ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (دریمه برخه)

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت

لومړی برخه | دوهمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی


عوض نبي زاده له خادي توب څخه تر بنسټپالۍ پورې

که چیرې لطیف پدرام د ټولو پرچمي او جهادي هېواد پلورو قدي هنداره ده، خو بیا هم که د عوض نبی زاده نظریاتو ته ځغلنده پام وکړو لیدل کېږي، چې هرکله د یوه هیواد پلورې تکیه ګاه شوروي اتحاد له منځه ولاړ او د ماتې په حال کې وحدت ګوند سره یوځای کېدلو ته یې غاړه کېښودله، خپله خوله د هماغو څیزونو لپاره شلوي، چې پیل یې د ربړونکي لطیف خان پر غاړه ؤ، هغه، سلطان علی کشتمند، ډاکتر عسکر موسوی، کریم میثاق او ... د هزاره خلکو غلیمان دي، ځکه چې د ټولو قامونو سره د رښتینو ستمګرانو پښتانه او ناپښتونه چارواکو پر ضد د پیوستون په اړه د پوهاوې پرځای د واواک په امر د «بابه مزاري» او «استاد محقق» او... په نوم د پښتنو پرضد د هزاره وګړو د فکر خرابولو لپاره ژوند کوي.

ښاغلی نبي زاده هم د «فیډرالیزم» په جنډې لوبې کولو سره مینه لري. هغه په «فډرالي نظام د افغانستان اوسنۍ حل لاره» لیکنې کې امریکا د ژوند سرچینه بولي(٢١) او غواړي د نیواک او مافیایي دولت تر سیورې لاندې «فیډرالي نظام» کې مزې وکړي.

نوموړي د لطیف پدرام او روستار تره کي او نورو توکم پالو په څېر خپل برخلیک د امریکا ګوډاګي دولت د برخلیک سره تړلې دی. که عوض خان پرچمي نه وای او جهادي شوې نه وای او په رښتیا د افغانستان «د خلکو له بې برخې» ځورېدلای، باید د ملي ستم مسأله یې د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره د افغانستان د خلکو مبارزو څخه بېله نه لیدلای او د نیواکګرو او هزاره او ناهزاره خروړو سپو له منګولو څخه د بیلو بېلو توکمونو د خواري کښانو یوځای کولو کې یې زیار ګاللی او ویلی یې وای، که چیرې نن فډرالي نظام وي او یا متمرکز، یواځې د جهادي خاینانو د ماشین غوړولو لپاره کار کوي، نه زموږ د خلکو په دردونو د درملنې لپاره.

هرکله چې دولت د جهادي جنایتکارانو او ونډه والو په لاس کې وي، «لمر» به یې د عوض نبي زاده د درواغو او یا احمقانه تصور پر خلاف په ټولو باندې یوشانته خور نشي. «لمر» به یواځې د محقق، دوستم، عبدالله، خلیلی او... په شان خلک تاوده او مست کړي.(٢٢)

د دغو جنایتکارانو د اسلامي امارت «لمر» زموږ خلکو څلور کاله د خپلو اولادونو او خپلوانو په وینو کې لیدلې دي. د عوض نبي زاده ګانو لخوا د جهادي «لمر» ستاینه د یوه مچ د وز وز څخه زیات اهمیت نلري.

د هغه پښتون ضد ناروغتیا د دې لامل کېږي، چې د ستار سیرت او حامد کرزي ترمنځ چې د بن په کنفرانس کې د «سي آی ای» ښۍ او کیڼه سترګه ول، توپیر وکړي او لومړنی غوره وګڼۍ، هغه څه چې ان لطیف پدرام نه ورپسي ګرځي.(٢٣)

یک معلم نگونبخت در دست آدمکشان حزب وحدت در سالهای خون و خیانت جهادی در کابل
د خاینانه توکم پالنی پر وړاندی د کلکی مبارزی پرته نشوکولای چی د افغانستان د ټولو ملیتونو رنځیدلی خلک له داسی پیغور نه ډک داغونو څخه خلاص کړو.

ملیتي خاینانه شوینیزم سره د غوڅې مبارزې پرته نشو کولای چې افغانستان او د ټولو خواري کښو ملیتونو وګړي یې د دغه شان شرموونکو داغونو څخه وژغورو.

د ټولو خادي او جهادي روڼ اندو په څېر، عوض نبي زاده هم یواځې پښتنی فاشیزم ویني او نه هم هېڅکله ملي ضد او پښتني ضد توکم پالنه: «څو پورې چې د فاشیزم دیو (بلا) رسوا او مهاره نشي افغانستان به هېڅکله د کرارۍ او سوکالۍ مخ ونه ویني.»

پوښتنه کوؤ: فرضاً که د کرزي او طالبانو فاشیزم له منځه ولاړل، آیا د خلیلي، محقق، عبدالله، قانوني، دوستم، انوري، رباني، امرالله صالح، سیما سمر، شفق او ... په امارت کې به «کراري او سوکالي» او نیکمرغي د افغانستان د خلکو په برخه شي؟ آیا ستاسو د ښاغلو رهبرانو د سترګو ایستلو او د ښځو د تیو پریکولو او په سرباندې میخ ټکوهلو او د مړي نڅا نندارې او... لیوالتیا به پای ته ورسېږي. آیا سیاف به په کانټینرونو کې د ناپښتونه ولس وژنې څخه لاس واخلي؟

هغه باید وپوهېږي چې څو پورتنې جلادان محاکمه نشي، د خلکو پیسې او شتمنۍ ورڅخه مصادره نشي او د هزارګۍ او ناهزارګۍ «دیو» مهار نشي، د افغانستان غم لړلي خلک به خوشحالۍ ونه ویني.

عوض نبي زاده چې د بن کنفرانس کې د امریکا لخوا د حامد کرزي ټاکل کېدل او د ستار سیرت(٢٤)نه ټاکل د «توکمیزې لوړې غوښتنې د نښې انګیزه» تفسیر کوي، باید طبعأ داسې د ذلت ژړا وکړي چې: « هزاره توکم د بهرنیو چارو وزارت کې یواځې یو سفیر لري»؛ «په اوسنۍ کابینې کې یواځې یو شخصیت هم د هزاره وزیر په صفت شتون نلري.»(٢٥)

زموږ مرتجع ته دا خبره ارزښت نلري، چې څوک او د څه ډول خوې لرونکی د دولتي ځواک د ګدې پر سر ناست دی. بنسټیزه دا ده چې هغه د «قوما» ځنې ده که نه. هغه دومره ذلیل، نږدې لیدونکی او د ملت برخلیک ته بې باوره دی چې د څو هزاره خاینانو (محقق، خلیلي، سیماسمر، خدایداد، سرور دانش او...) په شتون، ګډا او په نشتوالي کې یې ویر کوي. هغه په خپله او د هغه په شان نور کسان تردې لازیات څیر سترګي او وقیح دي، ځواب ووایې چې په هغه وخت کې چې څو وزیران او سفیر او والي او د اولس مشر مرستیال هزاره ګان ول زموږ د هزاره وګړو بدمرغۍ یو نوک لږوالی موندلی و؟ همدغه سړي وژونکي نه وو، چې خپلو پښتنو دیني وروڼو سره یو لاس د خلکو د ځان او مال او ناموس لپاره لیوان وګرځېدل؟

که عوض نبي زاده دغو آسانه پوښتنو څخه یوې ته یې هم مثبت ځواب ورکړي باید وحدت سره کار کول د خادي توب څخه هم شرموونکي وبولي او د پای ټکی ورته کېږدي.

