی او تر اوسه ندی درمل شوی، یو ویرونکی او لړزونکی او ناآرامه کونکی خبر دی.» له ۱۱ سپتامبر څخه یو کال وروسته «راوا» د ۲۰۰۲ کال د سپتامبر په ۱۱مه په یوې اعلامیه کی ویلی وو: «سر پخوونکی پاڅیده، سپی یی پر ځای کښیناست!، امریکا د طالبی ترهګرو پر ځای د «شمالی ټلوالی» جهادی ترهګر واکمن کړل.» د افغانستان د خلکو پر وړاندی د امریکا دغه خیانت د افغانی بنسټپالانو څخه د څلویښت کلن ملاتړ تر څنګ د بخښلو وړ ندی.

مونږ له پیل څخه په دی باورمند وو چی د طالبی او جهادی ناتارکونکو ښځو ضد لیوالتیا یواځی د هغوی غیرانسانی تربیت او فکر څخه نه بلکه له ناپوهئ او مذهبی بنسټپالنی څخه سرچینه اخلی او تر هغې چی امپریالیستی قوتونه او د ایران او پاکستان او عربستان مرتجع دولتونه له دغه انسانی ضد سیستم څخه مالی او پوځي ملاتړ کوی نه به زمونږ په هیواد کی دغه بیکچې ښځو ضد فکر ورک شی او نه به زمونږ په هیواد کی پر دموکراسۍ او عدالت او برابرۍ ولاړه ټولنه رامنځ ته شی. لکه څرنګه چی په تیرو ۱۵ کلونو افغانو ښځو د امریکا او لاسپوڅي دولت تر واکمنۍ لاندی د خپل ژوندانه ډارځپلی ورځی تیری کړې. افغانستان د تاریخ په هیڅ لړۍ کی تر دې کچې د جنسی تیری، ښځو وژنې، د زیږون پر مهال د میندو مړینه او د ښځو پر وړاندی ډولا ډول تاوتریخوالی او ناورین شاهد نه وو. د خلکو په مخ کی په ځناوریزه توګه د فرخندې وژنه، د رخشانې سنګسار، د زهرا سوزونه، د تبسم غاړه پری کول، په بشیرې، صایمې، شکیلا او لسګونو نورو نجونو جنسی تیری بسنه کوی چی د امریکا او ناتو او طالبی او جهادی زنځیری سپیانو له لوری په دغه نیول شوی خاوره کی د ښځو پر وړاندی د ویرونکی جنایت ډیروالی په ډاګه کړي.
امریکا ظاهرا د ترهګرو او القاعدې ځپلو او نږدې دری زره امریکایی اوسیدونکو د وینی غچ اخیستلو په موخه چی د یوولسم سپتامبر په پیښه کی ووژل شول په افغانستان او وروسته عراق، لیبیا، سوریه، یمن او ...یرغل وکړ او په بدل کی په زرګونو انسانان په دغو هیوادونو کی په خاورو او وینو ولړل. او له ټولو مهمه دا چی د خپلی وینا او غولونکو شعارونو خلاف یی نه یوازی دا چی طالبان او القاعده له منځه وینوړل بلکه د هغوی ځواکمنولو تر څنګ یی غړمبیدونکی ډله داعش رامنځ ته، سمبال او وسله ورکړه چی نن ورځ په اروپایی ښارونو کی ترهګریز بریدونه کوی. نو دا جوته ده چی امریکا نه د قربانیانو د وینی غچ او د نورو وکړو د ځان خوندیتوب لپاره بلکه د خپلو امپریالیستی کرغیړنو او پراختیاغوښتونکو موخه لپاره جګړه د نړۍ دی برخی ته راوستی ده او د یوې نیمی لسیزی په لړ کی یی په میلیونونو انسان وژلی او په سلګونو میلیونه نور یی بیکوره او در په در کړی دي. او نن امریکا په یو بیمخینه سیالۍ کی له خپلو سیالانو لکه روسیه او چین سره، نړۍ عملا په یو له خطر څخه ډک لوری روانه ده چی د هرې جګړې په پیل سره به، زمونږ هیواد چی د امریکایی جنایتکارانو هډې پکی شتون لری، د زیانمنو سیمو څخه به وي.
اوس دا ټولو ته روښانه شوی چی په تیره یوه نیمه لسیزه کی د امریکا جګړې اصلی لوری د افغانستان بیګناه وکړي وو نه طالبان، القاعده او ترهګر. په همدغو ورځو کی په داسی حال کی چی د جنایتکارانو مشر ګلبدین (چی د نورو ځناورتوبونه تر څنګ یی په رسمی توګه د څو ځانمرګو بریدونو پړه هم اخیستی ده) په «درناوی او عزت وروکولو» سره د لاسپوڅی دولت نورو جنایتکارانو کړۍ ته ور دننه شو، یواځی د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کی د داعش او طالب ځپلو تر نامه لاندی زمونږ ۱۴ بیګناه هیوادوال د بیپیلوټه الوتکو په بمبار کی ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپیان شول.
د «افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» په دی ټینګ باور دی تر هغې چی زمونږ په هیواد کی امریکایی نیواکګر شتون ولری او لاسپوڅی دولت او بنسټپال او غیر بنسټپال چوپړان یی زمونږ د خلکو په برخلیک واکمن وی، افغانستان په ښه ورځ و نه ګوري. د انسان خوړونکو نیواکګرو او هغوی له فاسد نظام څخه د خلاصون یوازینی لاره زمونږ د خلکو پوهه او یووالی دی. هغه ولس به سر لوړی، آزاد او باحیثیته وی چی خپل برخلیک په خپلو لاسونو وټاکی نه دا چی جان کیری د هغوی د حرکت لاره وټاکی.
د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)
د ۱۳۹۵ کال د تلې ۱۶مه (د ۲۰۱۶ کال د اکتور ۷مه)