رنځ ځپلی ښځی او خندنی ورځ‌

Taslima Nasrin

زه شخصاً د مارچ اتمه د ښځو نړیوالی ورځی په شان ورځو په لمانځلو كی كوم ځانگری غوړه توب نه‌وینم‌. په نړی كی د ماشوم ورځ او د معلولینو ورځ‌... په شان ورځی هم لمانځل كیــږی‌. فكر كوم چی د ښځو د ورځی لمانځل ددی لپاره ښه ښكاری چی هغوی هم لكه د ماشومانو او معلولینو په شان ضعیفه او بی‌دفاع بولی‌. آیا كله مو په دی خبری هم فكر كړی چی ولی د نارینه وو ورځ نه لمانځل كیږی‌؟

ډیر كسان به وایی چی د داسی څرگندونی ضرورت ددی لپاره دی چی د ښځو سره د هغوی د شأن او منزلت په اساس سلوك نه كیږی او زه د خپل ځان څخه پوښتنه كوم چی تر كومه به ښځی داسی د قربانی تختی باندی په ددی لگولو سره خپلو لومړنیو حقوقو ته رسمیت وربخښی‌؟

د بنگلادیش دولت په ۱۹۷۱ كال د خپل پیدایښت له پیل څخه د ښځو او نارینه وو د حقوقو د برابری اصل په رسمیت وپیژاند او په نتیجه كی داسی انتظار وو چی ددی هیواد داوسیدونكو برخلیك به ښیگنه ومومی‌. خو واقعیت ددی انتظار خلاف وو. د ښځو حالات ‌د پخوا څخه لا ډیر مخ په خرابیدو شو، ددی وضعیت علت روښانه دی او كیدای شی چی په څو لندو ټكو كی بیان شی‌. زمونږ هیواد د خپلواكی له پیل څخه تل د كلك او زیات اسلامی كولو د سیاست تابع ‌وو.

بنگلادیش د نړی د ډیرو بی وزلو هیوادونو څخه دی‌. د نفوس زیاتره برخه‌یی په كلیو كی ژوند كوی‌. یواځی د %۶۰ بی ځمكی كلیوالو كورنیو فقر داسی لویه ستونزه ده چی د بنگلادیش هیڅ یو سیاسی گونډ‌ یی هم د حل په لاری نه پوهیږی‌. یواځی اسلام د ټولو ټپونو مرهم گڼل كیږی‌. په هر ځای كی دا شعار انگولا اچوی‌: «یواځنی حل لاره‌: اسلامی كول‌!». حتی د هیواد مهم «لائیك‌» گونډ، عوامی انجمن هم په دا شان شعارونو خپل اعلانونه ښایسته كوی او په دی ترڅ كی شتمن‌، لاشتمن كیږی او غریبان نور هم غریبیږی او د كلیو او ښارونو تر منځ توپیر لاپسی ژور كیږی‌. د حیرانتیا خبره نده كه د فقر او مذهبی جهل په حالاتو كی‌، د ښځو په وضعیت كی پرمختگ همدا شان ناممكنه پاتی شی‌. او كله چی د ښځو زره دردوونكی برخلیک ته گورو، څنگه كولای شو ارتجاعی افكار، د دی ټولو بی‌عدالتیو د توجیه لایزاله منبع‌، د ملامتی په كرسی كښیننوو؟

زما په هیواد بنگلادیش كی «ملایانو» ډیری ښځی لكه «نورجهان ‌دوسیله‌» په شان د مذهب په نوم محاكمه كړی او د فحشاء تور یی پری لگولی دی ځكه چی د خپلی خوښی سړی ورته گران او منلی وو او د همدی «جنایت‌» له امله د ښار په ډگر كی په نورجهان د ډبرو باران جوړیږی‌. هغی ددی غیر انسانی سزا د شرم له تیرولو نه وروسته د زهرو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه‌.

د نورجهان په شان په زرگونو ښځی د دغه راز «جنایت‌» په تور د ملایانو په امر د كلیو په ونو باندی ځوړندی او غرغره كیږی‌. ډیری په لرگو پوری تړل كیږی او لكه چی څنگه یی په منځنیو پیړیو كی اروپایی جادوگری ښځی په اور كی سوزولی‌، دوی هم ژوندی ژوندی په اور كی سوځوی‌؟

څومره ځوانی شپاړس كلنی نجونی د «فیروزه كالیگانچ‌» په شان د خپل سیال هلك په خوښولو سره د سلو درو د وهلو جزا تیروی‌؟ څومره تنكی پیغلی به لكه د «هرزه‌» په شان د ملایانو په «محكمی‌» كی د تیری لاندی واقع كیدلو په خاطر سلوو درو په وهلو او د خپلی كورنی سره د كلی په پریښودو محكومیږی‌. په داسی حال كی چی د تیری كوونكی هیڅ چرت هم نه وی خراب‌. او په پای كی ددی پیښو څو بیلگی ‌به چی د بنگله‌دیشی ښځو ورځنی ژوندجوړوی‌، په اخبارونو او خپرونو كی راځی او څومره یی د تل لپاره هماغسی پټی پاتی كیږی‌؟

حكومت د دینی تیری كوونكو او بنسټپالو په وړاندی غبرگون ښكاره كولو څخه ډیر په كلكه سره ځان ساتی‌. ددی هیواد اوسیدونكی نور دی واقعیت ته نه حیرانیږی چی د فاسدی ټولنی دُری د دین په نوم د هغوی د ښځو په ډډو راماتی شی‌. او هغه ښځی چی زمونږ واكمنی دی او یا غواړی چی په مونږ واكمنی وكړی‌، قدرت ته د رسیدلو او په قدرت كی د پاتی كیدلو لپاره د نرواكی ارتجاعی نظام د طرفداری یا پلوی كوونكو بنسټپالو د خوشحاله ساتلو لپاره یوه شیبه هم خپل زړه ته شك نه اچوی‌.

لوموند ـ ۱۹۹۶ د مارچ اتمه‌
ژباړه‌: ایرانی خپرونه «آرش‌»، ۵۴ گڼی څخه‌

آخرین مطالب