۳ اسد ۱۳۹۵ – ۲۴ جولای ۲۰۱۶
Payam-e-Zan



امریکا له خوسا شوی او بویناک ګلبدین نه یوځل بیا داړونکی سپی جوړوی!



گلبدین جنایتکار

امریکا په پایله کی پریکړه وکړه چی ګلبدین خپله کنچنۍ زیږنده، د زرګونو هیوادوالو او آزادۍ‎غوښتونکو او انقلابی روڼ‎آندو وژونکی چی د روسې ضد جګړه کی یی تر خپل وزر لاندی نیولی وو او د مالی او وسلو ستره ونډه یی هغه ته ورکوله، په کابل کی د ملی خاینانو دولت سره یوځای کړي او په دی توګه د غنی- عبدالله جهادی- مافیایی دولت سرجنایتکارانو ټولګه مکمله کړي.

مونږ په کراتو ویلی چی امریکا ته د افغانستان خلکو وینه او اوښکې هیڅ ارزښت نلری. بنست‎پالې‎روزونکی امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کی د خپلو کرغیړنو او نیواکګرو سیاستونو مخکی وړلو په موخه د هیواد او خلکو برخلیک د سیاف، محقق، قانونی، فهیم، خلیلی، دوستم، اسماعیل، ملاتره‌خیل، عبدالله، ربانی او ځنارو طالبانو په لاس کی ورکړ. سره له دی چی د کرزی او غنی فاسد او جاسوسانو ډک دولت د ګلبدین له پیژندل شوو انسان‎وژونکو- فاروق وردک، کریم خرم،‌ هادی ارغندیوال، عمر داوودزی،‌ محمد خان، جمعه خان همدرد، وحیدالله سباوون، حلیم فدایی او...- ډک وو، خو اوس د کابل قصاب له لا زیاتو امتیازیاتو سره چی د هغې ډلې امنیتی خوندیتوب، په دولت کی د لا ډیرو ځناروو سپو ګمارل، په ډیرو مسایلو کی سلا مشوره وکول او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د هغه او ترهګرو نومونه یی لری کول، د کابل ویرجن او د هغه د بانډ د قربانیانو په وینو نمناک ښار کی ګام ایږدي.

«سوله»، «خبری اتری» او «سیاسی حل لاره» له هغو مفاهیمو څخه دي چی له ډیر پخوا راهیسی امریکا او د هغې چوپړان لکه کرزی او غنی ورسره لوبیږي او د افغانستان خلکو په شعور ملنډې وهي. امریکا له یوې خوا د ترهګرۍ پر وړاندی جګړې ترنامه لاندې، زمونږ پر هیوادوالو چی د بی‎کورۍ او بی‎ډوډۍ او بی‎درملۍ له امله په کراره د مرګ په لوری روان دي، بمونه غورځوي او په زرګونو کورنۍ یی د ویر په ټغر کښینولی، له بل پلوه ګلبدینی او طالبانی ځناور چی باید د خپلو ناولو کړنو په سزا ورسیږي، په درنښت او احترام سره یی په واک کی شریکوي.

د ګلبدین چوپړ ګوند په دی څلویښت کلونو کی د افغانستان خلکو په حق کی ویرونکی ویجاړۍ کړی دي. د کابل توغندیو باران تر اوسه د کابلیانو پر وجود ګبڼۍ راولی؛ د کابل خونړیو جګړو په لړ کی د کلبدین ډلې د شورای‎نظار، جمعیتیانو، سیافیانو، ګلیم‎جمانو او وحدتیانو له کوڅه‎ډبو سره په مقابله کی، د خلکو په ځان او مال او ناموس له ماشوم نه نیولی تر لویانو پوری له تیری کولو دریغ ونکړ؛ د دارالامان ماڼۍ او کابل موزیم ټول شته د «آی.اس.آی» دغو زنځیری چوپړانو له لوری لوټ شول؛ په دی ورستیو کی ګلبدین د څو ځانمرګو بریدونه پړه په غاړه واخیسته چی د هغې قربانیان زمونږ بی‎ګناه هیوادوال وو؛ نږدې یو کال وړاندی ګلبدین له خپلو انسان‎وژونکو غړو وغوښتل چی له داعش سره د افغانستان په جهاد کی یوځای شي؛ د څو تنو ګلبدنیانو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لیست که ځای لری او.... له دی ټولو سربیره، د امریکا سفارت په اصطلاح د سولې پروسې سره د خپل قیمتي اجنت يوځای کیدو «ستاینه» کوی او د «سولې عالی شورای» یی (د خرډګو څخه جوړه شوی شورای چی په دی ورستیو کی د غلا او یو شمیر سفارتخانو ته د جاسوسۍ بوی هم پورته شو) په دغه اړه وستایله.

