«زمونږ په‌ ټول‌تـوان‌ سره‌»

«د افغانستان‌ د ښځو انقلابی‌ جمعیت‌»

«راوا» په‌ افغانستان‌ كی‌ د ښځو یواځنی‌ سازمان‌ په‌ حیث‌ وتوانید له‌ په‌ خپلی‌ كار او فعالیت‌ سره‌ خپل‌ ځان‌ او د افغانستان‌ ښځی‌ په‌ نړیوالی‌ سطحه‌ مطرح‌ كړی‌ چی‌ دا ټول‌ د «راوا» د غړو بهرنی‌ سفرونو او اینترنت‌ د لاری‌ تر سره‌ شو او ویی‌ كړای‌ شو بی‌شمیره‌ پلویان‌ د نړی‌ په‌ ډیرو هیوادنو كی‌ پیدا كړی‌ او دایی‌ وښودله‌ چی‌ د «راوا» مبارزه‌ د ښځو د آزادی‌ بحښونكی‌ د مبارزی‌ برخه‌ ده‌. د ډیرو كارنو تر سرته‌ رسولو پرته‌، د «راوا» د مینا په‌ هكله‌ د څلورو كتابونو لیكل‌ هم‌ ددی‌ كارنوله‌ جملی‌ څخه‌ دی‌.
مونږ غوښتل‌ چی‌ ددی‌ كتابونو د لیكوالو سره‌ د «راوا» او د افغانستان‌ د حالاتو په‌ هكله‌ مركی‌ تر سره‌ كړو. چی‌ له‌ نیكه‌ مرغه‌ په‌ دی‌ وتوانیدلی‌ د یوی‌ لیكوالی‌ سره‌ په‌ گڼه‌ كی‌ مركه‌ وكړو. هغه‌ ډاكټر ان‌ براډسكی‌ (Anne Brodsky) ده‌ چی‌ د امریكا د بالتیمور ښار په‌ پوهنتون‌ كی‌ د روانشناسی‌ استاده‌ ده‌. ان‌ براډسكی‌ په‌ بیلابیلو سفرونو كی‌ هم‌ افغانستان‌ او هم‌ پاكستان‌ ته‌ په‌ دی‌ توانیدلی‌ ده‌ چی‌ د «راوا» د مبارزی‌ نه‌ یو لوی‌ او ژور تحلیل‌ وړاندی‌ كړی‌.مونږ دی‌ لیكوالی‌ ته‌ د بری‌ هیله‌ لرو او د هغی‌ مركه‌ دلته‌ راوړو.

پوښتنه‌: څه‌ شی‌ تاسی‌ دی‌ ته‌ وهڅولی‌ چی‌ د «راوا» په‌ هكله‌ دا كتاب‌ ولیكی‌؟

«زمونږ په‌ ټول‌تـوان‌ سره‌» With All Our Strength

ځواب: د څو كلونو را په‌ دی‌ خوا هم‌ شخصی‌ او هم‌ د حرفی‌ له‌ لحاظه‌ د «راوا» د كار سره‌ علاقمنده‌ وم‌. شخصاً ځكه‌ چی‌ زه‌ د ټولنیز عدالت‌ او په‌ ځانگړی‌ توگه‌ په‌ نړیوالی‌ سطحی‌ د ښځو د ژوند، زمونږ د حقوقو او برابری‌ په‌ خاطر مبارزه‌ او هغه‌ هڅی‌ چی‌ په‌ ټولی‌ نړی‌ كی‌ د ښځو لخوا د نجونو او ښځو د ژوند د ښه‌ كیدلو دپاره‌ كیږی‌، په‌ اړه‌ فكرمنده‌ یم‌ او په‌ دی‌ لاره‌ كی‌ می‌ له‌ كلونو را په‌ دی‌ خوا كار كړیدی‌. د حرفی‌ له‌ لحاظه‌ د یوی‌ روان‌پوهی‌ او محققی‌ په‌ صفت‌، ډیرو كارونو می‌د نجونو او ښځو د ژوند په‌ اړوند په‌ خاصه‌ توگه‌ په‌ هغه‌ ځایونو كی‌ چی‌ د خطر نه‌ ډك‌ او د هغی‌ په‌ مقابل‌ كی‌ مقاومت‌ موجود و، تمركز درلود. له‌ دی‌ كبله‌ زما كار د یوی‌ ښوونكی‌، ډاكټری‌ او محققی‌ په‌ صفت‌ په‌ دی‌ متمركز و چی‌ څنگه‌ ښځی‌ او د ښځو ټولنی‌ كولای‌ شی‌ خپل‌ ځان‌ او نورو د پاره‌ حتی‌ په‌ ډیرو بدو او سختو حالاتو كی‌ لكه‌ د ظلم‌ او فقر د بیلابیلو ډولونو په‌ مینځ كی‌ مثبتی‌ نتیجی‌ لاس‌ ته‌ راوړی‌. «راوا» د یو سازمان‌ او غورځنگ‌ په‌ حیث‌ هم‌ زما شخصی‌ او هم‌ د حرفوی‌ اندیښنی ښكارندوی‌ دی‌.

