دایران‌ د اسلامی‌ جمهوری‌ دویروونكو بندیخانو څخه‌ یوه‌ خاطره

لاندینی‌ لیكنه‌ چی‌ تاسی‌ یی‌ لولی‌، د همایون‌ علی‌ زاده‌ د هغی‌ وینا متن‌ دی‌ چی‌ هغه‌ د ۹٨ كال‌ د سپتمبر په‌ ۱٣ نیټه‌ په‌ برلین‌ كی‌ د «سیاسی‌ پناه‌ اخیستونكو ایرانیانو ټولنی‌» په‌ بلنه‌ په‌ جوړی‌ شوی‌ غونډی‌ كی‌ كړی‌ وه‌ او د «انقلاب اسلامی در هجرت» په ۴۴۵ گڼه کی خپور شوی دی.

هغه‌ وایی‌: « دسهار په‌ شپږو بجو، حمیدنصری‌ ماته‌ یو خبر راوړ او غوښتل‌یی‌ په‌ دی‌ پوه‌ شی‌ چی‌ آیا زه‌ مورس‌زننده‌ پیژنم‌ او آیا په‌ هغه‌ اعتماد لرم‌؟ مورس‌زننده‌ زمونږ د ښو ملگرو څخه‌ د یوتن‌ مستعار نوم‌ وو چی‌ هغه‌ می‌ پیژانده‌ او ورسره‌ می‌ كلونه‌ كلونه‌ په‌ ډولډولزندانونو كی‌ وخت‌ تیر كړی‌ وو. هغه‌ په‌ ډیره‌ ښه‌ توگه‌ د اسلامی‌ جمهوری‌ د پلیسو په‌ مقابل‌ كی‌ تجربه‌ درلوده‌. دا خبر صحیح‌ او حتمی‌ وو. داچی‌ پرون‌ یی‌ زمونږ د څنگ‌ د كوټی‌ بندیان‌ وړی‌ وو، نو نن‌ زمونږ د كوټی‌ وار وو. حمید وویل‌: "شاید دا كوم‌ گواښ‌ وی‌ او رژیم‌ ددی‌ لپاره‌ چی‌ زمونږ دریځ‌ كمزوری‌ كړی‌، په‌ دی‌ ډول پیښو لاس‌ پوری‌ كړی‌ وی‌. شاید هغوی‌ د مخكی‌ نه‌ جوړ شوی‌ داسی‌ موډل‌ ځوړند كړی‌ وی‌ چی‌ د لیری‌ نه‌ اصلی‌ او واقعی‌ شی‌ ښكاره‌ شی‌...". خو مایوځلی‌ بیا هغه‌ ته‌ وویل‌:" فكر كوم‌ چاچی‌ دا خبر راوړی‌، نشی‌ كولای‌ د داسی‌ مهمی‌ موضوع‌ په‌ اړوند اشتباه‌ وكړی‌. ددی‌ ډول اشتباه‌ امكان‌ ډیر كمزوری‌ ښكاری‌."

مونږ لا په‌ همدی‌ خبرو بوخت‌ وو چی‌ د بندیخانی‌ ساتونكی‌ د سهار تقریباً په‌ اته‌ بجو زمونږ کوټی‌ ته‌ راغلل‌ او حمیدیی‌ له‌ ځان‌ سره‌ یووړ او په‌ هماغه‌ ورځ په‌ دار وځړول‌ شو. په‌ ډیره‌ بیړه‌ او تلوار به‌ مو خپل‌ نور زندانی‌ ملگری‌ د خوبه‌ راپاڅول‌ او هغوی‌ ته‌ به‌ مو د اعدامونو خبر وركاوه‌. وخت‌ تیریده‌ او د رژیم‌ د كړووړو په‌ اړوند رارسیدلی‌ معلومات‌ ډیر كم‌ وو. زمونږ څیړنه‌ او معلومات‌ دا وو چی‌ رژیم‌ د اعدامولو لپاره‌ پلمی‌ لټوی‌.

داسی‌ نامعلوم‌ شرطونه‌ او خبری‌ هم‌ لاپاتی‌ وی‌ چی‌ مونږ د مورس‌ څخه‌ د هغی‌ په‌ لاس‌ ته‌ راوړلو كی‌ ناكامه‌ پاتی‌ شوی‌ وو. یواځی‌ دومره‌ پوهیډلو چی‌ محكمه‌ د نیری‌ او اشراقی‌ د دستور لاندی‌ چلیږی‌.

