زموږ په دردیدونکی ملت څه خوابدوونکی او ناوړې لوبې نه کیږی. دا ځل د امریکا په پلوی د ځورونکی ډرامې "د پاریس کنفرانس" ترسره کول دی، چې شمالی ټلوالې، طالبان، د ګلبدین ګوند، القاعده، ملی جبهه، د سولې عالی شورا، ملی ائتلاف، د حق او عدالت ګوند او یو شمیر نور جلادان یې راټول کړل، څو زموږ خلکو ته "سوله" راولی.
اصلی ستونزه دا نده، چې ولې دغه کسبی انسانوژنکی بانډونه د وینو ککړ لاسونو سره یوځای ناست او د سولې نارې سورې وهی؛ دا هم ستونزه نده، چې د دغو خاینینو د "جوړ جاړی" بې ځایه ادعا چې د ګډ دولت جوړیدو ته ورسیږی او د خلکو یووالی او نور آرامښت لپاره له وړاندې کوی؛ اصلی مسئله دا ده، چې د امریکایی نیواکګرو تبلیغاتی ماشین او د دوی ټول لاسپوڅی راپاریدلی او د "کارپوهانو"، "شنونکو" او پر امریکا خرڅ شوی او د لاس مهرې لکه ظریف نظر د "آزادۍ راډیو"، ډاکټر اکبر وردک، ډاکټر احمد مهجور، وحید مژده او د نورو له لارې د پاریس کنفرانس حادثه ګڼی او په داسې شور او غلمغال سره له دغې څخه خبرې کوی، ښایی چې د افغانستان خلک یوازې همدغه یو انتخاب لری او که چیرې سوله غواړی نو باید د دغو جلادانو خبرو ته غاړه کیږدی، ځکه چې هغوی د افغانستان بر لاسه "رهبران" ګڼل کیږی چې یوه ډله یې په قدرت کې برخه لری، بله ډله "ښاغلې په وسلو سمباله ډله" او بله یې"پرته له وسلو ښاغلې ډله" شمالی ټلوالې ده او د دوی په جوړ جاړی سره به په افغانستان کې سوله او سوکالی حاکمه شی.
لیکن دوی ړانده دی او زموږ خلک د خپلو مخکینیو خیانتونو او فساد په اړه بیشعور ګڼی.

زموږ خلک دغه د قرآن لوړه ماتوونکی او قومی، مذهبی او ژبنی بې پته تفرقه اچوونکی، د اسامه بن لادن کولرا وارد کوونکی او عربی دلالان په ښه توګه پیژنی او باور نه لری چې تر ډیرمهاله د یو بل خوړلو او پر خلکو ظلم کوله پرته تاب پیدا کړی. ځکه تر کومې کچې چې د بیلینونو ډالرو په غلا سره پړسیدلی، د سولې راوستلو او جنایتونو ته د پای ټکی کیښوستلو لپاره په هماغه کچه سترګې یې تنګې شوې دی. دغه بانډونه د ناوړو جنایتونو او خیانتونو د ترسره کیدو له امله د خپلې راتلونکې په اړه په اندیښنه کې دی، څو داسې نه چې د خلکو لخوا محکمه او وځړول شی؛ دا دی چې په ناولتوب سره د خپل ځان لپاره د بخښنې قانون پاس کوی، دې ته چمتو دی چې له خپل پت او ناموس څخه تیر شی، ولې د قدرت څخه ګوښه کیدو او د هغې ویش ته لیوالتیا نه لری، ځکه چې بشپړ ځواک په لاس کې نه درلودل ورته "خوندور" نه ښکاری او هاخوا دېخوا شریکانو لخوا د ټوټه کیدو ګواښ وینی. که څه هم د دوی بخت د امریکا په لاس کې دی، لیکن له هغو رنډیو له ډلې څخه دی چې په یو بې پار بسنه نه کوی او د ایران وحشی رژیم، پاکستان، عربستان، ترکیه او نورو سره هم پټې یا ښکاره اړیکې لری.