كه څه هم د «راوا» د سایت او نورو خپرونو د لوستلو، د «راوا» د غړو سره‌ په‌ پراخه‌ توگه‌ خبرو او مكاتبه‌ كولو او په‌ پاكستان‌ كی‌ د «راوا» د پروژو نه‌ لیدنی‌ دی‌ ته‌ ورسولم‌ چی‌ د «راوا» د مثبت‌ كار نتیجی‌، د افغانی‌ ښځو او نجونو د پیاوړتوب په هكله چی خپل ژوند او د نورو ژوند حتی‌ په‌ ډیرو خرابو حالاتو كی‌ ښه‌ كړی‌، ووینم‌. خو ما غوښتل‌ چی‌ پوه‌ شم‌ «راوا» څنگه‌ دا كار كړیدی‌. په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ چی‌ په‌ نړی‌ كی‌ د ښځو ډیر غورځنگونه‌ دی‌ چی‌ هیڅ‌ یویی‌ د داسی‌ دوامداری‌ او پرله‌پسی‌ مبارزی‌ سره‌ مخامخ‌ نه‌ وو څرنگه‌ چی‌ «راوا» او د افغانستان‌ ښځی‌ په‌ دی‌ تیرو پنځه‌ویشتو كلونو كی‌ وی‌. نه‌ یواځی‌ د فكری‌ لحاظه‌ دی‌ ته‌ وهڅیدلم‌تر څو پوه‌ شم‌ څرنگه‌ «راوا» په‌ ډیر بریالیتوب‌ سره‌ توانیدلی‌ ده‌ خپلی‌ هڅی‌ په‌ داسی‌ آزمایښتیدونكی‌ مبارزی‌ كی‌ په‌ وړاندی بوځی‌، بلكه‌ ما دا فكر وكړ چی‌ ددی‌ خبری‌ تحقیق‌ چی‌ څرنگه‌ «راوا» خپل‌ كار تر سره‌ كړیدی‌ كیدای‌ شی‌ نورو ښځو او سازمانونو ته‌ چی‌ د هغو لارو په‌ لټون‌ كی‌ دی‌ چی‌ په‌ خپلی‌ مبارزی‌ كی‌ د آزادی‌ او برابری‌ په‌ خاطر بریالی‌ واوسی‌، مرسته‌ وكړی‌. ما دا فكر هم‌ وكړ چی‌ كیدای‌ شی‌ نړیوالی‌ ټولنی‌ او هم‌ «راوا» ته‌ دا مهم‌ او گټور وی‌ چی‌ تاریخی‌، فعالیتونه‌ او هغه‌ ټولنه‌ چی‌ دوی‌ په‌ تیرو شپږویشتو كلونو كی‌ جوړه‌ كړیده‌، په‌ یو كتاب‌ كی‌ راټول‌ شی‌.

