امریکا په پایله کی پریکړه وکړه چی ګلبدین خپله کنچنۍ زیږنده، د زرګونو هیوادوالو او آزادۍغوښتونکو او انقلابی روڼآندو وژونکی چی د روسې ضد جګړه کی یی تر خپل وزر لاندی نیولی وو او د مالی او وسلو ستره ونډه یی هغه ته ورکوله، په کابل کی د ملی خاینانو دولت سره یوځای کړي او په دی توګه د غنی- عبدالله جهادی- مافیایی دولت سرجنایتکارانو ټولګه مکمله کړي.
مونږ په کراتو ویلی چی امریکا ته د افغانستان خلکو وینه او اوښکې هیڅ ارزښت نلری. بنستپالېروزونکی امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کی د خپلو کرغیړنو او نیواکګرو سیاستونو مخکی وړلو په موخه د هیواد او خلکو برخلیک د سیاف، محقق، قانونی، فهیم، خلیلی، دوستم، اسماعیل، ملاترهخیل، عبدالله، ربانی او ځنارو طالبانو په لاس کی ورکړ. سره له دی چی د کرزی او غنی فاسد او جاسوسانو ډک دولت د ګلبدین له پیژندل شوو انسانوژونکو- فاروق وردک، کریم خرم، هادی ارغندیوال، عمر داوودزی، محمد خان، جمعه خان همدرد، وحیدالله سباوون، حلیم فدایی او...- ډک وو، خو اوس د کابل قصاب له لا زیاتو امتیازیاتو سره چی د هغې ډلې امنیتی خوندیتوب، په دولت کی د لا ډیرو ځناروو سپو ګمارل، په ډیرو مسایلو کی سلا مشوره وکول او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د هغه او ترهګرو نومونه یی لری کول، د کابل ویرجن او د هغه د بانډ د قربانیانو په وینو نمناک ښار کی ګام ایږدي.
«سوله»، «خبری اتری» او «سیاسی حل لاره» له هغو مفاهیمو څخه دي چی له ډیر پخوا راهیسی امریکا او د هغې چوپړان لکه کرزی او غنی ورسره لوبیږي او د افغانستان خلکو په شعور ملنډې وهي. امریکا له یوې خوا د ترهګرۍ پر وړاندی جګړې ترنامه لاندې، زمونږ پر هیوادوالو چی د بیکورۍ او بیډوډۍ او بیدرملۍ له امله په کراره د مرګ په لوری روان دي، بمونه غورځوي او په زرګونو کورنۍ یی د ویر په ټغر کښینولی، له بل پلوه ګلبدینی او طالبانی ځناور چی باید د خپلو ناولو کړنو په سزا ورسیږي، په درنښت او احترام سره یی په واک کی شریکوي.
د ګلبدین چوپړ ګوند په دی څلویښت کلونو کی د افغانستان خلکو په حق کی ویرونکی ویجاړۍ کړی دي. د کابل توغندیو باران تر اوسه د کابلیانو پر وجود ګبڼۍ راولی؛ د کابل خونړیو جګړو په لړ کی د کلبدین ډلې د شوراینظار، جمعیتیانو، سیافیانو، ګلیمجمانو او وحدتیانو له کوڅهډبو سره په مقابله کی، د خلکو په ځان او مال او ناموس له ماشوم نه نیولی تر لویانو پوری له تیری کولو دریغ ونکړ؛ د دارالامان ماڼۍ او کابل موزیم ټول شته د «آی.اس.آی» دغو زنځیری چوپړانو له لوری لوټ شول؛ په دی ورستیو کی ګلبدین د څو ځانمرګو بریدونه پړه په غاړه واخیسته چی د هغې قربانیان زمونږ بیګناه هیوادوال وو؛ نږدې یو کال وړاندی ګلبدین له خپلو انسانوژونکو غړو وغوښتل چی له داعش سره د افغانستان په جهاد کی یوځای شي؛ د څو تنو ګلبدنیانو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لیست که ځای لری او.... له دی ټولو سربیره، د امریکا سفارت په اصطلاح د سولې پروسې سره د خپل قیمتي اجنت يوځای کیدو «ستاینه» کوی او د «سولې عالی شورای» یی (د خرډګو څخه جوړه شوی شورای چی په دی ورستیو کی د غلا او یو شمیر سفارتخانو ته د جاسوسۍ بوی هم پورته شو) په دغه اړه وستایله.
