In this issue
اسد ۱۳۷۶ – اگست ۱۹۹۷
شماره مسلسل۴۶ Payam-e-Zan



له افغانستان او منځنی آسیا څخه روسیی او لویدیځ
ته د مخدره موادو قاچاق او د «مسکو ډله»


د «فلیکس» سازمان په ۱۹۹۱ کال کی د پوځ او کی‌جی‌بی د اطلاعاتو په ګډون له «اقتصادی جرائمو» سره د مبارزی لپاره جوړ شو. د فیلکس کارپوهانو چی د ۹۴ له جنوری څخه یی د مخدره موادو د قاچاق په هکله پلټنی پیل کړی، دی نتیجی ته رسیدلی دی چی روسیه له ۱۹۹۱ کال راهیسی په بشپړه توګه د مخدره موادو د تجارت نړیواله نظام ته چی د «مسکو ډلی» په لاس کی دی جذب او ښکیل شوی ده.

د «مسکو ډله» چا جوړه کړیده؟ د کی‌جی‌بی هغه کسانو چی د چچنی جمهور رئیس دودایف سره‌یی خبری کولی او د «مسکو ډلی» بنسټ ایښودونکی دی. دوی په لومړی سرکی له چچنیانو سره تړون لاس‌لیک کړ او وروسته یی بیا خپل کار ته دومره پراختیا ورکړه چی نن د نړیوال اختاپوس تر ټولو فعاله پښی ګڼل کیږی.

دوی چی هم د اطلاعاتو په کار کی پوهه لری او هم د کی‌جی‌بی، پوځ او انتظامی ځواکونو له دایرو سره اړیکی لری، سربیره پردی چی د وړلو راوړلو لاری پیژنی، د اطلاعاتی نظام له مختلفو چارواکو سره له اړیکو او بانکی شبکی څخه هم ګټه اخلی د «مسکو ډلی» هم بازار ته د مخدره موادو د رسولو لار جوړه کړیده او هم یی د پیسو د سپینولو.

د «مسکو ډلی» له دوستم سره د خپلو اړیکو په برکت لومړی کرښه جوړه کړه. په نوموړی ډلی کی هغه کسان غړیتوب لری چی په افغانستان کی د کمونیستی رژیم د امنیت د سازمان سلا کاران وو او له هماغه وخت راهیسی یی له دوستم سره نژدی اړیکی ټینګی کړیدی. دوستم د هغوی اصلی ونډه وال دی. د افغانستان د امنیت سازمان ځینی پخوانی سلاکاران په داوطلبانه توګه د افغانستان په شمال کی پاتی شوی دی چی یویی د کی‌جی‌بی هماغه پخوانی افسر دی چی په «ریګان» شهرت لری او په افغانستان کی د دوستم تر ولکی لاندی سیمی کی د مسکو ډلی استازی دی. هغه پخوا په افغانستان کی تریاک رانیول او بیا به یی مسکو ته استول خو د چچنی د جګړی له امله اوس په خپله افغانستان کی له تریاکو څخه هیرویین جوړوی.

د افغانستان په پوله کی د یو کیلو تریاکو بیه ۴۰-۵۰ ډالره ده. د دوی کار داسی وو چی د دوستم د کسانو تر ساتنی لاندی به یی له تریاکو څخه په لومړنی ډول مورفین جوړول او بیایی هر ۲ یا ۳ تنه په لاری یا هلیکوپتر کی بارول او له خپلو اړیکو څخه په ګټی اخیستلو سره یی ازبکستان ته وړل. د بار ساتنه تر ترمز یا سمرقند پوری د کی‌جی‌بی د یوه پخوانی صاحب منصب په غاړه وه. هغه د ازبکستان پایتخت تاشکند له چارواکو سره ټینګی اړیکی لری. د هغه کسان مورفین په مسافر وړونکی الوتکی کی ځای پر ځای کوی او بیایی چچنی ته وړی. د چچنی شالی نومی سیمه له مورفینو څخه هیرویین جوړولو او مسکو او نورو بازارونو ته د لیږدولو مرکز دی.

د «مسکو ډلی» د هیرویین جوړولو مرکز هم د تریاکو رانیولو ځای یعنی افغانستان به وړی دی.

د غڼی نړیوال تارونه، مافیاګانی او دولتونو کی د هغوی نقش

له لری ختیځ څخه تر جبل الطارق پوری، د آسیا جنوب ختیځ کی کامبوج او د افریقا شمال لویدیځ کی مراکش او همدارنګه افغانستان او ایران او چچنی او روسیه او نیجریه او... هغه هیوادونه دی چی یایی په خپله دولتونه او یایی دولتی چارواکی د مخدره موادو په تجارت کی اصلی رول لوبوی.

اسرائیل، سوریه، عراق، لبنان، ترکیه، پانامه، برازیل، کلمبیا او هلند هغه هیوادونه دی چی دولتونه یی «لانجه نکوی».

د ایتالیا، امریکا او مکزیک هیوادونو کی مافیاګانی له دولتی مقاماتو او سیاسی ټولنو سره اړیکی لری.

د سویس، هانګ کانګ، لوکزامبورک او اسرائیل هیوادونه د مخدره موادو پیسی سپینوی.

څیړنی ښایی چی د مافیا مشران په زیاترو هیوادونو کی د دولت تر لاسه کولو په فکر کی دی. پرته له هغو پیسو چی سیاسی شخصیتونو او ډلو ته یی ورکوی خپل زامن هم د ښوونی په ډیرو اوچتو مؤسسو کی شاملوی تر څو وکولای شی په رواوو منل شوو سیاسی او اقتصادی فعالیتونو کی هم برخه واخلی.

دغه ناولی پیسی د لاتینی امریکا هیوادونو، آسیا، افریقا او حتی د امریکا په شان هیوادونو کی په انتخاباتی مبارزو کی کارول کیږی. او هغه کسان چی په دی پیسو بریالی کیږی د نوموړو پیسو د خاوندانو لپاره د کار وسیلی برابروی.

د ایران رژیم ادعا کوی چی اروپا ته د مخدره موادو درسیدلو د مخنیوی لپاره تر ټولو پراخه مبارزه کوی. او د لویدیځ احصاییی ښیایی چی لویدیځ ته د مخدره موادو ننوتل کال په کال زیات شوی دی.

امریکا دعوا کوی چی د مخدره موادو د سوداګری له لاری د ایران رژیم ارزی عایدات وروسته له تیلو تر ټولو اوچت عایدات دی.

په هر صورت، دا خبره په ښکاره ډول څرګنده ده چی راتلونکی کی به مخدره مواد د منځنی ختیځ د ستونزو یو لوی سبب وګرځی.

ژباره له «انقلاب اسلامی در هجرت» ۳۸۳ ګڼه د ۱۳۷۵ کال د غوایی میاشت.