د دې خاینانو د بنسټیزو مناسباتو له امله چې بهرنیو دولتونو ته چوپړی کوی، د مخدره توکو او لرغونو آثارو قاچاق او د افسانوی پانګو لپاره د عامه شتمنیو لوټولو ته یې لاسرسی موندلی دی، نه جوړ جاړی، بلکې د یو بل د خیټو څیریدل رامنځ ته کوی، په ځانګړی توګه تر هغه مهال چې د خلکو توفانی غورځنګ پر هغوی ویره وانه چوی. تراوسه له دوی څخه د پام وړ یو شمیر یې چې مختلفو مافیاوو ډلو سره تړلی دی، مخکې له دې چې د خلکو لخوا مجازات شی، د شتمنیو ویش او امتیاز ورکوونې پرسر د اختلافاتو له امله، د "ورونو" له لارې له منځه تللی دی.
امریکا چې د خپلو اقتصادی، سیاسی، او استراتیژیکو موخو لپاره په افغانستان کې د نسبی ثبات غوښتونکی دی، په پام کې لری د خپل فرمان لاندې د ټولو چوپړانو لکه له جهادی او طالبی نیولې تر خلقی او پرچمی او جاسوس کسبه تکنوکراتان (وزیران، سفیران، ویاندویان، مشاورین، مرستیالان او ...) په یو آخور کې وتړی. لیکن دغه "سوله" د خلکو لپاره بې ارزښته ده؛ د هیواد پلورو رذیلانو ترمنځ د ځواک ویش هغوی به نور هم نشه کړی. له هر څه وړاندې ریښتینی سوله د سم عدالت (د وروستیو درېیو لسیزو خاینو جلادانو مجازات او محکمه) ترسره کولو سره شونې ده او بس. لخضر براهیمی ویل وو: "په برلین کې مو عدالت د سولې قربانې کړو" ومو لیدل چې د عدالت پرته د سولې دعوا بې ځایه او درواغ ده، زموږ خلک هم، د امریکا او د هغه زیږدو طالبابو په لانجه او هم د جهادی-ګلبدینی او د کرزی تکنوکراتو جاسوسانو ګوډاګی کورنیو په بی ساری ظلم و ستم کې سوزیږی.(١)
کله چې امریکا اړین ولیدل، چې طالبان او ګلبدین هم په ځواک کې ورګډ کړی نو باید هغوی د بوډۍ ټال څخه په تیرولو، د سولې په مشروعه کوترو، د سیاسی هویت او باور په درلودلو د پاریس په کنفرانس کې ورګډ کړی نو یو ځل بیا یې «آزادۍ راډیو» ته دنده ورکړه تر څو د وحید مژده او د نورو څو رګه روڼ اندو دلالانو له خولې «نرم دریځ»، «بدلون» او د طالبان نو تر منځ «درز»، چې «میانه رو او تندرو» دی، خبر ورکړی.
په دولت کې د دوی شتون نه یوازې دا چې د سولې د رامنځته کیدو د خنډ بنسټیز لامل ګرځی، بلکې له ډیر پخوا یې د افغانستان د ویش د خطر زنګ پرلار اچولی، چې په وروستیو کې د جنایتکارانو لکه ضیا مسعود، محقق، عطامحمد، دوستم، لطیف پدرام او نورو لخوا د دوی امریکایی پلار سناتور دانارورابکر په پلوی سره، یو ځل بیا راوچت شو او زموږ د خلکو ذهن یې ناکراره کړ. تر ننه د جهادی او د دوی هملاسو استبداد و چې زموږ خلک یې منځنیو پیړیو لور ته ولیږدول، لیکن نن ورځ نړۍ خور امریکا، طالبی بلا هم په خپل لاسپوڅی دولت کې ور زیاتوی، څو دغه لار زر او په ښه توګه ووهل شی. دغه له خیانت څخه ډکه "سوله" د امریکا اړتیا ده، نه د افغانستان د محرومو خلکو. نه د امریکا زنځیری سپیو لیرې کول، بلکې د دوی ترمنځ د "سولې" منل او سپیڅلتوب په ښکاره توګه له خلکو سره خیانت دی.