پوښتنه: ستاسو د كتاب‌ او د «زویا قصه‌» په‌ مینځ كی توپیر روښانه دی‌ ځكه‌ چی‌ دواړه‌ په‌ بیلابیلو مطلبونو باندی‌ لیكل‌ شویدی‌. خو كولای‌ شی‌ د خپل‌ كتاب‌ او د چیرل‌برنارد (Cheryl) كتاب‌ په‌ مینځ‌ كی‌ توپیر روښانه‌ كړی‌؟

ځواب: «راوا» او ما ددی‌ كتاب‌ د لیكلو پلان‌ د ۲۰۰۱ كال‌ د جنوری‌ د میاشتی‌ نه‌ مخكی‌ جوړ كړی‌ و او ما خپله‌ لومړنی‌ كتنه‌ د ۲۰۰۱ كال‌ په‌ اوړی‌ كی‌ د پاكستان‌ نه‌ تر سره‌ كړه‌ تر څو د «راوا» د غړو او پلویانو سره‌ په‌ خپله‌ خبری‌ وكړم‌ او د «راوا» كړنی‌ وگورم‌. نو په‌ دی‌ خاطر دا پروژه‌ ډیره‌ مخكی‌ د یولسم‌ سپتمبر نه‌ چی‌ پر امریكا تروریستی‌ حملی‌ وشوی‌، پیل‌ شوی‌ وه‌ چی‌ افغانستان‌ او ښځی‌ یی‌ د نړی‌ د اخبارو د لومړنی‌ مخ‌ خبر جوړ كړی‌. زما كتاب‌ لكه‌ د داكتر برنارد به‌ په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ چاپ‌ شی‌ چی‌ ټولی‌ نړی‌ «راوا» او افغانی‌ ښځو ته‌ پام‌ راگرځولی‌ دی‌، ددی‌ كتاب‌ د لیكلو لپاره‌ چی‌ د مخكی‌ نه‌ یی‌ پلان‌ جوړ شوی‌ و، په‌ دی‌ وتوانیدلم‌ چی‌ «راوا» سره‌ د خپلی‌ شخصی‌ تجربی‌ پر بنسټ‌ هغه‌ ولیكم‌. په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ چی‌ ډاكټربرنارد د خپل‌ كتاب‌ لپاره‌ پر هغه‌ ایمیلونو او مركو ډه‌ډه‌ كړی‌ وه‌ چی‌ د «راوا» غړو ورته‌ لیږلی‌ وو. زه‌ ډیره‌ خوشحاله‌ یم‌ چی‌ دا كتاب‌ په‌ پاكستان‌ او افغانستان‌ كی‌ د «راوا» سره‌ زما د څلورو میاشتو د مستقیمی‌ تجربی‌ نتیجه‌ ده‌ چی‌ په‌ هغی‌ كی‌ زه‌ د «راوا» په‌ ټولنو كی‌ پاتی‌ شوم‌ او مخامخ‌ می‌د سلو نه‌ زیاترو غړو، پلویانو او ښځو او ماشومانو سره‌ خبری‌ وكړی‌ چی‌ «راوا» ورته‌ په‌ خدمت‌ كولو لگیا ده‌. سربیره‌ پر دی‌ ما څلور میاشتی نوری شخصا د «راوا» د غړو سره په امریكا كی په كار كولو كی تیری كړی چی هغوی بیلابیلو پروگرامونو ته را دعوت شوی ‌وی. په داسی حال كی چی د برنارد كتاب «راوا» ډیرو هغو كسانو ته معرفی كوی چی كیدای شی ددی سازمان او د كارونو سره یی آشنا نه وی. دومره وخت كی چی زه وتوانیدم د «راوا» سره‌ د نژدی‌ همكاری‌ د پاره‌ ددی‌ پروژی‌ په‌ دی‌ خاطر تیر كړم‌ او په‌ پاكستان‌ او افغانستان‌ كی‌ خپلی‌ مستقیمی‌ تجربی‌ پر اساس‌ او دا واقعیت‌ چی‌ دا كتاب‌ د یوی‌ علمی‌ مطبعی‌ لخوا چاپ‌ كیږی‌، دا معنی‌ به‌ ولری‌ چی‌ زما كتاب‌ به‌ په‌ دی‌ وتوانیږی‌ چی‌ د «راوا» نه‌ یو ژور تحلیل‌ او څیړنه‌ لاس‌ ته‌ وركړی‌. ددی‌ كتاب‌ تمركز هم‌ لږ څه‌ د ډاكټر برنارد د كتاب‌ سره‌ توپیر لری‌ ځكه‌ چی‌ زه‌ د یوی‌ روان‌پوهی‌ په‌ صفت‌ د مقاومت‌ او كلك‌ دریځ‌ درلودلو او دا چی‌ «راوا» څنگه‌ د ښځو د ټولنی‌ په‌ توگه‌ كار كوی‌ سره‌ علاقمندی‌ لرم‌، په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ چی‌ د هغی‌ كتاب‌ د «راوا» د سیاسی‌ او ټولنی‌ پیژندنی‌ له‌ اړخه‌ څیړی‌، زما تمركز په‌ ځانگړو عملیاتو او انگیزو دی‌ چی‌ د «راوا» ځوا كمنتوب‌ هم‌ انفرادی‌ او هم‌ د یوی‌ ټولنی‌ په‌ صفت‌، د ښځو پیاوړه‌ كول‌، د ښځو د ټولنو جوړول‌ او د افغانی‌ ښځو، ماشومانو او نارینه‌و ژوند ته‌ تغییر وركول‌ آسانوی‌.

