فدرالیزم د ملي خاینانو شلیدلی پرتوګ

دا لیکنه د ۱۳۸۲ کال په لړم میاشت کې په پاړسي د «پیام زن» په ۵۹مه ګڼه کې خپره شوې وه خو دا چې دا لیکنه اوس هم تازه ده او په اوسنیو شرایطو کې د جهادیانو یو شمیر ملاتړو له یوې خوا د بادار پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د لتې په څیر یې ایسته غورځولي نو له بل پلوه ویلو ته څه نه لري نو بیاځلې مطرح کېدو لپاره غواړي «فدارلیزم» د افغانستان د ناورین حل لارې په توګه وړاندې کړي، له همدې کبله ددې لیکنې پښتو ژباړه مو اړینه وګڼله.

د روسې ضد جګړې پر مهال او په ځانګړې توګه د غویي اتمې نېټې وروسته کله چې مذهبي جنایتکارانو واک تر لاسه کړ، هماغه ډول چې په بې‎ناموسۍ او رذالت کې یې ځانګړې بېلګې لرلې، په فرهنګي او سیاسي برخه کې یې هم وغوښتل چې ځني شیان د ټوپک د میل په زور زمونږ د کړیدلي او زوریدلي ولس په مغز او سترګو کې وردننه کړي. له هغې ډلې د «جهادي»، «قیادي»، «رسالتمند» کلیمې او د لیکنو، ویناوو او آن په مکتوبونو کې د آیتونو او حدیثونو ویل او لیکل ول.

له دین څخه په دې توګه ناوړه ګټه اخیستنه یې په داسې ځناوریزه توګه ترسره کوله او هغه یې «د اسلامیت» نښه ګڼله چې د بنسټ‎پالۍ ضد د ډیرو روڼ‎آند زړونه او ځیګرونه یې رابهر کړل او کوي یې. آن تسلیم‎شوي او خاین انجمني لیکوالان او شاعران او کرزی هم د همدې جهادیانو پېښې کوي. دا ټول جوړجاړي‏کوونکي له ویرې د رباني او ګلبدین او سیاف او قانوني او... په څیر خبرې کوي تر څو د «اسلامیت» سند په غاړه ولري او په دې توګه د جهادیانو له ګواښ او ترور څخه معاف وي.

د پام‎وړ خبره داده چې آن د ډاکټر چنګیز پهلوان په څیر روڼ‎آندی هم په بې‎شرمۍ سره کوښښ کوي تر څو د رباني، اسماعیل، مسعود، خلیلي او نورو جنایتکارانو په ستاینه کې په خپلو لیکنو کې د ایران په رسنیو کې د «جهادي» اصطلاح رواج کړي. خو دا یې هیر کړي چې ددې «مکتبي» اتلانو له ډډیو (پوقانه) څخه د باد وتلو په صورت کې، خلک به مسلمان پاتی شي خو په دغه ویرجنه او قهرجنه او کرکجنه ځمکه به د جهادیانو او د هغوي د سپو د فرهنګ او اکټ نښه نه وي پاتې.

خو په سیاسي برخه کې، چې ځیني «قیادیان» او په لومړۍ درجه کې «مجاهد ورور ستر جنرال رشید دوستم» (چې په دې وروستیو کې «الحاج» هم نوم پسې زیات شوی دی) یوه اصطلاح لکه نقل او نبات په خوله کې اړوي او راړوي چې هغه «فدرالیزم» یا «فدرالي نظام» دی.

جهادي ویجاړوونکو چې په خپل شتون سره یې لویه جرګه ناولې او بې‎اعتباره او بې‎ارزښته کړه، اوس چې د بنسټ‎پالانو په لوبغاړیتوب د لویې جرګې او اساسي قانون په نوم بله ننداره راروانه ده، ځینې غیر پښتنو بانډونو د «فدارلي نندارې» ترسره کولو لپاره میدان مناسب ګڼلی دی. له همدې کبله په دې ګڼه کې کوښښ کوو ترڅو روښانه یې کړو چې «فدرالیزم» یو شلیدلی پرتوګ دی چې د جنایتکارانو بدن نشي پوښلی.

فدرالیزم‌ څه شی ده‌؟

فدرالیزم باید په دوه ماناګانو په پام کې ونیسو. یو اداري فدرالیزم، هغه لاره ده چې د ټول هیواد لپاره د مرکزي دولت په رسمیت پېژندلو ترڅنګ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې له قومي، مذهبي، ژبني توپیر پرته په کورنیو چارو کې د مرکزي دولت له لوري صلاحیتونه او دندي او حقونه ټاکل کېږي. په فدرالي نظام کې هر ولایت یا څو ولایتونه یوځای په کورنیو چارو کې د واکمنۍ حق لري خو د بهرنیو اړیکو، مالیاتي او بانکي چارو او د جګړې او سولې اړوند مسایل فدرالي دولت پورې اړه لري. امریکا، کاناډا، آلمان او نور ډیر هیوادونه هر یو د فدرالي نظام پر بنسټ په څو ایالتونو ویشل شوي خو په ټوله کې په یوه ژبه خبرې کوي او قومي ځانګړتیاوې هغوي له یو بل څخه نه بیلوي.

دویم فدرالیزم په ملي مفهوم عبارت دی له د یو یا څو ولایتونو د واک او حقونو ټاکل د هغوي د ملي ځانګړتیاوو پر بنسټ، یعنې د ملي ستم د حل لپاره یوه طرح ده (د یو قوم ستم پر بل قوم)

اصلي ټکی دادی چې په هر حال فدرالیزم یوه بڼه ده. هغه څه چې د یو سیاسي نظام مضمون او محتوای جوړوي هغه عبارت دی له طبقاتي ماهیت څخه او هغه خلک چې واک په لاس کې لري.

ډیر زیات هیوادونه فدرالي نظام لري خو له هغه ځایه چې دولتونه د ډیرکیو (اکثریت) استازي ندي او د دموکراسۍ ضد واکمنانو په لاس کې وي، د هیواد د ادارې بڼه خلکو ته هیڅ ارزښت نه لري. مثلاْ په پاکستان کې بنسټ‎پالانو، ځمکه‎والو او پردیو پانګې دلالانو سیاسي واک نیول دی، خلک نه د هیواد په چارو کې ګډون لري او نه ددې هیواد فدرالي نظام د هغوي په راتلونکي ژوند اغیز لري.

