«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت
دوهمه برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی
کله چې په یوه هېواد کې دموکراسی ضد، زورواکه او د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅې ډلې واکمنې وی، هغه هېواد داسې رنځېدلی بې پناه ښځې ته ورته والی لری چې پرشاوخوا یې لنډغران راټول او ورپورې خاندی، په کاڼو یې وهی، ښکنځی یې او دبې پته کولو ګواښونه ورته کوی.
افغانستان دشوروی او اړونده ګوډاګی دولتونو تر یرغل وروسته او په تېره بیا د جهادی وینو او خیانت او طالبانو د پېر څخه تر نن پورې، داسې یوې یواځې او بې وزلې مورته ورته والی لری چې له هرلوری پرې تورونه لګول کېږی، سپکاوی او ګواښونه ورته کېږی. هغه داسې مورده چې سپېڅلی او سرتېری بچیان یې ټپی او یو تربله بېل دی خو خاین اولادونه یې دهغو لنډغرو او تېری کوونکو سره یوځای شوی چې په خپلې خور او مور تېری کوی او دخپلو بهرنیو څښتنانو د خوښی او مقام او دبدبې ته د رسېدلو لپاره دخپلې مور پلورلو ته هم چمتووالی لری.
ادامهی: ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (لومړی برخه)
د بشر د حقوقو نړیوالی ورځ په اړه «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» اعلامیه
امریکا او هم لاسو یی د افغانستان وسله وال نیواک «افغان ولس ته د آزادی او دموکراسی سوغات» په نوم توجیه کړ. لکه چی د وروستیودریو لسیزو تجربی وښودله ،امریکا د مونږ د خلکو د برخلیک په وړاندی اساسا خپلی اقتصادی او سیاسی گټی په پام کی نیولی او تر ټولوهیواد پلوری، تر ټولو دموکراتیک ضد، فاسد او تر ټولو ښځو ضد بنسټپالی بانډونه یی سمبال او تجهیز کړی دی.
زمونږ دهیواد وروستیو اوښتونونو د یوزر او یوم ځل لپاره د امریکا «تروریزم ضد جگړی» د ادعا درواغ دلمر په شان روښانه کړل. امریکا د شمال ټلوالی جنایتکارانو باندی په ډډی لگولو سره د دموکراسی، بشری حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتوباندی په بی ساری ډول ملنډی ووهلی او په دی ډول یی زمونږ په ویرجن ملت باندی نه بخښونکی زیاتی او سپکاوی لورولی دی. امریکا چی خپل پلوی دولت یی د پلچرخی د پولیگونونو، د چمتلی د دښتی، کاپیسا، د کنړونو د کرالی، د مزار د دشت لیلی، د ۶۵۰۰۰ کابلیانو د ټول وژنو او د هیواد په گوټ گوټ کی د نورو لسگونو ټولیزو قبرونو له عاملینو څخه جوړ کړی او اوس هڅه کوی چی د ملا عمر او گلبدین په شان ناولو جلادانو ته هم پکښی برخه ورکړی چی دغه عمل د تروریزم ضد جگړی او آزادی او دموکراسی د ملاتړ په اړه د امریکا او هملاسو تر ټولو لویه دوه مخی په ډاگه کوی.