واقعیت دا دی چې ګوډاګی دولت په بېلابېلو قامونو پورې تړلو جنایتکارانو او جاسوسانو څخه جوړ شوی چې ټول یې د افغانستان د توکمونو پرضد دسېسې جوړولو او ویجاړولو کې بوخت دي. حامد کرزي سره د ناپښتونه قامونو د جنایتکاره مشرانو اړیکې د پښتون ضد جنایت سالارانو په سایټ «خاوران» کې «د جبار او قهار خدای په نوم» تر سرلیک لاندې«شعر» کې لنډیز مومي:

«حامده!! رحم وکړه موږ دې غمجن کړي یو / بوډا او ځوانه ښځه او نر دې ویرجن کړي یو»!

هو، کېدای شي ښاغلی حامد کرزی به د ایران چوپړان لږ «غمجن» کړې وي، خو د خپګان ځای نه دی. ولایت فقیه (چې په ایران کې یې مبارزان ولایت وقیح نوموې) سره د ښاغلي اولس مشر جوړ جاړی او د هغو وطني چوپړانو ته مقام ورکولو سره به که خیر ؤ ډېر ژر «ملی یووالی» ټینګ شي او د «خاوران» او ونډه وال به د مافیایي دولت «ملی هنرمند» فرهاد په ساز او آواز کې به د «حامده!! سلام پرتا!» سرود واوروي.

«د یو توکمیز اند څخه غیر توکمیز اند ته اوښتلو اړتیا» مقالې څو ټکو ته کتنه:

د توکم پالنې رنځ د هر راز استیصال لامل کېدلای شي. نبي زاده ښکاره واقعیتونو کې لاس وهي، څو ثابته کړي چې پښتون قام اکثریت نلري!(٢٦)

«له دې امله چې په افغانستان کې هیڅ یو میشت قام او ملیت په یواځې توب د هېواد د نفوسو اکثریت نه جوړوي، کولای شو افغانستان د قامي او ملیتي لږکیو څخه جوړ هېواد ونوموو».

د بهرنیو تېرې کوونکو پر وړاندې د یوه ملت د جګړې پڅېدلو او بې خونده کېدلو د ډېرو بنسټیزو لاملونو څخه یو هم کورنی ستم دی. همدغه جنایتکاري وه چې امریکا د افغانستان د نیواک لپاره ترټولو ښه موقع وګڼله.

لومړی بېلابېلو پخوانیو او نوو سرچینو په افغانستان کې د پښتنو شمېره لږ تر لږه ۴۰ تر۵۰ سلنه لیکلې ده، دا قام که د نورو قامونو له ټولې شمېرې څخه زیات نه وي، بیاهم تر نورو ګڼ شمېری ګڼل کېږي.

کورنی ستم د بهرني تېري پر وړاندې د یوه ملت د جګړې کمزوري کېدو او داغ لګېدو یو بنسټیز لامل کېږي. همدغه جنایتکاري وه، چې امریکا د افغانستان د نیولو لپاره تر ټولو ښه موقع وبلله.

او بیا که پښتانه ۹۰ سلنه هم وګڼو د هغوی حقوق د هغه قام سره چې تر ۲ سلنه هم زیات نفوس ونلري مساوي دی او په هېڅ ډول هم نه ښایې پر لږکيو باندې د ډېره کیو واکمني چلول تایید کړي. عوض نبي زاده که هزاره ګي توکم پالنې څخه «ناقامي اند» ته د یوې لوېشتې«ټوپ» وهلو قابلیت هم لرلی، باید د ټولو قامونو پر یوشانته والي او د هر ډول ملي لوړتیا غوښتنې پرضد یې دریځ غوره کړی وای، نه د شمېرې په کچې.

نوموړی د لطیف پدرام او عبدالله نایبي او لعل زاد په څېر ټولو ښاریانو سره د دولت «روغ چلن» ته هیله من دی:

«د هیواد ډېر قامي، اتنیکي او نژادي ځانګړتیاوو ته په پاملرنې سره که د سیاسي، ټولنیزو، توکمیزو او ملیتي حقوق په سالمه توګه برابر شي، په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ یوه سیاسي او ملي ستونزه رامنځته نشي».

«که» مانا نلري ښاغلی خادي. په داسې شرایطو کې چې امریکا او جهادي او خلقي او پرچمي مافیا واکمنه وي، یو تن باید په خپله شعور ونلري او یا خلک ورته بې شعوره ښکاره شي، چې د خلکو د حقونو برابرېدل یې په فکر کې وګرځي.

د تړلتوب توجیه:

« زموږ هېواد نېستمن، بیوزله او د نړیوالو مرستو ته اړ ټاټوبی دی. سیاست پوهان، روڼ اندي او سیاسي ګوندونه او سازمانونه هم د ناچارۍ له مخې دغه نیمګړتیاوې او کمزوري ځان سره لري. څرنګه چې د وروستیو کلونو تجربه په ډاګه کوي، دغه ناچاري د هېواد په ښي اړخه او کیڼ اړخه ګوندونو کې لیدل کېږي.»

هغه چې په دوو «کیڼ» اړخه او ښې اړخه ګوندونو کې د غړیتوب تجربه لرې او د خپل ځان او خادیانو او وحدتیانو شخصیت هم پېژني، د یوه ګوند خپلواک توب ورته د منلو وړ نه ښکاري.

شادو چې خپل ځان په هندارې کې ولید ویې انګېرله چې ټول د هغه په شان دي!

یه ښاغلی نبی زاده، په دوو مزدورو ګوندونو کې د غړیتوب له مخې د نورو په اړه قضاوت کول لږ بې انصافي ښکاري.« ټول سیاست پوهان، روڼ اندی او سیاسی ګوندونه او سازمانونه»، ځان پلوری نه دي چې دغه ټولې«نیمګړتیاوې او کمزوري» ځان سره ولري یعنې هېواد پلوري و اوسېږي.