په بې‎صاحبه او خیانت شوي افغانستان کې معلومه ده چې حالت به د نړۍ له بل هر هیواد څخه بدتره وي. که د یوې شیبې لپاره یې ومنو چې مثلاْ رشید دوستم شمال خوا ته، امیرک اسماعیل سویل او لویدیځ سویل خوا ته، «استاذ» خلیلی په مرکزي سیمو کې او همدارنګه دین محمد یا حضرت علی خان یا د مخدره‎توکو بل پاچا په ننګرهار یا ختیځ او جنوب ختیځ سیمو کې واک ته ورسېږي او د فدرالي حکومت په سر کې «رباني» یا سیاف یا د جهادي مافیا بل غړی کینول شوي یانې که سپي ته د هډوکو ساتلو وظیفه ورکړل شي زمونږ پر خلکو به څه تیر شي او د «فدرالي نظام» کیسه به چیرته لاړه شي؟ له هغه ځایه چې دا طرح د غیر پښتنو عناصرو او بانډونو له لوري اوریدل شوی ده، باید د هغوي له فدرالیزم څخه ملي مسئله او د هغې د حل په لاره وپوهېږو. (۱)

د فدرالیزم له طرحې څخه موخه څه ده؟

۱) هیڅ یو ددغه باڼدونو مشران له دوستم نیولې تر خلیلي او نورو پوري دومره پوه او سواد نه لري چې ددغه مفهوم په اړه وپوهېږي. یواځې یو شمیر د خلکوضد ازبک او هزاره روڼ‎آندي چې په توکمپالنه کې ډوب دي، «فدرالیزم» د خپلو مالکانو په خوله او ذهن کې څڅوي. یاد روڼ‎آندي خپله هم پوهېږي چې طرح یې د ټوپک او وژنو په زور هم نه عملي کېږي بیا هم دا ببولالې وایي ترڅو الف) داسې ښکاره کړي چې «ستر جنرال رشید دوستم» یا «معظم استاذ او نستوه مجاهد کریم خلیلي» او... یواځې جنایتکاران او خور او مور پلورونکي او د پردیو مزدوران نه دي بلکه «پوهان سیاستمداران» دي چې د «پروسې»، «مکانیزم»، «ملاحظات» اصطلاح څخه ورهاخوا له «فدرالیزم» هم خبرې کوي او د هغې د عملي کیدو غوښتونکي دي! ب) تر څو زمونږ ازبک او هزاره او غیرپښتانه هیوادوال وغولوي چې دغه دواړه یې «غمخوره رهبران» دي او غواړي چې ازبک او هزاره خلک (د نورو لږکیو قومونو «ورونو» په مرسته) په یو ځل او د تل لپاره د پښتنو له واکمنۍ څخه راوباسي.

۲) دا بانډونه په دې ښه پوهېږي چې ددوي کارنامې دومره کرغېړني او خونړۍ او له خیانت څخه ډکې دي (د طالبانو حکومت او دوه ځلې ددوي حکومت) چې د حالاتو په بدلېدو سره وکولای شي د ژڼو په څیر خپل ژوند ته ادامه ورکړي، فدرالیزم یوه ډیره ښه پلمه ده چې د هغې په وسیله کولای شي حالات «ګرم» وساتي هم خپل قوم وغولوي، هم له مرکزي دولت سره د چنې وهلو زمینه وساتي او په ټاکلو سیمو کې خپلې فیوډالي او تورې واکمنۍ ته دوام ورکړي.

۳) دوي غواړي د خلکو فکر، له واک څخه ددوي د راپرځولو لپاره مبارزې پر ځای د فدرالیزم خواته بوځي او پر خلکو یې ومني چې فدرالیزم افغانستان لپاره «برخه‎لیک ټاکونکې» مسئله ده او په ټول توان سره کوښښ کوي دا واقعیت پټ کړي چې فدرالیزم په هیڅ وجه د دولت ماهیت نه ټاکي. که دموکراتیک او ولسي دولت وي فدرالیزم به مانا ولري له هغې پرته بې‎مانا دی.

فدرالیزم ولې خاینانه او زمونږ د خلکو له ګټو سره په ټکر کې دی؟

۱) په اوسني وخت کې زمونږ خلکو لپاره د مرګ او ژوند خبره داده چې له افغانستان څخه د جهادي رذیلانو سرطاني غده عملیات کړي. تر هغې چې دغه غده له منځه نه وي تللې د قومي تضادونو کمښت، د قومونو ویش مخنیوی، د ولسونو یووالی او په پایله کې ولس جوړول، د سولې راوستل، په هیواد کې دموکراسي او پرمختګ ناشونی دی.

بنسټ‎پالان باید وپوهېږي چې زمونږ خلک د هغوي فدرالیزم او مدرالیزم نه بلکه جګړه‎مارانو په توګه د یو ځواکمن حکومت له لوري د هغوي محاکمه غواړي؛ کله چې محاکمه ترسره شوه له هغې وروسته به په فدرالیزم د خبرو وار راورسېږي.

نو د جنایتکارانو له محاکمې او ورکولو پرته د فدرالیزم او یا بلې طرحې وړاندې کول د خلکو په سترګو کې خاورې شنیدل دي.

څرنګه چې د پرچمي او خلقي وطن‎پلورونکو له لوري د سیاسي او فرهنګي طرحو اوریدل د کرکې وړ و، د دوستمي ګلیم‌‎جمعانو او د هغوي غیر پښتنو ملګرو له لوري د فدرالیزم او دې ته ورته اصطلاحګانو اوریدل کانګې راوړونکي او د سپکاوۍ وړ دي ځکه چې نوم‎بدي ویجاړونکووي خپلو قربانیانو ته د «آزادۍ او نیکمرغۍ» نسخه ورکوي! همدلته ده چې تل مو ویلي او بیا یې هم وایو هغه روڼ‎آندي چې په بې‎شرفۍ سره د دوستم او خلیلي او... مزدوري کوي او هغوي ته د فدرالیزم پرتوګ ګنډي او سایټ او خپرونې ورته کوي د بدمرغه خلکو تر ټولو خوار او ذلیل دښمنان دي که څه هم هغوي ټینګار وکړي چې د «هیواد ناکراره میینان» دي! (۲)

۲) دا سمه ده چې په افغانستان کې بیلابیلې پرګنۍ ژوند کوي او د کلونو په اوږدو کې د پښتنو مرتجع او زورواکو واکمنانو له لوري پر غیرپښتنو پرګنو ظلم شوی دی او دغه واقعیت، ددغه قوم او غیرپښتنو قومونو تر منځ تضادونو رامنځته کړي (۳) خو دغه واکمن دولتونه دومره ناتارکوونکي او مرتجع ول او هیواد یې دومره وروسته، تړلی او له نړۍ څخه پردی وساته چې په پایله کې پښتانه هم د یو قوم په څیر هیڅکله هغه اقتصادي او فرهنګي او سیاسي ځای ترلاسه نکړ چې وکولای شي یا وغواړي د نیواک او ارتجاع له لمسولو پرته په نورو قومونو ظلم وکړي. ډیرۍ پښتانه، دولتونه په هماغه کچه خپل دښمنان ګڼي چې څومره یې غیرپښتانه ګڼي. د دولتونو ډیری مشرانو د پېژندنۍ مهمه نښه چې پښتو ژبه ده له لاسه ورکړې ده او فارسي یې د ویلو او لیکلو ژبه ده. د پښتو ژبې لیک لوست لپاره د هغوي هڅې د خندا وړ او په ورته وخت کې بې‎ځایه دي چې هیڅکله یې پایله نه لرله. له بل پلوه دولتونو تل هڅه کړې چې د غیرپښتنو قومونو څخه ځیني عناصر د وزیر، سفیر، د پوځ جنرال او نورو په توګه له ځانه سره ولري ترڅو د وروسته‎پاتې، نالوستي او بې‎وزله ولس په ملي‎تضاد کې کمښت راولي.

تر ټولو مهمه داده چې له څو نسلونو راهیسې، د هیواد د بیلابیلو پرګنو خلکو په يوه اندازه د زورواکۍ او وروسته‎پاتې‎کیدو او بې‎وزلۍ مزه څکلې ده او دې کار دوي تر ډیره کچه د دولتونو پر وړاندې متحدالفکره ساتلي دي. که د بنسټپالو وطن‎پلورونکو خیانت نه وای، د پرګنو یووالی چې د روسې ضد جګړې پر مهال پیاوړی شوی و کولای شول چې زمونږ ولس د آزادۍ، دموکراسۍ او هوساینې لپاره د یو موټي ځواک په توګه په حرکت راولي.