ادامهی: امریکا او بنسټپالی گوډاگیان یی په افغانستان کی دبشر دحقوقو اصلی سرغړوونكى
«دافعانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) اعلامیه د ښځو نړیوالی ورځی په اړوند
نن چی د ښځو د نړیوالی ورځی دلمانځلو څخه سل کاله تیریږی، پرمخ تللی هیوادونو کی ښځی په خوشحالی سره هغه جشن نیسی، ولی مونږ مجبوره یو چی دهغه دردونو، مصیبتونو او ځورولو څخه یادونه وکړو چی زمونږ خلک او په تیره بیا ښځی په کی سوځیږی. اووه کاله تیر شو، هغه هیواد چی امریکا او پلویان یی په دروغو او غولونو سره دعوا کوی چی ورته یی سوله او دموکراسی په ارمغان راوړی او ښځی یی ورله دطالبانو د منګلو څخه خلاصی کړی دی، تراوسه هم د بنسټپالی په دوزخ کی سوځی. انجونی د سپی سره بدلیږی، پر ښځو او ماشومانو تیری کیږی، هغه سړی چی د جهادی آرګاه و بارګاه تر پلوی لاندی دی خپلی ښځی په بیرحمانه توګه وژنی، خو ټکیدلی اوبی ورباندی اړوی، غوږونه، پوځی او ګوتی ورله غوڅوی، بی ګناه ښځی سنګساریږی او دکرزی مافیایی دولت په نه ستړی کیدونکی توګه په جوړجاړی کولو، جنایتکارانو او غلو په ستایلو بوخت دی او دخپل بی شمیره کلیکسیونو څخه هغوی ته مدالونه ورکوی. خو ښاغلی کرزی ته دا ذره هم مهمه نده چی مدال لرونکی غل او انسان وژونکی عطامحمد، د پرویز کامبخش په نوم ځوان بی کوم جرم او ګناه درلودلو پرته په زندان کی اچولی او د فضل هادی شینواری په څیر څو خونړی او مکارو قاضیانو یی د هغه اعدام حکم ورکړی دی.
ادامهی: د افغانستان ښځی د بنسټپالو او تیری کوونکو په دوزخ کی سوځی
د مارچ اتمه دښځو نړيوالی ورځی په اړوند «د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت» (راوا) اعلاميه
«د ښځو د آزادۍ» په نوم نړۍ په خوځیدو شوه او زمونږ په هیواد تیری وشو، خو د افغانستان د ښځو د محرومیتونو او غمونو حدیث نه یوازی کم نشو، چی لانور هم هره ورځ زمونږ د ټولنې پردې له ټولو نه برباد شوې برخې باندې ظلم او فشار زیاتیږي.
د کرزي د هډوکو تر ماغزو پورې فاسده او مافیایی دولت او د هغه نړیواله مرستندویه تولنې هم په عملي توگه د افغانستان د ښځو له نه زغمل کیدونکو رنځونو سره په بیشرمی لوبي کړي او یوازې د خپلې تبلیغاتي وسلې او د بازار د گرمولو او نړیوالو د تيرايستلو لپاره ورڅخه گټه اخلي. دوی څو سرکاري او د جگړه مارانو ملاتړې ښځې په پارلمان او نورو دولتی ارگانونو کی ځای په ځای کړي دي او په هیواد کی «د ښځو د آزادۍ» د بيلګې په هکله نارې سورې وهي، خو په مهمو دولتی پستونو کی د څو ښځو شته والی هیڅ ارزښت نلری، مگر دا چی د ملالۍ جویا په شان د ښځو د بدمرغیو او رنځونو اصلی عامل ته گوته ونیسي او د ښځو د خلاصون او دموکراسۍ ضد خونړي دښمنانو سره له جوړجاړۍ پرته وجنگیری او د ښځو آزادي د ناولو بنسټپالو او د هغوی بهرني مالکانو له ځنځيرونو څخه د ټول ملت آزادي وګڼي.
ادامهی: تر څو پورې چی د بنسټپالو واکمني وي، په ښځو باندی ظلم او جنایت به پای و نه مومي
عبدالحكيم مجاهد چي په واشنگټن كي يي د افغانستان په سفارت كي د ملاعمر د سفير كيدلو خيانت او ننگ منلي ؤ، د يو بيشرمه مدرسهاي هلك په شان يي د ۲۰۰۱ د دسامبر په ۲۸ اعلام كړو چي: «زه لومړي افغان يم او خلكو او هيواد ته مي خدمت كول لومړني دنده ده. ملاعمر يو افراطي مذهبي او غيرسياسي ؤ چي د هيڅ چا خبري ته يي غوږ نهنيو او د اسامه د اغيزي لاندي ؤ.»
