«پیام‌ زن‌» ته‌ د نبی‌مصداق لیک

لاندینی‌ متن‌ د ښاغلی‌ نبی‌ مصداق‌ هغه‌ لیك‌ دی‌ چی‌ د «پیام‌ زن‌» په‌ 51 گڼه‌ كی‌ ورته‌ زمونر د دوست‌ ع‌. عمر له‌خوا د « نبی‌ مصداق‌ بیا هم‌ زمونږ د ځوریدلو خلكو د وینو څاڅكی‌ د جهادیانو او طالبانو په‌ لمن‌ كی‌ نه‌ وینی‌» تر عنوان‌ لاندی‌ ځواب وركړل‌ شوی‌ دی‌.

د راوا محترمی‌ اداره‌ ته‌

لمړی‌ تر ټولو خپل‌ سلامونه‌ درته‌ وړاندی‌ كوم‌ او دلوی‌ خدای‌ (ج‌) څخه‌ آزاد او سرلوړی‌ افغانستان‌ آزادی‌ او زمونږ دكړیدلو خلكو آرامی‌ او زمونږ ستاسو ټولو په‌ وطن‌ كښی‌ یو ځای‌ كیدل‌ غواړم‌.

دا لیكنه‌ ددی‌ لپاره‌ ده‌ چه‌ ستاسو د پیام‌ زن‌ په‌ ۴٨ شماره‌ كښی‌ زما په‌ باب‌ یو چا، چه‌ ځانته‌ «ع‌. عمر، پشاور» وائی‌، ستاسو د ۴٦ گڼـی‌ په‌ قول‌، د تعصب‌ نه‌ ډك‌ یو داستان‌ لیكی‌ دی‌. ماته‌ ستاسو د لطف‌ او محبت‌ له‌ امله‌ ستا مجله‌ را رسیږی‌ او دا دی‌ ستاسو د ۴٦ گڼی‌ د فهرست‌ صفحی‌ فوتوكاپی‌ درلیږم‌ چه‌ نه‌ په فهرست‌ او نه‌ هم‌ پدی‌ مجله‌ كښی‌، زما له‌ خولی‌، كوم‌ نقل‌قول‌ وجود لری‌. كه‌ تاسو په‌ همدی‌ ۴٦ شماره‌ بله‌ گڼه‌ را رایستلی‌ وی‌ او یا مو د مجلی‌ د خپریدو په‌ وخت‌ نور مضامین‌ وراچولی‌ وی‌، د هغه‌ معلومات‌ ماته‌ نشته‌. په‌ هر حال‌ ما د ۱۹ كالونه‌ راپدیخوا د خپل‌ انسانی‌ او وجدانی‌ توان‌ په‌ اندازه‌، نهایت‌ كوشش‌ كړی‌ چه‌ د خپلو وطنوالو آواز د نړی‌ په‌ مطبوعاتو كښی‌ منعكس‌ كړم‌. زه‌ په‌ هیڅ تنظیم‌، حزب‌ او ډلی‌ پوری‌ مربوط‌ نه‌یم‌، نو ځكه‌ هم‌ حتی‌ در راوا خویندو سره‌ د مصاحبو له‌ امله‌ به‌، ماته‌ د تهدید لیكونه‌ او ټلیفونونه‌ راتلل‌. دا ډول‌ تهدیدونه‌ اوس‌ هم‌ د مسعود او د هغه‌ د غربی‌ پلویانو له‌ لوری‌ پرما كیږی‌. خو څرنكه‌ چه‌ زه‌ د ځان‌ لپاره‌ له‌ هیچانه‌ كوم‌ مقام‌، رتبه‌ او معاش‌ ته‌ منتظر نه‌یم‌، پس‌ تر هغه‌ چه‌ ژوندی‌ وم‌، انشااله‌ د وطن‌ په‌ لار كښی‌ به‌ خپلو هلوځلو ته‌ دوام‌ ور كړم‌. زه‌ یواځینی‌ (او یا هم‌ د ډیرو كمو) افغانانونه‌ یم‌ چه‌ ۱۹ كاله‌ پخوا، ما دلته‌ د پوهنتون‌ علمی‌ محیطه‌، ددی‌ لپاره‌ چه‌ خپلو وطنوالوته‌ د خدمت‌ مصدر وگرځم‌ پریښرد. نو ولی‌ به‌ زه‌ پخپلو زوریدلو او كړیدلو خویندو او ورونو باندی‌ داسی‌ تیری‌ كوم‌ چه‌ د قلم‌ عفت‌ پكښی‌ مراعت‌ شوی‌ نوی‌. په‌ هر حال‌ كه‌ بیا هم‌ زما نه‌ كومی‌ خویندی‌ و یا وروینه‌، په‌ كومه‌ لیكنه‌ چه‌ د كوم‌ شخصی‌ مطلب‌ لپاره‌ به‌ نوی‌، خپه‌ شوی‌ وی‌، زه‌ له‌ هغونه‌ د زړه‌ له‌ كومی‌ بښښنه‌ غوارم‌.