په‌ كوټه‌ كی‌ یو هیاهو او شور جوړشوی‌ وو. كله‌ چی‌ بندیان‌ د یوبل‌ سره‌ په‌ سلااو مشوره‌ كولو بوخت‌ وو، ٧ یا ٨ نیموبجو په‌ شاوخواكی‌ یی‌ د کوټی‌ ور بیرته‌ كړ او ټول‌ یی‌ په‌ پټو سترگو بهر ته‌ بوتللو. لومړنی‌ پوښتنی‌ د لشكری‌ او هغه‌ بندیوانانو له‌خوا چی‌ د دروازی‌ په‌ خوله‌ كی‌ ولاړ وو، وشولی‌.دا ډول پوښتنی‌ په‌ حقیقت‌ كی‌ زمونږ څخه‌ د ورځینیو پوښتنو په‌ شان‌ وی‌، خو په‌ دی‌ شیبه‌ كی‌ زندانیان‌ نوموړو پوښتنو ته‌ د ځواب‌ وركولو په‌ اساس‌ د اعدامولو لپاره‌ ټاكل‌ كیدل‌. هغوی‌ به‌ دا پوښتنی‌ كولی‌ چی‌ نوم‌، د پلار نوم‌، تور(اتهام‌) او مذهب‌ دی‌ څه‌ دی‌، آیا "اسلامی‌ جمهوری‌" منی‌ او آیا "مركه‌ كولو" ته‌ چمتو یاست‌ او كه‌ نه‌؟ وروستی‌ دوه‌ پوښتنی‌ به‌ هغه‌ وخت‌ د كیڼ‌ لاسه‌ زندانیانو څخه‌ كیدی‌ چی‌ هغوی‌ به‌ د "آیا اسلام‌ منی‌ او كه‌ نه‌؟" پوښتنی‌ ته‌ د هو ځواب‌ وركړی‌ وو. خو د دوه‌ ډلو څخه‌ به‌ دا پوښتنی‌ نه‌ كیدلی‌: ۱ـ د بندیانو هغه‌ ډله‌ چی‌ د مذهب‌ په‌ اړوند پوښتنو ته‌ به‌ یی‌ ځواب‌ نه‌ وركاوه‌. (په‌ دی‌ خاطرچی‌ د ا د هغوی‌ له‌ نظره‌ د عقیدی‌ تفتیش‌ وو اونه‌ ښایی‌ چی‌ وپوښتل‌ شی‌.)

۲ـ د بندیانو هغه‌ ډله‌ چی‌ نیغ‌ په‌ نیغه‌ به‌ یی‌ د ماركسیزم‌ څخه‌ پلوی‌ كوله‌ او په‌ څرگند او كلكه‌ توگه‌ به‌یی‌ د اسلامی‌ جمهوری‌ ضد دریځ‌ غوره‌ كاوه‌.

نوموړی‌ دوه‌ ډلی‌ به‌ جلا كیدی‌ او محكمی‌ ته‌ د تللو په‌ انتظاركی‌ به‌ د گوهر دشت‌ په‌ اصلی‌ منډوونو(دهلیزونو) كی‌ ساتل‌ كیدلی‌.تقریباً د لسو دقیقو څخه‌ په‌ كم‌ وخت‌ كی‌ یی‌ زمونږ د کوټی‌ د ټولو بندیانو څخه‌ د ا پوښتنی‌ وكړی‌ او هر یو به‌ چی‌ په‌ دی‌ پوښتنو كی‌ د "اعدامولو وړ" پیژندل‌ كیده‌، په‌ دی‌ كتار كی‌ به‌ ودریده‌. یواځی‌ زمونږ د څو دوستانو څخه‌ پرته‌، نور ټول‌ محكمی‌ ته‌ ولیږل‌ شو. د گوهردشت‌ د بندیانو مشر، داود لشكری‌، مخكی‌ ددی‌ نه‌ چی‌ محكمی‌ ته‌ لاړشو، په‌ خپل‌ دستور اوخوښه‌ څو تنه‌ د كتار څخه‌ وویستل‌ او د گوهردشت‌ د آمفی ‌تئاتر خواته‌ یی‌ ویوړل‌ او په‌ دار یی‌ وخیژول‌. د هغوی‌ څخه‌ یوتن‌ مصطفی‌ فرهادی‌ وو. هغه‌ د رضا شاه‌ په‌ وخت‌ كی‌ په‌ "مجاهدین‌ خلق‌" كی‌ د غړیتوب‌ په‌ تور زندان‌ ته‌ اچول‌ شوی‌ وو او بیا هم‌ هلته‌ په‌ زندان‌ كی‌ ماركسیست‌ شوی‌ وو او د ۱٣۵٧ د پاڅون‌ وروسته‌ یی‌ د "راه‌ كارگر" سره‌ كار كاوه‌. بل‌ كس‌ (چی‌ له‌ بده‌ مرغه‌ نوم‌ یی‌ زما په‌ یاد ندی‌ پاتی‌) د"چریكهای‌ فدایی‌ خلق‌" د پخوانیو غړو څخه‌ وو. نوموړی‌ دواړه‌ كسان‌ د بندیوانانو د مشر په‌ خوښه‌ او غوښتنه‌، پرته‌ ددی‌ نه‌ چی‌ د خمینی‌ د دروغجن‌ هیئت‌ حكم‌ واوری‌، ووژل‌ شول‌.

