In this issue
اسد ۱۳۷۶ – اگست ۱۹۹۷
شماره مسلسل۴۶ Payam-e-Zan



آیا ګلبدین مړ شوی دی؟


چهارآسیاب څخه د ګلبدین او د ده د داړی د تیښتی له هماغه شروع څخه چی ان د لاری خرڅی او خپلو پر توګونو اخیستلو ته‌یی هم وخت ونه موند او یو په بل پسی یی ماتی وخوړلی٬ زمونږ د توربختو وګړو په ذهن کی دغه سوال ګرځیده چی آیا ګلبدین مړ شوی دی او که نه، او ډیرو لا داسی هم ګڼلی چی د هغه خاین ټغر ټول شوی دی. البته ددی پوښتنی ځواب یواځی د هغو عواملو په تحلیل او روښانه کولو سره تر لاسه کیدلای شی چی له یوه بی لاری او تیزاب شیندونکی او مزدور سړکی چخه یی«عظیم رهنما»، قاید او قیادی جوړ کړ. پرته له دی چی د جزئیاتوپه وړاندی کولو خبره اوږده کړو، یواځی دومره بس ده چی د ګلبدین او هم د ټولو هغو بی نوم او پتی ملایانو په اصطلاح تکاملی پړاو ته، چی په یوی شپی کی د اوږدو او سره ورو دفترونو او له خپل کیځلی شخصیت څخه د غټو لقبونو خاوندان شول، یوی لنډی کتنی سره د خبری سر خلاص کړو.

گلبدین حکمتیار

ګلبدین او نور «جهادی رهبران» د سیمی د ارتجاعی هیوادونو، غرب او امریکا د بی‌شمیره مالی او نظامی امکاناتو په ډاډینی سره وتوانیدل چی په «شخصیت» او «د فکر په خاوندانو» بدل شی. هغوی پوره دوه لسیزی د خپل ولینعمت ډهل ته وګډیدل، د پاکستان دولت او آی‌اس‌آی د خپل توان په اندازی ګلبدین ته امکانات او آسانتیاوی برابری کړی چی تر څویی د روشنفکرانو په وژلو او د خلکو په ترور او ویرولو باندی لاس پوری کولو سره د خپلی خوښی ګوډاګی دولت بنسټ په افغانستان کی ایښودلی وی. خو د وخت په تیریدلو او د نجیب د ګوډاګی دولت د له مینځه تللو او کابل باندی د بنسټپالو د خروړی یرغل او د بنسټپالو ګوندونو تر مینځ د سپیتانی جګرو پیل او وینو کی د وګړو د ډوبیدلو سره د ګلبدین پلندران وپوهیدل چی نور نشی کولای په دی رسوا شوی دانی خپل کار پر مخ بوځی. داسی ښکاری چی له ګلبدین څخه په کلونو د یوه نازولی مزدور په څیر کار واخیستل شو خو د هغه لازیات کارول نه یواځی په زړه پوری نتیجه نه ورکوی چی د هغوی د جبران نه کیدونکی رسوایی سبب هم کیدای شی له دی امله یی د هغه او د هغه د ټولی آرګاه و بارګاه په لری غورځولو سره د نورو دانو کوک کولو ته لاره همواره کړه.

مونږ څوڅو ځلی ویلی دی چی د بنسټپالو ډلو مرګ او ژوند د هغوی د خاوندانو په ډالرو او امکاناتو پوری تړلی دی چی له بندولو سره‌یی د سر سپارلو اسلامی نوکرانو له شرمه ډک او طفیلی ژوند هم پای ته رسیږی.

د ایران رژیم په لمن کی د ګلبدین اوسنی پټیدنی د یوزرم ځل لپاره وښودله چی فاشیست بنسټپالان په ډیری آسانی خپل ټاټوبی او لوری بدلوی او خپله ماتی په آسانی نه‌منی او تر وروستی شیبی پوری زیار باسی چی د پیشو او موږک په روانی لوبی کی د جهادی «شخصیت» او«لارښود» په صفت مطرح وه اوسی. البته د ایران رژیم به ترهغه وخته د خپل نوی نوکر ساتنه او پالنه کوی چی د طالبانو (چی ایران په هیڅ قیمت ټول افغانستان باندی د دوی ځانګړی برلاسی نه غواړی) پر ضد ترینه کار واخیستل شی.

اما د ګلبدین په ناکاره کیدلو او په تیره بیا طالبانو او یا پلندرانو ته سترګک وهلو سره به یی ایران، د خپلو ګټو د ساتنی له امله، هماغه شان چغه کړی لکه چی پاکستان خاوندانویی چغه کړ.

د ګلبدین او د هغه د ګوند خونړی او ویروونکی کړووړو تاریخ ته پام لرلو سره ښکاره ده چی که چیرته د ایران په شان دولت هم د هغه ملاتړ وکړی دا به یواځی په سیمه‌ایزو مسابقو کی د یوه بی ارزښته پیاده په څیر د هغه د کارولو لپاره وی او نه د بیا ژوندی کولو لپاره.

