۱۶میزان ۱۳۹۵ – ۷ اکتوبر ۲۰۱۶
Payam-e-Zan



امریکا د افغانستان په نیولو سره، سیمه یی نوره هم د ترهګرۍ کندې ته وغورځوله!


امریکا با اشغال افغانستان، منطقه را شدیدتر به کام تروریزم فرو برد


۱۵ کال وړاندی امریکا او ملاتړو یی زمونږ بی‎دفاع او بی‎ګناه خلک د «ترهګرۍ پر وړاندی جګړې» تر نوم لاندی بمبار کړل او افغانستان یی تر پوځي ولکی لاندی راوست. د امریکا پوځې لاسوهنو پرته له ګمانه زمونږ د خلکو پر مخ د درد، رنځ او بدمرغیو نوی پاڼه پرانیستله او یو وار بیا یی د طالبی ترهګرو پر ځای د جهادی ترهګرو په واکمنولو سره زمونږ هیواد یی بیاځلی د بنسټ‎پالۍ، ښځو ضد، فساد، بی‎امنۍ، بیوزلۍ، بیکارۍ، د مخدره توکو تولید او قاچاق، د ملی شتمنیو لوټ، د سیمې هیوادونو لاسوهنې او په زرګونو نورو ناخوالو کی ډوب کړ.

په هماغه لومړیو کی چی طالبی ځناور د امریکایی «بی ۵۲» ګزارونو له امله له کابل څخه وتښتیدل او جهادی جنایت‎کونکی د سی‎آی‎ای په شلګۍ سپاره ښار ته راننوتل، «راوا» وړاندوینی کړی وی چی نن له یوې‎نیمی لسیزی وروسته خلک د هغو ریښتنولی په ډاګه لیدلی شی. مونږ په ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۱۳مه نیټه ملګرو ملتونه ته په یو غوښتنلیک کی ویلی وو: «ل