هغه «ناچاري» د پردي پلوه ګوندونو د شتون ضرورت دی. خو داسې ګوندونه، سازمانونه او آزادي غوښتونکي کسان هم شته چې تړلتوب خیانت او هغه کسان چې په «ناچار» ویلو یې توجیه کوي، خاینان بولي.(٢٧)

هغه کوچي قامونو ته«وسله وال» او هزاره ګانو ته «بې وسلې» وایی. که کوچیان د جهادی بانډونو له خوا وسله وال شول، نو مهربانی وکړی ووایاست چې د وحدت ګوند وسلې څه شولې؟ په کومو قامونو کې ووېشل شوې؟ او یا داچې خدای دې نکړي مزدور ګوند نه ؤ او له سره یې ایران څخه وسلې او پیسې ترلاسه کړي ندی؟

دشیعه اوسنې جهادی بانډونو یو خیانت د خپلو ملې ضد ابلیسانه موخو دپاره په قام کې وسله وېشل ؤ. پښتانه «وسله وال» او هزاره ګان «بې وسلې» څرګندول خادې ډوله درواغ ویل او ترهغې هم ناولی د هزاره جنایت سالارانو «مظلوم» ښودنه ده.

هغه د پښتون توکم پورې اړونده واکمنانو د جنایتونو څخه سمه پایله اخلی:

«د عبدالرحمن، نادرشاه پیر او د طالبانو پیر د تاریخ تر ټولو غم لړلې دورې ګڼل کېږي. چې په تاریخ کې د هغو دورو د ولکې لاندې قامونو ډېری نسل وژنې او کله منارونه لیکل شوې دي.»

خو لیدل کېږي چې هغه د قام پالنې مکروب تر هډوکې وراسته کړي دي، چې هزاره او شیعه بانډونو ته پاملرنې څخه یې مخنیوی کوي داسې چې د «ښاغلي رباني د نوی یمې لسیزې قامي واکمني» باندې هم« دوستانه» نیوکه کوې، خو د مزاري او خلیلي او محقق او ... د جنایتونو په بیانولو کې یې وجدان ویده کېږي.

پرېږدئ چې هغه تر پایه په همدې خوب کې وې. مهمه دا ده چې بنسټپالنې ضد هزاره انقلابیون ټولو د هزاره او ناهزاره ولسونو ته د خپل هېواد د خلاصون لپاره مبارزه او بیا د ټولو قامونو دموکراتیکو حقونو تر لاسه کولو واقعي لار په ډاګه کړې، څو د هېڅ ډوله جنایتکار لخوا ونه غولېږي.

د ډاکتر روستار تره کي توکم پالنه:

له دې امله چې ډاکتر خلیل الله هاشمیان او پوهاند نګارګر(چې په نرشیر مشهور دی) خبره د ملا عمر د پښو تر مچې کولو ورسوله («پیام زن»، (۱۳۷۶ د زمري میاشت، د «پیام زن» ،۴۶مه ګڼه وګورئ)، د ملي مسألې په اړه د دوی خبرې د بیان ارزښت نلري.

داسې ښکاري چې ډاکتر روستار تره کی لا تراوسه د هغو دواړو په کچه ناولو اوبو کې غوټه نه ده خوړلې، خو هېڅکله هم د هغو دواړو یارانو د رټلو په فکر کې هم ندي لوېدلي، (٢٨) د ګوتو په شمېر پښتنو روڼ اندو ځینې دي، چې د لوېدیځو مخاطبینو پر وړاندې بې پته نشي، هغوی د «ټینګاو زړی» او «وسله وال ټینګاو» نوموي چې یواځې طالبانو څخه نه دې جوړ شوي:

«د دې مقاومت په زړه کې پرته د هغو روڼ اندو او د دموکراسۍ په تلایي مرغه باندې زړه بایللو، وطن څخه تښتېدلو لوست وګړو چې په حکومتي ادارې کې سره راټول کړل شوې دي، نور بېلابېل ټولنیز قشرونه لکه بزګر، روحاني، کسبګر، طالب او د وروستیو میاشتو لاریونونو کې محصلین او عام وګړي ونډه لري. د دیني مدرسو زده کوونکي د اپوزیسیون د لیکو کوچنۍ برخه جوړوي. له دې امله د دموکراسۍ لېږدوونکو په سوداګریز مارک باندې مقاومت ته د «طالبانو» نوم ورکول چټیات دي او حقیقت نلري. مقاومت کې شاملو ډلو سره د دین، وطن ، ناموس او نورو خپل طبعي اصالت خوندي ساتل او په اپورتونیزم او «روڼ اندیزې» معامله ګرئ لړل شوې ندي.

اروپا کې ناست توکم پاله تحصیل کړو (چې البته نه له «وطن څخه تښتېدلي» دي او نه « د دموکراسۍ په تلایي مرغۍ باندې زړه بایللی» او نه په روڼ اندیزې معامله ککړ شوي) د طلبه کرامو په پاکولو او سنګارولو لاس پورې کوي، څو د شرموونکي توکم پالنې ونډه څه کمه کړي. خو دغه نکریزې یې زموږ وګړو ته رنګ نلري، چې د مدرسه ییزو مزدورانو چاړه یې د خپلو کوچنیو بچیانو او میندو او بې ګناه ځوانانو پر غاړې لیدلې ده.

طالبان ملي ځواک نه دی

آیا کېدلای شي چې د شوینیست او مرتجع اوسېدلو پرته طالبانو ته چې د«آی اس آی» او القاعده او د پاکستان تر ټولو مرتجعو مذهبي ګوندونو د چوپړتیا غړوندي یې په بې پروایي غاړې ته اچولی او امیر المومنین یې هم د ډېرو امکاناتو ترلاسه کولو لپاره د څو ښځو لرونکي اسامه سره خپلوي کړې ده د «وطن او ناموس ملاتړی» ووایو؟ که د یوې شیبې لپاره هم دغه خبره پر ځای وبولو، د منطق له مخې ښایې چې د «آی اس آی» او القاعده شیطانان هم زموږ د اولس «د وطن او ناموس ملاتړی» وګڼل شي، کېدای شي چې ښاغلی پوهنوال په سپین سترګتوب سره تور رنګ خلکو ته سپین ورپه ګوته کړي، خو په هېڅ ډول مدارې توب او «حقوقي» یا «ملي» اوتو بوتو سره هغه غټه کلکه غوټه چې د طالبانو نوم (ناف) د دوو دوزخي سازمانونو سره نښلوي او هغوې ځینې زموږ د خلکو بې سارې کرکه، نشې پټولای.