زه‌ له‌ «ع‌. عمر، پشارو» سره‌ چه‌ د زرگونو افغانانو په‌ شان‌ ئی‌ خپل‌ د ژوند ثمر، چه‌ دده‌ اولادونه‌ دی‌، په‌ هر دلیل‌ كه‌ وی‌ د لاس‌ وركړی‌ دی‌، خپله‌ غم‌ شریكی‌ وړاندی‌ كوم‌. زمونږ په‌ زرگونو افغانان‌ د چپ‌ او ښی‌ لاسی‌ د افراطیونو په‌ لاس‌، پدی‌ تیرو ٢٠ كالو كښی‌ تیر وتل‌ او ځكه‌ هم‌ زمونږ حال‌، اوسنی‌ منوال‌ ته‌ رسیدلی‌ دی‌.

خو كله‌ چه‌ دا جناب‌ لیكی‌ چه‌ «شما آنجمله‌ خاینانه‌ را صرفاً بر اساس‌ تیز بودن‌ آتش‌ قومبازی‌ پشتونی‌ تان‌ به‌ زبان‌ آورده‌ باشید زیرا...» نو اصلاً دی‌ د خپل‌ تعصب‌ نه‌ خبری‌ كوی‌. ماته‌، د حزب‌ اسلامی‌ او سیاف‌، چه‌ پښتانه‌ و د ټولونه‌ زیات‌ تهدیدونه‌ را رسیدلی‌ دی‌. زما ښځه‌ او زامن‌ په‌ دری‌ گړیږی‌. زما د پلار او تره‌ دوهمی‌ ښځی‌ د كوهدامن‌ له‌ فرزی‌ نه‌ دی‌. پس‌ زمونږ په‌ خټه‌ كښی‌ له‌ كوچنیوالی‌ نه‌، د تعصب‌ اثر ندی‌ گډ شوی‌. زه‌ په‌ پښتو تل‌ لیكیل‌ ځكه‌ كوم‌ چه‌ پښتو زما موری‌ ژبه‌، د افغانستان‌ د خلكو د اكثریت‌ ژبه‌ ده‌ او باید د دری‌ په‌ شان‌ تقویه‌ شی‌. زما او بل‌ هر تعلیم‌ یافته‌ پښتون‌ وظیفه‌ ده‌، چه‌ پښتو ته‌ د خپل‌ وس‌ سره‌ سم‌ د افغانستان‌ ۱۹۶۴ او ۱۹٣٣ د اساسی‌ قانون‌ په‌ چوكات‌ كښی‌ كار وكړو. كه‌ دا تعصب‌ وی‌، نو زه‌ پری‌ ویاړ یږم‌.