ټول‌ په‌ یو كتار كی‌ د محكمی‌ په‌ انتظار ودریدو. د ننه‌ په‌ محكمه‌ كی‌ اوه‌ كسیزه‌ هیئت‌ ناست‌ وو. حجته‌الاسلام‌نیری‌، د خمینی‌ په‌ ځانگړی‌ دستور، د محكمی‌ شرعی‌ حاكم‌ و. هغه‌ د محكمی‌ د ستری‌ شورا د قانونی‌ پړاونو د تیرولو له‌ لاری‌ دلته‌ نه‌ ووراغلی‌. رژیم‌ د خمینی‌ په‌ فتوا د سیاسی‌ بندیانو لپاره‌ د مخكی‌ نه‌ جوړ شوی‌ جرمونه‌ چمتو كړی‌ وو، نیری‌ او دهغه‌ سره‌ نوركسان‌، دخمینی‌ په‌ مستقیم‌ امر ددی‌ حكم‌ دپلی‌ كولو په‌ خاطر دی‌ زندانونو ته‌ رالیږل‌ شوی‌ وو. د خمینی‌ فتوا داسی‌ وه‌: "باید مرتد او جنگیالی‌ په‌ زندان‌ كی‌ ژوندی‌ پاتی‌ نشی‌." هغوی‌ مجاهدین‌ جنگیالی‌ گڼل‌ او د جنگیالی‌ جرم‌ اعدام‌ وو. د مرتد حكم‌ غیر مذهبی‌ او كیڼ‌ لاسه‌ ډلو ته‌ اورول‌ كیده‌ چی‌ د هغوی‌ له‌ نظره‌ كافروو.

د محكمی‌ نه‌ وروسته‌ په‌ دری‌ برخو وویشل‌ شو:

ـ لومړی‌ ډله‌، زمونږ هغه‌ زندانی‌ ملگری‌ چی‌ په‌ دی‌ باور وو چی‌ رژیم‌ اسلامی‌ دی‌، او په‌ اسلامی‌ چارچوكاټ كی‌ یی‌ د ایډئولوژیكی‌ سلوك‌ اورویی‌ امكان‌ درلودل‌ نه‌ منل‌. او هم‌ هلته‌ په‌ محكمه‌ كی‌ یی‌ اعلان‌ كړی‌ وو چی‌ مسلمانان‌ دی‌.

ـ دوهمه‌ ډله‌، هغه‌ زندانیان‌ وو چی‌ د رژیم‌ په‌ گمان‌ پخوا مسلمانان‌ وو، خو په‌ محكمه‌ كی‌ یی‌ دی‌ سوال‌ ته‌ چی‌ "آیا مسلمان‌ یی‌ او كه‌ نه‌؟" یا ځواب‌ نه‌ وركاوه‌ او یادا چی‌ نیغ‌ په‌ نیغه‌ به‌ یی‌ د ماركسیزم‌ او كمونیزم‌ څخه‌ دفاع‌ كوله‌. دوی‌ د اسلام‌ په‌ حكم‌، فطری‌ مرتدان‌ وو.دوی‌ یی‌ د آمفی‌تئاتر لوری‌ ته‌ ویوړل‌ او په‌ دار یی‌ وخیژول‌. یواځی‌ زمونږ د ٧۵ كسیزی‌ کوټی‌ څخه‌ ۴٠ كسه‌ ووژل‌ شول‌.

