په شمالی كی د طالبانو او مسعود د جگړو په اړوند، د «راوا» د اعلامیی ځینی برخی:
«دافغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» تل ویلی چی د ډول ډول بنسټپالو تر مینځ ویجاړوونكی جگړی، د هغوی د بشپړه واكمنیدو لپاره دی. د په شمالی كی د طالبانو او مسعود وروستنیو جگړو چی په كی نه یواځی د دواړو اړخونو په تیره د طالبانو ډیر كسان ووژل شول، بلكه زمونږ په زرگونو بیگناه خلك او په ځانگړی توگه ښځی قربانی او په زور د خپل ټاټوبی څخه بیځایه شولی، یو ځلی بیا د هغوی ژور انسانی ضد او جگړهمار بنسټ نړیوالو ته وښود.
د افغانستان ولس به هیڅكله د جهادیانو او طالبانو ویجاړوونكی جگړی او په تیره وروستنی د خیانت نه ډك جنگونه هیر نكړی. خو د افسوس ځای دادی په داسی حال كی چی په شمالی كی تقریباً د ۱۵ زره څخه زیات سړی، ماشومان او ښځی په وحشیانه او جبری توگه د خپلو كورونو څخه د پاكستانی او افغانی طالبانو په واسطه وویستل شولی، كورونو او پاخه فصلونو او باغونو ته یی اور واچول شو، سری یی له ماشومانو او ښځو څخه جلا كړل، ښځی او ماشومان یی په زور د جلالآباد د سرشاهی كمپ په نامه یو دوزخ ته ولیږل، یو شمیر یی د جنگی بندیانو په توگه د شوروی په سفارت كی بندی كړلی، د سړو یو شمیر یی یا قندهار ته ویوړل او یایی ووژل او شمیر نور یی د پلچرخی په بندیخانی كی بندی كړل، تر اوسه هم داسی ډیری كورنی شته چی د خپلو سړو د مرگ او ژوند احوال نلری، ډیری ښځی د طالبانو لهخوا وتښتول شوی او بیا ورباندی تیری وشو او ... نه یواځی زمونږ وطنی بیاحساسه «منورینو» او «ادیبانو» بلكه نړیوالو او په تیره بیاد مطبوعاتو سترگی وړندی، غوږونه کاڼه هم د نندارهچیانو نقش لوبوی.
زمونږ بدمرغه او در په دره خلكو په خاصه توگه د شمالی اوسیدونكو د پورتنی یاد شوو بی ناموسیو او جنایتونو د عاملینو په مقابل كی خپله كركه او غضب وښود. هغوی په دی باور دی چی ددی جاهله ډلو ترمینځ یووالی او وحدت او په نتیجه كی د هغوی گډه توره واكمنی په افغانستان كی لویه او نهباوركوونكی ده او هغه كسان، سازمانونه او مرجع چی ددی د ښځو او بشر د حقوقو دښمنانو څخه په یو ډول نه یو ډول پلوی كوی، د افغانستان دښمنان دی.
زمونږ او زمونږ د دموكراسیغوښتونكو زیاتتره خلكو له نظره طالبان او د هغوی جهادی ورونه كوم بنسټیز توپیر نلری ځكه چی دواړه خواوی پردیو پوری تړلی دی او دښځو، آزادی، دموكراسی، علم او بشر د حقوقو سره دښمنی لری. دوی نور نشی كولای د مذهب، قوم، ژبی او سیمی په نامه زمونږ خلك وغولوی. دا ټولی تباهكاری او خاینی ډلی باید په یاد ولری چی په افغانستان كی میشته ټول ملیتونه او قومونه ددی ټولو بدمرغیو او ناكردیو غچ اخیستونكی دی.
كه څه هم تر اوسه ملگرو ملتونو په افغانستان كی كوم فعال او مثبت نقش ندی لوبولی، خو كه بیا هم واقعاً غواړی د روانی كشالی د حل لاره پیدا كړی، د هرڅه نه مخكی او په لومړی درجه كی باید د جگړی دواړه خواوی او نوری بنسټپالی ډلی خلع سلاح كړی، د لویی جرگی لپاره زمینه برابره كړی او بالاخره د یو داسی حكومت د رامینځ ته كیدو په خاطر كار وكړی چی د دموكراسی د ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وی.
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» د هیواد او نړی د ټولو بنسټپالو ضد او دموكراسی غوښتونكو او د بشر د حقوقو پلوه كسانو او ځواكونو څخه غواړی چی په افغانستان كی اوسنی زړهدوونكی حالت ته د پای وركولو په خاطر طالبی او جهادی بنسټپالو ته اجازه ورنكړی چی ددی نه لازیات زمونږ د خلكو او په تیره بیا د ښځو د برخه لیك سره لوبی وكړی.
مونږ پوره باور لرو چی د انسان وژونكو لاسپوڅو او د آزادی، دموكراسی او ښځو د حقوقو دښمنانو واكمنی د اوږدی مودی لپاره دوام نشی موندلی.
د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت
د ۱٩٩٩ کال در آگست ۱٣