موږ د یو داسې سولې هیله من یو، چې له امریکا څخه د افغانستان خپلواکی ترلاسه کولو او او د خاینینو نیول، مجازات او محکمه کول او د امریکا او د دوی پورې تړلو خلکو له خولې د بلیونونو ډالرو پر راویستلو ولاړه اوسی. له دې پرته زموږ خلک به نه سوله ووینی، نه دموکراسی او نه پرمختګ او هوساینه.
د امریکا لپاره اړین دا دی، چې په خپله ولکه کې د افغانستان د درلودلو سره خپلې نظامی- جاسوسی اډې د چین، روس او هند هیوادنو ته څیرمه جوړې کړی او زموږ د هیواد د زیرمو ترڅنګ د سیمې د انرژۍ او هیروینو قاچاق لوی زیرمې په انحصار کې ولری.
یوواځینی شی چې دغې یرغلګر ځواک او زور ته مطرح نه دی، په افغانستان کې د حاکمیت ماهیت دی، که څه هم د ایران او عربستان خونی او ارتجاعی رژیمونو پرتله، انسانوژونکی، د انسان ضد، د دموکراسۍ ضد او د ښځې ضد اوسی. جهادی او طالبی بانډونه د مخدره توکو له کښت څخه پرته ژوند نه لری او دغه د امریکا دولت سره د دوی حیاتی مشترکه وجه "اقتصادی" ده او دا لامل دی چې د تریاکو د کښت سیمو او د هیروین جوړونې فابریکو او د چرسو او هیروینو ګودامونو باندې نه امریکا بمبار کوی او نه د کرزی ناوړه رژیم چې د خلکو غولولو لپاره کله ناکله په ټرکونو او ګودامونو کې د سلګونو ټنو چرسو او هیروینو د "نیولو" ادعا کوی، لیکن د ټرکونو او ګودامونو د مالکانو د نیولو خبر نه ورکوی.
جهادی او طالبی غوړه ماله چوپړان او د امریکا شتون پلوه شاید ووایی، چې په هر ګوند کې ناوړه خلک پیدا کیږی او دغه د بنسټپالو «مشرتابه» او د امریکا سره تړاو نه لری. لیکن زموږ ماشومان هم ځواب ورکوی، کوم یو مړ یا ژوندی داسې لوی جنایتکار پیژنی، چې خپل کوم جنایتکار او بې پته یې په دار ځړولی یا زندانی کړی اوسی؟ که چیرې د نادیې انجمن میړه د خاین تورن اسماعیل او د دې پلویانو له خوا حمایت نه درلودی او یا په دې هیواد کې قانون او حساب ورکونه د بنسټپالۍ په میکروب چټل شوی نه وایی، آیا دغه ناځوان به د نادیې د وژلو جرئت کړی وایی؟ که چیرې جیحون د "مارشال" ویجاړونکی پلوی نه درلودلې، د دغې پیښې مرتکب کیدلی شو؟ ناهیلې ښځې لکه آمنه، صنوبر، انیسه، ذکیه او ... او دې نیږدې وخت کې په بامیانو کې پیغلوټی شکیلا چې د سید واحد بهشتی لخوا چې د جهادی بې پتو له ډلې څخه دی، تیری پرې وشو او ووژل شوه او نورې سلګونې بیلګې څرګندوی، چې د امریکا په پلوی د بنسټپالو وینو څښونکو شتون سره دغه ناورینونه د پای ټکی نه مومی. په دې څوک پوهیږی، چې د بې پته قاتل حکیم شجاعی ترشاه لوی جنایتکار کریم خلیلی او امریکا ولاړه ده؟
