۲۰۱۶ کال د مارچ ۸مه (۱۳۹۵ کال د کب ۱۸مه)
Payam-e-Zan



خویندو، زمونږ خلاصون زمونږ په نه‎ستړی‎کیدونکی مبارزې او جګړې سره شونی دی!



د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ، هغه ورځ چی د ښځو خلاصون نړیوال غورځنګ ځلانده ستوری، کلارازتکین او د نړۍ نورو غښتلو ښځو له نوم سره تړلی ده، بیا هم راورسیده. مونږ افغانې ښځې په داسی حال کی دغه ورځ لمانځو چی د هیواد له هر ګوټ څخه د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی او وهلو ټکولو خبرونه رارسیږي. نیواکګر امریکایان له خپلو کورنیو چوپړانو هر یو طالب او داعش او لاسپوڅي دولت کی راغونډ شويو جنایتکارانو سره یوځای، زمونږ د هیواد د ښځو پر وړاندې ځناوریز او ویرونکی جنایتونه ترسره کوي.

امریکا د افغانستان له نیولو وروسته، د ښځو ضد او کرغیړنو عناصرو لکه سیاف، قانونی، فهیم، خلیلی، عطا، محقق، دوستم، محمد خان، فاروق وردک، پیرم‌قل او نورو په واکمنولو سره د افغانستان خلکو او ښځو په حق کی ستر تاریخی خیانت وکړ. دغه ستر جنایتکاران له یوې نیمې لسیزې راپدیخوا په افغانستان کی د امریکا لاسپوڅي دولت پیچ او مرۍ جوړوي چی زمونږ د ولس د بدمرغۍ اصلی لامل دي. په واک کی ددوی شتون د ځناورو طالبان بیا پیاوړی کیدو ته زمینه چمتو کړه چی د آی.ایس.آی غلامۍ زنځیر یی په غاړه دی او هره ورځ زمونږ ولس په ځان‎وژنه او چاودنه او ویره کی ډوبوي.



عبدالبصیر خواهرزاده کبیر مرزبان با افراد وحشی‌اش د دختر جوانی را بنام زینوره از ولسوالی رستاق اختطاف و مورد تجاوز دستجمعی قرار می‌دهد

پاینده محمد خاین دوستمی که پسرش بشیره ۱۲ ساله را مورد تجاوز قرار داد

که هغو راپورونو او شمیرو ته چی د نړیوالو بنسټونو له لوری خپاره شوی پام وکړو، له بده‎مرغه هر کال د افغانې ښځې پر وړاندې د شډلتیا شمیرې د لوړوالی په لور روانی دي.

(UNFPA) (د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق) د ۲۰۱۶ کال په پای کی اعلان وکړ چی د افغانستان ۸۷ سلنه ښځو په ژوندانه کی ډولا ډول بدچلند لکه کورنی، فزیکی،جنسی او روانی تاوتریخوالی تجربه کړی دی. «د بخښنې نړیوال سازمان» هم د ۲۰۱۶ کال په راپور کی په افغانستان کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی له ۵ زرو څخه زیاتو پیښو په اړه خبر ورکوي.

د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی ختمولو، پوهاوی‎ او صحی‎وضع ښه‎والی او تعلیم او تربیه په نامه د میلیونونو ډالرو راتلو سربیره اوس هم افغانی ښځې د نړیوالو معتبرو شمیر پر بنسټ تر ټولو بد او ټیټ ځای لری. «یوناما» تیر کال راپور ورکړ چی د نړیوال جنسیت نه انډول شاخص په جدول کی افغانستان له ۱۵۵ هیوادو څخه ۱۵۲ مقام لری. سربیره پر دی چی دغه شمیرې ډیری لړزونکی دی خو بیا هم په ډاګه دا ویلی شو چی په هیڅ ډول دغه شمیرې د افغانو ښځو واقعی وضعیت ښکارندوی ندي، پرته له ګمانه د ښځو پر وړاندی په سلګونو نور د زور زیاتي پیښې په دغو راپورونو کی ندی راغلي.

