مــلاحسن داسـی گواښیـږی:«دا چی مونږ د اسلام د بـنسټیزه قوانینو په اړوند څه فیصلی كوو، زمونږ خپله دینی مسئله ده.»
په هغو سیمو كی چی د طالبانو د كنترول لاندی دی، ټولی ښځی دی ته اړ شوی دی چی څادری په سر كړی. د څادری په سركول په دی معنی دی چی باید د ښځی ټول بدن په كی په بشپړه توگه پټ شی او یواځی سترگییی كولای شی د وړو وړو سورو څخه د بهر دنیا ووینی. هغوی نشی كولای رسمی ندی ولری. نجونی نشی كولای ښوونځی ته لاړی شی، پوهنتون خو لا لری خبری ده.
خو د ملایانو تجارت خوښیږی - كه څه هم ښځی آزادی نه لری، خو د هغوی په سر تجارت كول تر یوه حده پوری دوی ته گټه رسوی.
معاذ محمد یو تاجر دی چی د پاكستان د چمن په سیمه كی د راډیوگانو او یخچالونو تجارت كوی. كله چی نور خلك د دوكان څخه ووتل، هغه حاضر شوی چی په آرامی سره خبری وكړی.
هغه وویل:« هلته په كابل كی ډیری زیاتی ښځی شته. پاكستانیان دلته راځی او د هری ښځی په بدل كی ۹٠٠٠٠ كلداری (۱۸۰۰ ډالری) وركوی. دغه ښځی فكر كوی چی گواكی هغوی خاوندان پیداكړی، خو پاكستانیان د خپلی ساعتتیری په خاطر یواځی د څو میاشتو د پاره هغوی ساتی او بیایی خوشی كوی.»
«فرانكفورتر روندشاو»، د ۱۹۹۹ كال د جنوری ۷
له يوه مصری بنسټپال سره مركه
زمونږ لوستونكی بايد دی ته پاملرنه وكړی چی كله د مصر په شان د يو هيواد په اصطلاح ديو تعليم يافته او د گرځنده بنسټپال خبری هغه شان جاهلانه او ناوړی وی، نو زمونږ د وطنی جهادی او طالبی جنايتكارانو په كرغيړنو ذهنونو كی به څه تيريږی!
ابو حمزهـال مصری چی څلويښت كلن، كاچی(مهندس) او په سكندريه كی زيږيدلی دی، دجلا وطنی په حال كی لندن كی ژوندن كوی. نوموړی دافغانستان د جگړی پخوانی مجاهد، د مصر د«جماعت اسلامی» غړی دی او د ړانده شيخ عمرعبدالرحمان چی همدا اوس په امريكا كی بندی دی، د نژدی او با اعتماده كسانو څخه گڼل كيږی.
آلمانی اونيزی«اشپيگل» ددی اسلامی بنسڼپال سره مركه كړی چی ددی ډول عقيدهلرونكو د ويرهوونكی ذهنيت څرگندونه كوی.
ادامهی: «د طالبانو نظام ترټولو زمونږه انديښنی ته نژدی دی»
طالبانو وروسته د واكمنيدو څخه د افغانستان په هر ولايت او ښار كی د ښوونی او روزنی دروازی زمونږ د بیدفاع خلكو په مخ وتړلی. خو په ډيرو ځايونو كی د مخالفت او احتجاج سره مخامخ شو، او ونشوكړای چی تعليمی اداری په پشپړه توگه وتړی. له بلی خوا طالبانو غوښتل او غواړی نړيوالو ته وښايی چی گواكی دوی د علم او پرمختگ ضدندیاو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازی خلاصی دی. حال دا چی په هری تعليمی اداری كی د طالبانو د منځنيوپيړيو قوانين په كار اچول كيږی او د تعليم پخوانی سيستم يی له منځه وړی دی.
