اسد ۱۳۷۶ – اگست ۱۹۹۷ |
شماره مسلسل۴۶ |
لاندینی لنډ شوی مطلب د ۱۹۹۵ کال دنوامبر په ۳۰ «مسلم» ورځپاڼی کی دډاکتر جاسم تقی په قلم خپور شوی دی. ډاکتر تقی چی په منظمه توګه دایران، سودان او نورو بنسټپالانو په پلوی لیکنی کوی، دا ځلیی د اسلامی تروریستی ډلو ماهیت تر پوښتنی لاندی نیولی او د «سیا» په لاس جوړشوی څیزونهیی بللی دی.
خو نوموړی هغو تروریستی ډلو ته چی د فلسطین آزادی بخښونکی سازمان په ضد او د ایران سیاسی او مادی پلوی ورسره دی هیڅ ګوته نهنیسی. او هم په افغانستان کی «ورونه» او «جهادی» ډلی چی د «سیا» لخوا او د«سیا» لپاره مینځ ته شوی بیخی له یاده باسی! خو بیا هم د لیکلی مطلب څخه پوهیدل کیږی چی «سیا» د تروریستی ډلو په مینځ کی زخ ډیر نفوذ درلودلی او دهغوی له لاری په بیلو بیلو هیوادونو کی خپل اهداف ترسره کوی. «پیام زن»
ډاکتر جاسم تقی دتروریزم او تریخوالی غندلو په اړه د المائده او آلعمران له سورتونو څخه څو آیاتونه راوړی او بیا لیکی:
«د سپیڅلی قرآن یواځی دا دوه آیتونه هم کافی دی تر څو ټول په دی باور کړی چی اسلام هر راز تروریزم او تریخوالی، په هر دلیل چی وی، غندی او له دی امله هم چی اسلام تورات او انجیل ته د احترام په سترګه ګوری او هغه دواړه دخدای کتابونه بولی، د تروریستو کسانو، ډلو، سازمانونو او دولتونو په اړه باید یو د بل په ضد دوه نظره وجود ونلری.
خبره د انتحاری بمب ایښودنی او په ځانګړی توګه اسلامآباد کی د مصر دسفارتخانی چاودیدلو په سر ده. دا تروریستی اعمال او لکه داسی نور تروریستی کړه وړه باید د مسلمانانو ټولو فکری ګرایشاتو لخوا وغندل شی چی ښځه یا نرچی نوموړی اعمال تر سره کوی ډیر له سپکاوی ډک او کرغیړن کار کوی.
بوب ودوارد د «رازـ دسی آی ای پټ جنګونه» په نوم یو پنډ کتاب لیکلی چی د مستندو اسنادو او شواهدو په مرسته یی سیاسی وژنو او تروریزم کی د سیآیای لاس لرل په ډاګه کړی دی.
سیآیای د امریکا د ښو متحدانو په کاواکه کولو کی ډیر اوږد تاریخ لری. (ډیر ځله د لاس په نامه کولو او یا کله چی د امریکی متحده ایالات غواړی په یوه هیواد کی د خپل نفوذ د دوامداره ساتلو لپاره خپله ځیره بدله کړی د نوموړی کار ضرورت رامینځ ته کیږی.)
مثال یی په ۱۹۵۷ کی د ایران پخوانی پاچا دی چی ویلی یی وو سیآیای د «مارکسیست مسلمانانو» پلوی کوی.
داسی ښکاری چی د مصر د مسئلی په اړوند سیآیای خپله ځانګړی نقشه لری. عام باور داسی دی چی حسنی مبارک د مصر رئیس جمهور خپله لوبه ترسره کړی او باید ځای تش کړی. په ټینګ ګمان سیمه کی د نوی بدلون سره به لا نوی څیره د منلو وړ ګرځی. حسنی مبارک د «نیویارکر» مجلی سره د یوی مرکی په ترڅ کی په امریکا تور ولګاوه چی اسلامیستانو سره اړیکی لری. «د متحده ایالاتو دولت له اسلامی ډلو سره اړیکی لری. تاسو (امریکاییان) سوچ کوی هغه تیروتنی موچی ایران کی کړی اصلاح کولای شی. ولی زه تاسوته ډاډینه درکوم چی دغه اسلامی ډلی هیڅ کله په مصر کی برلاسی کیدای نشی»
څوموده مخکی د مصر خپرونو څرګنده کړه چی افراطی اسلامی ډلی د سیآیای لخوا جوړی شوی دی او هغه ړوند، شیخ عمر عبدالرحمن د سیآیای پیژندل شوی جاسوس وو.
د سیآیای پشان موساد هم په تروریزم کی د پراخ ګډون تاریخ لری. اسراییلی پوڅ په خپلو ګاونډیو عربی هیوادونو او په تیره د لبنان جنوب کی د فلسطینیانو په اردوګاه باندی ترټولو کلک «دولتی تروریزم» کار وی. د موساد د مخکنی مامور، ویکتور اوستروفسکی کتاب «د چم او چل له لاری» پورتنی مسایل او په تیره د موساد اړیکی له سیآیای سره رسوا کوی.
ابوجهاد د ۱۹۸۸ اپریل په ۱۸ د سیآیای او موساد لخوا ووژل شو. سادات او رابین دواړه د خپلی وظیفی له تر سره کولو وروسته ووژل شول له دی امله به خشونت او دولتی تروریزم تر هغه وخته دوام ومومی، څو چی ځواکمن هیوادونه د کمزورو هیوادونو پر ضد «دولتی تروریزم» ترسره کوی.
په دی وروستیو کی بیبیسی ګزارش ورکړ چی سیآیای د اروپا په مختلفو سیمو کی ددی لپاره چی د اروپایی هیوادونو سیاستونه او ګرایشات دخپل کنترول لاندی وساتی او هم هغوی دی ته مجبور کړی چی د امریکا له سیاست سره سم خپل ځان برابر کړی د تروریستی ډلو یوه شبکه جوړه کړی ده.