د بنسټ‎پالو او په ځانګړی توګه په تیرو ۲۵ کلونو کی د جهادي خنزیرانو واکمني ددې لامل شوه چی زمونږ هیواد پر ښځو او ماشومان د تیري په مرکز بدل شي. په داسی حال چی د افغانستان قوانین د جنسي تیري په نوم کوم عمل نه پیژني، په سلګونو نجونی او ښځې د هغې قربانی دي. تیري‎کونکي ډیرۍ اربکیان او زورواکی دي چی د عبدالله، عطا، دوستم، پیرم‌قل، خلیلی، سیاف، کبیر مرزبان او... په څیر جهادی مشرانو سره نږدې اړیکی لري. د بیلګې په توګه کولای چی د بلخ ولایت په زارع ولسوالی کی د پولیسو قومندان اکرم زارع له لوری چی د عطا له نږدې کسانو څخه دی په مریم جنسی تیري، د بامیانو ولایت په مرکز کی د واحد بهشتی له لوری چی د ولایتی شورای غړی دی او ورور یی فکور بهشتی د پارلمان غړی دی، پر شکیلا جنسی تیری او د هغې وژنې، په سرپل ولایت کی د پارلمان غړی پاینده محمد ځوی له لوری د بشیرې په نامه پر ۱۲ کلنې نجلۍ جنسی تیري، په تخار کی د پارلمان غړي کبیر مرزبان خوري له لوري پر زینورې جنسي تیری او د هغې وژنې څخه نوم واخلو.

کورنی تاوتریخوالی او په لږ عمر کی واده له هغو ناخوالو څخه دی هره ورځ په سلکونو افغانی ښځې د هغې قربانی کیږي. په بی‎رحمۍ سره د فرخندې له وژل‎کیدو وروسته، د ښځو سوځونه په یو عادی امر بدل شوی چی رسنیو کی له هغې څخه د یو فرعي خبر په توګه یادونه کیږي. خو له یاده باید و نه باسو چی په افغانستان کی د نورې نړی په څیر کورنی تاوتریخوالی او له ډیرې ناهیلۍ د ځان‎وژنه کوم آسماني امر ندی بلکه د څو کالو راهیسې د خاین او ښځو‎ضد نظامونو واکمنی ددي لامل شوه چی دغه پدیده په بی‎ساری توګه خپره شي.

د افغانو ښځو ویرونکی وضعیت سربیره، د ع او غ خاین‎روزونکي او لاسپوڅي دولت مشران تل د زیات واک او پانګې لاسته‎راوړنې لپاره چانه وهي او یوازې کله نا کله د ښځو حقونو دفاع په اړه زړه‎بدونکی اکتونه کوی چی هیڅ ارزښت نلري. د امریکا نیواکګر دولت او د هغې لویدیځ ملاتړي د خپلې تبلیغاتي دستګاه په وسیله د افغانستان نیول د «افغانستان ښځو ژغورنې» نوم لاندی پوښي او د افغانۍ نانځکو، پارلمان‎ناستو او انجویی ښځو څخه په دغه برخه کی ګټه اخلی، خو اوس دا د افغانستان ټولو خلکو ته په ډاګه شوی چی دغه د امریکا نانځکې یوازې تالي‎څټې چوپړانی دي چی خپلو ګټو پسې ګرځي.

ګرانو خویندو،

د «افغانستان ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) په تاسو ټولو دا غږ کوی چی زمونږ خلاصون د نیواکګرو ځواکونو او د جهادیانو او طالبانو لاسپوڅي دولت په مرسته ناشونی دی. زمونږ خلاصون زمونږ په نه‎ستړی‎کیدونکی مبارزې او جګړې سره شونی دی. راځۍ په دې ورځ، یو وار بیا د نیواکګرو ځواکونو او د هغوی بنسټ‎پاله او غیر بنسټ‎پاله چوپړانو پر وړاندی د مبارزې لوړه وکړو ترڅو ددغې ورځې انقلابي او واقعي ماهیت ته درناوی وکړو.


د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)
۲۰۱۶ کال د مارچ ۸مه (۱۳۹۵ کال د کب ۱۸مه)