د يو هار، بيسواده او د اسامه او پاكستان چوپړه ملا سپك غلام نهوايي چي څرنگه يو ځلي پوه شو چي د ملاعمر «ډيپلماټ» په كيدلو سره خپلو خلكو ته خيانت كولو؟ هغه نهپوهيږي چي كه د زور دنډو څخه يي يوه هم ملاعمر او «شمالي ائتلاف» او د دوي په شان نورو ته خدمت كول وي، د خيانت او شرم داغ به يي تل په تندي وي. همدا شان هغه نهپوهيږي چي كه هر څومره ځان ته «افغان» ووايي او «خلكو او وطن» ته د خدمت كولو څخه خبري كول او دا شان نور نشي كولاي د هغه غاړه زمونږ د خلكو د منگلو څخه خلاصه كړي. په نوم بدلولو سره هيڅ كار مخ ته نشي تلاي. آيا زمونږ خلكو جنايتكاره جهاديان چي خپل نوم په «شمالي ائتلاف» او «جبهه متحد ملي» بدل كړو، بخښلي چي عبدالحكيم مجاهد بهوبخښي؟
ادامهی: عبدالحكيم مجاهد هم پَلَتي وهي
زهراكاظمي ايران بنسټه كانادايي عكاسه او خبرياله په داسي حال كه چي په تهران كي يي د اوين زندان په مقابل كه عكاسي كوله ونيول شوه او د سپاه په زندان كي د تحقيقاتو په دوران كه چي هيڅ څه يي د اعتراف كولو لپاره نه درلوده. د تهران څارنوال سعيد مرتضوي د مستقيمي څارني لاندي د قضايي ځواك او اطلاعاتو وزارت د كسانو لخوا شكنجه شوه او د هغي گزار له كبله چي په سر يي لگيدلي وء مغزي ويني تلل ورته پيدا شوه او په دي توگه يي خپل ځان له لاسه وركړ.
زهرا بايد امريكا ته په جاسوسي كولو اعتراف كړي وي. هغه سناريو چه بايد ورباندي اعتراف كړي وي دا وه چي هغي د امريكا د جاسوسي سازمان او د خبريالانو او اصلاح غوښتونكو او د زده كوونكو د غورځنگتر مينځ د اړيكو برقرارولو ونډه درلوده. داسي ويل كيږي چه د زهرا د كالبد څيرني په راپور كي راغلي چه هغه د مستنطقينو په مقابل كه مقاومت كړي چه په نتيجه كي يي د هغوي څخه يو تن په زهرا جنسي تيري كوي. د زهرا مور هم د هغي په وينو كي لټپټ جسد د ليدلو وروسته په زهرا د شوو وحشيانه شكنجو تصديق كړي دي.
ادامهی: د زهراكاظمي وينه د ايران جنايتكاره رژيم پر مخ د ننگ يو بل داغ
د سږکال د میزان د میاشتی په ۱۵ نیټه د دوشنبی په ورځ د جلال آباد ښار یو ځلی بیا هغه وحشتناکه او زړهبریښوونکی خبر وخوځاوه چی نه یوازی د دغه ښار بلکه د ټول
افغانستان د بی ثباتی او وسله والو ډلو تر واکمنی لاندی حالات په ډیره ورښانه توګه څرګندوی.
دا خبر د جلال آباد د جویی هفت اوسیدونکی صحبت خان د دوو زامنو د بیرحمانه وژنی په اړوند و. صحبت¬خان اصلا د سرخرود ولسوالی د سلطانپور د کلی
اوسیدونکی دی او یوازی ۱۵ ورځی کیدی چی د پاکستان څخه جلاآباد ته ورستون شوی و. محمد یوسف چی ۱۶ کلن او محمد ابراهیم چی ۱۰ کلن و هغه وخت د
نامعلومو وسلوالو کسانو لخوا وتښتول شول چی د مهترلام جومات ته د ماښام لمانځه اداکولو لپاره روان و. دا دواړه ورونه چی هیڅ ګناه یی نه درلوده، وروسته بیا د
غوچک د نهر تر څنګ په چاړو وهل کیږی او بیا یو له مخی او بل یی دشا لخوا په ډیره بیرحمانه توګه حلالیږی.
کله چی جنایی کسانو د محمد یوسف او محمد ابراهیم د پلار څخه پوښتنه وکړه چی دچا سره یی خو دښمنی نه درلوده، صحبت¬خان د خپل خوږشوی زړه فریاد بی له
ډاره داسی اوچت کړ «زه دهیڅ چا سره دښمنی نلرم خو په دی کی هیڅ شک نلرم چی تاسی وسلهوال کسان زما د زامنو قاتلان یاست، تاسی جنایتکارانو دا کار کړی دی،
تاسی د خلکو څخه پیسی اخلی او بیا هغوی وژنی. زما د زامنو قصابان تاسی یاست ځکه چی بل څوک داسی جرئت نشی کولای.»