۳) که څه هم زمونږ د هیواد د غیرپښتنو قومونو ملي غوښتنې او احساسات چې د جهادي او طالبي ځناورو له لوري جسماْ او روحآْ ټپي شوي، د دوستم او د هغه دبانډ ملګرو له غوښتنو سره سخت په ټکر کې دي. پرګنۍ د ژوند او ویاړ ادامه په پيوستون کې ګوري خو لکه څرنګه مو چې وویل بانډونه غواړي «ملي مسئله» د فدرالیزم له لارې حل کړي. دوي غواړي خلک تیرباسي او د خباثت او تیري توره تل له ځانه سره لري. د جنایتکارانو له منځه وړلو پرته د هغوي له لوري د فدرالي نظام طرحه، په لومړي ګام کې د افغانستان د ویشلو لاره ده.

دغه جنایتکاران چې په بې‎سارې توګه د قومي او مذهبي کشالې زیاتیدو عاملان دي، ددې کشالې د حل کونجي هم همدوی شمیرل کېږي یعنې د هغوي په له منځه وړلو سره او د دموکراسۍ په راتګ سره، قومي او مذهبي توپیرونه خپل ځای د ولسونو ځلانده پیوند ته ورکوي چې د روسې جګړې پرمهال او له هغې مخکې مو لرلو.

۴) پرته له دې چې دا د ملي ستم شتون لپاره یواځنی معیار وګڼو، دا یو منل شوی واقعیت دی چې په افغانستان کې هیڅ یو قوم نه و چی د مذهبي یا سمتي ستم لپاره یې لاس په مبارزه پوری کړی وي. نو له همدې امله پر هیواد میئن او انقلابي روڼ‎آندي د خلکو په منځ کې د قوم، مذهب، ژبې، لهجې، فرهنګ او نورو خاینانه درزونو اچولو پر ځای، باید د افغانستان ټول قومونه د دموکراسۍ راوستلو او بنسټ‎پالانو او د هغوي د ملاتړو د راپرځولو پر سیاست یو موټي او اوږه پر اوږه سره راټول کړي.

۵) د افغانستان پرګنۍ د جغرافیایي موقعیت له نظره هم داسې پرتې دي چې یووالی د هغوي د ژوند د ادامې په مانا دی. یواځې جنایتکاران په خپلو بهرنیو بادارانو ډډې وهلو سره د افغانستان له بدن څخه جلا ژوند په اړه فکر کولای شي.

۶) افغانستان چې د غویي اتمې له تورې ورځې را پديخوا له هر پلوه د نابودۍ خواته روان دی، د ټولو پرګنو له یووالي پرته هیڅکله نشي کولای د یو آزاد، دموکراتیک او ښېرازه هیواد په توګه سر را اوچت کړي.

په داسې حالاتو کې چې تر پرونه ګلبدین او طالبان د یو او بل وینو ته تږي ول نن د «جهادي ورونو» پر وړاندې د بې‎وزله او غم‎ځپلو خلکو په وژنه بوخت دي؛ په داسې حالاتو کې چې د «قیادیانو» سپیتانه جګړې د هیواو راتلونکی له تور برخلیک سره مخ کړی دی او د امنیت نه شتون د «آیساف» فکر هم خراب کړی، د فدرالیزم سُرنی غږول په لوڅ ځان له اور سره د لوبو په مانا دی.

۷) د پرګنو ویشل او هغوي ته جغرافیایی پولې ټاکل، که په نورو هېوادونو کې ستونزمن کار دی په افغانستان کې ناشونی دی. په دې اړه د پښتنو او غیر پښتنو ملت‎پالو کوښښ يواځې ددې لپاره دی چې خپل فیوډالیزم وساتي او هیواد ټوټه ټوټه کړي.

د «غیر پښتنو ورونو» له فدرالیزم څخه د «پښتنو ورونو» ناوړه ګټه اخیستنه

«پښتانه ورونه» سره له دې چې له «غیر پښتنو ورونو» سره اسلامي ورورولي لري کله ناکله د یو بل خېټې څیرې کوي، د هغوي د فدرالیزم د نقشې پر وړاندې څومره چې توان لري په لوړ غږ غورېږي ترڅو په دې توګه خپل خاینانه، نفاق‎اچوونکی او د خلکو ضد ماهیت پټ کړي. که غیر پښتانه توکم‎پاله د فدرالیزم په شعار ورکولو سره هڅه کوي چې غیر پښتانه قومونه ځان پسې راکاږي، پښتانه توکم‎پاله د «هیواد ټول‎واکۍ» او «ملي یووالي» په نوم د پښتنو بانډونو ملي ضد ماهیت پټوي او د طالبانو، سیاف، ګلبدین، خالص او نورو په څیر جلادان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد د «ټول‎واکۍ» اتلان ښکاره کوي.

د «سهار» ورځپاڼه چې په ظاهر کې د ګلبدین څخه طلاق شوو کسانو له لوري خپرېږي، د ۲۰۰۳ کال فبروري ۲۱مه ګڼه کې د «فدرالي نظام: د هیواد د تجزیې په مانا دی» تر عنوان لاندې لیکنه کې لیکلي: «دا ډول طرحې په اساسي هدف سره د افغانستان د ویش او تجزیې معنی لري په دې سره د واحد افغانستان دښمنان غواړي چې هیواد کښې د قومونو تعصب او تربګنو ته لمن ووهي.»

خو لیکوال د ټولو ویریدونکو ډلو او د جهادي او طالبي ترهګرو پر وړاندې د تالي‎څټو په څیر نه وايي چې د ګلبدین او سیاف او خالص او... چوپړ بانډونه که د فدرالي نظام پلویانو څخه ډیر نه نو د «واحد افغانستان دښمنانو» څخه کم هم نه دي.

په پورته لیکنه کې زیاتوي: «هغه‌ شوراګانی‌ او ټولنی‌ چې‌ د ولس‌ د حقوقو او د ملي‌ وحدت‌ خبرې‌ كوي‌ د خپلو سیاسي‌ سازمانو له‌ لارې‌ باید د فدرالي‌ نظام‌ د طرحې په‌ تاوانونو او نقصانونو وركشاپونه‌ غونډې‌ او سمینارونه‌ جوړ کړي‌ او د دغه‌ نظام‌ نقصانونه‌ ولس‌ ته‌ په‌ ګوته‌ کړي‌.»

ګلبدین بویه لیکوال، د فدرالي نظام «زیانونه او نیمګړتیاوې کتار کړي او د هغې پر وړاندې جنګېږي. خو د جهادي بانډونو د جنایتکارۍ او دیموکراسۍ ضد والي په اړه یې ژبه ګونګۍ کېږي او جرئت نه لري چې ولیکي: د ټولو آزادۍ‎غوښتونکو دنده ده چې د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې او هر ډول چې کولای شي خلک پوه کړي چې پښتانه او غیرپښتانه بنسټ‎پالان د افغانستان د خلکو نه بخښوونکي دښمنان دي او دا هیوادپلورونکي هیڅ حق نه لري چې فدرالي او غیر فدرالي طرحه وړاندې کړي. دوي او ددوي روڼ‎آندې سپیان یوازې ددې جوګه دي چې د ښځو ضد او انسان‎وژونکو او بې‎ناموسانو په څير صحرایي محاکمه شي.