ـ دریمه‌ ډله‌، " ملی‌ مرتدان‌" وو چی‌ دهر لمانځه‌ په‌ وخت‌ كی‌ به‌ یی‌ د كیبل‌ وهلو له‌ لاری‌ اسلام‌ ورښود. د هغوی‌ لپاره‌ نیری‌ د كیبل‌ وهلو دستور لیكلی‌ وو. د ورځی‌ پنځه‌ وخته‌ لمونځ‌ دی‌ او دهر لمانځه‌ په‌ وخت‌ كی‌ به‌ یی‌ لس‌ كیبله‌ وهل‌. د استنطاق‌ یا پوښتنو د وخت‌ سره‌ یی‌ یواځی‌ دومره‌ توپیر درلوده‌ چی‌ په‌ استنطاق‌ كی‌ مدام‌ او پرله‌ پسی‌ د كیبل‌ وهلو لاندی‌ وو، خواوس‌ سهار چی‌ له‌ خوبه‌ ویښیدو، او ماسپښین‌، مازیگر، ماښام‌ او ماخوښتن‌ به‌ په‌ تخته‌ تړل‌ كیدو او په‌ كیبل‌ به‌ وهل‌ كیدو. او څو ساعته‌ وروسته‌ به‌ دا كار بیا له‌ سره‌ كیده‌. په‌ دی‌ ډول كړنلاری‌ كی‌ تدریجی‌ شكنجه‌ او مرگ‌ زمونږ برخه‌ لیك‌ وو.

د اعدامونو او كیبل‌ وهلو په‌ وخت‌ كی‌ به‌ د بندیخانی‌ ټول‌ ساتونكی‌ حاضر وو او له‌ یو بل‌ سره‌ به‌ یی‌ مرسته‌ كوله‌. په‌ دی‌ خاطر چی‌ ټول‌ ددی‌ ټولنیزو وژنو او ټكولوپه‌ جرم‌ كی‌ گډون‌ ولری‌ او هیڅ‌ ساتونكی‌ ونشی‌ كړای‌ وروسته‌ دا دعوا وكړی‌ چی‌ په‌ اعدامونو او كیبل‌ وهلو كی‌ یی‌ گډون‌ نه‌ درلود. هریو باید دار ځوړند كړی‌ وی‌ او هریو باید كیبل‌ وهلی‌ وی‌.

دا هغه‌ سلوك‌ وو چی‌ د كیڼ‌ لاسه‌ نارینه‌ زندانیانو په‌ مقابل‌ كی‌ یی‌ خپل‌ كړی‌ وو. او ددی‌ نه‌ مخكی‌ هم‌ د زمری‌ په‌ میاشت‌ كی‌ د اوین‌ زندان‌ او د گوهردشت‌ كوټو ته‌ د كیڼ‌ لاسه‌ او مذهبی‌ زندانیانو په‌ لټون‌ پسی‌ تللی‌ وو.

هغه‌ كوټو ته‌ چی‌ خبر نه‌ و ورسیدلی‌ ، د هغوی‌ څخه‌ ځینو كسانو وروسته‌ بیا په‌ محكمه‌ كی‌ وویل‌ چی‌ رژیم‌ هغوی‌ ته‌ داسی‌ ویلی‌ وو چی‌: "مونږ غواړو چی‌ د لمونځ‌ كوونكو او نه‌ كوونكو کوټی‌ جلاكړو، تاسو په‌ كومه‌ كوټه‌ كی‌ ځان‌ آرام‌ احساسوی‌؟"