زلمی خلیلزاد د ګلبدین د نازولو ترڅنګ، په بیشرمۍ سره له هغه بلنه کوی چی «د کابل ویجاړۍ تیروتنی» لپاره له خلکو «بخښنه» وغواړي. ددغه اپی (افعی مار) له لیده هر افغان داعشي او القاعده (یا د هر بل هیواد) تر هغی «بد» او په له منځه وړلو ارزی چی د امریکا ګټو ته زیان ورسوی او یا د هغوی د امر تابعیت ونکړي بغیر د هغی نه چی هر څومره وینه او خیانت یی له سر او مخ څخه راوبهیږي اهمیت نلری او امریکا کولای شی له هغوی سره «کار» وکړی. او اوس هغه وخت رارسیدلی چی تیزابشیندونکی ګلبدین د طالبی انسانوژونکو مشرانو په څیر لکه قیوم ذاکر، ملا نورالله نوری، ملا عبدالحق وثیق، مولوی محمد نبی عمری، ملا خیرالله خیرخواه، ملا محمد فاضل آخند، ملا عبدالسلام ضعیف او نورو په څیر چی له ګوانتانامو را خوشی شول تر څو د طالبانو له مشرتابه سره یوځای شی- په ښکاره ډول د خلکو په پښتورګو سپور شي. په دی کار سره یی خپل غړمبیدونکی سپی ته تیمبوزی ورواچوه تر څو نور هیڅکله خپل بادار ته خوله وروانچوی خو که زمونږ د خلکو پر وړاندی هره بیناموسی کوی نوش جان یی. خو امپریالیست خلیلزاد دا له یاده باسی چی د هغه ګران او وینهڅښکونکی بدکاره نه ماتیدونکی ګیلاس او قاب ندی چی په «بخښنې» سره وبخښل شي.
څرنګه چی د دوستم ګلیمجم «بخښنې غوښتنه» د غنی او یو موټی پلورل شوو روڼاندو پرته، زمونږ خلکو په کرکې او قهر سره رد کړه، د ګلبدین «بخښنه» به هم د سپو او پشکو له چټلیو سره د هغوی په کرغیړنه خوله ورووهي. د «بشر حقونو څار»، «د افغانستان عدالت پروژه»، «د بخښنې نړیوال سازمان»، «پیام زن» او بیشمیره ملی او نړیوالو خپرونو لاسوندونو پر بنسټ، هغه د خپلو مړو او ژوندیو ملګرو سره سیاف، دوستم، ربانی، عبدالعلی مزاری، احمدشاه مسعود، حسینانوری، بسمالله، خلیلی، محسنی او .... د هغو ناورینونو لامل دی چی یواځی د سوهارتو او فرانکو او خمینی او خامنهای او ددی په څیر ناولو څیرو سره د پرتلی وړ دي. د پرچمی، خلقی، جهادی او طالبی وطنپلورونکو د بخښني ډهل او سورنی غږول د امریکا او د هغې د ملاتړو او ایران له هغو سلګونو خلکو غولونکو توطئو څخه دی چی زمونږ په ویجاړ شوی هیواد کی د خپلواکۍ او عدالت پلی کیدو خنډ ګرځي. د حیرانیدو وړ هم نده، لویدیځ هیوادونه، د پاکستان دینی ارتجاع او د ایران دوزخ ته ورته ولایت فقیه چی په افغانستان کی (او نورو هیوادونو کی) د مذهبی فاشیستانو زیږونکی دی په خپله ګټه نه وینی چی په دی شرایطو کی دا ټول په لغته ووهی او وی شړي. خو چی هرکله «سیا» ته وطنی جلادانو د مصرف تاریخ پای ته ورسیږی، هر یو یی د ایران ساواکی شاه او پاناما نوریګا په څیر په کناراب غورځوی او دا د هغو ټولو بیشرفه واکمنانو پایله ده چی په رګونو کی د «سیا» په وینه ویاړ کوی. که کرغیړن او بدکاره ګلبدین په طبیعی شکل او یا د خپلمنځي شجړو په پایله کی مردار نشی، پرته له ګمانه زمونږ د خلکو د غچ له تیر نه خلاصون ونه مومی.
د امنیت او پرمختګ ستوری به هغه وخت زمونږ د هیواد په غمځپلی آسمان کی وځلیږی چی زمونږ خلک د «نه یی هیروو او نه یی بخښو!» شعار سره د جهادیانو او طالبانو او مدنی ټولنی او انجیو او نیواکګری امریکا روڼآندو واک ته په یوځل او تل لپاره اور ورواچوی.
هغه روڼ آندی چه گلبدین وژلیدی شمیریی سلگونو تنو ته رسیږی چه مونږ یواځی د بیلگی ته توگه له څو تنو څخه یادونه کوو:
قیوم رهبر
«د افغانستان د خلکو آزادۍغوښتونکی سازمان» مشر د ۱۳۶۸ کال د سلواغې ۷مې په ماښام د پیښور په حیاتآباد کی په مرمی وویشتل شو او په شهادت ورسیده.
|
ډاکټر فیض احمد
«د افغانستان رهایی سازمان» بنسټ ایښودونکی او مشر د ۱۳۶۵ د لړم په ۲۱مه د پاکستان په پیښور کی د یوې خاینانه توطئهای په پایله کی د ګلبدین بانډ له لوری وتښتول شو او ووژل شو.