د لیکنې په پایله کې راغلي: «له دې‌ اصطلاحګانو څخه‌ هم‌ د افغانستان‌ د ویش‌ او تجزیې‌ خطرناك‌ بوی‌ راځي‌ دا ډول‌ کلیمې‌ او اصطلاحات‌ پخپله‌ د افغانستان‌ ویش‌ ته‌ لمن‌ وهل‌ دي‌ دا ډول‌ کلیمې‌ د بی‌بی‌سی‌ او اردو ژبو مطبوعاتو كی‌ ډیر ځل‌ لیدل‌ کېږي‌ چې‌ باید ځان‌ ترې‌ لرې‌ وساتل‌ شي.»

نه ګلبدنیه. له هغې ککړتیا څخه چې د افغانستان خلک نن باید ځان وساتي، هغه په اردو او غیر اردو رسنیو کې دا او هغه اصطلاح نه بلکه په افغانسان کې د جهادي مافیا وژونکی مکروب دی. فدرالیزم په هیڅ صورت د بیلتیا او ویش په مانا ندی بلکه د پیوستون او تړون په مانا هم راغلی خو کله چې د مذهبي جنایتکارانو له خولې اوریدل کېږي طبیعی ده چې مانا یې سرچپه کېږي (هغه چې تاسو پرې نه پوهېږئ یا که پوهېږئ هم نو له پښتنو بنسټپاله ترهګرو سره د اړیکو لرلو په پار هغه پټوئ). د دوستم او خلیلي او نورو له لوري د راتلونکي نظام طرحه په هماغه کچه دردونکې او ربړونکې ده لکه د ګلبدین له لوري د اخلاقي اصولو وړاندې کول په داسې حال کې چې له خپلو جهادي ورونو کریم کرینکار او یوسف سرخه سره یې هغه ځانګړې اړیکې ټولو ته مالومې دي!

د «سهار» لیکوال ښه ده چې سیاسي اصطلاحات له رسنیو څخه زده‎کړي خو که په هیواد میین او د دموکراسۍ پلوی دی باید له جهادي بانډونو او د هغوي له رسنیو سره اړیکه پرې کړي ځکه دا یو پاک او آزادۍ‎غوښتونکي افغان لپاره شرم دی. (۴)

اړینه ده چې دلته یې یادونه وشي چې د «سهار» لیکوالان، په هالنډ کې د خپرندویه خپرونکی ډاکټر حلیم، مزمل او دده په څیر نور تر هغې چې خپل، د ګلبدین او د هغه خاین بانډ جنایتونه په مفصل ډول ښکاره نکړي، له خپل تیزاب‎شیندونکي پلار سره ددوي «خپګان» حرامیتوب او بې‎شرمانه درواغ دي او دوي هماغه ګلبدیني جنایت‎کوونکي شمېرل کېږي چې له ګلبدین سره یې ناز کړی دی او بس.

پښتنه توکم‎پالنه او غیر پښتنه توکم‎پالنه

«پیام زن» په خپل وار سره ټینګار کړی دی که د هیواد‎پلورونکو ټوپک‎والو توکم‎پالنه، هغوي د بیلتون سرحد ته رسوي، د پښتنو توکم‎پالو او شونیستانو شعار هم عملا داسې کېږي چې: «له خاین بانډونو آن له ګلبدین او سیاف او خالص او رباني او... سره د هر غیر پښتون قوم پر وړاندې»!

که یو پښتون دموکراسۍ‎پلوه او بنسټ‎پالۍ ضد مبارز خپل ځان د شونیزم له مکروب څخه پاک نکړي که وغواړې او که نه په ګند کې غورځېږي او په پایله کې د غیر پښتنو توکم‎پالو له خلکوضد او افغانستان ضد فکرونو او کړنو سره دده مخالفت بې‎ارزښته او بې‎باوره کېږي. د بېلګې په توګه د ډاکټر خلیل الله هاشمیان مخالفت د هغه په وینا له «خوجیین ربانی» سره بې‎ارزښته کېږي کله چې له ځناور، نالوستي او د طالبانو په څیر د منځنیو پيړیو افکارو لرونکي بچه سقاو سره د هغه مینه او علاقه ګورو.

وکیل باچا چې په بریستر باچا مشهور دی حقوق‎پوه او د پاکستان له نامتو سیاسي څیرو څخه دی خو داسې ښکاري چې ناسیونالیزم یې له ټولو څخه مخکې دی. هغه په یوه مرکه کې وایي:

«زه د "عوامي نیشنل پارټۍ" غړی وم خو د ځان او د "عوامي نیشنل پارټۍ" د ناسیونالیزم ترمنځ د توپیر لامل شو چې له هغې بیل شم. که له یو پښتون سره هر چیرې بې‏عدالتي وشي، له هغه څخه د دفاع په پار به زما غږ اوچت شي. کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ "عوامي نیشنل پارتۍ" یې مخالفت وکړ؛ خو ما اوپوټه په ښکاره له طالبانو دفاع وکړه ځکه هغوي پښتانه ول او د اسامه په اړه یې هم د پښتونولۍ پر بنسټ اصولي موضع نیولې وه او هغه یې پردیو ځواکونو ته ونه سپاره. نو زما په آند طالبان د سیاسي پایلو څخه بې‎ویرې، د پښتنو عنعنې ساتونکي ول.» (نیوز، ۲۰۰۳ کال می ۴مه)

اوس که نرشیر نګارګر، نبی مصداق، هاشمیان، انورالحق احدی، حسن کاکړ او دوي ته ورته نور له ښاغلي باچا څخه د سیاف، ګلبدین، طالبانو او د پښتنو نورو جلادانو په ننګه خپلې ژبې مردارې کړي، هیڅ د حیرانتیا خبره نده.

د فدرالیزم نور ملاتړي

د ډاکټر اعظم دادفر په څیر مرتد چې د رشید دوستم مرستیالي یې هم منلې ده، او د پرچمي هیوادپلورونکو نه پرته د ملي ستم ډله چې له څلور خوا یې د پخواني شوروي څپېړه خوړلې ده هم د فدرالیزم زیړه لته د تخرګ لاندې نیولې ده. دا شکمنه ډله چې په تېرو ۲۵ کلونو کې له ټولو رژیمونو سره اړیکه لرله، په ورته وخت کې بې‎ډسپلینه او بې‎غېرته سیاسي ډله هم شمیرل کېږي: «جمهور رئیس» ډاکټر نجیب هغه په لغته ووهله خو دې ډلې په ځان رانه وړه او د تسلیم‎غوښتونکو او انجمني شاعرانو او لیکوالانو په څیر خوښه وه چې د روسانو او خاد تر څار لاندې د خپرندوی د خپرونې اجازه ترلاسه کړې وه؛ امیر برهان‎الدین رباني چې ددې ډلې څو غړي وژلي و او دوي ته یې اجازه نه ورکوله چې د «جمعیتي هلکانو» ترڅنګ راشي، خو «ملي ستم» د رباني «ریاست جمهورۍ» ته تر ټولو ډیره خوښي کوله (په قوي باور «ملي مسئله» یې هم په دې دوزخ کې د حل وړ ګڼله) ددې پر ځای چې له جنایتونو، غصب او د «استاذ» له ناز څخه خوابدي شي؛ د قصیر الابعاد عبدالحفیظ منصور په وینا، سپه‎سالار کثیر الابعاد «ستر مسعود» هم «ملي ستم» «ټوټه ټوټه» کړو خو سربیره پر دې د خلق او پرچم دغه برکټیان، د «ستر مسعود» په پف کولو کې د خلیلي او نورو بانډونو نه وروسته پاتې نشول. «ملي ستم» له ډیر وخت راهیسې د پرچمیانو او خلقیانو په څیر، بنسټ‎پالو ته خپل ځان روزل شوی، بې‎ضرره او د هرډول چوپړ ترسره کولو ته چمتو، ښودلی دی.