هر هغه څوک چې پردیو سره د جګړې په نیت د طالبانو لیکو کې یوځای کېږي، که د شودګئ له مخې نه وي، ښایې چې د «آی اس آی» لپاره خدایي خدمتګار وشمېرل شي. د رسنیو د انقلاب په نړۍ کې د افغانستان خلک هم پوه شوې او پوښتنه کوي چې آیا طالبان له پلار او موره د «سي آی ای» او «آی اس آی» بچیان نه دي چې امریکایي مالکانو د پام نه کولو له امله مرور شوې دي، نه دا چې د امریکا د دولت په تیری کوونکي ماهیت پوهېدلې وي او یا له دې امله چې د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ غلیمان دي؟ آیا د طالبانو کلي د«آی اس آی» په لاس کې نده؟

پرته د ډاکتر روستار او ونډه والو ماشومان هم دغو پوښتنو ته مثبت ځواب وایې. له دې امله څرنګه امکان لري، یو تن چې د عقلي روغتیا څخه برخمن او د پښتون پالنې غرض او مرض ونلري، د خپلواکۍ غوښتنې مبارزې کې طالبانو ته په تمه شي، که څه هم د پاریس څخه د ډاکتر روستار تره کی (چې انصافأ عکس اخیستل هم حرام نه شمېرې او ځکه خو د خپل «امیر المومنین» څخه نمره ګټي!) په شان نکټایي اچوونکې د دوی پر مخ سفېده هم وموښې؟ که د هغه دعوا دروغ نده ولې نه دی توانېدلی او نشی کولای حتی یو «وسله وال مقاومت کوونکی» نړیوالو ته ور وپېژنې چې طالب اوسېدل او یا طالبي فکر د شرم وړ وبولي؟

هرکله چې دولت د جهادي جنایتکارانو او ونډه والو په لاس کې وي، «لمر» به یې د عوض نبي زاده د درواغو او یا احمقانه تصور پر خلاف په ټولو باندې یوشانته خور نشي

د افغانستان خلک په پېچلي او رنځوونکي موقعیت کې راګیر شوي دي: یوې خوا ته د دموکراسۍ او نیواک او رغونې او... په نوم د امریکایي پوځیانو جنایتونه او مافیایي تش په نوم دولت او بلې خوا ته د طالبي خر وړو جنایتونه د دې لپار چې ملت په دغسې نادر وضعیت کې دومره اوچته پوهه ترلاسه کړي چې د غلیم د دریو کمپونو څخه په یوه هم د ډډې لګولو پرته د نیواکګرانو او چوپړانو او طالبانو پرضد خپلواکې مبارزې ته مخه کړي، ډېری اوږدې مودې ته اړتیا ده.

کله چې دولت د جهادي انسان وژونکو او ونډه والو په لاس کې وي، د لمر وړانګې به هېڅکله هم د عوض نبي زاده د احمقانه انګېرنې یا درواغو پرخلاف ټولو باندې یو ډول خورې نشې.

که د امریکا پرضد هم د روسیې ضد جګړې په ډول د خلکو د وسله وال دریځ توپان پیل شوی وای، امریکایانو او هملاسو به یې په دې ټاټوبي کې تر روسیې یرغلګرو لا سختې ورځې ازمایلې وي. طبیعي ده چې لا تراوسه یې وسله والې او سازمان کړای شوي او سرتاسري کچې ته لوړتیا نده موندلې. خو دغه دریځ چې بېلګې یې طالبان خپل ځان سره تړي، له هغوې سره هېڅ کومه اړیکه نلري. د نیواکګرو پر ضد قهر او کرکه د دې مانا نلري چې ګواکې د ډبرې پیر د امر په معروف او نهی له منکر آزادۍ وژونکو او د دوی د ګلبدیني او حقاني وروڼو پر ضد قهر او کرکه شتون نلري.

د بهرنیو تېرې کوونکو پر وړاندې د یوه ملت د جګړې پڅېدلو او بې خونده کېدلو د ډېرو بنسټیزو لاملونو څخه یو هم کورنی ستم دی. همدغه جنایتکاري وه چې امریکا د افغانستان د نیواک لپاره ترټولو ښه موقع وګڼله. هغه خلک چې پنځه کاله یې د طالبي فوسیلونو د جنایتونو او ستم او وژونکې سپکاوي مزه څښلې وي، نشي کولای ډېر ژر او په آسانۍ سره په یوځل د امریکا پر وړاندې ټول مخیز او یو موټی پاڅون وکړي.

هغه، طالبان داسې پېژني چې «د جګړې بله خوا یعنې وسله وال پاڅون چې د عقیدې، ایمان او وطن څخه د دفاع جنډه یې اوچته کړې او د ۱۹ او ۲۰ مې پېړۍ نیواکګرې امپراتوریو د ګونډو کولو څخه مغرور دی او په هېڅ ډول هم د ماتې خوړلو پېغور نشي زغملای.»

طالبان او د حقاني ډله او ګلبدینیان چې د «آی اس آی» په شیدو را لوې شوي او پاتې کېدل یې هم د هغوی په لاس کې دي(٢٩) نشي کولای د «غرور» ډکو جګړو یادونه وکړي؛ هغوی حق نلري د انګلیسانو ضد د غروره ډکو جګړو یادونه وکړي؛ هغوی د هماغو چوپړو ځواکونو او شوربازار د ملا پاتې شونې دي چې د انګرېزانو په لمسون یې د امان الله حکومت راوپرځاوه، هغه پادشاه چې د کرکې په اړه یې ویل کېږي کله به یې له انګلیسانو سره لاس ورکړ نو بیا به یې په صابون پریمینځه. اتفاقاً طالبان «ملي» کلمې څخه د کرکې او «آی اس آی» ته د غاړې ایښودنې غټې او له زوو ډکې دانې له امله پر هغو پاڅونونو ویاړ نه کوي، خو دا ډاکتر روستار دی چې له «غروره» نه نښلېدونکې پټۍ په زوره ورباندې نښلوي. سربېره پردې هغه له امریکایي ولي نعمتونو سره د طالبانو لانجه «د ملي واکمنۍ بیا ترلاسه کولو لپاره پاڅون» نوموي په داسې حال کې چې طلبه کرام د «واکمنۍ» حق په «خدای» پورې اړوند ګڼي او نه په ملت پورې او د «ملي ګټو» پر ځای د «امت ګټو» باندې باور لري.

په «د افغانستان معاصر تاریخ کې د ملت جوړېدنې بهیر د توکمونو نقش» کې هم د روستار تره کی پښتونیستي دریځ غبرګون موندلی دی، چې د ایران رژیم ګوډاګی د توکم پالنې دریځونو په ډول د تربګنې اچونې بل مخ شمېرل کېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې «انګرېزانو سره له درې ځله جګړې وروسته ولې افغانانو خپل ملي یووالی وساته په داسې حال کې چې شوروي د تېري پر وړاندې بریالیتوب سره یې هغه د لاسه ورکړ؟» پړه پر روسانو اچوي چې «د طبقاتي جګړې په اړه تبلیغاتو سره یې د اسلام یوموټی کوونکی نقش... کمزوری او وروڼه قامونه یې ... د یوبل وینو ته تږي» کړل.

د شوروي ویجاړونکی نقش ښکاره دی. خو ډاکتر صاحب چې د لوېدیځ او طالبانو لپاره یې واقعبیني له دوه چنده زیات کمونیستي ضد ښودنې څخه ځاروي، خامخا د «طبقاتي جګړې» پر وړاندې د «اسلام یو موټی کوونکی ځواک» ملاتړ ته پاڅېږي او پایله دا چې په دې خیانت کې د «سي آی ای» او «آی اس آی» او ایران رژیم (په افغانستان کې د هغوی د ټولنیزو اډو په ملاتړ)، ړوند او کوڼ او ګنګ کېږي. هغه خیانت چې نوموړو د افغانستان د توکمونو د پیوستون له منځه وړلو کې یې ترسره کړی دی، زموږ په تاریخ کې بې ساری دی.