زلمی خلیلزاد د ګلبدین د نازولو ترڅنګ، په بی‎شرمۍ سره له هغه بلنه کوی چی «د کابل ویجاړۍ تیروتنی» لپاره له خلکو «بخښنه» وغواړي. ددغه اپی (افعی مار) له لیده هر افغان داعشي او القاعده (یا د هر بل هیواد) تر هغی «بد» او په له منځه وړلو ارزی چی د امریکا ګټو ته زیان ورسوی او یا د هغوی د امر تابعیت ونکړي بغیر د هغی نه چی هر څومره وینه او خیانت یی له سر او مخ څخه راوبهیږي اهمیت نلری او امریکا کولای شی له هغوی سره «کار» وکړی. او اوس هغه وخت رارسیدلی چی تیزاب‎شیندونکی ګلبدین د طالبی انسان‎وژونکو مشرانو په څیر لکه قیوم ذاکر، ملا نورالله نوری، ملا عبدالحق وثیق، مولوی محمد نبی عمری، ملا خیرالله خیرخواه، ملا محمد فاضل آخند، ملا عبدالسلام ضعیف او نورو په څیر چی له ګوانتانامو را خوشی شول تر څو د طالبانو له مشرتابه سره یوځای شی- په ښکاره ډول د خلکو په پښتورګو سپور شي. په دی کار سره یی خپل غړمبیدونکی سپی ته تیمبوزی ورواچوه تر څو نور هیڅکله خپل بادار ته خوله وروانچوی خو که زمونږ د خلکو پر وړاندی هره بی‎ناموسی کوی نوش جان یی. خو امپریالیست خلیلزاد دا له یاده باسی چی د هغه ګران او وینه‎څښکونکی بدکاره نه ماتیدونکی ګیلاس او قاب ندی چی په «بخښنې» سره وبخښل شي.

څرنګه چی د دوستم ګلیم‎جم «بخښنې غوښتنه» د غنی او یو موټی پلورل شوو روڼ‎اندو پرته، زمونږ خلکو په کرکې او قهر سره رد کړه، د ګلبدین «بخښنه» به هم د سپو او پشکو له چټلیو سره د هغوی په کرغیړنه خوله ورووهي. د «بشر حقونو څار»، «د افغانستان عدالت پروژه»، «د بخښنې نړیوال سازمان»، «پیام زن» او بی‎شمیره ملی او نړیوالو خپرونو لاسوندونو پر بنسټ، هغه د خپلو مړو او ژوندیو ملګرو سره سیاف، دوستم، ربانی، عبدالعلی مزاری، احمدشاه مسعود، حسین‌انوری، بسم‌الله، خلیلی، محسنی او .... د هغو ناورینونو لامل دی چی یواځی د سوهارتو او فرانکو او خمینی او خامنه‎ای او ددی په څیر ناولو څیرو سره د پرتلی وړ دي. د پرچمی، خلقی، جهادی او طالبی وطن‎پلورونکو د بخښني ډهل او سورنی غږول د امریکا او د هغې د ملاتړو او ایران له هغو سلګونو خلکو غولونکو توطئو څخه دی چی زمونږ په ویجاړ شوی هیواد کی د خپلواکۍ او عدالت پلی کیدو خنډ ګرځي. د حیرانیدو وړ هم نده، لویدیځ هیوادونه، د پاکستان دینی ارتجاع او د ایران دوزخ ته ورته ولایت فقیه چی په افغانستان کی (او نورو هیوادونو کی) د مذهبی فاشیستانو زیږونکی دی په خپله ګټه نه وینی چی په دی شرایطو کی دا ټول په لغته ووهی او وی شړي. خو چی هرکله «سیا» ته وطنی جلادانو د مصرف تاریخ پای ته ورسیږی، هر یو یی د ایران ساواکی شاه او پاناما نوریګا په څیر په کناراب غورځوی او دا د هغو ټولو بی‎شرفه واکمنانو پایله ده چی په رګونو کی د «سیا» په وینه ویاړ کوی. که کرغیړن او بدکاره ګلبدین په طبیعی شکل او یا د خپل‎منځي شجړو په پایله کی مردار نشی، پرته له ګمانه زمونږ د خلکو د غچ له تیر نه خلاصون ونه مومی.