د پاریس په کنفرانس کې د دې لپاره چې د "ډموکراتیک" رنګ او څیره او نړۍ فریب وخوری، دوه سرکاری ښځې په نامه د فرخنده زهرا نادری او نیلوفر ابراهیمی هم راوړل شوې وې.(٢)
که چیرې دغو دوو ښځو لږ وجدان او شرافت درلودلی، د جلادانو غونډې ته به یې تن نه ایښودلې، نه په پاکستان او افغانستان کې د بې شمیره انقلابی او سپیڅلو روڼ آندو د وژلو لپاره، نه د کابل ښار د لوټولو او د لسګونو زرو انسانانو د وژلو او پر عصمت د تیری لپاره، بلکې یوازې او یوازې د ښوونځیو په نجونو باندې د تیزاب اچونې، د ښځو غوګونو او پوزو د پرې کولو، د زرمینو او صفیه وو او عمه جانو لپاره په کنفرانس کې پر رذیلو ګډونوالو لعنت او هغوی یې یوازې د دار ځړولو لایق ګڼلی وایی، که چیرې له کنفرانس څخه هم ویستل شوې وی د افغانستان د ملت ستاینه یې ترلاسه کوله؛ ضیا مسعود او قانونی ته به یې ویلی وایی چې نکټایی پر غاړه کول او حکیم مجاهد، متوکل او غیرت بهیر په انګلیسی وییلو ملنډو نه شی کولای د منځنیو پیړو ماهیت او د وینو رټه او د سی.آی.ای او آی.اس.آی توب جاسوسۍ جالې له خپل ځان څخه لیرې کړی.
لیکن د غونډې د ښکلا دوه ښځې زموږ د دردیدونکو خلکو پروړاندې مخ تورې دی، هغه وخت چې په کنفرانس کې حنیف اتمر او علومی د ډاکټر منوچهرخانی په وینا "د تاریخ مفعولان" یې ولیدل، د ربړونو لاندې او پولیګونونو کې د آزادۍ غوښتونکو وژنه او د ۱۳ زرو د مړو لست او ... د دوی د غټو او ناولو سترګو پروړاندې ونه دریدل او له هغوی یې ونه پوښتل چې تاسو ناولو پرون د کرملین درګاه کې سر سولو او نن ورځ په خپله غاړه کې د سی.آی.ای او بنسټپالو د غلامۍ په پړی نازیږۍ، څرنګه او په کوم حق له سولې خبرې کوئ؟؛ چې د کنفرانس ټولو حاضرینو پرمخ لاړو اچولو پرځای په "ډیرې رښتینې او جوړې شوې او بې ځایه خبرې" (حنیف اتمر ربړونکی) د "ورونو" ترمنځ، بې وجدانۍ، نشې او خندا سره وکړې او خوشحاله یې واوریدلې او زموږ د سلګونو زرو شهیدانو ته نه مننونکی سپکاوی یې روا ګڼو. دا ده چې فرخنده او نیلوفر او دې ته ورته نورې باید وډار شی، چې منتظر اوسۍ، څو خپل او یا د لور او زوی عصمت او پت یې د ښاغلو جهادی او طالبی بانډونو لخوا له منځه ولاړ شی او یوازې هلته شاید لږ تر لږه ټنډه ترخه ونیسی او وګورۍ چې "دینی ورونو"، سره "ستونزه" لرئ؟
موږ د داسې سولې هیله من یو، چې له امریکا څخه د افغانستان خپلواکی ترلاسه کولو او او د خاینینو نیول، مجازات او محکمه کول او د امریکا او د دوی پورې تړلو خلکو له خولې د بلیونونو ډالرو پر راویستلو ولاړه اوسی. له دې پرته زموږ خلک به نه سوله ووینی، نه دموکراسی او نه پرمختګ او هوساینه.