زیاتتره‌ زندانیانو به‌ د اعدام‌ تر شیبی‌ پوری‌ د اعدامولو واقعیت‌ نه‌ منلو او یابه‌ یی‌ په‌ ډیری‌ حیرانتیا د بندیخانی‌ دساتونكو څخه‌ پوښتنه‌ كوله‌ "ولی‌ مو زمونږ په‌ وړاندی‌ وصیت‌ نامه‌ ایښی‌ ده‌؟" اوپه‌ دی‌ توگه‌ به‌ د بی‌باوری‌ په‌ حالت‌ كی‌ اعدامیدل‌. د گوهردشت‌ په‌ آمفی‌تئاتر كی‌ یی‌ دولس‌ د دار پړی‌ ځوړند كړی‌ وو. وروسته‌ د اعدامولو نه‌ به‌ یی‌ زمونږ د همځنځیرو ملگرو مړی‌ ـ چی‌ لابه‌ گرم‌ ووـ د آمفی‌تئاتر د شانه‌ په‌ كانټینرونو كی‌ سرپه‌ سر اچول‌ او خاوران‌ ته‌ به‌ یی‌ وړل‌. په‌ خاوران‌ كی‌ ټولنیز قبرونه‌ همدا اوس‌ هم‌ د پاڅون‌ د شهیدانو د كورنیو د راغونډیدو ځای‌ دی‌. په‌ اټكلی‌ توگه‌ د فعاله‌ اوپخپل‌ دریځ‌ ټینگو نارینه‌ زندانیانو دری‌ پر څلورمه‌ برخه‌ په‌ تهران‌ كی‌ ووژل‌ شوه‌. پاتی‌ هم‌ د استثنایی‌ حكمونو له‌ لاری‌ لكه‌ ددی‌ ملی‌ مرتد (زما) په‌ شان‌ او یا له‌ نورو لارو ، ژوندی‌ پاتی‌ شول‌.

لكه‌ څرنگه‌ چی‌ می‌ وویل‌، د زندانیانو كوټو ته‌ د وژلو خبر راورسید. نارینه‌ زندانیانو د خپل‌ دریځ نه‌ د شاتگ‌ په‌ اړوند تصمیم‌ ونیوو ترڅو په‌ دی‌ توگه‌ قتل‌ عام‌ او نسل‌ وژنی‌ ته‌ تسلیم‌ نه‌ شی‌. د گوهردشت‌ په‌ دولسمو او دیارلسمو كوټو كی‌ زندانیانو د خپل‌ دریځ‌ او پخوانیو رویونه‌ د شاتگ‌ له‌ لاری‌،په‌ هیڅ‌ توگه‌ اجازه‌ ورنكړه‌ چی‌ كار محكمی‌ ته‌ ورسیږی‌. بندیوانانو ځینی‌ كسان‌ د استنطاق‌ او شكنجی‌ لپاره‌ بوتلل‌ او ترینه‌ یی‌ پوښتنی‌ وكړی‌ چی‌ "دا لیك‌ دكوم‌ ځایه‌ در رسیدلی‌ دی‌، معلومات‌ مو څنگه‌ لاس‌ ته‌ راوړی‌ او ولی‌ مو خپل‌ دریځ‌ بدل‌ كړو؟" هغوی‌ انتظار درلود چی‌ د زندانیانو له‌خوا كلك‌ دریځ غوره‌ شی‌ ترڅو وكولای‌ شی‌ یو شمیر نور زیات‌ كسان‌ هم‌ اعدام‌ كړی‌.

درژیم‌ اصلی‌ اواساسی‌ هدف‌ دسیاسی‌ زندانیانو ټولنیز وژل‌ او د امكان‌ په‌ صورت‌ كی‌ حتی‌ د سیاسی‌ زندانیانو د فعاله‌ اوغیر فعاله‌ كورنیو دغړو نیول‌ او وژل‌ وو. زه‌ كولای‌ شم‌ داسی‌ څرگندی‌ بیلگی‌ وړاندی‌ كړم‌ چی‌ څرنگه‌ د كورنیو غړی‌ او یا مثلاً میندی‌ د رژیم‌ له‌خوا نیول‌ شوی‌ وی‌. مستنطق‌ به‌ له‌ هغوی‌ څخه‌ پوښتنه‌ كوله‌ چی‌ آیاد خپلو زامنو له‌خوا هڅول‌ شوی‌ دی‌ چی‌ فعالیت‌ وكړی‌، په‌ غونډو او مظاهرو كی‌ گډون‌ وكړی‌؟ او داسی‌ نور.

