اسد ۱۳۷۶ – اگست ۱۹۹۷ |
شماره مسلسل۴۶ |
افغانستان په کال کی ۳۰ تنه هیرویین تولیدوی چی په سلو کی ۳۰ یی اروپا ته استول کیږی او پاتی برخه یی د روسیی او منځنی آسیا بازار ته وړل کیږی. د کیجیبی پخوانی کسان او ځینی پوځیان او د کورنیو چارو وزارت ځانګړی ځواک په ګډه سره روسی مافیا جوړوی چی هملاسی یی په افغانستان کی جنرال دوستم دی.
د روسی، اروپا او امریکا بازار ته د افغانستان د تولیداتو د رسیدلو اصلی لاره ایران، لبنان او اسرائیل دی. ځکه په آخر کی له اسرائیلو څخه لویدیځ ته ځی له همدی امله ده چی د لبنان څخه اسرائیلو ته هره باروړونکی وسیله شکمنه او په ځیر پلټل کیږی.
ددی خبری یو بل مهم دلیل دادی چی اسرائیلو له مخدره موادو سره د نړیوالی مبارزی تړون لاسلیک کړی نه دی. همدا وجه ده چی د مخدره موادو پیسی په اسرائیلو کی «سپینی» کیدای هم شی. دریم دلیل له روسیی څخه اسرائیلو تللو مهاجرو کی د روس د مافیا د کسانو شتهوالی دی. او څلورم دلیل یی دادی چی اسرائیلو د مخدره موادو قاچاقبرانو ته ویلی دی چی دوی اسرائیلو ته راپورونه او اطلاعات ورکړی اسرائیل به هم په خپلی خاوری کی د مخدره موادو په تیرولو سترګی پټی وساتی. له دی امله اسرائیل د مخدره موادو د مصرف له لویو بازارونو سره تړل شوی مرکز ګرځیدلی دی.
بله لاریی قرغیزستان ده. د افغانستان او تاجیکستان له پولی څخه د پورتنی بدخشان له لاری د قرغیزستان د اوچ سیمی ته او د هغه ځایه ازبکستان ته او د ازبکستان څخه روسیی او اروپا ته ځی.
په اوسنی مهال کی تر ټولو لوی تولیدوونکی هیوادونه ترکیه، ایران، اعراق، افغانستان، پاکستان، هند او د منځنی آسیا جمهوریتونه دی چی محصولات یی اروپا او امریکا ته لیږدول کیږی.
د فساد نړیوال اختاپوس ددوسیی له خپریدو سره سم (د اپریل۱۱) فلاحیان (د وری په ۲۳) په «سیا» تور ولګاوه چی مخدره مواد د طالبانو په لاس ایران ته ننه باسی. طالبانو د «سیا» په ملاتړ د مخدره موادو مافیا جوړه کړی، چی کاریی ایران ته د مخدره مواد لیږدول دی.