لاسپوڅې "کارپوهان" د هر استدلال سره د امریکا غوښتونې لپاره هڅه کوی، کنفرانس ته د "مهم او ارزښت" رنګ ورکړی. ډاکټر احمد مهجور او ډاکټر اکبر وردک چې په پاریس کې اوسیږی، کنفرانس یې عام او بې باکه "د طالبانو د نظراتو پیژندلو لپاره ښه فرصت او د سولې لپاره مهم ګام" وښود. زموږ خلک نه ارثی ړانده او ګونګ دی او نه دومره بې شعوره دی، څو طالبان چې د سی.آی.ای او آی.اس.آی مخلوق او د مدرسو او ماشومتوب له دوران څخه له عقیدو ډک چې د منځنیو پیړیو پنځه کلنه واکمنۍ په لړ کې پر ښځو او سړو یې د ژرندې تیګې ګرځولې دی او یوولس کاله د بې ګناه خلکو وژلو کې له امریکا سره په سیالۍ بوخت وو، تراوسه به یې نه وی پیژندلی. کومه "سوله"؟ د دوی د امریکایی څښتن لخوا زموږ د تاریخ ناوړو خاینانو ته برخه ورکول سوله منځته راوړلی شی؟ که چیرې آغلې فرخنده او نیلوفر نالوسته وی، پر دې مطلب پوهیدل، هغه مهال چې مذهبی دجالانو خپل منځۍ دښمنیو کې دومره جنایت او خیانت وکړ، نو اوس چې دوی سره یوځای شی، زموږ پر خلکو به څه بلا راولی، تاسو پروفیسرانو لپاره به ډیر ستونزمن نه وې، په هغه شرط چې ستاسو ماءخذ او د آند زیرمه سی.آی.ای نه وایی. تاسو او ستاسو په څیر د زده کړو غټو لقبونو سره، که څه هم پر حقیقت پوهیږۍ، لیکن له هغه څخه مخ اړوۍ، نو ویجاړونکی یاستۍ؛ خاین تحصیل کوونکی یاستۍ چې د امریکا "پنځمې ستنې" په څیر په افغانستان کې خلک د امریکا او د دې مذهبی او غیر مذهبی ډلو او ټپلو اطاعت ته دعوت کوئ. تاسې ورځې شمارۍ، چې څه وخت په خیر سره د ډاکټر اعظم دادفر، ډاکټر رنګین سپنتا، ډاکټر اسماعیل قاسمیار او نورو ناوړو او پلورل شوو روڼ آندو په څیر د خپل پت او وجدان د خرڅلاو په نرخ سره د راتلونکی دولت کوم مقام ته ورسیږۍ. د هغې اصلی دلیل دا دی چې ولې د "آزادۍ راډیو" چلونکی نظیر او وحید مژده ګان او احمد سعدی ګان د سی.آی.ای او د ایران او پاکستان جاسوس تروریست بانډونو ترمنځ د مذاکرې په اړه له ډیرې خوشحالۍ د عوامو په ژبه خپل ځان "ګوته" کوئ.
امریکا چې غواړی ټولو ته وروښایی چې په نړۍ کې د نظم راوړلو مکلفیت لری او له هغې پرته په نړۍ کې اوبه له اوبو څخه ښوریږې نه، د جلادانو یوځای کینولو او د دوی د غاړې پړی په لاس کې نیولو سره به وکولای شی په سیمه کې شتون ته یې دوام ورکړی او د اوسنی رژیم پرتله به ډیر ناوړه مافیایی، تړلی، فاسد، د خلکو ضد او د ملنډو رژیم به زموږ پر خاورې واکمن کړی، مخکې له دې چې امریکا د تاریخ ختمیدنې په بنسټ دغه ناوړه مولدات هر یو د موږک په څیر له لکۍ نیولی او لیرې یې واچوی، څرنګه چې د ایران شاه، حسنی مبارک، پینوشه، سوهارتو، ضیاالحق، نوریګا او نورو نوکرانو سره یې وکړل، په یقین هغه ورځ رارسیږی چې امریکا به د اقتصادی بې علاجه ناورینونو او د امریکا عدالت غوښتونکو خلکو غورځنګونو او د نړۍ په ډیرو برخو کې د خلکو پاڅونونو له امله به کمزورې یا به په ګونډو شی او د افغانستان دردیدونکی خلک به هم د خپلو پاڅونو سره امریکایی نیواکګر به د ویتنام قهرمانو خلکو په څیر له هلی کوپټرو څخه د ځوړند حالت کې تیښتې ته اړباسی او هم د هغوی بنسټپاله ملګری او ټولې وطنی کړنې به محکمه او مجازات کړی.