|
مینا
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) بنسټایښودونکی او مشره د ۱۳۶۵ کال د سلواغې په ۱۵مه د کابل خاد یو ګمارل شوی له لوری د ګلبدین بانډ په مرسته د پاکستان په کویټه کی له دوه تنو ملګرو سره په شهادت ورسیده.
|
ډاکټر اسد
له انقلابی وطنپالو څخه و چی د «افغانستان ډاکټرانو او طبی پرسنل ټولني» بنسټ یی په پاکستان کی کیښود چی د کډوال په چوپړ کی و. هغه د ۱۳۶۲ کال د غبرګولی په ۱۰مه د دیر په سیمه کی په مرمۍ وویشتل شو.
|
شکور
انقلابی مبارز له خپلو دوه کوچنی ورونو محمود ۱۸ کلن او میرویس ۱۴ کلن سره د ۱۳۶۵ کال د لړم په لومړیو کی د ګلبدین جنایتکار دام کی راګیر شول او ټول د پنځو تنو نورو مبارزانو سره د شمشتو په کمپ په شهادت ورسیدل.
|
ملالی
د کابل په روغتون کی نرسه وه چی بیا وروسته یی په جهانګیرآباد کی د احسان خټک په کلینک کی کار کاوه او د ۱۳۶۹ کال د غویی په ۲۵مه له ۱۲ تنو نورو سره وتښتول شوه او د هماغه کال په غبرګولی کی د شمشتو په کمپ کی سر ترینه غوڅ کړ.
|
فتاح ودود
انقلابی مبارز چی د ۱۳۶۸ کال د وږي په ۱۵مه په پیښور کی وتښتول شو.
|
ډاکټر بهاوالدین مجروح
فیلسوف او د پوهنتون استاد چی د ۱۳۶۶ کال د سلواغې په ۲۲مه په پیښور کی په کور کی دننه ووژل شو.
|
سلطان احمد سهراب
مبارز او انقلابی شاعر په ۱۳۶۸ کال کی په پیښور کی د ګلبدین له لوری وتښتول او ووژل شو.
|
انجنیر عطاءالله
د اطلاعات او فرهنګ کارکونکی چی پاکستان ته له کډوالۍ څو میاشتی وروسته د ۱۳۶۸ کال د تلې په میاشت کی د آی.اس.آی له لوری ونیول شو او د «ایشیا واچ» ګزارش په بنسټ د وژلو لپاره د ګلبدین اسلامی ګوند وسپارل شو.
|
میرویس جلیل
د بیبیسی خبریال د ۱۳۷۳ کال د زمری په ۷مه له یو ایتالیایی خبریال سره چهارآسیاب ته له ګلبدین سره د مرکی لپاره ولاړ چی د راستنیدو په وخت کی د کابل چهلستون په سیمه کی د واقعی او د ګلبدین د خوښي خلاف ګزارشونو لیکلو په تور ووژل شو.
|
مسکا
د ننګرهار خیوې ولسوالۍ څخه د ۱۳۸۳ کال د تلې په ۱۸مه نیټه د معشوق چی د ګلبدین داړونکو قومندانانو انجینیر غفار له وسلوالو څخه دی تښتول کیږی او تیری پری کیږی. له دی پیښې وروسته مسکا ځانته اور اچوی چی د ۱۳۸۳ کال د تلی په ۲۷مه د بګرام په روغتون کی مري.
|
حمیده برمکی
د پوهنتون استاده له خپل خاوند داکتر یما مسعود او څلور ماشومانو سره د ۱۳۸۹ کال د سلواغې په ۸مه د فاینسټ سوپر مارکیټ تهڅیرمه د ګلبدین بانډ ځانوژونکی برید په پایله کی ووژل شول.
|
ډاکټر سعادت شگیوال
په پیښور کی د ډاکټرانو ټولنی غړی د ۱۳۶۹ کال د وری په ۷مه په پیښور کی له کور سره یی نږدې ووژل شو.
|
جنت خان غروال
د پشتنی تجارتی بانک لومړنی رییس د غویی اوومی له کودتا وروسته اسلامآباد ته کډوال شو او هلته په ۱۳۶۱کال کی د ګلبدین له لوری ووژل شو.
|
فریده
د آی.آر.سی ژغورلو نړیوالی کمیټې د انګلیسی ژبی زدکړې کارکونکی د ۱۳۶۸ کال د مرغومی په ۱۳مه په پیښور کی ووژل شوه.
|
ډاکټر ناهید عظمت او راضیه شفق
د ۱۳۷۴ کال د لیندۍ په ۱۶مه د پیښور په مهاجربازار کی د ګلبدینی ترهګرو له لوری چی په یو لندکروزر موټر کی سپاره ول ووژل شوه.
|
ډاکټر نسیم لودین
د ننګرهار طب پوهنځی استاد او په پیښور کی د څو کلینکونو او صحی مرکزونو مسئول په هماغه ښار کی کور سره نږدې ووژل شو.
|
د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)
د ۱۳۹۵ کال د غبرګولی ۸مه (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۸مه)