«ملی ستم» که څه هم تر اوسه د دوستم له بانډ سره ندی یوځای شوی، فدرالیزم سره ددوي مینه بیخي طبیعی ده. اوس چې له دوي څخه خدای «ستر شمالي ګاونډی» واخیست، دا ډله بې‎پلاره او بې‎موره شوی او خپلو موخو ته رسیدو لپاره اړ ده ځان پر ازبکستان، ایران، ترکیه یا آن بیاځلی په روسیه وپلوري په دې شرط چې یاد هیوادونه ددوی پېرلو ته چمتو وي.

برسېره پر دې، جنایتکاره عطا محمد (یانې هماغه په مزار کې « قیادي ورور جنرال عطا محمد، د قول اردو قومندان» او داسې نور) وايي: «په افغانستان کې د فدرالي نظام وړاندیز زهر دی»! مګر دا څرګندونې د بل هر څه په پرتله د هغه او دوستم ترمنځ د روانې سپیتانه جګړې له امله دي. که هغه ځان په ناپوهۍ او «بیړاتوب» وهي، خو خلک پوهېږي چې د هغه استاذانو لکه رباني، سیاف او خلیلي په کراتو افغانستان د وېش او تباهۍ کندې په لور بیولی دی؛ «استاذ» او «کثیرالابعاد» او دوستم د پښتنو ضد «ټلواله» جوړه کړه(۵)؛ او همدا اوس که د ایران رژیم امیرک اسماعیل خان له واکه لیري کړي، نو سمدستي به د «هرات خپلواک اسلامي او خالص محمدي امارت» اعلان کړي لکه څرنګه چې د غیر پښتنو مرتجعانو او بنسټپالانو معاصر فیلسوف، سمندر غوریاني د «ملي اتل» او «اسلامي جمعیت» له مافیا سره تړلې «امید» اونیزه کې د هرات د خپلواکۍ په غوښتلو تورن شوی و؛ او...

له فدراليزم سره د عطا محمد مخالفت دومره ملنډیز او د سپکاوي وړ دی لکه له هغې سره د «سهار» يا طالبانو مخالفت.

شمال خواته د غیر پښتونو انقلابي روڼ‎اندو په وینا خلکو د دوستم، عطا، داوود او نورو وژونکو غلو له لاسه دومره بې‎عدالتي او بې‎عزتي لیدلې چې د بنسټپالوضد او ډیموکراسۍ پلوي پښتون والي یا قومندان سپي ته پر دوی غوره‎والی ورکوي.

لنډیز

۱) فدرالي او غیر فدرالي نظام د هیواد د اداره کولو بڼې په توګه د افغانستان مسئله نده. اصله مسئله د هیواد له پوځي او سیاسي صحنې څخه د جهادي خاینانو د واکمنۍ نسکورول دي. فدرالي نظام یا هر بل نظام به زموږ د خلکو په ژوند کې بې‏اغیزې او بې‏مانا وي. تر څو چې بنسټپالان او د هغوی باداران له واکه نه وي لري شوي، افغانستان به له فیوډالیزم او ښکېلاکي قوتونو څخه آزاد نه شي. نو اول آزادي بیا د نظام د اداره کولو ټاکل.

۲) کله چې په هېواد کې ډیموکراسي ټینګه شي، ډیرې ستونزې له هغې ډلې د ملي ستم مسئله هم د حل وړ ده. د جهادي مافیا پر وړاندې له پریکنده او افشاکوونکي چلن څخه پرته، د هغوي پر برنامو «نیوکه» دغو ځناورو ته له غوړه‎مالۍ او لکۍ ښوځولو او د خلکو راڅملولو پرته بله مانا نه لري.

۳) جهادي مافیا د فدرالیزم ډهل ددې لپاره غږوي چې زموږ د خلکو پام د دوی د وینو او خیانت «امارت» له نسکوریدو څخه واړوي. نو له همدې امله دا د ټولو پښتنو او غیر پښتونو انقلابي روڼ اندو دنده ده چې د ډیموکراسۍ او بنسټ‎پالنې پر وړاندې د مبارزې پر بنسټ، د هیواد ټول ځورېدلي او بې‎برخې توکمونو د پیوستون لپاره راټول او د سیاف، ګلبدین، دوستم، خالص، خلیلي، فهیم او دوي ته ورته جنایتکارانو او ددوی په چوپړ کې د روڼ‎آندو ماهیت په پرېکنده توګه افشا او د هغوی پر وړاندې مبارزه وکړي تر څو د هغو وسله‎والو دښمنانو پر وړاندې چې د فیوډالیزم یا فیوډالي فکر او یا بل هر ډول ارتجاعي فکر استازیتوب کوي، د دوی مبارزه ژوره مانا ومومي.









پای‎لیکونه:

۱ـ هغه کسان چې له بنسټپالو سره پرته له کومې اړیکې د فدرالیزم د اړتیا او ګټورتوب او په اساسي قانون کې د هغې د شاملولو په اړه خبرې کوي، باید پوه شي چې د خلکو پام یې له مهمو مسلو څخه ثانوي مسایلو ته اړولی او په دې حالت کې دوی د ناپوهه عناصرو په توګه اوبه د جهادي جنايتکارانو ژرندې ته اچوي.

٢ـ ډاکټر اعظم دادفر په لویه جرګه کې د خپلې پېژند‎ګلوۍ پر مهال د خپلو اولادونو شمېر او د هغوی تعلیمي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې هغه د افغانستان یو «ناکراره مینه‎وال» دی! هغه ته ګواکې مالومه وه چې د دوستم چوپړ کېدل د هر چا وطن‎دوستي او عزت له منځه وړي.

۳ـ مولوي یونس خالص په خپله یوه لیکنه کې د پښتون قوم د «ټولو قومونو سردار» بولي!

۴ـ څه موده وړاندې ډاکټر عبدالحی نیازي د «فدرالی‌ نظام‌ او د افغانستان‌ ولس‌ ملي برخه‌ لیك‌» تر سرلیک لاندې خپله یوه لیکنه مونږ ته رالېږلې وه چې له بده مرغه یوازې د فدرالي نظام پر وړاندې شعارونه لري خو د پښتنو جهادي ترهګرو افکارو او کړنو ته هیڅ اشاره پکې نده شوې. له همدې امله مونږ ونشو کړای هغه په «پیام زن» کې خپره کړو.