زموږ د خلکو پر مخ سخته او له خنډونو ډکه لاره شتون لری. لیکن تاریخ په وار وار سره ثابته کړې ده، چې ستر ځواک امریکا او د ده دینی او غیر دینی د ناوړه جنس ډول ډول مزدوران د خلکو د کلکې ارادې پروړاندې چې انقلابی رهبران یې له څیرې کیدو ویره نه لری، د واورو له زمری څخه به ورته نور څه نه وی. دا یوازې شعار نه دی. پخوانی شوروی زموږ په خاوره کې ماته ونه خوړه، چې امریکا به یې ونه خوری؟
یادګیرنه:
(١) یوازې تورن اسماعیل واواکی او خورا بدذات وینه څښونکو ته ناز ورکول، او د رییس جمهور د سپی او خر په مرګ ټاکلی مشاوران چې جهادی جلادان او د ځان څخه یې خورا ډیر پلید او خورا خاین فرزندانو څخه دی، کافی ده چې زموږ ملت کرزی د خورا کلکو مجازاتو مستحق وګڼی.
(٢) د "آزادۍ راډیو" یوه دنده د ټاکلو خلکو ناڅاپه مطرح کول دی چې سی.آی.ای هغوی د مناسبو مسئولیتونو ترسره کولو ته ځانګړی کوی. د فرخندې او نیلوفر آواز هم د "صاحبنظرانو" په څیر وروستیو څو میاشتو په لړ کې له آزادی راډیو څخه خپور شوی. په رښتیا څه نړۍ ده چې ملالۍ جویا د رژیم ښځو څخه جدا کوی: هغه د قانونیانو، سیافیانو، ربانیانو، عبدالله ګانو، الماسیانو، محقق یانو، فرید یانو، پاینده محمد یانو او... جرګې څخه د ویستلو ویاړ ترلاسه کوی او نورې د امریکا او د دې پارلمانی سپو پروړاندې د چوپتیا غوره کولو په برکت سره مقام او ډالرو ته رسږی. په دې ډول هغه مهال چې امریکا اړین ولیدل، چې د طالبانو او ګلبدین لکۍ هم په قدرت کې وتړی، او د سولې کوترو او مشروعیت سره، د اعتبار او سیاسی هویت او پاریس کنفرانس کې د ګډون شرایطو ته وړ کولو لپاره یې باید د بوډۍ ټال څخه تیر کړی نو بیا یې هم د "آزادۍ راډیو" ته امر وکړ چې د دلال او څو رګه روڼ اندو لکه وحید مژده له خولې د "نرم دریځ"، "بدلون" او د طالبانو ترمنځ "درز" چې "میانه رو او تند رو" دی، خبر ورکړی. چې په عجیب رذالت سره په افغانستان کې د طالبی او ګلبدینی مالکانو لپاره د اسانه تردد لپاره د "بې طرفه او منطقې امن" غوښتونکی شو. له خپل ځان څخه کرکجن هغه سایټونه او رسنې دی، چې د دغې ناوړه ګلبدینی او طالبی "تحلیلګر" د لیکنو له خپرولو نه شرمیږی.