ما د راوا د خویندو آواز په‌ هغه‌ وخت‌ كښی‌ چه‌ ځنی‌ ئی‌ بندیانی‌ وی‌ او یا به‌ د هغو د مظاهر و مخی‌ ته‌، افراطیان‌ دریدل‌ پورته‌ كړیدی‌. خو په‌ هغه‌ وخت‌ كښی‌، او هم‌ دوی‌ زه‌ وایم‌، چه‌ د راوا له‌ نشراتی‌ او سیاسی‌ تگ‌ لاسی‌ نه‌ زه‌ موافق‌ نه‌ یم‌. خو زه‌ به‌ تل‌ د هغو له‌ حق‌ څخه‌ چه‌ كولای‌ شی‌ خپل‌ آواز پورته‌ كړی‌ او خپل‌ نظر د هر بل‌ افغان‌ په‌ شان‌ وړاندی‌ كړی‌، طرفداری‌ وكړم‌.

زما نیوكه‌ ستاسو په‌ نشراتی‌ سیاست‌ باندی‌ دا دی‌، چه‌ تاسو په‌ عوض‌ ددی‌ چه‌ د وخت‌ او زمان‌ دمقتضیانو سره‌ سم‌، په‌ ښځو او اناثو باندی‌ علمی‌ مضمونونه‌ ولیكی‌، داسی‌ لیكنی‌ كوی‌، چه‌ تحقیری‌، تهدیدی‌ او بازاری‌ بڼه‌ لری‌، د مثال‌ په‌ ډول‌ اوس‌ چه‌ په‌ ښځو باندی‌ قیودات‌ طالبانو لگولی‌ دی‌، تاسو باید د قرآن‌ او حدیث‌ په‌ رڼا كښی‌، چه‌ د وخت‌ مقتضیات‌ دی‌، داسی‌ مضامین‌ نشر كړی‌ چه‌ طالبان‌ خپلو نیمگړتیاو ته‌ متوجه‌ كړی‌. په‌ همدی‌ ډول‌ وروسته‌ له‌ ٢٠ كاله‌ جنگ‌ او بربریت‌ نه‌، تاسو باید ښځوته لارښونه‌ وكړی‌ چه‌ څرنگه‌ په‌ اوسنیو شرایطو كښی‌ د نارینه‌ و په‌ شان‌ له‌ ز غم‌ او حوصلی‌ نه‌ كار واخلی‌. زمونز ستاسو ټولو هدف‌ په‌ وطن‌ كښی‌ د جنگ‌ پای‌ ته‌ رسیدل‌ او دیو موټی‌ او متحد افغانستان‌ بیا جوړول‌ دی‌. دا كار، په‌ تیره‌ بیا چه‌ زمونږ و ملك‌ ټول‌ بڼسټ‌: اداری‌، تعلیمی‌، نظامی‌، سیاسی‌ اقتصادی‌ او ټولنیز له‌ منځه‌ وړل‌ شوی‌، په‌ یو یا دو كالو كښی‌ بیرته‌ نه‌ عیار كیړی‌. د افغانستان‌ و اتحاد او د خاوری‌ د بشپړ پاتی‌ كیدو لپاره‌ مونږ ټول‌ مسئولیت‌ لرو، چه‌ پخپل‌ توان‌، د زړه‌ له‌ كومی‌، خاص‌ او خاص‌ د افغانستان‌ لپاره‌ كار وكړو. طالبان‌ خو د آسمان‌ نه‌ ندی‌ راغلی‌. هغوی‌ د تنظیمی‌ گډوډیونه‌ زږیدلی‌ دی‌ او تنظیمونه‌، د كمونیستی‌ ناتار نتیجه‌ و، او كه‌ طالبان‌ د خلكو غوښتنوته‌، غوږ ونه‌ نیسی‌ (ما دا خبره‌ په‌ افغانستان‌ كښی‌ په‌ كراتو مراتو د طالبانو لوړ رتبه‌ مامورینوته‌ هم‌ واوروله‌ چه‌ دوی‌ به‌ دیوه‌نظام‌ په‌ جوړید و موفق‌ نشی‌ او دیوی‌ بلی‌دوری‌ په‌ شان‌: جمهوری‌ دوره‌، كمونیستی‌ دوره‌ جهادی‌ دوری‌ په‌ شان‌ ختم‌ شوی‌ وی‌) او دوی‌ په‌ هم‌ یوه‌ بله‌ دوره‌ وی‌. خو مونږ باید له‌ هغه‌ څه‌ نه‌ چه‌ طالبانو كړی‌ سترگی‌ پټی‌ نكړو.