۵ـ که داسې پوښتنه وشي چې په «شمالي ټلوالې» کې پښتانه نشته؟ ځواب یې دادی چې په ننګرهار کې حضرت علی د ټلوالۍ په مانا ندی پوهېدلی او د هغه ایمان یوازې پیسې ټولول، واکمني کول، د خپلو سیالانو وژل او د هغه ګران بیه لنډکروزر موټر جوړوي. دین محمد هم همداسې دی. تر هغې چې د هیروئینو پر سوادګرۍ یې څوک کار ونه لري که پښتون وي یا غیر پښتون هغه وروسره جوړېږي. دوی دواړو ته دا ارزښت نه لري که «شمالي ټلواله» د پښتنو ضد نده نو ولی یې نوم «شمال» دی. هغوی ته دا ارزښت لري چې څرنګه واکمنۍ او شتمنۍ ته ورسېږي. خو د سیاف قضیه توپیر لري. سی‎آی‎ای، آی‎اس‎آی او عربستان کلونه وړاندې د هغه جېبونه ډک کړي دي. په ټلواله کې ددې جنایتکارانو ګډون «اپورتونیزم» دی. هغه ټلوالې ته راغی ترڅو ځان وساتي ځکه له طالبي «وروڼو» او ګلبدین سره یې جوړجاړی ونشو او نور پښتانه ورونه هم بې‎ملاتړي او تش‎لاسي ول. خو د عربو «وروڼو» له خوا د «نابغه سردار» وژل کېدو وروسته د «مارشال» له ډلې او جمعیت سره د هغه تضاد، د ساعتي بم بڼه خپله کړه چې ښايي هره ګړۍ چاودنه وکړي او «مارشال» او قانوني او ... ټوټې ټوټې کړي.

خشم و انزجار خود را به سلاح مبارزه علیه فاشیزم مذهبی مبدل سازیم

دوه کاله وړاندې، د طالبانو د بېرته راتګ خپکۍ زمونږ خیانت‎لیدلی او اخوان‎چیچلی ولس راونیوه. په دغه ورځ افغانستان یو ځل بیا د امریکا او غربي امپریالیزم په وینولړلي لاسونو د خپلو جهادي نوکرانو او تکنوکراتانو له منګولو څخه را وایستل شو او د طالبي ځناورو په خوله کې ورکړل شو. بالکل هماغه خبره وشوه چې «د افغانستان ښځو انقلابي ټولنې» (راوا) څو کاله وړاندې په یوه اعلامیه کې (۲۰۱۸ د ثور ۶) لیکلي وو:

«کله چې طالبان په ګډه یا خپلواکه توګه واک ته ورسېږي، لکه څنګه چې سیاف د جهادیانو د وینوتویولو او خیانت په کلونو کې ویلي و، کافر کابل باید وسوځېږي، دوی به هم د امربالمعروف او نورو بنسټونو او خپلو حکمونو په واسطه له نارینه او ښځینه، زړو او ځوانانو غچ واخلي.»

رپانده دې وي د طالبي فاشیزم پر وړاندې د افغانستان د ښځو د مبارزې بیرغ!

د کابل پر ارګ د طالبي لیوانو بیا ټومبلو څخه یو کال تېر شو، لکه څرنګه چې وړاندوینه کیدله ښځې او نجونې ددې ځناورو لومړنۍ قربانیانې وې او د ژوند په ټولو چارو کې د غیر انساني او ځپونکو فشارونو تر لاندې راغللې. خو زمونږ د هېواد ښځو دا وښودله چې نور هیڅ ځواک نشي کولای پر دوي خپل ارتجاعي فکرونه په زوره ومني او د کور په ګوټ کې بندي کړي. د افغانستان ښځو د طالبانو پر وړنداې د مبارزې بیرغ په اوچتولو سره، د آزاۍ‌غوښتنې او عدالت‌غوښتنې نوی دور په خپل نوم کړ؛ د طالبي ځناورو د واکمنۍ د پیل ورځو څخه راولاړې شوې او د ټوپک او دُرې څخه په نه ډارېدو، زړور لاریونونه یې په لاره واچول، وګواښلې او سپکې شوې خو همداسې جنګېږي.

۱۵ کال وړاندی امریکا او ملاتړو یی زمونږ بی‎دفاع او بی‎ګناه خلک د «ترهګرۍ پر وړاندی جګړې» تر نوم لاندی بمبار کړل او افغانستان یی تر پوځي ولکی لاندی راوست. د امریکا پوځې لاسوهنو پرته له ګمانه زمونږ د خلکو پر مخ د درد، رنځ او بدمرغیو نوی پاڼه پرانیستله او یو وار بیا یی د طالبی ترهګرو پر ځای د جهادی ترهګرو په واکمنولو سره زمونږ هیواد یی بیاځلی د بنسټ‎پالۍ، ښځو ضد، فساد، بی‎امنۍ، بیوزلۍ، بیکارۍ، د مخدره توکو تولید او قاچاق، د ملی شتمنیو لوټ، د سیمې هیوادونو لاسوهنې او په زرګونو نورو ناخوالو کی ډوب کړ.

په هماغه لومړیو کی چی طالبی ځناور د امریکایی «بی ۵۲» ګزارونو له امله له کابل څخه وتښتیدل او جهادی جنایت‎کونکی د سی‎آی‎ای په شلګۍ سپاره ښار ته راننوتل، «راوا» وړاندوینی کړی وی چی نن له یوې‎نیمی لسیزی وروسته خلک د هغو ریښتنولی په ډاګه لیدلی شی. مونږ په ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۱۳مه نیټه ملګرو ملتونه ته په یو غوښتنلیک کی ویلی وو: «له کابل څخه د طالبی ترهګرو په شا تګ یو مثبت بدلون دی خو ښار ته د شمالی ټلوالې لوټمارانو او تیری‎کونکو راتګ د کابل دوه میلیونه وکړو ته چی د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پوری کوم ټپونه خوړی او تر اوسه ندی درمل شوی، یو ویرونکی او لړزونکی او ناآرامه کونکی خبر دی.» له ۱۱ سپتامبر څخه یو کال وروسته «راوا» د ۲۰۰۲ کال د سپتامبر په ۱۱مه په یوې اعلامیه کی ویلی وو: «سر پخوونکی پاڅیده، سپی یی پر ځای کښیناست!، امریکا د طالبی ترهګرو پر ځای د «شمالی ټلوالی» جهادی ترهګر واکمن کړل.» د افغانستان د خلکو پر وړاندی د امریکا دغه خیانت د افغانی بنسټ‎پالانو څخه د څلویښت کلن ملاتړ تر څنګ د بخښلو وړ ندی.

لنډه داچی د ع او غ لاسپوڅي رژیم د کابلیانو پر ټپونو د مالګې په دوړولو، په یو کرکجن حرکت کی، له ګلبدین دغه جنایتکاره ترهګر سره تړون لاسلیک کړ ترڅو هغه یو وار بیا د خپل انډوخر او توغندیو توغولو زرګونو تنو قربانیانو وینې تر پښو لاندی کولو سره، ډګر ته راشی او د لویدیځ او امریکا روزونکو او څارګرو دسترخوان ته ورګډ شي.

وینې‎څښونکي ګلبدینیان د څو میاشتو خبرو اترو وروسته په پایله کی په دی وتوانیدل چی د خپل مشر خوسا مړی په اوچته بیه امریکا او د غنی لاسپوڅي دولت ته وړاندی کړي. په داسی حال کی چی زمونږ په میلیونونو هیوادوال د بیوزلۍ او نیستۍ شپې او ورځې تیروی او د ټیټ‎پوړو دولتی چارواکو، استا‌ذانو او د پولیسو او اردو عسکرو تنخوا په میاشتو-میاشتو نه ورکول کیږي، د دولت هیوادپلورونکو او چوپړو چارواکو او تش په نوم د سولې شورای ددغه ملی خاین د امنیت خوندی کولو لپاره لویه بودیجه ځانګړی کړی ده. زرګونو ګلبدینیانو ته بی‎کچې امتیازاتو ورکولو سره لکه ښارګوټی او د اوسیدلو ځای او په دولتی څوکیو کی د هغوی ټومبل، ددغو انسان وژونکو لاس به زمونږ د خلکو په وژنه او ربړونه کی لا پراخه کړي.