په دی وروستیو کی ښاغلی کرزی روحانیونو ته په خپلی وینا کی وویل:
«... (دا) د طالبانو د دوران فلم دی. دا دری ښځی را ښکته کړی، د پیکپ څخه، ددی استدیوم په منځ کی، دوی ښځی ولاړی ودریدی. دا بله ښځه کښینوله په مځکه. دا ټول عالم ورته ګوری، پنځه شپږ زره خلک ورته ناست دی..... دا بلی ښځی وسر ته کلاشنکوف
ونیوی، ددی پنځو زرو خلکو په مخکی وویشته.....
دا غیرت دی، ملا محمد عمره!؟ دغه ستا غیرت و؟ اسامه! دغه ستا غیرت و؟!»
په هر حال هغه مجبوره و چی د طالبانو د جنایت د دغه ډیر هم او په نړیواله پیمانه مشهور شوی سند په هکله خبری وکړی په داسی یو ډول چی بی خبره اوریدونکی یا لوستونکی هغه د سی ان ان یا بی بی سی کار وګڼی
(١) خو ددی فلم صاحب یعنی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) نوم ته په اشاره کولو کی یی ژبه بندیږی. ولی؟ اجازه راکړی مونږ هم پوښتنه وکړو ښاغلی کرزی، آیا دا ستاسی غیرت و چی د «راوا» د فلم څخه یادونه وکړی خو د «راوا»
نوم په خوله وانخلی؟
البته مونږ په هیڅ توګه ښاغلی کرزی دومره خپلواکه، مخیر او دموکرات نه ګڼو چی د طالبی او جهادی تبهکارانو ضد د یواځنی پخوانی او انقلابی سازمان په وجود ویاړ وکړی. خو مګر د یو «رییس جمهور» لپاره به شرم نه وی چی د هغی څخه وډاریږی یا ترینه
کرکه وکړی؟ که ومنو چی د «راوا» د ویاړه ډک خپلواکه، دموکراسی غوښتونکی او د طالبانو او «شمال ټلوالی» ضد دریځ له کبله ښاغلی کرزی حق درلود د هغی څخه وډاریږی یا بیزاره وی، په دی صورت کی ښه دا و چی اصلاْ د دغه فلم د یادولو نه تیر شوی وی
ترڅو د خلکو پام دی ته نشی چی حتی ددی هیواد د دولت رییس کولای شی دومره ټیټ او سپک شی چی یواځی د هغه په کابینی کی ناستو «شمالی ټلوالی» پوری تړلو جنایت کارانو څخه یی انتظار تلای شی، هغه بی شرمه او بی معرفته جنایت کاران چی د خپل
دفاع وزارت د خپرونی نوم یی «پیام زن» ایښودلی دی!
پاورقی:
Tags:
شماره مسلسل ۵۹
ما په تیرو شپږو میا شتو کی په هغه څه کی ګډون کړیدی چی فکر کوم یو لوی مډرن دروغ به وی: عراق د آزادولو عملیات. د۲۰۰۱ کال د سپتامبر د یولسمی ویریوونکی پیښی نه وروسته او د افغانستان د جګړی په دوران کی پر عراق د تیری کولو لومړنی کارونه پیل شوی و. «Shock and Awe» هغه ټکی و چی د قدرت د ښودنی لپاره استعمالیدل چی باید نړیوالو یی د عراق د آزادی د عملیاتو په پیل کی ننداره کړی وی. دا به په حقیقت کی د امریکا او انګلستان د نظامی توان او د پوځ د وسلو جوړولو کارخانو د پر مختللی ټکنالوژی نژدی او حیرانوونکی یوه ننداره وی. خو د یو عسکر په توګه چی د عراق په نیولو کی د برخی اخیستنی لپاره ځان تیاروی،«Shock and Awe» زما په ماغزو کی ژوره انګازه وکړه. حتی په هماغه وخت کی چی مونږ د تللو لپاره تیاریدو، داسی ښکاریده چی دا دوه ستر قدرتونه د هغه مقرارتونو نه سرغړونه کوی چی د نورو څخه یی د هغوی د پلی کیدو غوښتنه کړی ده. امریکا او انګلستان دملګرو ملتونو سره پر عراق تیری وکړی. «Shock and Awe?» هو، دغه کلمی په ښه توګه زما احساساتو څر ګندونه کوی چی مونږ د عدالت د برقراریدو نه بلکه د تزویر او دوه مختیوب لاره پله کړی ده.