د ننگرهار پوهنتون يو د دغه تعليمی ادارو څخه دی چی محصلين او استادان يی د ډيرو ستونزو سره سره نهپريږدی چی دروازه يی وتړل شی. د نوموړی پوهنتون او د هغی د ليليی حالت ډير خراب دی او محصلين يی مجبور دی ډول ډول كړاوونه وزغمی. بالاخره هغوی دی ته وهڅول په دی ناوړه وضعيت كی بدلون راوړی.
د ننگرهار پوهنتون د طب پوهنځی چی د استادانو شمير يی ۶٣ او د محصلينو يی ۸٢٣ تنو ته رسيږی، لومړنی پوهنځی وو چی په پوهنتون كی يی د طالبانو د مشرانو خلاف په احتجاج لاس پوری كړ. اصلی خبره دا وه چی مولوی يوسف په خپله د ليليی د غذايی موادو او نورو شيانو په غلا كی لاس درلود.
ادامهی: د ننگرهار د طب پوهنځی د محصلينو پاڅون د بنسټپالی ضد سراسری پاڅون سرپيل دی
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعيت» مبارزو خويندو او د «پيامزن» د خپرونی محترمو او باشهامته كاركوونكو، زما سلامونه او نيكی هيلی ومنی. د نبی مصداق د ليك نقل مو چی رالیږلی وو،ماته ورسيد.او همدا شان ما د ښاغلی نبی مصداق او«نرشير» نگارگر هغه فلم د ليدو موقع پيدا كړه چی د افغانستان څخه د راگرځيدو وروسته د لندن په يوی غونډی كی د دوی د خبرو حخه ډك شوی دی.
كله چی ما د ښاغلی مصداق ليك ولوست ډير حيران شوم ځكه چی بيا يی هم په نه منونكی توگه د طالبانو په جنايتونو، لوټماريو او بدمعاشيو سترگی پټی كړی اوهغوی يی د سولی او سوكالی د «پريښتو» په څير ستايلی دی. په رښتيا سره د خير په غونډی ناست ژورنالستان، اديبان او «منور» او «نرشير» استادان د امارت د غنيمتونو په ويش كی د وندی اخيستلو د ناكامی هيلی په خاطر ځان د هيواد د حالاتو او واقعيتونو څخه دومره بيگانه او بی خبره ښايی چی په رڼا ورځد خپلو جهادی او طالبی رهبرانو په لمن او منگلو كی د زرگونو مظلومو او رنځيدلو خلكو د وينو څاڅكی نه وينی، كوم چی د هغوی بهرنی باداران هم ځينی سترگی نشی پټولای. كله كله دغه «ژورنالستان» د بين المللی فشارونو له مخی د بیبیسی او نورو راډيوگانو په څپو كی د شف شف ويلو په شان په افغانستان كی د طالبانو او جهاديانو د حاكميت په سيمو كی په انسانی حقوقو د تيريو، دښځو د حقوقو تر پښو لاندی كولو، د لاسونو او پښو غوڅولو، داعدامونو، سړی وژلو، سنگسارولو او د سركونو په سر د درو وهلو په هكله څه ناڅه وايی خو كله چی په كابل راډيو كی د پوښتنو سره مخامخ كيږی نو د «مصلحت» له مخی خپل وجدان او شرف تر پښو لاندی كوی او د يو محتسب په شان د طالبانو له دريځ نه د خپلو خويندو، ميندو او خلكو په سپكاوی لاس پوری كوی. ددی پر ځای چی مثلاً ښاغلی مصداق په هرځای او موقف كی واقعيتونو ته غاړه كيږدی، خپل وجدان له هميشنی رنځ او عذاب ځينی خلاص كړی او د غدارانو،لوټمارانواوجنايتكارانو واقعی څيری ولستهبربنډی كړی، دوی ورباندی نوره هم لمن غوړوی، دهغوی په تورو مخونو د تطهير اوبه اچوی او رښتيانی څيری يی د «اسلامی حجاب» لاندی پټوی.