رژیم‌ د اپوزیسیون‌ تر ټولو لویه‌ ټولنه‌ او یووالی‌ د ۱٣۶۵ نه‌ تر ۱٣۶٧ كاله‌ پوری‌، په‌ زندانونو كی‌ لیدلی‌ وه‌،او د هغوی‌ د وژلو په‌ هدف‌ مخ‌ په‌ وړاندی‌ راغی‌. حتی‌ وروسته‌ له‌ دی‌ نه‌ چی‌ د وژلو لومړنی‌ دور (د زمری‌ او تلی‌ د میاشتو وژنی‌) ختمی‌ شوی‌ او د كیڼ لاسه‌ او مجاهدو زندانیانو ستره‌ برخه‌ ووژل‌ شوه‌، نور كسان‌ چی‌ دا ځل‌ یی‌ د هغوی‌ دوسیی‌ د اطلاعاتو له‌ وزارت‌ څخه‌ راوړی‌ وی‌، محكمی‌ ته‌ وغوښتل‌. د كیڼ‌ لاسه‌ زندانیانو یوه‌ برخه‌ یی‌ بیا دادگاه‌ ته‌ د وړلو په‌ خاطر د كوټو څخه‌ وویستله‌. په‌ دی‌ پړاو كی‌، ۲۸ هغه‌ زندانیان‌ چی‌ د محكمی‌ دوه‌ دوری‌ یی‌ تیری‌ كړی‌ وی‌ او ژوندی‌ پاتی‌ شوی‌ وو، یوځلی‌ بیا وغوښتل‌ شول‌. دپاتی‌ زندانیانو حالت‌ په‌ هغه‌ وخت‌ كی‌ د ویلو نه‌ بهر دی‌. ځكه‌ ټول‌ پوهیدل‌ چی‌ امكان‌ لری‌ هر تللی‌ كس‌ هیڅ‌ كله‌ بیرته‌ رانشی‌.

زه‌ یواځی‌ نشم‌ كولای‌ د ۱۳۶۷ كال‌ د دوبی‌ د سراسری‌ وژنو جنایتكارانه‌ اړخونه‌ وښكیلم‌. زه‌ نشم‌ كولای‌ هغه‌ جنگ‌ ځپلی‌ اردوگاه‌ انځور كړم‌ چی‌ جنگی‌ ساتونكی‌ هره‌ ورځ او هرساعت‌، خپل‌ جنگی‌ بندیان‌ په‌ دار خیژوی‌، ځنیی‌ پنځه‌ وخته‌ په‌ كیبلو وهی‌ او ځینی‌ نور گواښوی‌ چی‌ د مرگ‌ برخه‌ لیك‌ یی‌ په‌ انتظار كی‌ دی‌. زه‌ نشم‌ كولای‌ دوا او زهر شینډلو هغه‌ ننداری‌ انځور كړم‌ چی‌ په‌ اصطلاح‌ د زندان‌ د روغتون‌ له‌خوا به‌ د مړو د بدبویی‌ او خرابیدو له‌كبله‌ ترسره‌ كیدی‌ او نشم‌ كولای‌ خپل‌ هغه‌ احساس‌ بیان‌ كړم‌ چی‌ د اعدام‌ شوو زندانیانو د څپلو په‌ لیدو می‌ پیدا كړی‌ وو. هیڅ‌ شی‌ پرته‌ د همدی‌ څپلو او بوټانو څخه‌ زما د وجود، زما د ژوند د یوی‌ برخی‌ د نیستی‌ او نابودی‌ گواه‌ نه‌ وو او نه‌ دی‌. زه‌ نشم‌ كولای‌ خپل‌ هغه‌ خپگان‌ بیان‌ كړم‌ چی‌ د حمید، بیـژن‌، همـایـون‌، مجید، بهزاد او احمد د پاتی‌ شوی‌ څیزونو د راټولولو په‌ وخت‌ كی‌ یی‌ زما ستونی‌ د ژړا او څیریدو حالت‌ ته‌ رسـولی‌ وو.

پښی‌ می‌ د كیبل‌ وهلو له‌ كبله‌ ټپی‌ وی‌. سترگو می‌ د ناصریان‌، لشكری‌ او نورو بندیوانانو د وهلو او ټكولو له‌ كبله‌ خپل‌ دید له‌ لاسه‌ وركړی‌ وو او اوس‌ هغی‌ کوټی‌ ته‌ راستون‌ شوی‌ وم‌ چی‌ پرته‌ له‌ ما، بل‌ هیڅ‌ څوك‌ په‌ كی‌ ژوندی‌ پاتی‌ نه‌ وو. څه‌ شی‌ می‌ په‌ ستونی‌ فشار او زور راوړه‌. ای‌ كاشكی‌ كولای‌ می‌ شوای‌ تاسوته‌ می‌ هم‌ ویلی‌ وای‌. د یوبل‌ وخت‌ په‌ هیله‌.

آخرین مطالب