جهادیانو ښځی‌ تیښټول‌ی‌، زنا او لواطت‌ په‌ كابل‌ او قندهار كښی‌ عام‌ گرځیدلی‌ ؤ. هلكان‌ تیښتیدل‌. دخلكو كور مال‌ او ناموس‌ خوندی‌ نـؤ، هر كس‌ او ناكس‌ وسله‌ تر لاس‌ او پخپله‌ سیمه‌ كښی‌ مطلق‌العنان‌ پاچـا ؤ. د خلكو د شكایت‌ او د فریاد، د اوریدلو منبع‌ نه‌ وه‌، افغانستان‌ او حتـی‌ كابـل‌ دوی‌ پخپـل‌ منـځ‌ كښی‌ تقسیـم‌ كـړی‌ ؤ.

د طالبانو په‌ راتگ‌ سر امنیت‌ ټینگ‌ شؤ، وسله‌ چه‌ چائی‌ فكر نشو كولای‌ ټوله‌ شوه‌، دخلكو مال‌ او جایداد، د طالبانو د محكمو له‌ لاری‌ په‌ ټوله‌ سیمو كښی‌ چه‌ د هغو تر قبضی‌ لاندی‌ ده‌، بیرته‌ حق‌ دارانو ته‌ ورسید. بل‌ مهم‌ حقیقت‌ چه‌ ماته‌ معلوم‌ شوی‌ دا دی‌ چه‌: طالبان‌ رشوت‌ نه‌ خوری‌، د عیش‌ او عشرت‌ ژوند نلری‌، دروغ‌ نه‌ وائی‌ (یا هم‌ ډیر كم‌ وائی‌)، د چا په‌ مال‌ او ناموس‌ تجاوز نكوی‌، او هر څوك‌ چه‌ ددی‌ جنایتونو مرتكب‌ شی‌ كه‌ حتی‌ طالب‌ هم‌ وی‌ په‌ سزا رسیدلی‌ او وبه‌ رسیږی‌. لنډه‌ دا چه‌ زما په‌ فكر د لمړی‌ ځل‌ لپاره‌، په‌ افغانستان‌ كښی‌ یوه‌مردمی‌ ډله‌ منځ ته‌ راغلی‌ چه‌ په‌ آمر او مادون‌ باندی‌ اعتقاد نلری‌، پخپله‌ آمرین‌ د خپلو موټروانانو، او نورو ملازمانو په‌ په‌ شان‌، له‌ هغوی‌ سره‌ یو ځای‌ ډوډی‌ خوری‌ او كار كوی‌. زه‌ فكر كوم‌ چه‌ په‌ موجوده‌ شرایطو كښی‌ چه‌ زمونږ گاونډیو هیواد و په‌ وطن‌ كښی‌ خپل‌ وطنوال‌ را ته‌ دښمنان‌ تربیه‌ كړی‌ او نه‌ غواړی‌ چه‌ یو مستقل‌ او آزاد افغانستان‌ جوړ شی‌، طالبانو، د خپل‌ فهم‌ او درك‌ په‌ مطابق‌ بی‌ ساری‌ كارونه‌ كړیدی‌ چه‌ د افغانستان‌ د نفوس‌ اكثریت‌ په‌ تیره‌ چه‌ په‌ اطرافو كښی‌ اوسیږی‌ ورسره‌ پوره‌ موافقه‌ لری‌. زه‌ په‌ كابل‌ كښی‌ په‌ دو ځایو كښی‌ د کونډو سره‌ د كمك‌ د ویشلو شاهدیم‌. كله‌ چه‌ می‌ ځان‌ ورته‌ معرفی‌ كړو، هغوی‌ د خپل‌ اخلاص‌ نه‌ پدا سی‌ حال‌ كښی‌ چه‌ هیڅ طالب‌ وجود نه‌ درلود، طالبانو ته‌ دعا كولئی‌ ځینوئی‌ حتی‌ راته‌ وویل‌ چه‌ په‌ دوی‌ كښی‌ داسی‌ ښځی شته‌، چه‌ كونډی‌ ندی‌ خو خاص‌ د مرستو ‌لپاره‌ئی‌ په‌ لست‌ كښی‌ ځانونه‌ شامل‌ كړیدی‌ او كمك‌ ور سره‌ كیږی‌. ما د وازارت‌ مالیه‌، ملكی‌ هوانوردی‌ او آریانا له‌ څو ښځو سره‌ هم‌ په‌ كابل‌ كښی‌ خبری‌ وكړی‌ چه‌ اوس‌ په‌ كور كښی‌ ناستی‌ دی‌ هغوی‌ ټول‌ د امنیت‌ نه‌ چه‌ طالبانو كابل‌ سار ته‌ راوستلی‌ ډیره‌ خوشحال‌ كوله‌ او ویل‌ به‌ ئی‌ چه‌ «مونږ حتی‌ په‌ خوب‌ كښی‌ هم‌ نه‌ لیدل‌ چه‌ په‌ كابل‌ كښی‌ به‌ داسی‌ آرامی‌ راشی‌» مونږ «كله‌ چه‌ له‌ كوره‌ ووځو اوس‌ دروازی‌ قفل‌ كوو نه‌». «پخوا به‌ په‌ قوماندان‌ موټر زمونږ سره‌ نږدی‌ ودرید، نو ویل‌ به‌ مو چه‌ مرگ‌ او بی‌ناموسی‌ راورسیده‌، اوس‌ طالبان‌ دبسونو او ټكښیانو دنیشتوال‌ له‌ امله‌ مونږ په‌ خپل‌ موټر كښی‌ تر یو حده‌ رسوی‌ او بیا زمونږ نه‌ دعا غواړی‌ » او داسی‌ نور. البته‌ ځینی‌ ځوانی‌ ښځی په‌ چادری‌ او قیوداتو نوی‌ خوښی‌، خو مسنو ښځو به‌ ویل‌ چه‌ مونږ ته‌ معاش‌ كور ته‌ رالیږی‌ او طالبانو وعده‌ را سره‌ كړی‌، چه‌ كله‌ افغانستان‌ متحد شؤ مونږ به‌ بیا په‌ خپلو كارونو پیل‌ كوی‌، او «مونږ هم‌ هغوی‌ ته‌، د امنیت‌ دراوستیلوله‌ امله‌ دا چانس‌ وركړی‌» (د كابل‌ په‌ پولی‌تخنیك‌ كښی‌ ماته‌ ځینو استادانو وویل‌ چه‌ كه‌ طالبان‌ پدی‌ وړو خبرو ځانونه‌ بیصروف‌ نكړی‌ نو په‌ رښتیا چه‌ د افرشتو حیثیت‌ لری‌) مونږ باید هیر نكړو چه‌ كمونیستانو یواځی‌ له ښځو نه یو لك‌ او پنځوس‌ زره‌ د جاسوسانو په‌ صفت‌ تربیه‌ كړی‌ وی‌ او ځینی‌ ئی‌ شوروی‌ ته‌ ددی‌ مسلك‌ د زده‌كړی‌ لپاره‌ لیږل‌ شوی‌ وی‌. په‌ غرب‌ كښی‌ د كی‌جی‌بی‌ د ښځو نه‌ په‌ سؤاستفادی‌ باندی‌ ډیری‌ لیكنی‌ شته‌ دی‌ چه‌ حتماً هغوی‌ دا غیر اسلامی‌ او غیر افغانی‌ زده‌كړه‌ او مغزشوئی‌ زمونږ وطنوالو ښځوته‌ وركړی‌ وه‌. ددی‌ ښځو یوه‌ برخه‌ اوس‌ هم‌ په‌ كابل‌ كی‌ دی‌ او طالبانو ته‌ ئی‌ نومونه‌ او استوگنی‌ معلومی‌ دی‌. له‌ بده‌ مرغه‌ داسی‌ ښځی او ناریته‌، داسی‌ مغزشوئی‌ شویدی‌ چه‌ هغوی‌ د افغانستان‌ او د افغانستان‌ د خلكو لوړ اهداف‌، چه‌ زمونږ دملك‌ واحد پاتی‌ كیدل‌، زمونږ افغانی‌ او اسلامی‌ هویت‌ ساتل‌ او د انسانی‌ حقوقو مراعات‌ كول‌ دی‌، په‌ نظر كښی‌ نشی‌ نیولای‌. دا خو مونږ ټوله‌ ته‌ واضح‌ ده‌ چه طالبونه قیودات چه په نارینه او ښځو باندی ئی ایښی دی، باید رفع شی‌ او هیڅ امكان‌ نلری‌ چه‌ ښځی بی‌تعلیم‌، افغانستان‌ بی‌ تلویزیونه‌ او موسیقی‌ او نارینه‌ گیره‌ ور وساتل‌ شی‌. ځكه‌ په‌ هیڅ ملك‌ كښی‌، په‌ شمول‌ د سعودی‌ داسی‌ قیودات‌ نشته‌ دی‌. طالب‌ د مدرسی‌ محصول‌ دی‌ او د مدرسی‌ ماحول‌، له‌ عصری‌ او پرمختللی‌ دنیا له‌ ماحول‌ نه‌ ډیر فرق‌ لری‌. زه‌ كامل‌ یقین‌ لرم‌ چه‌ د طالبانو په‌ نظر كښی‌ بدلون‌ راوستل‌، له‌ كمونیستانو او جهادیانونه‌، ډیر آسان‌ دی‌. د تیرو ۲۰ كالو جنگونو زمونږ په‌ ملك‌ كښی‌ زیاتی‌ بدبینی‌ راوستلی‌ دی‌. زما په‌ فكر، ستاسو (راوا) په‌ سیاست‌ كښی‌ هغه‌ باید په‌ تحلیلی‌ او علمی‌ ډول‌ منعكس‌ شی‌ تر څو هر څوك‌ پدی‌ مباحثه‌ كښی‌ در سره‌ برخه‌ واخلی‌. نه‌ دا چه‌ د هر چا لیك‌ او مضمون‌، چه‌ په‌ بازاری‌ او د كوڅی‌ په‌ سویه‌، نوروته‌ بد رد ویل‌ وی‌ هغه‌ ته‌ ځای‌ وركړ شی‌. تاسو موقع‌ لری‌ چه‌ د غلط‌ فهمیو د منځه‌ وړلو لپاره‌، د خپل لوری‌ د Debate او مباحثی‌ پلتفورم‌ پرانیځی‌ او د عفت‌ قلم‌، چه‌ زمونږ د دین‌ او كلتور برخه‌ ده‌، په‌ مراعتوله‌ سره‌ دا مناقشه‌ پیل‌ كړی‌. البته‌ دا زما نظر دی‌ او زه‌ توصیه‌ نكوم‌. تاسو پخپله‌، پخپل‌ سیاسی‌ او مطبوعاتی‌ تگ‌ لاره‌ غوره‌ كړی‌ چه‌ آیا همدا موجوده‌ تگ‌ لاره‌ سه‌ ثمره‌ لری‌، او كه‌ دا چه‌، ځان‌ هم‌ د افغانستان‌ په‌ سیاسی‌ او نشراتی‌ ډگر كښی‌، په‌ لوړه‌ ساختمانی‌ پروسه‌ كښی‌ ورگډ كړی‌.