ادامهی: نبی مصداق بيا هم زمونږ د ځوريدلو خلكو د وينو څاڅكی د جهاديانو او طالبانو په لمن كی نه وينی
د «فیلکس» سازمان په ۱۹۹۱ کال کی د فوځ او کی¬جی¬بی د اطلاعاتو په ګډون له «اقتصادی جرائمو» سره د مبارزې لپاره جوړ شو. د فیلکس کارپوهانی چی د ۹۴ له جنوری څخه ¬یی د مخدره موادو د قاچاق په هکله پلټنی پیل کړی، دی نتیجی ته-رسیدلی دی چی روسیه له ۱۹۹۱ کال راهیسی په بشپړه توګه د مخدره موادو د تجارت نړیواله نظام ته چی د «مسکو ډلی» په لاس کی دی جذب او ښکیل شوی ده.
د «مسکو ډله» چا جوړه کړیده؟ د کی جی بی هغه کسانو چی د چچنی جمهور رئیس دودایف سره یی خبری کولی او د «مسکو ډلی» بنسټ ایښودونکی دی. دوی په لومړی سر کی له چچنیانو سره تړون لاس لیک کړ او وروسته یی بیا خپل کار ته دومره پراختیا ورکړه چی نن د نړیوال اختاپوس تر ټولو فعاله پښی ګڼل کیږی.
دوی چی هم د اطلاعاتو په کار کی پوهه لری او هم د کی جی بی، فوځ او انتظامی ځواکونو له دایرو سره اړیکی لری، سربیره پردی چی د وړلو راوړلو لاری پیژنی، د اطلاعاتی نظام له مختلفو چارواکو سره له اړیکو او بانکی شبکی څخه هم ګته اخلی د «مسکو ډلی» هم بازار ته د مخدره موادو د رسولو لار جوړه کړیده او هم یی د پیسو دسپینولو.
ادامهی: له افغانستان او منځنی آسیا څخه روسیې او لویدیځ ته د مخدره موادو قاچاق او د «مسکو ډله»
چهار آسیاب څخه د ګلبدین او د ده د داړی د تیښتی له هماغه شروع څخه چی آن د لاری خرڅی او خپلو پر توګونو اخسیتلو ته ئی هم وخت و نه موند او یو په بل پسی یی ماتی وخوړلی، زمونږ د تور بختو وګړو په ذهن کی دغه سوال ګرځیده چی آیا ګلبدین مړ شوی دی او که نه، او ډیرو لا داسی هم ګڼلی چی د هغه خاین ټغر ټول شوی دی. البته ددی پوښتنی ځواب یواځی د هغو عواملو په تحلیل او روښانه کولو سره تر لاسه کیدلای شی چی له یوه بی لاری او تیزاب شیندونکی او مزدور سړکی څخه ئی «عظیم رهنما»، «قاید» او «قیادی» جوړ کړ. پرته له دی چی د جزئیات په وړاندی کولو خبره اوږده کړو، یواځی دومره بس ده چی د ګلبدین او هم د ټولو هغو بی نوم او پتی ملایانو په اصطلاح تکاملی پړاوته، چی په یوی شپی کی داوږدو او سره ورو دفترونو او له خپل کیځلی شخصیت څخه د غټو لقبونو خاوندان شول، یوی لڼدی کتنی سره دخبری سر خلاص کړو.