د امنیت او پرمختګ ستوری به هغه وخت زمونږ د هیواد په غمځپلی آسمان کی وځلیږی چی زمونږ خلک د «نه یی هیروو او نه یی بخښو!» شعار سره د جهادیانو او طالبانو او مدنی ټولنی او انجیو او نیواکګری امریکا روڼ‎آندو واک ته په یوځل او تل لپاره اور ورواچوی.



لاندی یو شمیر روڼ‎آندو ته اشاره کیږی چی د ګلبدین وینه‎تویونکی بانډ له لوری وژل شوی دی. نړیوالو سازمانونو «بشر حقونو څار»، «ایشیا واچ» او «د بخښنی نړیوال سازمان» له دوی او لسګونو تنو نورو څخه ګزارش ورکړی چی د نوموړی بانډ له لوری وژل او یا تښتول شوی دی او له ډیرې ربړونی وروسته د شمشتو په کمپ یی وینه توی شوی ده.

هغه روڼ آندی چه گلبدین وژلیدی شمیریی سلگونو تنو ته رسیږی چه مونږ یواځی د بیلگی ته توگه له څو تنو څخه یادونه کوو:

قیوم رهبر قیوم رهبر «د افغانستان د خلکو آزادۍ‎غوښتونکی سازمان» مشر د ۱۳۶۸ کال د سلواغې ۷مې په ماښام د پیښور په حیات‎آباد کی په مرمی وویشتل شو او په شهادت ورسیده.
داکتر فیض‌احمد ډاکټر فیض احمد «د افغانستان رهایی سازمان» بنسټ ایښودونکی او مشر د ۱۳۶۵ د لړم په ۲۱مه د پاکستان په پیښور کی د یوې خاینانه توطئه‎ای په پایله کی د ګلبدین بانډ له لوری وتښتول شو او ووژل شو.
مینا مینا «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) بنسټ‎ایښودونکی او مشره د ۱۳۶۵ کال د سلواغې په ۱۵مه د کابل خاد یو ګمارل شوی له لوری د ګلبدین بانډ په مرسته د پاکستان په کویټه کی له دوه تنو ملګرو سره په شهادت ورسیده.
داکتر اسد احمدی ډاکټر اسد له انقلابی وطن‎پالو څخه و چی د «افغانستان ډاکټرانو او طبی پرسنل ټولني» بنسټ یی په پاکستان کی کیښود چی د کډوال په چوپړ کی و. هغه د ۱۳۶۲ کال د غبرګولی په ۱۰مه د دیر په سیمه کی په مرمۍ وویشتل شو.
شکور شکور انقلابی مبارز له خپلو دوه کوچنی ورونو محمود ۱۸ کلن او میرویس ۱۴ کلن سره د ۱۳۶۵ کال د لړم په لومړیو کی د ګلبدین جنایتکار دام کی راګیر شول او ټول د پنځو تنو نورو مبارزانو سره د شمشتو په کمپ په شهادت ورسیدل.
ملالی ملالی د کابل په روغتون کی نرسه وه چی بیا وروسته یی په جهانګیرآباد کی د احسان خټک په کلینک کی کار کاوه او د ۱۳۶۹ کال د غویی په ۲۵مه له ۱۲ تنو نورو سره وتښتول شوه او د هماغه کال په غبرګولی کی د شمشتو په کمپ کی سر ترینه غوڅ کړ.
فتاح ودود فتاح ودود انقلابی مبارز چی د ۱۳۶۸ کال د وږي په ۱۵مه په پیښور کی وتښتول شو.