پوښتنه: د داسی‌ یوی‌ ښځی‌ په‌ توگه‌ چی‌ د افغانستان‌ د حالاتو سره‌ آشنا یاستی‌، د طالبانو، جهادیانو او اوسنی‌ دولت‌ په‌ مقابل‌ كی‌ د «راوا» د دریځ‌ په‌ هكله‌ ستاسو نظر څه‌ دی‌؟ او د یوی‌ امریكایی‌ په‌ صفت‌ په‌ تیرو او اوسنی‌ حالاتو كی‌ د افغانستان‌ په‌ هكله‌ د امریكا د دولت‌ رول‌ په‌ اروند حه‌ فكر كوی‌؟

ځواب: د هر ډوله‌ رژیم‌ په‌ مقابل‌ كی‌ چی‌ سوله‌، امنیت‌، آزادی‌، دموكراسی‌، د ښځو حقوق‌، د بشر حقوق‌ او د دولت‌ د مداخلی‌ نه‌ پرته‌ د مذهب‌ آزادی‌ نه‌ تضمینوی‌، تل‌ د «راوا» غیرت‌، میړانی‌، نه‌ تسلیمیدونكی‌ او بی‌پردی‌ دریځ‌ پر ما ډیر اثر كړی‌ دی‌. زه‌ تل‌ په‌ دی‌ خواشینی‌ وم‌ چی‌ په‌ تیرو پنځه‌ویشتو كلونو كی‌ د جگړی‌ او د دولتونو د بدلیدلو په‌ دوران‌ كی‌، «راوا» مجبوره‌ وه‌ چی‌ خپلی‌ پخوانی‌ غوښتنی‌ بیا بیا ټینگی‌ ونیسی‌. له‌ بده‌ مرغه‌ د خلق‌ او پرچم‌، جهادی‌ او طالبانو په‌ ټول‌ دوران‌ كی‌ چی‌ یواځی‌ په‌ قدرت‌ كی‌ ناست‌ دولت‌ نوم‌ بدلیده‌ حتی‌ د افغانستان‌ د خلكو د لومړنیو حقوقو نه‌ یی‌ هم‌ ساتنه‌ ونشوه‌ كړای‌. همداشان‌ زه‌ فكر كوم‌ چی‌ اوسنی‌ حالات‌ د افغانستان‌ د تراژیدی‌ ادامه‌ ده‌. د بهرنیو هیوادونو د لاس‌ وهنی‌ سره‌ سره‌ چی‌ د سوله‌ایز، آزاد او دموكرات‌ افغانستان‌ ادعا لری‌، د «راوا» اندیښنه‌ پر ځای‌ ده‌ چی‌ جهادی‌ جگړه‌مارانو ته‌ حتی‌ د بل‌ رژیم‌ نوم‌ لاندی‌ قدرت‌ سپارل‌ به‌ یو واری‌ بیا «راوا» او اكثریت‌ خلك‌ د خپلو هیلو څخه لیری‌ كړی‌.

