میزان ۱۳۷۹- اکتوبر ۲۰۰۰ |
شماره مسلسل ۵۳- ۵۴ | ![]() |
نړی افغانستان هیر کړیدیدقیصر خان د«پختونخوا قومی پارټی» سکرټر دوینا متندرنو دوستانو، ![]() دافراسیاب خټک او عاصمه جهانګیر دتقریر نه پس په افغانستان او دښځو په حقوقو باندی، څه داسی غټی خبری ندی پاتی شوی، خو بیا هم زه دنن ورځی په مناسب «راوا» تنظیم ته دپختوانخوا قومی پاړتی له خوا مبارکی وایم. د«راوا» انقلابی تنظیم نن دا ثابته کړی چی لرو برو افغانانو کی دښځو یواځینی تنظیم دی چی دومره غټ او لوی پروګرام یی وکړو، ډیره ناموره او نامتو مشران یی راغونډ کړل. افغانستان او پاکستان هغه وخت نړیوال اهمیت لرلو چی دبوش او دریګن توجه په مرکز بدل شوی و. خو، هغه وخت دپاکستان نظامیان دافغانستان دتباهی، ویرانی او ماتونی په فکر کی وو. که نن افغانستان ژوندی، آباد او خوشحال وی، نو بل کلنتن به دلته ددری ورځو دوره کوله او کابل ته به هم تلو. که نن په افغانستان باندی سختی ورځی راغلی، امریکی، یورپ، ملل متحد او سلامتی کونسل هیر کړی ځکه چی دوی یواځی خپلی ګټی ته ګوری. خو دا زمونږ یقین دی چی دا توری ورځی بدلیدونکی دی. زه دپاکستان اوسنی حکومت ته چی ویلی یی دی غواړی دافغانستان مسئله حل کړی، خبرداری ورکوم چی دضیا الحق او دهغه د مګلرو خطا چی افغانستان یی ټوټی او تباه کړو، تکرار نکړی. دوی باید په دی پوه شی چه په افغانستان کښی امن، سوله او خوشحالی دطالبان په موجودیت کی امکان نلری او باید دهغوی څخه لاس واخلی. دطالبان او یا نورو بنیادپرستو سره مرسته کوی او دهغوی پر مختګ دپاکستان په ګټه چه دجهاد دترینینګ تر نامه تر سره کیږی، مخه ونیول شی. که نه نو دسرحد څخه نیولی تر پنجاب او سند او بلوچستان پوری به ټول راوخوری او بیا به دنیا په نقشه باندی دپاکستان پاته کیدل مشکل شی. دپاکستان خلک داستعمار لاندی نه بلکه آزاد او دوست افغانستان ته ضرورت لری. هم دا شان باید ووایم چه خلک او نړیوال جنګ ته ضرورت نلری. هندوستان، پاکستان، ایران، افغانستان او نورو هیوادونه باید ددوستانو او ورونو په شان مناسبات ولری. لهذا دجنګ نه ځان ساتل او دامن قوتونو مظبوطول په کار دی. او ددی لپاره باید مونږ «راوا» دخویندو په شان دخدمت جذبه او انقلابی ولوله په ځان کی پیدا کړو. په آخر کی تاسو خویندوته دا ډاډ درکوم چی مونږ به تر آخره ستاسی له تنظیم سره ملګری یو او په هیڅ حالت کی به مو یواځی پری نږدو. |