ددی په اصطلاح د خلاصون او آزادی د جګړی د لومړنی ډزی کولونه را پدیخوا دوه مخی حاکمه شوه. په عربی تلویزیون کی د نیول شوو او وژل شوو امریکای عسکرو د عکسونو د خپریدونه وروسته ، امریکایی او انګلیسی رهبرانو د غچ اخیستنی قسم وخوړ په داسی حال کی چی په کلکه توګه یی په خبرو کی د داسی عکسونو د خپرولو غندنه وکړه. خو سره له دی امریکا حکومت د صدام حسین د زامنو د وژل کیدو په لومړنیو ساعتونو کی د دواړو وژل شوو ورونو ویروونکی عکسونو ټولې نړۍ ته وښودل. بیا هماغه قصه ده چی: «هغه وکړه چی مونږ یی وایو نه هغه چی مونږ یی کوو».
ادامهی: په عراق کی بی له وجهی د مرګ سره مخامخ یو
په دی کی هیڅ شک نشته چی جهادی او طالبی ډلی د آیاسآی د نس څخه زیږیدلی دی او د دوی ترمینځ اړیکی دومره ټینګی، کلکی، پراخی او روښانه وی او دی چی اوس د پاکستان د دولت او یا د آیاسآی پر ضد اکتونه او اداګانی په هیڅ توګه نشی کولای د هغوی دا بویناک، د شرمه ډک او کرکجن تړلتوب پټ کړی. مور او لور جنګ وکړو کم عقلو پری باور وکړو.
په کابل کی هغه مظاهره چی د ښاغلی کرزی د دولت او بنسټپالی ډلی لخوا او د ډاکټر انورالحق احدی په مشریۍ ګواکی د پاکستان پر ضد په لاره اچول شوی وه، د هغه ناوړه، کرکجن او د ملنډو وهلو نه ډک عمل ښکارندوی دی چی په هیڅ توګه نشی کولای زمونږ بنسټپالی وهلی خلک پری وغولوی. مګر آیا د کلونو تړلتوب او د آیاسآی د شیدو خوړلو نه وروسته جهادی-خادی جنایتکاران کولایشی د طالبانو او ګلبدین سره د پاکستان د دولت د مرستی کولو په نامه په مظاهری کولو سرهګوا کی خپل ضدیت او کرکه د دغه هیواد په مقابل کی وښایی؟ مګر ګلبدین او طالبان څوک وو؟ د دی وطن ماشومان هم پوهیږی چی اوس په قدرت کی ناست د «شمالی ټلوالی» «سپه سالار» او بانډیی وو چی ګلبدینیی خپل جهادی ورور ګڼه او د لوی وزیر په صفتی وټاکه مګر همدغه مسعود «بزرګ» نه و چی لارهیی طالبانو ته پرانیسته تر څو کابل او نور ښارونه په آسانی او چټکیا سره ونیسی؟ (په دی اړوند د «پیام زن» په تیری ګڼی کی خپری شوی دی مقالی ته رجوع کولی شی: «سپه سالار»ی «کثیرالعباد» به روایت شاطرسالاری «قصیرالعباد»!) زمونږ خلکو نه دی هیر کړی او نهیی بخښلی چی څرنګه پوره څلور کاله (۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵) ربانی، ګلبدین، مسعود، سیاف، خلیلی، دوستم او نورو د امریکا، پاکستان، ایران او عربستان د غوړه مالو او خرڅ شوو بچیانو په شان زمونږ هیواد او په خاصه توګه کابل په دوزخ او د وینو په حمام بدل کړو. اوس چی ګلبدین او طالبان لکه د زخمی مارانو حیثیت لری او د اربابانو له پامه هم غورځیدلی دی، د هغوی په نوم مظاهره کول پرته د ولس غولونی نه بله معنی نلری.
ادامهی: د پاکستان د دولت پر ضد د آیاسآی د چوپړانو مظاهره نشي کولای زمونږ خلک وغولوي