ګلبدین او نور «جهادی رهبران» د سیمی د ارتجاعی هیوادونو، غرب او امریکا د بی شمیره مالی او نظامی امکاناتو په ډاډینی سره وتوانیدل چی په «شخصیت» او «د فکر په خاوندانو» بدل شی. هغوی پوره دوه لسیزی د خپل ولینعمت ډهل ته وګډیدل، د پاکستان دولت او آی اس آی د خپل توان په اندازی ګلبدین ته امکانات او آسانتیاوی برابری کړی چی تر څویی د روشنفکرانو په وژلو او د خلکو په ترور او ویرولو باندی لاس پوری کولو سره د خپلی خوښی ګوډاګی دولت بنسټ په افغانستان کی ایښودلی وی. خو د وخت په تیریدلو او د نجیب د ګوډاګی دولت د له مینځه تللو او کابل باندی د بنسټپالو د خروړی یرغل او د بنسټپالو ګوندونو ترمینځ د سپیتانی جګرو پیل او وینو کی د وګړو د ډوبیدلو سره دګلبدین پلندران و پوهیدل چی نور نشی کولای په دی رسوا شوی دانی خپل کار پرمخ بوځی. داسی ښکاری چی له ګلبدبن څخه په کلونو د یوه نازولی مزدور په څیرکار واخستیل شو خو دهغه لازیات کارول نه یواځی په زړه پوری نتیجه نه ورکوی چی دهغوی د جبران نه کیدونکی رسوایی سبب هم کیدای شی له دی امله ئی د هغه او د هغه ټولی آرګاه و بارګاه په لری غورځولو سره د نورو دانو کوک کولو ته لاره هواره کړه.
ادامهی: آیا ګلبدین مړ شوی دی؟
لاندینی لڼد شوی مطلب د 1995 کال د نوامبر په 30 «مسلم» ورځپاڼی کی د ډاکتر جاسم تقی په قلم خپور شوی دی. ډاکتر تقی چی په منظمه توګه د ایران، سودان او نورو بنسټپالانو په پلوی لیکنی کوی، دا ځل یی د اسلامی تروریستی ډلو ماهیت تر پوښتنی لاندی نیولی او د«سیا» په لاس جوړشوی څیزونه یی بللی دی.
خو نوموړی هغو تروریستی ډلو ته چی د فلسطین آزادی بخښوونکی سازمان په ضد او د ایران سیاسی او مادی پلوی ورسره دی هیڅ ګوته نه نیسی. او هم په افغانستان کی «ورونه» او «جهادی» ډلی چی «سیا» لخوا د «سیا» لپاره رامنځ ته شوی بیخی له یاده باسی! خو بیا هم د لیکلی مطلب څخه پوهیدل کیږی چی «سیا» د تروریستی ډلو په مینځ کی زخ ډیر نفوذ درلودلی او د هغوی له لاری په بیلوبیلو هیوادونو کی خپل اهداف ترسره کوی. «پیام زن»
ډاکتر جاسم تقی د تروریزم او تریخوالی غندلو په اړه د المائده او آل عمران له سورترنو څخه څو آیاتونه راوړي او بیا لیکی:
«د سپیڅلي قران یواځې دا دوه آیتونه هم کافی دی ترڅو ټول په دی باور کړی چی اسلام هر راز تروریزم او تریخوالی، په هر دلیل چی وی، غندی او له دی امله هم چی اسلام تورات او انجیل ته د احترام په سترګه ګوری او هغه دواړه د خدای کتابونه بولی، د تروریستو کسانو، ډلو، سازمانونو، او دولتونو په اړه باید یو دبل په ضد دوه نظره وجود ونلری.
ادامهی: اسلامی ډلو سره دامریکا اړیکی
افغانستان په کال کی 30 ټنه هیرویین تولیدوی چی په سلو کی 30 یی اروپا ته استول کیږی او پاتی برخه یی د روسیی او منځنۍ آسیا بازار ته وړل کیږی. د کی جی بی پخوانی کسان او ځینی پوځیان او د کورنیو چارو وزارت ځانګړی ځواک په ګډه سره روسی مافیا
جوړوی چی هم لاسی یی په افغانستان کی جنرال دوستم دی.
د روسی، اروپا او امریکا بازار ته د افغانستان د تولیداتو د رسیدلو اصلی لاره ایران، لبنان او اسرائیل دی. ځکه په آخر کی له اسرائیلو څخه لویدیځ ته ځی له همدی امله ده چی د لبنان څخه اسرائیلو ته هره باروړونکی وسیله شکمنه او په ځیر پلټل کیږی.