د یوی‌ امریكایی‌ په‌ صفت‌ په‌ ډیری‌ لوی‌ ناامیدی‌ سره‌ می‌لیدلی‌ دی‌ چی‌ داسی‌ معلومیږی‌ زما دولت‌ یو واری‌ بیا هغه‌ غلطیانی‌ چی‌ دوه‌ لسیزه‌ وړاندی یی‌ كله‌ چی‌ د دموكراسی‌ ضد او د ښځو ضد بنسټپالو دلو څخه د گډ دښمن‌ (شوروی‌ اتحاد) پر ضد ملاتړ وكړ، تكراروی‌. كله‌ چی‌ د امریكا او نورو لویدیځو قدرتونو گټی‌ د شوروی‌ اتحاد په‌ بیرته‌ وتلو سره‌ تر سره‌ شوی‌، د امریكا دولت‌ او نوره‌ نړی‌، افغانستان‌ یواځی‌ پریښود تر څو د خطرناكو او وسله‌والو ډلو د ویری‌ نه‌ ډكو عواقبو سره‌ معامله‌ وكړی‌. نتیجه‌ یی‌ افغانستان‌ لپاره‌ بی‌ له‌ ځنډه‌ مرگ‌ راوړونكی‌ وه‌ چی‌ د جهادیانو د قدرت‌ په‌ شكل‌ كی‌، داخلی‌ جگړه‌ او طالبان‌ وو. مگر اوس‌ ټوله‌ نړی‌ د بنسټپالی‌ تروریزم‌ سره‌ لاس‌ په‌ گریوان‌ ده‌ چی‌ افغانستان‌ یی‌ په‌ دی‌ ټولو كلونو كی‌ قربانی‌ وء. د امریكا بمباری‌ په‌ افغانستان‌ كی‌ زما لپاره‌ د منلو وړ نده‌ ځكه‌ چی‌ زه‌ باور لرم‌ دا عملیات‌ به‌ داسی‌ نه‌ وی‌ چی‌ د افغانستان‌ عادی‌ ښځو، ماشومانو او نارینه‌و ته‌ چی‌ لكه‌ د یولسم‌ سپتمبر د قربانیانو په‌ شان‌ دوی‌ هم‌ د طالبانو او القاعدی‌ قربانیان‌ وو، تاوان‌ و نه‌رسوی‌. همداشان‌ زه‌ په‌ دی‌ باور یمه‌ چی‌ د امریكا بمباری‌ په‌ افغانستان‌ باندی‌ یو بل‌ تیری‌ دی‌ چی‌ د امریكا د دولت‌ د خپلو گټو لپاره‌ تر سره‌ كیږی‌. د طالبانو نه‌ د افغانستان‌ د خلكو او په‌ ځانگړی‌ توگه‌ د ښځو آزادول‌ په‌ هیڅ ډول‌ د امریكا د هڅو مركزی‌ كار نه‌ و. لږ شانته‌ په‌ دی‌ امیدواره‌ وم‌ چی‌ د طالبانو د له‌ منځه‌ وړلو نه‌ وروسته‌ كیدای‌ شی‌ تر یو حده‌ ښه‌والی‌ را مینځ‌ ته‌ شی‌ او په‌ دی‌ توگه‌ شاید په‌ افغانستان‌ كی‌ قدرت‌ آزادی‌ غوښتونكو او دموكراتو خلكو ته‌ وسپارل‌ شی‌ كوم‌ چی‌ د دومره‌ اوږدی‌ مودی‌ دپاره‌ د بهرنیو قوتونو د غضب‌ لاندی‌ او د هغوی‌ د مرستو نه‌ محروم‌ وو. ددی‌ سره‌سره‌، داسی‌ ښكاری‌ چی‌ كومه‌ لږه‌ رڼا چی‌ پیدا شوی‌ وو هم‌ د مینځه‌ ولاړه‌ ځكه‌ چی‌ د امریكا دولت‌ او نړیوالی‌ ټولنی‌ انتقالی‌ او مؤقت‌ دولت‌ ته‌ داسی‌ موقع‌ وركړه‌ چی‌ یو واری‌ بیا هغو كسانو ته‌ ځای‌ وركړی‌ چی‌ یواځنی‌ ادعا یی‌ د قدرت‌ لپاره‌ نامشروع‌ وسلی‌، پیسی‌ او ویره‌ ده‌ چی‌ د افغانستان‌ د خلكو په‌ زړونو كی‌ یی‌ پیدا كړی‌ ده‌. په‌ تأسف‌ سره‌، څنگه‌ چی‌ «راوا» د بن‌ د كنفرانس‌ نه‌ تر اوسه‌ پوری‌ وایی‌ چی‌ افغانستان‌ هغه‌ هدفونو ته‌ چی‌ «راوا» د تیرو شپږویشتو كلونو را په‌ دی‌ خوا د هغی‌ دپاره‌ مبارزه‌ كوی‌، ډیر لږ نژدی‌ شوی‌ دی‌. «راوا»تر اوسه‌ یواځینی‌ او جگ‌ آواز دی‌ چی‌ د آزادی‌، امنیت‌، دموكراسی‌، د ښځو او د بشر د حقوقو او د داسی‌ دولت‌ په‌ خاطر چی‌ په‌ هغی‌ كی‌ د مذهب‌ لاس‌ وهنه‌ نه‌ وی‌، غږ پورته‌ كړی‌.