امریکا په پایله کی پریکړه وکړه چی ګلبدین خپله کنچنۍ زیږنده، د زرګونو هیوادوالو او آزادۍ‎غوښتونکو او انقلابی روڼ‎آندو وژونکی چی د روسې ضد جګړه کی یی تر خپل وزر لاندی نیولی وو او د مالی او وسلو ستره ونډه یی هغه ته ورکوله، په کابل کی د ملی خاینانو دولت سره یوځای کړي او په دی توګه د غنی- عبدالله جهادی- مافیایی دولت سرجنایتکارانو ټولګه مکمله کړي.

مونږ په کراتو ویلی چی امریکا ته د افغانستان خلکو وینه او اوښکې هیڅ ارزښت نلری. بنست‎پالې‎روزونکی امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کی د خپلو کرغیړنو او نیواکګرو سیاستونو مخکی وړلو په موخه د هیواد او خلکو برخلیک د سیاف، محقق، قانونی، فهیم، خلیلی، دوستم، اسماعیل، ملاتره‌خیل، عبدالله، ربانی او ځنارو طالبانو په لاس کی ورکړ. سره له دی چی د کرزی او غنی فاسد او جاسوسانو ډک دولت د ګلبدین له پیژندل شوو انسان‎وژونکو- فاروق وردک، کریم خرم،‌ هادی ارغندیوال، عمر داوودزی،‌ محمد خان، جمعه خان همدرد، وحیدالله سباوون، حلیم فدایی او...- ډک وو، خو اوس د کابل قصاب له لا زیاتو امتیازیاتو سره چی د هغې ډلې امنیتی خوندیتوب، په دولت کی د لا ډیرو ځناروو سپو ګمارل، په ډیرو مسایلو کی سلا مشوره وکول او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د هغه او ترهګرو نومونه یی لری کول، د کابل ویرجن او د هغه د بانډ د قربانیانو په وینو نمناک ښار کی ګام ایږدي.

زموږ په دردیدونکی ملت څه خوابدوونکی او ناوړې لوبې نه کیږی. دا ځل د امریکا په پلوی د ځورونکی ډرامې "د پاریس کنفرانس" ترسره کول دی، چې شمالی ټلوالې، طالبان، د ګلبدین ګوند، القاعده، ملی جبهه، د سولې عالی شورا، ملی ائتلاف، د حق او عدالت ګوند او یو شمیر نور جلادان یې راټول کړل، څو زموږ خلکو ته "سوله" راولی.

اصلی ستونزه دا نده، چې ولې دغه کسبی انسانوژنکی بانډونه د وینو ککړ لاسونو سره یوځای ناست او د سولې نارې سورې وهی؛ دا هم ستونزه نده، چې د دغو خاینینو د "جوړ جاړی" بې ځایه ادعا چې د ګډ دولت جوړیدو ته ورسیږی او د خلکو یووالی او نور آرامښت لپاره له وړاندې کوی؛ اصلی مسئله دا ده، چې د امریکایی نیواکګرو تبلیغاتی ماشین او د دوی ټول لاسپوڅی راپاریدلی او د "کارپوهانو"، "شنونکو" او پر امریکا خرڅ شوی او د لاس مهرې لکه ظریف نظر د "آزادۍ راډیو"، ډاکټر اکبر وردک، ډاکټر احمد مهجور، وحید مژده او د نورو له لارې د پاریس کنفرانس حادثه ګڼی او په داسې شور او غلمغال سره له دغې څخه خبرې کوی، ښایی چې د افغانستان خلک یوازې همدغه یو انتخاب لری او که چیرې سوله غواړی نو باید د دغو جلادانو خبرو ته غاړه کیږدی، ځکه چې هغوی د افغانستان بر لاسه "رهبران" ګڼل کیږی چې یوه ډله یې په قدرت کې برخه لری، بله ډله "ښاغلې په وسلو سمباله ډله" او بله یې"پرته له وسلو ښاغلې ډله" شمالی ټلوالې ده او د دوی په جوړ جاړی سره به په افغانستان کې سوله او سوکالی حاکمه شی.

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت

د افغانستان خپلواکي او د امریکا د ګټو ساتونکي

د امریکا کلمه ویونکو او د افغانستان د خپلواکۍ دښمنه روڼ اندو په اړه مو اشاره درلوه، چې په دې لیکنه کې یې په پراخه توګه څیړلی نه شو. دلته د هغوی د دوو ټیپیکو استازو اندونو ته ځغلنده کتنه کوو، ځکه چې طالبان او ونډه وال یې د سلطانزوی او نوشین ارباب زاده د پنټاګون خوښوونکو خبرو په استناد د «آی اس آی» او «واواک» د ناولو اوبو له ډنډ څخه د هېواد پالو او آزادۍ غوښتونکو روڼ اندو پر وړاندې ناولتیا بادوي.

داوود سلطانزوی:

هغه چې معترضو نوماندانو سره یوځای د امریکا سفارت تر مخې یې سر ټکاوه، د امریکا په «آزادۍ راډیو» (د آزادۍ په څپو کې د چنګاښ ۹، کال ۱۳۹۰) کې یې شرم یوې خوا ته غورځولی او د (سي آی ای) تزونو سره په یویشتمې پېړۍ کې د نیواک مفهوم بې ځایه بولي:

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت

لومړی برخه | دوهمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی


عوض نبي زاده له خادي توب څخه تر بنسټپالۍ پورې

که چیرې لطیف پدرام د ټولو پرچمي او جهادي هېواد پلورو قدي هنداره ده، خو بیا هم که د عوض نبی زاده نظریاتو ته ځغلنده پام وکړو لیدل کېږي، چې هرکله د یوه هیواد پلورې تکیه ګاه شوروي اتحاد له منځه ولاړ او د ماتې په حال کې وحدت ګوند سره یوځای کېدلو ته یې غاړه کېښودله، خپله خوله د هماغو څیزونو لپاره شلوي، چې پیل یې د ربړونکي لطیف خان پر غاړه ؤ، هغه، سلطان علی کشتمند، ډاکتر عسکر موسوی، کریم میثاق او ... د هزاره خلکو غلیمان دي، ځکه چې د ټولو قامونو سره د رښتینو ستمګرانو پښتانه او ناپښتونه چارواکو پر ضد د پیوستون په اړه د پوهاوې پرځای د واواک په امر د «بابه مزاري» او «استاد محقق» او... په نوم د پښتنو پرضد د هزاره وګړو د فکر خرابولو لپاره ژوند کوي.

ښاغلی نبي زاده هم د «فیډرالیزم» په جنډې لوبې کولو سره مینه لري. هغه په «فډرالي نظام د افغانستان اوسنۍ حل لاره» لیکنې کې امریکا د ژوند سرچینه بولي(٢١) او غواړي د نیواک او مافیایي دولت تر سیورې لاندې «فیډرالي نظام» کې مزې وکړي.

