In this issue
عقرب ۱۳۷۴- نوامبر ۱٩٩۵
شماره ۴۱ Payam-e-Zan




یوی افغانی کونډی له اجباری دوهم واده څخه دځان
ژغورلو لپاره په ځان وژنی لاس پوری کړ


یوی ځوانی ښځی دځان وژنی په نیت ډیره اندازه میخونه، پاکی، دقیچی ماتی ټوټی، ستنی او دشیشو ټوټی او سنجاقونه خوړلی وو. دغی ښځی ځکه دی کار ته لاس یووړ چی غوغښتل یی، له خپل لیوره سره اجباری واده څخه ځان وژغوړی

دا ښځه دچنګاښ په دیارلسمه نیټه پیښور ښار ته څیرمه یوه ځانی روغتون ته یووړل شوه چی ډاکټرانو له بریالی عملیات څخه وروسته، خوړلی شیان ددی له معدی نه راوه ایستل. هغه چی چاغه هم وه ډیره ژر ښه شوه او داروکول یی په کراری سره سر ته ورسیده. ډاکتر فیروز شاه چی دهغی عملیات وکړ او نورو ډاکترانو وویل چی دغه شانته پیښه د طبابت په تاریخ کی مونږ چیرته نه وه لیدلی.

ددی ښځی خاوند چی اشرف نومیده څه موده دمخه په افغانستان کی مړ شوی وو دهغه ورور په کونډی باندی زور اچولی وو او کوښښ یی کاوه چی ورسره واده وکړی. نو کرکه، ویرونه او زور ددی سبب وګرځید چی ۲۵ کلنه کونډه دخپل لیور دغه شهوانی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکولو باندی، دځان وژنه غوره وګنی. نو ځکه یی د دغه راز له خطر نه ډکو شیانو، په خوړلو پیل وکړ.

په سرکی ډاکتر جلیل د ناروغ دراز پټ ساتلو له وجهی، نه غوښتل چی ددغه کیس په هکله معلومات وړکړی ځکه چی مریض دکیس له مشهوره کیدلو سره موافقه نه لرله خو کله چی عملیات څخه وروسته ددی له معدی نه رایستل شوی شیان وروښودل شول، دا مجبوره شوه چی خبره ښکاره کړی.

دمیخونو اوږدوالی تر نیم انچ پوری وو. په داسی حال کی چی په ډیره اندازه نور شیان هم ورسره یوځای وو چی دمنلو وړ نه ښکاریده.

ښځی، دغه شیان دشپږو دقیقو په اوږدو کی په داسی حال کی چی دلیوره دزیات فشار اچولو له وجهی، په خپل ځان نه پوهیده خوړلی وو. دی دخسرګنی دعمل په وړاندی، اعتراض کولو په مقصد دغه کار وکړ.

دښځی ورور ظریف ګل، فرنټیرپست ته وویل چی ددی میړه څو موده دمخه افغانستان کی شهید شوی وو او زیاته یی کړه چی دغه راز کیسونه په هغو ټولنو او سیمو کی پیښیږی چی خلک یی په تیاره کی ژوند کوی، لکه زمونږ ټولنه. په دی ځایونو کی ښځی ناوړه دودونو او تیریو لکه دخپل لیور سره جبری واده ته دنه تسلمیدلو له امله، خپل ځان سره دغه راز بی رحمی کوی.

که چیرته هم دغه ښځه اوس د مرګ له منګلو رااووتله خو څرنګه چی ددی دژوند شرایطو بدلون ندی موندلی، بیا به هم له هم هغی تدریجی مړینی یعنی له هماغه ژوند سره مخ وی کوم چی له ویری یی په ځان وژنی لاس پوری کړ. افغانی ښځو ته په کار ده چی ټولنه کی ددغه راز غیرانسانی کړووړو او دود دستورونو پر ضد پاڅیږیږی. څوک چی په زوره واده کولو پر ځای دځان وژنی زړه ولری، ولی باید ددغه وراسته فرهنګ دله مینځه وړلو پر ضد مبارزه کی خپل ځان قربان نکړی چی ددی پیښی او دی ته ورته نورو پیښو سبب کرځی.