هغه لیکي:

«تاریخ شاهد دی چې پرته د لږو مواردو د افغانستان قامونو ډېر ځلې د کورنیو واکمنانو، که څه هم زورواکې تګلاره یې لرله او یا «ډیموکراتیکه»، خبره اورېدله. خو یوه بهرني ځواک پورې د یوه واکمن د تړلتوب رسوا کېدل د دې لامل کېده چې وګړی په ملي پاڅونونو لومړی د کورنۍ واکمن حق په لاس کې ورکړي او بیا د یوه ملي مورچل څخه پر بهرني ځواک یرغل وکړي».

که د روستار تره کی وجدان ویښ وای یواځې کرزی او جهادي داړه ماران به یې «په یوه بهرني ځواک پورې تړلي» نه بلل، چې د افغانستان هرسپی او پیشو ته د لمر ځنې هم روښانه ده. ارزښتناکه خو دا وه چې ښاغلی«امیر المومنین» او د هغه ډله یې هم رسوا کړې وای، څو خلک «د هغوی حق په لاس کې ورکولو ته» هم وهڅوي، څو د یوموټي افغانستان د ولس ضد دښمنانو ایډیالوګ پاتې کېدلو او د یویشتمې پېړۍ د انسانانو د شرم لامل ګڼل کېدلو ټاپه خپل تندي څخه لرې کړي.

د امیر عبدالرحمن سینګارتوب

هغه د هر توکم پال په شان د امیر عبدالرحمن ستایونکی دی او سربېره پردې چې د زورواکۍ او توکم وژنو په اړه یې ژبه نه خوځوي، هغه قامي او مذهبي تعصب څخه پاک انځوروي چې پرته د یوه واحد دولت جوړونې څخه بله مینه یې نلرله:

«امیر پرته د توکمیز او مذهبي تعصب څخه یواځې د یوه غښتلي دولت جوړولو په موخه ... سر غړونکي قامونه ... تارومار کړل.»

که د یوه یا بل پښتون قام ځپلو کې د ده خپله وینې تویوونکې زورواکي اصلي مسأله وه، شک نشته چې د هزاره وګړو عام وژنې کې «نوم اخیستونکي» هم د امیر په توکم پالنې او مذهب پالنې کې ستره ونډه لرلې ده.

څرنګه امکان لري، یو تن چې د عقلي روغتیا څخه برخمن او د پښتون پالنې غرض او مرض ونلري، د خپلواکۍ غوښتنې مبارزې کې طالبانو ته په تمه شي، که څه هم د پاریس څخه د ډاکتر روستار تره کی په شان نکټایي اچوونکې د دوی پر مخ سفېده هم وموښې؟

څرنګه امکان لري چې د سالم عقل څخه برخمن او د پښتون پالنې موخو او ناروغتیاؤ ځینې پاک تن د خپلواکۍ غوښتنې مبارزې لپاره طالبانو ته سترګې ونیسې، که څه هم د ډاکتر روستار تره کی په شان نکټایي اچوونکي طالبان د پاریس څخه ورباندې سفېده وموښي؟

د ټولو قلم چوپړه او فاشیستو تاریخ لیکونکو او لیکوالانو د دود سره سم روستار تره کی د «ځواکمن دولت جوړولو» موخې لرلو لپاره د امیر عبدالرحمن درناوی کوي او د هغه د کوپړیو امیل سیاستونه غوره کوي:

«له دولت څخه د ډار او وېرې پر بنسټ ملي پیوستون چې امیر منځته راوړی ؤ... د وخت په تېرېدلو سره د توکمونو د ګډ ژوند لپاره په منلو وړ دود بدلون وموند».

په هر هېواد کې د «ډار او وېرې» پر بنسټ د «ملي پیوستون جوړول» په دننه کې د ډېرو کلکو توکمیزو او مذهبي اختلافونه خوږلن ساتي، چې هره کورنۍ یا بهرنۍ مساعده پلمه یې د لمبه کېدلو لامل کېدای شي. عبدالرحمن په دغه راز «ملي پیوستون» جوړولو د پښتون قام او ناپښتونه قامونو ترمنځ د تربګنې زړی ترخاورو لاندې کړ، چې تر ننه پورې د ناپښتونه او پښتون سر جنایت سالارانو لخوا ورځنې ناوړه ګټه اخیستل کېږي. د ویر اچوونکې زورواکه امیر قام وژنې په هېڅ ډول هم د «قامونو د ګډ ژوند په منلو وړ دود» نشوای بدلېدلای.

قامونو تر عبدالرحمن ډېر پخوا«ګډ ژوند» درلود. د امیر وینځې جوړونکې، څیرونکې او ورسره انګلیسانو ته تسلیمېدلو هېڅکله هم د «ګډ ژوند» او «ملي پیوستون» په برخې کې مثبت رول نه دی لوبولی. د دغه شان«مثبت رول» ګړېدل د هغو مرتجعانو ځانګړنه ده چې د جنایتکارو طالبانو په هدیره ییز«امارت» کې د«امنیت» او «کرارۍ» ستاینه کوي، خو پخپله یې یوه ورځ هم په هغو سپکاوي ډک زندۍ توب او نه زغمېدونکو شرایطو کې د ژوند کولو لپاره چمتو والی نه درلود.

بیا هم د روستار تره کی د دې غوښتنې پر خلاف چې «امیر عبدالرحمن د مرګ او د هغه په لاس د جوړ شوې دولت څخه وېرې له منځه تللو وروسته، نه د افغانستان قامونه یو بل سره په نه حل کېدونکې لانجې کې ښکېل شول او نه یې هم د دولت پر ضد پاڅون وکړ»، دا د عبدالرحمن د ښه میراث له کبله نه بلکې د هغې پوهې له امله دی چې قامونو د پېړیو په لړ کې لاس ته راوړې ده. د کورنیو او بهرنیو زورواکو زور زیاتي ډېر ځله د افغانستان توکمونه یو موټی ساتلې دي او د مذهبي او غیر مذهبي جنایتکارو خاینو دولتونو د غوښتنې پر خلاف یوبل سره جګړې ته نه دي پاڅېدلي. عبدالرحمن ته د دې ځواک بخښنه په تاریخ کې شوینیستي لاس وهنه ده. زموږ یوشمېر روڼ اندي څو پورې یوې پدیدې سره نېغ په نېغه مخامخ نشي منطق یې د سوچونو او خیالونو په ټال کې زانګي. که ښاغلې روستار تره کی او یا د ده زوي جومات ته د نه تللو یا راډیو اورېدلو یا ږیرې نلرلو یا هرې بلې پلمې له امله د عقدو څخه ډکو چړیانو له خوا په کیبل وهل شوی او د ناموس کنځلې یې خوړلې وای او بیا هم په تورشوي مخ پر خره سپور د کابل په کوڅو کې ګرځول شوی وای، ډېر کلک احتمال شته چې نه یواځې خپل ځان به یې د طالبانو په پښو نه تړلای چې د عبدالرحمن د جنایتونو کمرنګه او بابېزه ښودنه به یې هم بې ننګي او د تاریخ بل مخي ګڼلی وای.