پوښتنه: آیا تاسو فكر كوی‌ چی‌ د «راوا» د مبارزی‌ او په‌ امریكا كی‌ د ښځو د غورځنگونو د مبارزی‌ په‌ مینځ‌ كی‌ ډیر ورته‌والی‌ شته‌ دی‌؟ كه‌ هو، څرنگه‌ دا یووالی‌ څرگند شوی‌ دی‌؟

ان‌ براډسكی Anne Brodsky
ان‌ براډسكی‌ د «راوا» په‌ یوی‌ یتیم‌خانی‌ كی

ځواب‌: فكر كوم‌ په‌ لومړنی‌ درجه‌ كی‌ ښځی‌ په‌ ټولی‌ نړی‌ كی‌ د خپلو مساوی‌ حقوقو د تضمین‌ په‌ خاطر او د جنسی‌ تبعیض‌ او زور زیاتی‌ نه‌ د ژغورنی‌ د پاره‌ د یوی‌ گډی‌ مبارزی‌ په‌ حال‌ كی‌ دی‌. په‌ ځینو هیوادونو كی‌ لكه‌ امریكا، د افغانی‌ ښځو په‌ پرتله‌ ښځی‌ كولای‌ شی‌ د دی‌ هدفونو لاس‌ ته‌ راوړلو په‌ خاطر لوی‌ گامونه‌ پورته‌ كړی‌، خو هیڅ‌ داسی‌ یو ځای‌ نشو پیدا كولای‌ چی‌ په‌ هغی‌ كی‌ د ښځو سره‌ مساویانه‌ چال‌ چلند، مساویانه‌ حمایت‌ او منابعو ته‌ مساویانه‌ دسترسی‌ واقعی‌ او بشپږه‌ وی‌. كله‌ چی‌ د افغانستان‌ د ښځو سره‌ پر هغوی‌ باندی‌ په‌ ټول‌ ژوند كی‌ د شوی‌ جنسی‌ ستم‌ پر تجربو خبری‌ كوم‌ چی‌ د كلتوری‌ رسم‌ او رواج‌ نتیجه‌ ده‌، چی‌ د بنسټپالو د ظالمانه‌ سرټكونی‌ سره‌ یو ځای‌ شوی‌ او كله‌ چی‌ می‌ په‌ پاكستان‌ او د طالبانو نه‌ وروسته‌ افغانستان‌ كی‌ شخصاً د «راوا» په‌ مرسته‌ د څه‌ مودی‌ په‌ تیرولو سره‌ د جنسی‌ تبعیض‌ پر بنسټ‌ ولاړو ډیرو مثالونو تجربه‌ كولو نه‌ وروسته‌ په‌ ژوری‌ توگی‌ پوه‌ شوم‌ چی‌ باید د هغه‌ امتیازونو نه‌ چی‌ د یوی‌ ښځی‌ په‌ صفت‌ یی‌ په‌ یوه‌ لویدیځ‌ هیواد كی‌ لرم‌، ډیره‌ خوشحاله‌ واوسم‌ او استفاده‌ وكړم‌. كه‌ څه‌ هم‌، په‌ عین‌ حال‌ كی‌ غمجنه‌ شوم‌ چی‌ ولی‌ هغه‌ حقونو ته‌ چی‌ لرم‌ یی‌ د امتیاز په‌ سترگه‌ وكتلی‌ شی‌ نه‌ د لومړنی‌ حق‌ په‌ صفت‌ چی‌ باید په‌ نړی‌ كی‌ ټولو ښځو ته‌ وركړی‌ شی‌. فكر كوم‌ چی‌ د امریكا د ښځو غورځنگ او د «راوا» تر مینځ‌ یووالی‌ باید د همدی‌ پوهی‌ پر اساس‌ ولاړ وی‌. د امریكا ښځی‌ په‌ ژوره‌ توگه‌ حتی‌ د لومړنیو انسانی‌ حقوقو لاس‌ ته‌ راوړلو د پاره‌ د خپلو افغانی‌ خویندو د مبارزی‌ په‌ ارزښت‌ ښی‌ پوهیږی‌. او د یووالی‌ د پاره‌ په‌ قهر او غضب‌ سره‌ په‌ حركت‌ راغلی‌ دی‌ چی‌ په‌ یوویشتمی‌ پیړی‌ كی‌ دا شان‌ جگړی‌ لا تر اوسه‌ ولی‌ پر مخ‌ ځی‌؟ هغه‌ څه‌ چی‌ په‌ تیرو پنځه‌ویشتو كلونو كی‌ افغانی‌ ښځو (او ښځو په‌ نورو بنسټپالی‌ اوضاع‌ او احوال‌ كی‌) ولیدل‌ چی‌ د دوی‌ حقوق‌ په‌ ډیره‌ كرغیړنه‌ توگه‌ تر پښو لاندی‌ شو، دا په‌ لویدیځ‌ كی‌ ښځو ته‌ داسی‌ یو خوځوونكی‌ حقیقت‌ دی‌ چی‌ پرته‌ د كاملی‌ او لازمی‌ هوښیاری‌ او پرته‌ د متمركزی‌ سیمه‌ایزه‌ او نړیوالی‌ هڅو نه‌ كیدای‌ شی‌ دا حالت‌ په‌ آسانی‌ سره‌ د نورو ښځو په‌ مقابل‌ كی‌ په‌ نورو ځایونو كی‌ مخ‌ ته‌ راشی‌.

