In this issue
اسد ۱۳۷۶ ـ اگست ۱۹۹۷
شماره مسلسل ۴۶ Payam-e-Zan



پښتون پاله هیڅ كله د خلكو مینه‌وړ نشی‌ كیدای‌



دا چی محمود خان اچكزی د «پښتون خوا ملی عوامی پارټی‌» رئیس د نجیب‌اله‌، دا وطن پلورونكی‌، دا د افغانستان د زرگونو مبارزو بچو وژونكی او دا د كی‌.جی‌.بی له خوا روزل شوی جاسوس‌، تر وژل كیدلو وروسته په ویر كښیناست او د هغه هیڅ د «جمعی شپه‌»، «څلویښتی‌» او نوریی له یاده ونه ایستل داسی یو شرموونكی عمل دی چی زر یا ځند به یی له توره ډك داغ هغه پخپله او د هغه هملاسی په خپل مخ احساس كړی‌. لكه څرنگه چی د هغه گونډ او همفكرانو یی په افغانستان باندی د روسانو د تیری هركلی وكړ او زمونږ د خلكو روسی ضد جگره‌یی له دی كبله چی خاین ربانی‌، گلبدین او داسی نور كسان په كی گډون لری ورټله تر هغه چی روسانو په خپله په افغانستان باندی خپل تیری «اشتباه‌» وباله‌، او فقط هماغه وخت وو چی د محمود خان اچكزی گونډ، د خان عبدالولی خان گوند، پښتون خوا ملی عوامی پارټی (لطیف آفریدی‌) او نورو ورته كسانو د افغانستان او د پاكستان د خلكو په وړاندی خپل ځانونه سرټیټی وموندل‌.

هغه څه چی مونږ یی په گوته كول غواړو دادی چی محمودخان اچكزی د نجیب څخه په دفاع كی دومره تلوار او ټینگار كوی چی ډیرو خندنیو تناقضونو سره مخ كیږی‌.

نوموړی د نجیب د څلویښتی په اړوند، خپلی وینا په یوی برخی كی وایی‌:

«افغانستان د تاجیك او پښتون په نوم عملاً په دوو برخو ویشل شوی تر څو یواځی د ایران او پاكستان برلاسی ساتل شوی وی‌. مونږ باید ټول هغه لاسونه چی د افغانستان د ټوټه كیدو لپاره هڅه كوی غوڅ كړو.»

«د فرنټیرپست‌»، د ۱۹۹۶ كال د نوامبر ۵

نوموړی ورځپانه د هغه له خولی لیكی‌:

«محمودخان اچكزی پاكستان او نورو پښتون ضد ځواكونو باندی د نیوكی په ترڅ كی وایی چی احمد شاه ‌مسعود او رشید دوستم تل كمونیست نومول كیدل خو اوس دواړه د همهغو ځواكونو د سترگو په تور بدل شوی دی‌.»

محمودخان اچكزی او دوه نور همفكران‌، كله چی «د پښتون والی‌» په تبی اخته كیږی د افغانستان د خلكو سرنوشت‌، چی د خاینو بنسټپالو په منگلو كی ربړیږی د ایران په شان آزادی وژونكی او تر ټولو د دموكراسی ضد او خونړی اسلامی دولت ته له سپارلو څخه هم مخ نه اړوی لكه څرنگه چی د «فرنټیرپست‌» په هماغی گڼی كی د هغوی ددلی څخه د یوه له خولی داسی لیكی‌: «په تهران كی د افغانستان په اړوند جوړ شوی كنفرانس‌، دافغانستان د مسئلی دحل په لار كی یومثبت گام دی‌.»

محمود خان اچكزی او ټول پښتون‌ پالی باید په دی وپوهیږی چی د ایران له دولت څخه دفاع كول پرته له دی چی د ربانی‌، مسعود اونورو مزدورو ډلو د ملاتر له لاری په افغانستان كی د هغوی لاس وهنه رسوا كډی‌، په آزادی او دموكراسی باندی د هغوی باور نلرولو او زمونږ له خلكو څخه په دفاع كی د دوی له دوه مخی توب څخه سیوا، نور هیڅ شی نشی ثابتولای‌، سره له دی چی كله ناكله طالبانو ته هم غاښونه وچیچی‌.

زمونږ دهیواد دموكراسی پلوه ځواكونه به هیڅكله هم خمینی ته د خان عبدالولی خان هغه شرموونكی لیك چی له نوموری څخه یی د افغانستان د مسئلی د حل لاری د موندلو لپاره د هلوځلو غوښتنه كړی وه‌، له یاده ونه باسی‌.