پښتونولي او ملت پالنه

د لومړنۍ دورې درسي کتابونو زموږ ماشومانو ته ښوونه کوله او کوي یې چې د افغانستان په «جګو او دنګو غرونو» ویاړو او له درده ډک ژوند د بدلون او د وروسته پاتې کیدو او زورزیاتي د جرړو ایستلو سوچ ونکړو ځکه، چې «خدایي شتمنو سره لانجه مه کوه، ځکه چې خدایي شتمنو ته خدای ورکړې ده»! او دا ده چې د روستار تره کی غوندې کسان د«پښتونولي» په افیونو سره نه یواځې غواړي چې زموږ ملت د سوۍ په څير له خوبه راویښ نه شي، بلکې زیار باسي، چې پر نورو قامونو باندې د پښتون قام غوره توب هم ومني.

دغه ځای دی چې پښتون شوینیست روڼ اندی د توکمیزو توپیرونو د تنور په ګرم ساتلو سره افغانستان د تجزیې پاڼ ته راکاږي.

دموکراسي او ټولنیز نیاو سره پښتونولي په تېره بیا نننۍ نړۍ کې په ګټه نه تمامیږي او په هغې باندې ویاړ یواځې د یوه بې شعوره سره ښایي، چې د اوسني دوزخ څخه د افغانستان د خلکو ژغورنې لپاره پرمخ تللې اراده او د عمل تګ لاره نلري، پرته د تش په نوم د پهلوان ویاړ خرڅلاو به په هغو دودونو چې د ټولنې خنډ نه منونکې بشپړتیا سره به د هوا باد شي...

له دموکراسي او ټولنیز عدالت څخه پردۍ پښتونولي په تېره بیا نننۍ نړۍ کې د هېڅ درد لپاره درمل کېدلای نشي او په هغې باندې ویاړ یواځې د یوه بې شعوره توکم پال سره ښایي، چې له اوسني دوزخه د افغانستان د خلکو ژغورنې ته هېڅ پرمخ تللی نیت یا د عمل کړنلاره نلري.

سره د دې چې لیکوال د پښتون قام په «مشر ورور» نومولو سره خپله شوینیستي ځان ښودنه تر آخري پړاوه رسوي، خو په دې نه پوهېږي چې«پښتونولي» باندې ویاړ، پښتون قام ته د لورینې په مانا نه دی. یو روڼ اندی باید د ملاضعیف او ملا قلم الدین یا انوارالحق احدي تر کچې ماتې وخوري، څو د «پښتونولي» وروست قبیلوي ارزښت ته اهمیت ورکړي، داسې ارزښت چې افغانستان ته د قانون او دموکراسۍ او عدالت په راتللو سره به یې یواځې د تاریخ او کیسو په کتابونو کې نښې موندل کېږي. ډېره ګټوره او پر ځای خبره به وي، که یو د وجدان خاوند نسبتأ پوه پښتون روڼ اندی د پښتونولي د ګټور اړخ په اړه خبرې وکړي او قام د ډېرو ارتجاعي، د ښځو ضد او انساني کرامت ضد اړخونه، چې په رښتیا سره د بې غیرتۍ او ویرې او ناځوانۍ څرګندونه ده (په بدو کې ورکول، هر خاین او خطا کوونکي او جنایتکار او تیری کوونکي ته پناه ورکول او...) تر شا وغورځوي او قام د دې په څیر له کارونو ونیسي. هغه روڼ اندی چې داسې ونکړي او د روستار تره کی په ډول کسانو په لارې پل کېږدي، پښتنو ته به تر ټولو ناوړه خاین وي، ځکه هغوی د ډېرو ارتجاعي دودونو د ایسته غورځولو پرځای د هغو ساتنې او دوام ورکونې ته هڅوي او په دې ډول د یوه داسې قام د فرهنګي او سیاسي پرمختګ مخنیوی کوي، چې د بل هر قام په پرتله د نالوستۍ په لومو کې راګیر دي.

«پښتونولي» هم پر پاکستان باندې ځان پلورنې سره مرسته کوي. داسې نه ده، چې د تاسو طالبانو د لوړې په دود «آی اس آی» سره ژبه کړې ده؟ که د دې خبرې څخه منکر کېدلای نشی، باید ومنی چې هغوی چې د پښتونولي چارج یې له تاسو څخه لږ نه دی، هېڅکله به د افغانستان پر وړاندې له خپلې ژمنې او لوړې مخ ونګرځوي او د مرګ تر شیبې به ورته ژمن پاتې شي، چې د خپلو «آی اس آی» بادارانو سره یې کړې ده، د دې لپاره چې «پښتونولي» ته زیان ونه رسېږي! د کنړ او ننګرهار او پکتیا په سیمو باندې چې پاکستان بمونه ورول، زموږ پښتون او ناپښتونه وګړو په کلکه سره رد کړل او د پاکستان دولت د خروړیتوب پر وړاندې له کاڼو او لرګو هم د اعتراض غږ اوچت شو، خو ته به وایې چې د«مقاومت زړی» تر مړو خاورو لاندې شوی چې آه یې هم ونه ایسته (د کرزی مافیایي حکومت څخه هم په ډېر رذالت) او د دې برعکس د «کور زمری د بهر ګیدړ» پر بنسټ یې پر خپل وار د هغو سیمو د بې وزلو خلکو وژنې ته لا زور ورکړ! یواځې همدغه «آی اس آی» ته د تاسو ښاغلي روستار د طلبه کرامو د بندګۍ نه هېرېدونکې نښه هم کولای شي، یو عادي سړی د وژونکو د ناولي ذات (ذات پلشت) د سترګو رانجو ته ورسوي. خو فکر نه کېږي، چې تاسو به وخوځوي، ځکه چې د تاسو په ایډیالوژي او وجدان کې پرته له طالبانو تر واک ته رسېدو دغه درد او پوهه لار نلري.