د امریكا د ښځو یووالی‌ د «راوا» د فعالیتونو او نظراتو سره‌ د هغوی‌ په‌ مالی‌ او معنوی‌ مرستو كی‌ ښودلی‌ شوی‌ دی‌. په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ چی‌ ډیر شیان‌ دی‌ چی‌ باید د امریكا ښځو ته‌ وروښودل‌ شی‌ ترڅو د «راوا» او افغانستان‌ د ښځو نه‌ د فعال‌ حمایت‌ باعث‌ شی‌. په‌ امریكا كی‌ د «راوا» ډیر شمیر پلویان‌ هم‌ فردی‌ او هم‌ د ښځو د گروپونو په‌ شكل‌ كی‌ شته‌ دی‌ چی‌ خلكو ته‌ د «راوا» د مبارزی‌ په‌ هكله‌ د پوهی‌ وركولو په‌ خاطر كار كوی‌ او كوشش‌ كوی‌ چی‌ د «راوا» د هڅو د پاره‌ پیسی‌ راټولی‌ كړی‌ او په‌ دی‌ هڅه‌ كی‌ دی‌ چی‌ د عامو خلكو او د دولت‌ نظر او عمل‌ داسی‌ لارو ته‌ راوگرځوی‌ چی‌ د ښځو او افغانستان‌ د خلكو په‌ گټه‌ وی‌. زه‌ هیله‌منده‌ یم‌ چی‌ كومه‌ خورولی‌ چی‌ په‌ دواړو هیوادونو كی‌ احساس‌ شویده‌ او زمونږ تجربی‌ به‌ نه‌ یواځی‌ د افغانستان‌ د ښځو آرامی‌ او ښه‌ والی‌ ته‌ كمك‌ وكړی‌ بلكه‌ همداشان‌ د امریكا ښځی‌ به‌ دی‌ ته‌ وهڅوی‌تر څو په‌ ټولی‌ نړی‌ كی‌ د ښځو د حالاتو د ښه‌ كیدو لپاره‌ د امریكا په‌ گډون‌ چیرته‌ چی‌ د ډیرو ښځو ژوند په‌ تیره‌ بیا د هغو ښځو چی‌ تر اوسه‌ پوری‌ د فقر، نژادی‌ او قومی‌ تبعیض‌ نه‌ رنج‌ گالی‌، كار ته‌ ادامه‌ وركړی‌.

آخرین مطالب