پرته له نوموړو بهرنیو عواملو، باید له یاده وه نه باسو چی ګلبدین او ډله‌یی، لکه د دوی خاین سکنی ورونه، زمونږ د ړبړیدلو او اخوان‌ځپلو خلکو په مینځ کی له دی نه لازیات رسوا او رټلی دی چی د راتلونکی سیاسی واکمنی حتی په ډیر کوچنی ګوټ کی‌یی هم وزغمی. د بانډ د رهبری خپل منځی حادو تضادونو او د قومندانانو جلا کیدلو ته پاملرنی سره حتی هغو کسانو ته چی ترپرون ورځی پوری د حزب له ډیرو سرسپارلو او جنایت کوونکو دانو څخه شمیړل کیدل هم له لمر نه لا روښانه ده چی له حزب سره د اړیکو ژرترژره شلول د دوی د ژوندی پاتی کیدلو یواځینی ضامن ګڼل کیږی. ځکه هغوی له یوی خوا زمونږ د خلکو د غچ اخیستلو له لمبو څخه په وژونکی ویری کی دی او له بل پلوه هیڅ بهرنی ملاتړ نشی موندلای، ټول نوموړی خاینان پوهیږی چی د ایران رژیم ژر یا ځند ځواب ورکوی.

د هری ورځی په تیریدو سره د افغانستان خلک ګوری په هماغه مناسب او رسوا ډول چی «جنرال» دوستم اوپړسول شو او له مینځه ولاړ‌، ټول نقاب لرونکی او بی نقابه بنسټپالان به هم خپل منحوس عمر خپلو کوچنیو ورونو ته وروسپاری تر هغه چی د کرغیړنو خاینانو په څیر د دوی داغ د هیواد د تاریخ له پاڼی څخه، زمونږ د خلکو په غښتلو لاسونو، پاک شی. خو هیر مو نشی چی ټل بنسټپالان له یوه شانته سپڼسی څخه اوبدل شوی‌دی. اوس چه د ګلبدین د بخت ستوری په خثی ډنډ کی ډوبیږی زمونږ وګړی بیا هم د پخوا په شان د جنایت کوونکو بنسټپالانو تر پښو لاندی ځپل کیږی. یوه شیبه هم نه ښایی چی د مسعود او مالک په «دموکراتیک» اکت او نڅا باندی وغولیږو.

دوی سینګار شوی غلیمان دی خو په سر او مخونو یی د خلکو د وینو څاڅکی له ورایه ښکاریږی، ترڅو چی ټول بنسټپالان په هر نوم او نشان او له هر جنس څخه چی وی له مینځه ولاړ نشی نه ښایی چی د هغوی ضد مبارزی څخه لاس وباسو. یواځی په غوڅی او پر له پسی مبارزی سره سوای چی د دوی ژوند پای ته ورسوو او د سولی، ثبات، دموکراسی او ټولنیز عدالت لپاره لار خلاصه کړو.

د خبری سر وتړو، خاین ګلبدین مړ شوی دی، ځکه چی پاکستانی خاوندانو او احتمالاً هم عربستانی او غربی او امریکایی خاوندانو یی طلاق ورکړی دی. د خپل تیر وخت له امله او د خلکو او هیواد پر ضد د بی شمیره خیانتونو او جنایتونو له کبله د ډیرو بدبویه او کرغیړن «جهادی رهبر» په نوم، نوم بدی او رټل شوی دی.

اګر که ټولو خاینو جهادی سرکښانو په ورځینی جبهی بدلولو او بی مسلکی کی د تر ټولو ټیټ سترګو فرصت طلبانو لاسونه هم شاته تړلی، خو حفیظ اله امین او شهنواز تڼی سره د ګلبدین د هم لاسی، او دوستم، ربانی، مزاری او حضرت مجددی سره دده د بی شمیره مرورتیا او غاړه غړی کیدلو چلند له نورو نه هم لا ډیر تور او له سپکاوی ډک دی. ګلبدین د خپلو بی شمیره او خاینانه روشنفکر و ژنو له امله د تښتیدلی قاتل په څیر د زرګونو کورنیو او بنسټپالی ضد ځواکونو د تعقیب لاندی دی ځکه هم دده د باند زیات شمیر غړی او په ځانګړی توګه د مرکزی کمیټی غړی د خلکو له ویری غواړی چی ژرترژره خپل حساب له خپل تروریست «قاید» څخه سیوا کړی.

ددی خاین ډله دلا ډیرو انشعابونو او شیندل کیدلو بلاربه ده. ایران به وروستنی هیواد وی چی خاین ګلبدین ته یی لار ورکړیده او ددی هیواد رژیم به هیڅکله له طالبانو سره جوړجاری ونکړی نو ځکه که «عظیم رهنما» له ایران څخه هم وشړل شی هغه وخت به نظامی او سیاسی مړینی پسی ددغه ناولی جنایتکاره د ذاتی ژوند ورځی هم په شمار شی. په هر حال خاین ګلبدین زمونږ د ملت د تعقیب لاندی دی او په هیڅ قیمت باید پری نږدو چی تر ډیری مودی تښتیدلی (مغرور) وه اوسی.