مونږ افغانان‌ ډیر زیلناكه‌ یو او حسد وړو. كه‌ افغان‌ ته‌ څوك‌ بدرد ووائی‌ هغه‌ به‌ لس‌ ځلی‌ له‌ هغه‌ نه‌ زیات‌ له‌ مبالغی‌ او زیل‌ نه‌ كار واخلی‌. او كه‌ افغان‌ تر خپل‌ صداقت‌ چا ثابت‌ كړو، بیا هغه‌ تـر مـرگ‌ ور پسی‌ دریـږی‌ او احترام‌ ئی‌ كوی‌. دا هم‌ زما شخصی‌ تجربه‌ ده‌.


د بیرنگ‌ كوهدامنی‌ په‌ باب‌

ما ستاسو مضمون‌ په‌ همدی‌ ۴۸ گڼـه‌ كښی‌ د هغه‌ په‌ هكله‌ ولوست‌. تا سو معلومیږی‌ چه‌ له‌ ډیرو مهمو خبرونه‌ خبر نه‌ یاست‌:

۱ ـ بیرنگ‌ څلور كاله‌ محكښی‌ له‌ دی‌ چه‌ شوروی‌ اتحاد په‌ ۱۹۹۰ كښی‌ تجزیه‌ شی‌ یعنی‌ په‌ ۱۹۸۶ كی‌ تاجكستان‌ ته‌ ولاړ او هلته‌ئی‌ دتاجكستان‌ په‌ ملی‌ ورځپاڼی‌ كښی‌ كار كاوه‌. پوښتنه‌ داده‌ چه‌ آیا كی‌جی‌بی‌، بی‌ له‌ دی‌ چه‌ په‌ یو چا باندی‌ د ځان‌ په‌ شان‌ اعتماد ونلری‌، هغه‌ د مطبوعاتو په‌ حساس‌ مقام‌ كښی‌ پریږدی‌، خصوصاً چه‌ داسی‌ یو كس‌ چه‌ حتی‌ د شوروی‌ طبعه‌ هم‌ نوی‌؟

۲ ـ بیرنگ‌ كوهدامنی‌ اوس‌ د مسعود ورور، ولی‌ مسعود د لندن‌ په‌ سفارت‌ كښی‌ د مطبوعاتی‌ آتشی‌ په‌ صفت‌ مقرر كړی‌ چه‌ هغه‌ هره‌ ورځ خپل‌ د كار میز ته‌ په‌ سفارت‌ كښی‌ ورځی‌. آیا كه‌ دی‌ فوق‌العاده‌ سیاسی‌ سړی‌ نوی‌، داسی‌ كارته‌ څوك‌ مټی‌ وركوی‌؟

۳ ـ بیرنگ‌ د پښتو او دری‌ له‌ تعصب‌ نه‌ دومره‌ ډك‌ دی‌ چه‌ اصلاً روحی‌ بیماری‌ لری‌ او ورسره‌ د بحث‌ دوام‌ كیدای‌ نشی‌.

په‌ لندن‌ كښی‌ ډیر نور پخوانی‌ او اوسنی‌ خائنان‌ را ټول‌ شویدی‌. كه‌ علاقه‌ لری‌ زه‌ كولای‌ شم‌ چه‌ وقتاً فوقتاً معلومات‌ در كړم‌، نه‌ دا چه‌ هغوی‌ تهدید او یا تحقیر شی‌، خو باید د داسی‌ معلومات‌ په‌ رڼا كښی‌ هغوی‌ و پوهول‌ شی‌ چه‌ باید د بی‌ اتفاقیو او له‌ افغانستان‌ څخه‌ د هزارستان‌، مزارستان‌، تخارستان‌ دخوبونو نه‌ وگرځی‌ او كه‌ نه‌ د ملت‌ د محكمی‌ لپاره‌ به‌، د هغو د دوسیه‌ په‌ جوړولو او تكمیلولو لاس‌ پوری‌ شی‌. دا د هر افغان‌ وظیفه‌ ده‌ چه‌ د خپل‌ ملك‌ او خلكو په‌ لاره‌ كښی‌ د هر ډول‌ خنډ په‌ منځه‌ وړلو كښی‌ كار وكړی‌.

په‌ ډیره‌ مینه‌: نبی‌ مصداق‌ ـ لندن‌

آخرین مطالب