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت

لومړی برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی


ملی یووالی

هرهغه څوک چې زړه یې په افغانستان کې د یوملت په بڼه دقامونو پیوستون او «ملی یووالی» ته درزېږی، که کومه بد نیتې ونلری نو ښایې د ملی یووالی د کمزوری کېدلو اصلي علت – جنایت سالاران او ونډه والو ـ ته پام واړوي او هغوې ټول د ملی خاینانو او اړغېږنې یا ځان ځاني اچوونکو او ملی یووالی د خنډ په توګه رسواکړی. ملی یووالی چې دبل هر مفهوم په پرتله لاډېر لړل شوی دی او د نادرشاه له وخته تر ګوډاګیانو او جنایت سالارانو او کرزی پورې یې هغه د خپلو خاینانه او ولس غولوونکو موخو د پټولو د پاره هر سهار او ماښام په ډېرو ولولو په ژبه اړولی او اړوی یې، هاغه وخت مطرح کېدلای شی چې ملت، خپلواک او آزادې غوښتونکی دولت ولرې او په لیکه کې یې سرخاینان او سرجنایت سالاران ونه وینی. دملی یووالی موخه پرته د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت ځینې بل څه کېدلای نشی. جنایتسالارانو دری واړو شعارونو سره خپله دښمنې ثابته کړې ده. پایله دا، هر هغه څوک چې د دغو خاینانو څخه یو هم ښه وبولی، د «ملی یووالی» په اړه د نظر ورکولو حق نلری ځکه که پخپله پوهېږی او که نه پوهېږی خامخا به د «سی آی ای»، «واواک» یا «آی اس آی» تر امر لاندې وی. هغوی د ملی وحدت غوښتونکی نه بلکه د خاینانو د یووالی غوښتونکی دی او د «ملی یووالی» په نوم غواړی زموږ ملت د جنایتکارانو تر ولکې او امر لاندې راولې.

  1. ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (لومړی برخه)
  2. امریکا او بنسټپالی گوډاگیان یی په افغانستان کی دبشر دحقوقو اصلی سرغړوونكى
  3. د افغانستان ښځی د بنسټپالو او تیری کوونکو په دوزخ کی سوځی
  4. تر څو پورې چی د بنسټپالو واکمني وي، په ښځو باندی ظلم او جنایت به پای و نه مومي
  5. عبدالحكيم‌ مجاهد هم‌ پَلَتي‌ وهي‌
  6. د زهراكاظمي‌ وينه ‌ د ايران‌ جنايتكاره‌ رژيم‌ پر مخ‌ ‌د ننگ‌ يو بل داغ‌
  7. «زما د زامنو قصابانو تاسی وسله‏ وال کسان یاستی»
  8. کرزی ولی د زرمینی د فلم نه یادونه کوی خو د «راوا» څخه نه؟
  9. په عراق کی بی له وجهی د مرګ سره مخامخ یو
  10. د پاکستان د دولت پر ضد د آی‎اس‎آی د چوپړانو مظاهره نشي کولای زمونږ خلک وغولوي
  11. كرزی‌، د جهادی‌ غلیمانو د طلاق‌ او طالبی‌ وحشیانو سره‌ د مغازلی‌ په‌ لور؟
  12. افغانی‌ اسلامیزم‌ په‌ واشنگټن‌ كی‌ جوړ شوی‌ وء
  13. «زمونږ په‌ ټول‌تـوان‌ سره‌»
  14. د مطبوعاتو آزادی‌ په‌ افغانستان‌ كی‌؟
  15. د جنگ‌ او بنسټپالی‌ پر ضد او د سولی‌ او دموكراسی‌ لپاره‌ وجنگیږو!‌‌
  16. زه‌ د «راوا» ستره‌ مبارزه‌ ستایم‌
  17. لیونی‌ سپی‌، خپل‌ او پردی‌ نه‌پیژنی‌
  18. اعلامیه‌های‌ «راوا»
  19. د بنسټپالی‌ د سیوری‌ لاندی‌ آزادی‌ ناممكنه‌ ده‌
  20. مه‌ پریږدی‌ چی‌ ماران‌ او ټپوسان افغانستان‌ ته‌ دننه‌ شی
  21. د غـونـډی پـرانيـزه‌
  22. ‌جگړه‌ مار طالبان‌ او جهادیان‌ زمونږ د خلكود غضبناك‌ او كركجن‌ پاڅون‌ د اور په‌ لمبو كی‌ سوځیدونكی‌ دی
  23. «پیام‌ زن‌» ته‌ د نبی‌مصداق لیک
  24. دایران‌ د اسلامی‌ جمهوری‌ دویروونكو بندیخانو څخه‌ یوه‌ خاطره
  25. طالبان‌ او د ښځو تجارت‌
  26. «د طالبانو نظام‌ ترټولو زمونږه‌ انديښنی ته‌ نژدی دی»
  27. د ننگرهار د طب‌ پوهنځی د محصلينو پاڅون‌ د بنسټپالی ضد سراسری پاڅون‌ سرپيل‌ دی
  28. نبی مصداق‌ بيا هم‌ زمونږ د ځوريدلو خلكو د وينو څاڅكی د جهاديانو او طالبانو په‌ لمن‌ كی نه‌ وينی
  29. د کویټ ښځی او سیاسی ژوند
  30. هغه دوزخ نشم هیرولای
  31. له افغانستان او منځنی آسیا څخه روسیې او لویدیځ ته د مخدره موادو قاچاق او د «مسکو ډله»
  32. آیا ګلبدین مړ شوی دی؟
  33. اسلامی ډلو سره دامریکا اړیکی
  34. په افغانستان، ایران، لبنان او اسرائیلو کی دمخدره موادو تولید او تجارت
  35. رنځ ځپلی ښځی او خندنی ورځ‌
  36. پښتون پاله هیڅ كله د خلكو مینه‌وړ نشی‌ كیدای‌
  37. د غوایی په اتمی د «راوا» لاریون
  38. متن سرودهاییكه توسط گروپ سرود «مكتب وطن‌» در سمینار عبدالغنی‌خان اجراء گردید
  39. د مارچ اتمـه د خاینو اخوانی بنسټپالو او د دوی د طالبی وروڼـو د راپرځولو په لوری سره ونمانځو!
  40. د خان عبدالغنیخان سمینار ته د «راوا» د استازی د وینا متن
  41. د پيښـور وكيلانو ټـولنی ته‌ د «راوا» د استـازی د وينـا بشپـړ متـن
  42. د خاینو او جنایت کوونکو بنسټپالو تر پښو لاندی افغانستان څخه گزارشونه
  43. قهر به اور شی (شعر‌)
  44. د عبدالغنی‌خان په درناوی جوړشوی سمینار كی‌ د «راوا» گـډون
  45. څوك‌ بايد «شرعی» محاكمه‌ شی او د چا بايد لاس‌ او پښی غوڅ‌ كړای شی؟
  46. «چی مشر يی وی سپی، د كشر څه‌ كمی»
  47. په‌ اسلام‌ آباد كی د گلبدينی تروريستانو نوی جنايت‌
  48. بسټپالی د هندو د تفوق‌ اعلامولو په‌ تكل‌ كښی
  49. ۱۵ ورځی‌ الجزایر د «اسلامی‌ وسله‌والی‌ ډلی‌» په‌ بند كی‌
  50. ځـان‌ وژنـه اقتصادی‌ او حقوقی‌ ریښی‌ لری‌

Page 1 of 7

آخرین مطالب