ددی خبری یو بل مهم دلیل دادی چی اسرائیلو له مخدره موادو سره دنړیوالی مبارزی تړون لاس لیک کړی نه دی. همدا وجه ده چی د مخدره موادو پیسی په اسرائیلو کی «سپینی» کیدای هم شی. دریم دلیل له روسیی څخه اسرائیلو تللو مهاجرو کی د روس دمافیا د
کسانو شتون دی. او څلورم دلیل یی دادی چی اسرائیلو د مخدره موادو قاچاقبرانو ته ویلی دی چی دوی اسرائیلو ته راپورونه او اطلاعات ورکړی اسرائیل به هم په خپلی خاوری کی د مخدره موادو د مصرف له لویو بازارونو سره تړل شوی مرکز ګرځیدلی دی.
بله لاریی قرغیزستان ده. د افغانستان او تاجکستان له پولی څخه د پورتنی بدخشان له لاری د قرغزستان د اوچ سیمی ته او د هغه ځایه ازبکستان ته او د ازبکستان څخه روسیی او اروپا ته ځی.
په اوسنی مهال کی تر ټولو لوی تولیدوونکی هیوادونه ترکیه، ایران، عراق، افغانستان، پاکستان، هند او د منځنی آسیا جمهوریتونه دی چی محصولات یی اروپا او امریکا ته لیږدول کیږی.
دفساد نړیوال اختاپوس د دوسیی له خپریدو سره سم (د اپریل 11) فلاحیان (د وری په 23) په «سیا» تور ولګاوه چی مخدره مواد د طالبانو په لاس ایران ته ننه باسی. طالبانو د «سیا» په ملاتړ د مخدره موادو مافیا جوړه کړی، چی کاریی ایران ته دمخدره مواد لیږدول
دی.
زه شخصاً د مارچ اتمه د ښځو نړیوالی ورځی په شان ورځو په لمانځلو كی كوم ځانگری غوړه توب نهوینم. په نړی كی د ماشوم ورځ او د معلولینو ورځ... په شان ورځی هم لمانځل كیــږی. فكر كوم چی د ښځو د ورځی لمانځل ددی لپاره ښه ښكاری چی هغوی هم لكه د ماشومانو او معلولینو په شان ضعیفه او بیدفاع بولی. آیا كله مو په دی خبری هم فكر كړی چی ولی د نارینه وو ورځ نه لمانځل كیږی؟
ادامهی: رنځ ځپلی ښځی او خندنی ورځ
دا چی محمود خان اچكزی د «پښتون خوا ملی عوامی پارټی» رئیس د نجیباله، دا وطن پلورونكی، دا د افغانستان د زرگونو مبارزو بچو وژونكی او دا د كی.جی.بی له خوا روزل شوی جاسوس، تر وژل كیدلو وروسته په ویر كښیناست او د هغه هیڅ د «جمعی شپه»، «څلویښتی» او نوریی له یاده ونه ایستل داسی یو شرموونكی عمل دی چی زر یا ځند به یی له توره ډك داغ هغه پخپله او د هغه هملاسی په خپل مخ احساس كړی. لكه څرنگه چی د هغه گونډ او همفكرانو یی په افغانستان باندی د روسانو د تیری هركلی وكړ او زمونږ د خلكو روسی ضد جگرهیی له دی كبله چی خاین ربانی، گلبدین او داسی نور كسان په كی گډون لری ورټله تر هغه چی روسانو په خپله په افغانستان باندی خپل تیری «اشتباه» وباله، او فقط هماغه وخت وو چی د محمود خان اچكزی گونډ، د خان عبدالولی خان گوند، پښتون خوا ملی عوامی پارټی (لطیف آفریدی) او نورو ورته كسانو د افغانستان او د پاكستان د خلكو په وړاندی خپل ځانونه سرټیټی وموندل.
هغه څه چی مونږ یی په گوته كول غواړو دادی چی محمودخان اچكزی د نجیب څخه په دفاع كی دومره تلوار او ټینگار كوی چی ډیرو خندنیو تناقضونو سره مخ كیږی.
ادامهی: پښتون پاله هیڅ كله د خلكو مینهوړ نشی كیدای