لکه چې ومو لیکل که د پردیو خیانت او په تېره بیا د بنسټپالانو وروستیو دېرشو کالو خیانت نه وای، د افغانستان د ملت جوړېدل د خپلې عادي تګلارې په وهلو توانېدلی شو او د پښتونولي ارتجاعي دود به عدالت محوره، دموکراتیکو او ښځې ته د درناوي لرونکي نړیوالو ارزښتونو ته ورکړی وای. دا لاره به هرومرو وهل کېږي، خو د انقلابي روڼ اندو او د پښتنو شوونیستانو پر ضد په مرستې به چټکتیا او ځواکمني مومي. باید یادونه وشي چې د پښتونولي مثبت اړخ (آزادي غوښتنه) ډېر زیات اوچتول، داسې چې «آزادي ته د پښتنو دومره لیوالتیا چې د ځمکې پرمخ هېڅ قام کې نشي لیدل کېدای»، توکم پالنه او د کرکې وړ لاپې وهل دي. دغه دعوه د یوه سترګې او غوږ تړلي تن لخوا اریانتیا نلري، خو د یوه روڼ اندي لخوا کرکجنه ده. پرته د یوه شوینیست پښتون څخه څوک دعوا کولی شي، چې د امان الله خان څخه راپدېخوا خپلواکۍ غوښتونکو جګړو، د مشروطه غوښتنې لومړی او دوهم پړاو او ارتجاع ضد مبارزو کې د ناپښتونه توکمونو، هزاره، ازبک او... ونډه تر پښتون قام لږه وه؟ د نړۍ په کچه د کوم ملت تاریخ دی چې د آزادۍ غوښتنې ځلانده پاڼې ونلري؟ د فرانسې، روسیې، الجزایر، چلي، کولمبیا، امریکا، چین، پولنډ او ... ملتونو د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره د پرتمینو جګړو دود لرې نه دی؟ د څو عربي هېوادونو اریانوونکو پاڅونونو سربېره همدا اوس هم په هندوستان، ایران، فلسطین، فلیپین، نیپال او ... تاریخ جوړوونکي مقاومتونه او جګړې روانې دي. د پورتنیو ملتونو د تاریخ جوړوونکو مبارزو ارزښت دا دی چې د خپلواکۍ غوښتونکې مبارزې ترڅنګ، د دموکراسي او ټولنیز نیاو ترلاسه کول یې هم نه دي هېر کړي. په داسې حال کې چې زموږ د خلکو په مبارزې کې دردوونکې نیمګړتیا په دننه او لرې لید کې د دموکراسي او ټولنیز نیاو نشتوالی دی.(٣٠) له دې امله دموکراسي او ټولنیز نیاو سره پښتونولي په تېره بیا نننۍ نړۍ کې په ګټه نه تمامیږي او په هغې باندې ویاړ یواځې د یوه بې شعوره سره ښایي، چې د اوسني دوزخ څخه د افغانستان د خلکو ژغورنې لپاره پرمخ تللې اراده او د عمل تګ لاره نلري، پرته د تش په نوم د پهلوان ویاړ خرڅلاو به په هغو دودونو چې د ټولنې خنډ نه منونکې بشپړتیا سره به د هوا باد شي؛ نو باید د نوموړو هېوادونو انقلابي مبارزې پښتون او ناپښتونه روڼ اندو ته زده کړه ورکړي او هغوی هر ډول ملیت پالنې او پښتونولي یا «ازبکوالي او هزاره والي او...» تر پښولاندې کولو ته وهڅوي، څو په سړه سینه د افغانستان د کړاوجنو آزادي غوښتونکو مبارزو لپاره د هغوی ځنې زده کړه وکړي. زموږ د آزادۍ غوښتونکو روڼ اندو دنده ده، چې په تېر وخت او تېرو خلکو ویاړ یوې خوا ته کېږدي او په اوس مهال سوچ وکړي، چې څه یو او څه باید وکړو. د ایران یو پېژندل شوی مبارز، رضا شالګوني په تېرو باندې د بې ځایه ویاړ کولو، د یوه ملت شوینیزم او په نورو ملیتونو غوره ګڼلو د سپکاوي به ترڅ کې یادونه کوي:

«ځینې ایرانیان په ویاړ دعوا کوي، چې یو وخت افغانستان د ایران برخه وه.(٣١) آیا په رښتیا داسې وه؟ په اوسني ملي پېژاند کې اصلاً ایران په هغه وخت کې شتون درلود؟ او که موږ د افغانستان برخه وو؟ د سهراب سپهری شعر په یاد وساتو:

کېدای شی نسب مې ورسېږي
په هند کې یوه بوټي ته، د «سیلک» د خاورې یوه کودې ته(٣٢)
کېدای شي نسب مې یوې رنډۍ ښځې ته د بخارا په ښار کې ورسېږي.

موږ په پلرونو او سردارانو او پلانکیو ویاړ کوؤ. څه پوهېږو که زموږ نسب د بخارا په ښار کې یوې فاحشې ته رسېدلی نه وي؟ زموږ ویاړ په دغو دی؟ زموږ ویاړ په انسان اوسېدلو، یو بل ته په درناوي او د یو بل یوشانته ګڼلو کې دی او که نه نو ویاړ مانا نلري.»(٣٣)




پایلیکونه:

۲۱- «افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو چټکه وتنه کولای شي د امریکا – نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د هېواد بې برخې قامونو لپاره د ستر ناورین لامل شي.»

۲۲ - «په فډرالي نظام کې مرکزي دولت هېڅکله هم د تابعو ولایتونو ترمنځ توپیر او فرق نه کوي، بلکې د لمر په شان ټولو باندې یوشان ځلېږي.» (فډرالي نظام د... لار)

۲۳ - «د ښاغلي سیرت پرځای د ښاغلي کرزی د ټاکلو لامل هم د قامي لوړتیا غوښتنې نښه لرله.»

۲۴ - خادي- جهادي هېواد پلوری نه پوهېږي، چې د امریکا لپاره کوم توکم او جنسیت ارزښت نلري، مهمه دا ده چې څوک په یوه ټاکلي هېواد کې په ښه توګه د هغوی د ګټو ساتنه کوي. د یادولو وړ ده، چې پوهاند ستار سیرت او پوهاند نرشیر همدا اوس د بې پایه دیني موعظو لیکلو له لارې د جنایت سالارانو په چوپړ کې ټنډه پر ځمکې سولوي.

۲۵- «د افغانستان په دولتونو کې د قامونو شتون» او «د افغانستان پارلماني ټاکنو کې د یوقامي برخورد» مقالې

۲۶- کټ مټ د ډاکتر نبي مصداق، ډاکتر زیرک یار، ډاکتر میره کی او ډاکتر برهاني هڅې چې اوباما او د نورو هېوادونو سرمشرانو ته په خپل ګډ لیک (۲۰ اکتوبر ۲۰۱۰) کې یې د پښتنو پر وړاندې د کرزي د دولت توپیري چلند څخه سر ټکولی او د پښتنو شمېره یې ۶۲٪ ښودلې ده. البته ارباب اوباما څخه د ډاکتر صاحبانو د کم عقلۍ زاریو د پورتني رقم سم یا ناسموالی تر اغېز لاندې راولي.