داکتر بهاوالدین مجروح ډاکټر بهاوالدین مجروح فیلسوف او د پوهنتون استاد چی د ۱۳۶۶ کال د سلواغې په ۲۲مه په پیښور کی په کور کی دننه ووژل شو.
سلطان احمد سهراب سلطان احمد سهراب مبارز او انقلابی شاعر په ۱۳۶۸ کال کی په پیښور کی د ګلبدین له لوری وتښتول او ووژل شو.
انجنیر عطاءالله انجنیر عطاءالله د اطلاعات او فرهنګ کارکونکی چی پاکستان ته له کډوالۍ څو میاشتی وروسته د ۱۳۶۸ کال د تلې په میاشت کی د آی.اس.آی له لوری ونیول شو او د «ایشیا واچ» ګزارش په بنسټ د وژلو لپاره د ګلبدین اسلامی ګوند وسپارل شو.
میرویس جلیل میرویس جلیل د بی‎بی‎سی خبریال د ۱۳۷۳ کال د زمری په ۷مه له یو ایتالیایی خبریال سره چهارآسیاب ته له ګلبدین سره د مرکی لپاره ولاړ چی د راستنیدو په وخت کی د کابل چهلستون په سیمه کی د واقعی او د ګلبدین د خوښي خلاف ګزارشونو لیکلو په تور ووژل شو.
مسکا مسکا د ننګرهار خیوې ولسوالۍ څخه د ۱۳۸۳ کال د تلې په ۱۸مه نیټه د معشوق چی د ګلبدین داړونکو قومندانانو انجینیر غفار له وسلوالو څخه دی تښتول کیږی او تیری پری کیږی. له دی پیښې وروسته مسکا ځانته اور اچوی چی د ۱۳۸۳ کال د تلی په ۲۷مه د بګرام په روغتون کی مري.
حمیده برمکی حمیده برمکی د پوهنتون استاده له خپل خاوند داکتر یما مسعود او څلور ماشومانو سره د ۱۳۸۹ کال د سلواغې په ۸مه د فاینسټ سوپر مارکیټ ته‎څیرمه د ګلبدین بانډ ځان‎وژونکی برید په پایله کی ووژل شول.
داکتر سعادت شگیوال ډاکټر سعادت شگیوال په پیښور کی د ډاکټرانو ټولنی غړی د ۱۳۶۹ کال د وری په ۷مه په پیښور کی له کور سره یی نږدې ووژل شو.
جنت خان غروال جنت خان غروال د پشتنی تجارتی بانک لومړنی رییس د غویی اوومی له کودتا وروسته اسلام‎آباد ته کډوال شو او هلته په ۱۳۶۱کال کی د ګلبدین له لوری ووژل شو.
فریده فریده د آی.آر.سی ژغورلو نړیوالی کمیټې د انګلیسی ژبی زدکړې کارکونکی د ۱۳۶۸ کال د مرغومی په ۱۳مه په پیښور کی ووژل شوه.
داکتر ناهید عظمت و راضیه شفق ډاکټر ناهید عظمت او راضیه شفق د ۱۳۷۴ کال د لیندۍ په ۱۶مه د پیښور په مهاجربازار کی د ګلبدینی ترهګرو له لوری چی په یو لندکروزر موټر کی سپاره ول ووژل شوه.
داکتر نسیم لودین ډاکټر نسیم لودین د ننګرهار طب پوهنځی استاد او په پیښور کی د څو کلینکونو او صحی مرکزونو مسئول په هماغه ښار کی کور سره نږدې ووژل شو.