۲۷- څرنګه چې ښاغلي نبی زاده په خپلو «پردي لاس ته د سترګو نیونو» او چوپړتیا او د خپل «کیڼ» او ښي ګوند په هرې ناولتیا کې ټول ملت شریکوي، ښاغلی خلیل زمر هم چې د پرچم زیږنده ده، په «موږ» ویلو سره د شودګۍ له مخې خاینو دولتونو او ولسونو ته په یوې سترګې ګوري او لیکي:« موږ تل نورو ته اړتیا لرلې او لګښت مو نورو پرېکړی دی، یا په بله ژبه زموږ د سوال لاس تل نورو ته غځېدلی دی. لکه چې په ۱۹ مه پېړۍ کې زموږ لګښت بریتانیې او په ۲۰ پېړۍ کې شوروی اتحاد ورکاوه او ۲۱ پېړۍ کې لاتراوسه زموږ لګښت د امریکا او اروپا پرغاړه دی.»

نه ښاغلي زمره، بریتانیې او شوروی او امریکا «زموږ» لګښت نه دی ورکړی، بلکې «موږ» ته د یو موټي خاینانو جیبونه یې ډک کړي دي. منځنۍ پېړۍ ییزو امیرانو ته انګلیسانو، پرچمیانو او خلقیانو (نه در په یادېږي چې تا او ملګرو ته په میاشت کې څومره رسېدله؟) ته روسانو او جهادیانو او ونډه والو ته یې امریکا او اروپا او ایران او ... پیسې ورکوي، چې زموږ وږو او لالهانده پرګنو پورې اړه نلري او د همدغو پیسو او ملاتړ له امله دوی په دلالو پانګوالو، لویو ځمکوالو، د خلکو وینو ته تږي ګیدړانو او د امریکا او ایران او ... په اهلي سپو بدل شوي دي.

داسې فکر کېده چې پرچمي هېواد پلوري د دولت او واکمنې طبقې او د خلکو او دولت اړیکه او... مفاهیمو په اړه د کورني ارتجاع او غریبانو څخه بېله پوهه لري. خو داسې ښکاري چې شوروی څخه امریکا ته د تړلتوب ځنځیر خپل کار کړی او واکمن ماورای ارتجاعی فرهنګ تر آخره په دوی کې پېچکاري شوی دی.

۲۸- ډاکتر نبی مصداق او... اوباما ته په خپل خاکسارانه لیک کې وایې چې «د افغانستان حتی یو د زده کړې خاوند پښتون هم طالبانو سره یوځای نشو»! خو که لیک لیکونکو په رښتیا سره هم د طالبانو ملاتړ خواري او ذلت ګڼلی، باید د هاشمیان او نرشیر جالبه رښتینولي او د روستار تره کي شوینیزم یې له آزادۍ غوښتونکې او دموکراتیک اړخ څخه په بې رحمۍ او پرته د دود شوي ارتجاعي ملاحظه کاریو څخه تر نیوکو لاندې نیولی وای، ځکه د هغوی حرکت د طالبانو له غړیتوب څخه هم لا ډېر زړه بوږنوونکی دی. ترهغې هم مهمه خبره دا ده چې تړلتوب څخه هېڅ یو کرکه لرونکی د زده کړې خاوند یا بې زده کړې به د«آی اس آی» د تیوو رودونکو طالبانو سره یوځای نشي، خو د ډاکتر صاحبانو څخه چې د خلکو پرځای اوباما ته په ګونډو کېږي، باید پوښتنه وشي، چې طالبانو سره د تاسو غوڅه او د«طالب جان» او « افغان بچیه» ویلو ارتجاع څخه لرې مبارزه چېرته ده؟ اصلی خبره دا ده.

۲۹ـ ښاغلی روستار تره کی هم پاکستان پورې د طالبانو د تړلتیا پټولو کې پاتې راځي، خو په قلمي او روڼ اندیزې غلا یې د طالبانو له خولې «تکتیکي او لنډ مهاله» او د کرزي د دولت تړلتیا « استراتژیکه او تل پاتې» نوموي («د امن جرګه او د سولې لرې لید») . زموږ پوهنوال شوی طالب په اند د «محمدي ستر شریعت» پلي کوونکی چې خوله یې د «آی اس آی» په تیو پورې نښتې ده، واک ته تر رسېدلو وروسته به له موره بېل او خپلواکه چلند غوره کړي! هرخاین کولای شي دغه «دلیل» څخه د خپل پرتوګ نشتوالي ته د خټې پوزه جوړه کړي. خو «دلیل» دومره شوده او ملا نصرالدیني دی چې په خپله طالبانو هم چېرته نه دی راوړی، ځکه پوهېږي، چې لابه وشرمېږي؛ ځکه پوهېږي که د واک ترلاسه کولو په سبا، که فرضأ داغوښتنه هم ولري، چې ځان ورڅخه وژغوري، «آی اس آی» یې پوټکي کې داسې نه دی ننوتلی، چی په ځان ژغورلو به بریالی شي. چوپړځواک تر واکمنۍ وروسته له پخوا څخه هم زیات خپل خاوند ته اړتیا پیدا کوي. خلقي او پرچمي هم د ډاکتر روستار په ژبه ویلای شي چې مسکو ته مریتوب یې «تکتیکي او لنډ مهاله» ؤ او یا د لبنان حزب الله، د فلسطین حماس او د لیبیا«لنډ مهاله ملي شورا» هم کولای شي ووایې چې د لومړي او دویم تړلتوب د ایران رژیم سره او د دریم له امریکا او ناټو سره «تکتیکي او لنډمهاله» دی! هر هیواد پلورې ډله کولای شي د روستار تره کي د استدلال (د ژبې) په استناد خپلو خلکو ته خیانت «تکتیکي او لنډمهاله» ونوموي او داسې وانګېري چې کله یې سر تر واورې لاندې شو بدن یې څوک نه ویني!

۳۰ـ همدا اوس د اسراییل، ایران، ترکیې، هندوستان او ... بندیخانې له هغو سترو ښځو او نارینه وو سلحشورو څخه ډک دی، چې هر راز ربړونې، ځورونې او د ګولیو باران یې په سر سترګو منلی، خو چاته سر نه ټیټوي، خپلو باورونو ته شاه نه اړوي او وژن ځایونه یې هم د پاڅون په ډګر اړولی دی. په داسې حال کې چې د افغانستان بندیخانو کې هېڅ یو په پښتونولي مین آزادي غوښتونکی هم نه دی بندي شوی. نور نو تش په نوم ترپکو او ټوپونو ته څه ځای پاتې کېږي؛ ښاغلی روستار تره کیه؟ «فلسطینولي»، «ایرانولي»، «ترکیه ولي»، هندوستان ولي» او ... ته وګورۍ چې حماسې یې هر یو قومپرست روڼ اندی، چې اسمان د څاه د سر په څیر ګوري، باید سرټیټی کړي.

۳۱ـ لکه زموږ د ځینو روڼ اندو په څېر چې زړه یې غواړي، د هند په نیمې وچې باندې د محمود غزنوي یا احمدشاه بابا ورانوونکي یرغلونو له امله خپل اورمېږ کوږ ونیسي.

۳۲ـ سیلک د ایران په کاشان کې یوځای دی.

۳۳ـ راډیو سپهر سره د شالګوني مرکه.

آخرین مطالب